د هرات د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې پریکړه لیک د یوناما ځايي دفتر ته وسپارل شو
د
هرات ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې پریکړه لیک، په هرات کې د یوناما
ځايي دفتر مشرې میرمن آرزو حاتاکوی ته د هرات د جرګې د جوړولو کمیسیون د غړیو هر
یو سونیا احمدي، آرش بشریار او بصیر آرین لخوا وسپارل شو.
د
هرات د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه د ۱۳۹۹ لمریز کال د
لیندۍ میاشتې په ۱ نیټه د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ
لخوا د دې ولایت د ۲۰ اداري واحدونو څخه د سلګونو ځوانانو په ګډون
جوړه شوې وه. د هرات ولایت د سولې جرګې غړیو د یو پریکړه لیک په اډانه کې د افغانستان
له حکومت، د طالبانو له تحریک او نړیوالې ټولنې څخه ځانګړې غوښتنې مطرح او بیان
کړې دي.
ټاکل شوې، چې د هرات د نوي نسل او ځوانانو غوښتنې
او اندیښنې د پریکړه لیک په اډانه کې له دریوو آدرسونو: د افغانستان له حکومت، د
طالبانو له تحریک او نړیوالې ټولنې په ځانګړي دول د امریکا له متحده ایالتونو سره
شریک شي.