سرلېک

د سولې چیغه – کندهار

کټګورې

ټګونه

د سولې چیغه – کندهار

د کندهار ولایت یو شمير قومي مشران، دیني عالمان، ځوانان، مدني او سیاسي فعالان او اوسیدونکي د یوې غونډې په ترڅ کې د اوربند، د افغانانو ترمنځ د مخامخ خبرو او مذاکراتو د پیل، د سولې په بهیر کې د ځوانانو اغیزناکه ګډون او د افغانستان د سولې له بهیر څخه د ځوانانو د څارنې غوښتنه وکړه.

د دې غونډې ګډونوالو همدارنګه له جګړې څخه کرکه څرګنده کړه او د افغانستان له حکومت، د طالبانو تحریک او د امریکا متحده ایالتونو څخه وغوښتل، څو په افغانستان کې د سولې راوستو او ژر تر ژره اوربند لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي

پریکړه لیک:

د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ

د سولې او ځوانانو غونډه – کندهار

موږ د بېلابېلو قومونو یو شمېر مشرانو، عالمانو، ځوانانو، مدني او سیاسي فعالانو او په کندهار کې د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ ملاتړو، د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د سولې غوښتونکیو خوځښتونو وروسته، په دې ولایت کې د سولې خبرو او مذاکراتو په تړاو د لاندې مواردو غوښتنه کوو:

1. په تېرو څو کلونو کې لوی کندهار (کندهار، اروزګان، زابل او هلمند) د شدید او خونړۍ جګړې ډګر وو او د افغانستان د نورو خلکو په شان یې زیاته قرباني ورکړې ده. نو په دې ډول موږ په زغرده اعلان کوو، چې نور د جګړې او ورور وژنې زغم نه لرو او د افغانستان د حکومت، د امریکا متحده ایالتونو او د طالبانو د تحریک ترمنځ د ژر تر ژره اوربند غوښتنه کوو. او همدارنګه له هغه ټولو کړنو او فعالیتونو څخه ملاتړ کوو، چې د طالبانو د تحریک، د امریکا متحده ایالتونو او د افغانستان د حکومت ترمنځ د باور فضا رامنځته کوي؛

2. موږ د امریکا متحده ایالتونو او طالبانو د تحریک ترمنځ د خبرو او مذاکراتو څخه ملاتړ کوو او غواړو، چې له هر ډول شرط پرته د افغانانو ترمنځ هم مخامخ خبرې پیل شي او د افغانستان حکومت د یوه همه شمول پلاوي سره (د پیژندل شویو سیاسي خوځښتونو، د ځوانانو، ښځو او مدني بنسټونو څخه جوړ وي) په دې خبرو کې ګډون وکړي؛

3. موږ د لوی کندهار قومي مشرانو او مخورو، او دیني عالمانو د افغانستان له دولت او د طالبانو له تحریک څخه غواړو، چې د افغانستان ځوانان او نوی نسل، چې د جګړې او نا امنیو اصلي قربانیان دي، په ملي پروسو په ځانګړې ډول د سولې د خبرو او مذاکراتو کې ښکیل کړي او ورته ونډه ورکړي؛

4. موږ د لوی کندهار د بیلابیلو قومونو مشرانو، دیني عالمانو او ځوانان د هېواد بیلابیلو قومونو سره، ملي یووالي او همپالنې ته ژمن او پرې باور لرو او غواړو، چې د دایمي سولې د ټینګښت لپاره له هر ډول قومي، ژبني او مذهبي تعصباتو څخه په ځانګړې ډول د سولې په مذاکراتو او خبرو کې ډډه وشي؛

5. له هغه ځایه، چې لوی کندهار د تاریخ د نومیالو ټاټوبی دی، لکه میرویس خان نیکه او احمد شاه بابا او همدارنګه د سترو تاریخي پیښو او جرګو ځای دی، نو موږ د کندهار ولایت خلک په ویاړ سره اعلان کوو، چې دا ولایت چمتو دی، څو د طالبانو د تحریک او د افغانستان حکومت د همه شموله پلاوي او د سولې په بهیر کې د نورو مطرحو شخصیتونو د بین الافغاني خبرو لپاره کوربتوب وکړي؛

6. د سولې لپاره د ځوانانو اړیکو ګروپ د یوه خپلواکه آدرس په توګه، چې هیڅ ډول کورني او بهرني ډلې پورې تړاو نه لري، د خپلو منظمو پروګرامونو سره هڅه کوي، څو په هېواد کې دایمي سوله راشي او موږ د کندهار ولایت ځوانان د نورو ولایتونو د ځوانانو په شان د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ له دریځ په ځانګړې ډول د سولې په خبرو او له دې پروسې څخه د څارنې په موخه د افغانستان د ځوانانو او نوي نسل د استازو اغیزناکه ګډون څخه ملاتړ کوو

په درنښت

د بیلابیلو قومونو یو شمېر مشران، عالمان، ځوانان او د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ ملاتړي

کندهار - افغانستان

د ۱۳۹۸ لمریز کال د لیندۍ ۱۱/ د ۲۰۱۹ زیږدیز کال د ډسمبر ۲