سرلېک

د فاریاب د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه

کټګورې

ټګونه

د فاریاب د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه

د فاریاب د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه


د فاریاب ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ لخوا د ۱۳۹۹ لمریز کال د مرغومي میاشتې په ۲۵ نیټه، چې د ۲۰۲۱ زیږدیز کال د جنوري میاشتې له ۱۴ سره سمون خوري، جوړه شوه. دا جرګه د دې ولایت د لسو اداري واحدونو څخه د سلګونو ځوانانو په ګډون جوړه شوې وه.

د فاریاب د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې درې برخې درلودې: د جرګې پرانیستنه، د کاري کمیټو کارونه، د ترسره شویو بحثونو وړاندې کیدل او وروستۍ، د پریکړه لیک لوستل وو. په پیل کې د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ رهبري غړی حمید الله مسرور د سولې په بهیر کې د ځوانانو پر رول او ونډې خبرې وکړې. وروسته بیا استاده ملاحت علمي د اړیکو د ګروپ له فعالیتونو او جرګې جوړولو څخه د ستاینې ترڅنګ د سولې په بهیر کې د ښځو د اندیښنو په تړاو خبرې وکړې. د غونډې په دوام کې د جرګې د جوړولو د کمیسیون غړی خالد ادیب د سولې ټینګښت او جګړې پایته رسیدو لپاره د افغانستان د خلکو د یووالي او انسجام په اړه یې خبرې وکړې.

د جرګې په دویمه برخه کې د کاري کمیټو کارونه پیل او د جرګې غړیو د شپږو ځانګړیو شویو موضوع ګانو په تړاو بحث او خبرې وکړې. د جرګې د غړیو نظرونه توحید او په درېیمه برخه کې د هرې کمیټې د مسوولینو لخوا وړاندې شول. په همدې حال کې د لسګونه کمیټو منشیانو د فاریاب ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې وروستۍ پریکړه لیک جوړ او وړاندې شو.

د فاریاب ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې پریکړه لیک


    

     د فاریاب د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه د ۱۳۹۹ لمریز کال د مرغومې میاشتې په ۲۵ نیته، چې د ۲۰۲۱ زیږدیز کال د جنوري میاشتې له ۱۴ سره برابره ده، د دې ولایت د سلګونه ځوانانو په ګډون جوړه شوه. دا جرګه د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ لخوا جوړه شوې وه، چې په کې د دې ولایت د ټولو اداري واحدونو څخه د نوي نسل او ځوانانو استازو ګډون کړی وو، خپلې غوښتنې او پریکړې یې د افغانستان له حکومت، د طالبانو له تحریک او نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول د امریکا متحده ایالتونو څخه په لاندې ډول بیان کړې:

۱. د سولې په بهیر کې د افغانستان له حکومت څخه د فاریاب ولایت د ځوانانو غوښتنې:

·        انحصار او د قومونو ترمنځ توپیري چلند ته نه ویل، د پراخ بنسټه ټیم جوړول او د سولې په بهیر کې د ځوانانو، ښځو او د ټولنې د ټولو اقشارو ګډون؛

·        د هېواد د سیاستوالو او مخورو انسجام او یووالۍ او د ملي یووالي رامنځته کول؛

·         د سولې د خبرو په بهیر کې د اسلامي تعادل په اډانه کې د نرمښت څرګندول؛

·        د هېواد د ملي ګټو په پام کې نیول؛

·        له سولې وروسته سیاسي جوړښت باید ملي وي.

۲. د سولې په بهیر کې د طالبانو له تحریک څخه د فاریاب ولایت د ځوانانو غوښتنې:

·        اوربند باید د سولې د خبرو بنسټ وي؛

·        د افغانستان د خلکو او حکومت د تېرو ۲۰ کلونو لاسته راوړنو ته درناوی؛

·        په خبرو کې خپلواکي او له هغو هېوادونو سره دې اړیکې پرې کړي، چې په افغانستان کې د جګړې د دوام غوښتونکي دي؛

·        د اسلام مبارک دین او د هېواد اساسي قانون پر بنسټ د سولې خبرو ښکیلو خواوو لخوا نرمښت.

۳. د سولې په بهیر کې له نړیوالې ټولنې، د امریکا متحده ایالتونو، اسلامي هېوادونو او ګاونډیو هېوادونو څخه د فاریاب ولایت د ځوانانو غوښتنې:

·        د سولې له بهیر څخه ملاتړ، د هېوادونو له لاسوهنې څخه مخنیوی او د هېواد ځمکني بشپړتیا ته درناوی؛

·        د سولې بهیر لپاره د نړیوالې ټولنې د اجماع رامنځته کول؛

·        د افغانستان د سولې په خبرو کې د ښکیلو اړخونو ترمنځ ژمنو ته ژمنتیا؛

·        د سولې له بهیر څخه د نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول د امریکا متحده ایالتونو ملاتړ او د نړیوال څارونکي په توګه، د خپل دریځ ساتل؛

·        د سولې له بهیر څخه د ملاتړ په موخه د اسلامي هېوادونو اجماع او په افغانستان کې د جګړې ناروا ګڼلو په موخه د اسلامي کنفرانس لخوا د پریکړه لیک صادریدل؛

·        د افغانستان د سولې له بهیر څخه د ملاتړ په موخه د ګاونډیو هېوادونو په کچه سیمه ایزه اجماع.

۴. پایلې ته د بین الافغاني خبرو رسیدو څرنګوالي په موخه وړاندیزونه او په دې اړه د فاریاب ولایت د ځوانانو مسؤلیتونه:

·        موږ د فاریاب ځوانان د سولې له خبرو څخه ملاتړ کوو؛

·        د ملي ګټو او تېرو ۲۰ کلونو لاسته راوړنو ته درناوی؛

·        د نوي او همه شموله کړنلارې جوړول، چې په هغه کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت له طالبانو او همدارنګه اغیزناکه ګوندونه ګډون ولري او د عبوري حکومت یو جوړښت ولري؛

·         د سولې خبرو اړخونه باید د ملي ګټو او نرمښت د اصولو په رڼا کې، خبرې پر مخ یوسي.

۵. په فاریاب ولایت کې د وسله والو جګړو څخه را ټوکیدلي سیمه ایزو ستونزو وړاندې کیدل:

·        د دوامداره جګړو له امله د فاریاب ولایت له ولسوالیو څخه خلک ښار ته کډواله شوي؛

·        د ټول ګټو بنسټونو له منځه تلل، روغتیايي او ښوونیزو خدمتونو ته د خلکو نه لاسرسی، د پراختیايي پروګرامونو وروسته پاتې کیدل؛

·        د فاریاب ولایت په لویو لارو کې د امنیت نه شتون او په دوامداره ډول د بریښنا د مزو پرې کیدل.

۶. په ځايي او ملي کچه د سولې له بهیر څخه د څارنې په موخه د نظرونو او وړاندیزونو وړاندې کول او د فاریاب ولایت د ځوانانو مسؤلیتونه:

·        د افغانستان د دولت او طالبانو لخوا د سولې د بهیر چټکتیا؛

·        د سولې خبرو د اجندا خپرول؛

·        د ټولیز او همه شموله آدرس لخوا د خبرو پر مخ وړل (د ملي مصالحې عالي شورا)؛

·        د سولې د خبرو له بهیر څخه د څارنې په موخه د ټولنې د ټولو اقشارو څخه د پراخ بنسټه کمېټې جوړول؛

·        په غوڅ ډول د نړیوالو شریکانو او نړیوالې ټولنې لخوا د سولې د بهیر څارل.

درنښت

د فاریاب ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه

د ۱۳۹۹ د مرغومې ۲۵ / د ۲۰۲۱ د جنوري ۱۴