سرلېک

د سولې چیغه – پکتیا

کټګورې

ټګونه

د سولې چیغه – پکتیا

د پکتیا ولایت یو شمېر مدني فعالان، قومي مشران، دیني عالمان، ځوانان او د سولې لپاره د ځوانانو اړیکو د ګروپ ملاتړي، د پکتیا ولایت په ګردیز ښار کې د سولې په تړاو سوله ایز لاریون ترسره کړ او خپلې غوښتنې یې د افغانستان له حکومت، نړیوالې ټولنې او د طالبانو له تحریک څخه یې مطرح کړې.

لاریونوالو د سولې د خبرو د بیا پیل، د ژر تر ژره اوربند پلي کولو او  د سولې په خبرو کې د ځوانانو د ګډون غوښتنه کوله او ټینګار یې وکړ، چې سولې لپاره د افغانستان ځوانانو لخوا  د ټول افغانستان څخه داسې یو پلاوی رامنځته شي، چې د سولې له بهیر څخه څارنه وکړي.

 

د دې لاریون پریکړه لیک:

۱-   موږ د افغانستان  له دولت، د امریکا متحده ایالتونو او د طالبانو له تحریک څخه غواړو، چې ژر تر ژره په اوربند هوکړه وکړي او ورپسې د سولې خبرې اترې پیل کړي؛

۲-  افغانان نور له جګړې ستړي شوي، جګړه یوه تپل شوې پدېده ده، افغانان د سولې خلک دي او سوله غواړي؛

۳- د پکتیا ځوانان د جنګ له ښکېلو لوریو غواړي، چې نور له زورزیاتي، کرکې او وژنو څخه لاس واخلي او سولې ته غاړه کېږدي؛

۴- د افغانستان دولت او طالبانو تر منځ  د سولې خبرې اترې باید ژر تر ژره پیل شي او د مذاکراتو په پلاوي کې باید ځوانانو ته زیاته ونډه ورکړل شی؛

۵-  موږ نه غواړو چې نور د ورور وژنې، ځوان وژنې او افغان وژنې دغه ناورین دلته دوام وکړي. موږ امن کې ژوند غواړو؛

۶-  د سیمې له هېوادونو او له نړیوالې ټولنې مو غوښتنه ده، چې په جګړه کې ښکېلو لوریو باندې فشار راوړي تر څو د تل پاتې سولې لپاره خبرو اترو ته کښېني؛

۷-  موږ له هر ډول کړنو څخه چې پر بنسټ یې د جګړې ښکیلو غاړو (حکومت، د امریکا متحده ایالتونو او د طالبانو تحریک) ترمنځ د باور زیاتیدو او د اعتماد فضا رامنځته کیدو لامل کیږي، ستاینه او ملاتړ کوو. موږ په دې باور یوو، چې د زندانیانو وروستۍ تبادله، سولې ته د رسیدو په برخه کې مثبت ګام دی او همدارنګه غوښتنه کوو، څو نور زندانیان هم د یوه منظم او قانوني پلان پر بنسټ خلاص شي؛

۸ -موږ ځوان فعالان، مشران، عالمان او د سولې لپاره د ځوانانو اړیکو ګروپ ملاتړي، د ځوانانو او نوي نسل له نورو فعالانو سره یو ځای په مرکز او ولایتونو کې د ځوان فعالانو او نوي نسل له منځ څخه یو پلاوی رامنځته کوو، څو د سولې له خبرو او د مذاکراتو له پرمختګ څخه څارنه وکړي.

 

په درنښت

 د پکتیا ولسونه، ځوانان او د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ ملاتړي

ګردیز پکتیا - افغانستان

د ۱۳۹۸ لمریز کال د لړم ۲۷