د هرات د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې د غړیو ناسته
د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې د غړیو ناسته، د جرګې د جوړنکیو
غړیو، د کمیټو د رئیسانو، منشیانو او د هرات ولایت د فعاله ځوانانو په ګډون جوړه
شوه. د غونډې ګډونوالو پر راتلونکیو پروګرامونو، طرحو او د سولې بهیر کې د ځوانانو
د ونډې پر څرنګوالي خبرې وکړې.
په ټولیز ډول په دې ناسته کې د لاندې شپږو موضوع ګانو اړوند پریکړې
وشوې:
۱. دا ډله باید له پخوا څخه پیاوړې عمل
وکړي او د هرات او پلازمینې ځوانانو ترمنځ اړیکې ټینګې کړي؛
۲. د هرات د نوي نسل او ځوانانو د سولې
جرګې د ستونزو په اړه خبرې وشوې او پریکړه وشوه، چې د ځوانانو د سولې جرګه، چې
ټاکل شوې په نیږدې راتلونکي کې د زون په کچه په دې ولایت کې جوړه شي، په بریالیتوب
سره جوړه شي؛
۳. په راتلونکي جرګه کې د جګړې
قربانیانو نظرونه باید ډیر منعکس شي او په فعالانه ډول ونډه ولري؛
۴. د زیاتو خلکو د خبرولو او په ډله
ایز ډول د خپریدو په موخه د هرات د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې پریکړه لیک دې
چاپ او د ولسوالیو په کچه دې خلکو ته ورسیږي؛
۵. د سولې په مذاکراتو کې د ځوانانو
ونډې د عدالت غوښتنې او فعاله ګډون لپاره، د هرات د مخورو سره ناستې او کتنې زیاتې
شي؛
۶. د سولې په بهیر کې د هرات د ځوانانو
د نظرونو د منعکس کولو لپاره دې ډیر ژر په پر لیکه ډول له مذاکراتي پلاوي سره
ویډیويي ناسته جوړه شي.
د هرات د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه د سولې لپاره د ځوانانو د
اړیکو د ګروپ لخوا د ۱۳۹۹ لمریز کال د لیندۍ میاشتې په ۱ نیټه د دې ولایت د ټولو اداري
واحدونو څخه د سلګونه ځوانانو په ګډون جوړه شوې وه.
د هرات د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه
هرات – افغانستان
د ۱۳۹۹ د مرغومې ۱۰ / د ۲۰۲۰ د ډسمبر ۳۰