د
هرات ځوانانو د سولې جرګې د جوړونکي کمیسیون ناسته
نن
یکشنبه د ۱۳۹۹ لمریز کال د لړم میاشتې په ۲۵ نیټه، د سولې
لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ د مشرتابه پلاوي په ګډون د هرات ولایت د نوي نسل او
ځوانانو د سولې جرګې د جوړیدو کمیسیون، د جرګې د جوړیدو کمیسیون د اجرايي مسؤلینو
په مشرۍ ناسته وکړه. په دې ناسته کې کاري برخې مشخصې او د جرګې جوړیدو په تړاو
خبرې او بحثونه وشول او اړینې پریکړې وشوې.
ټاکل شوې، چې ډیر ژر په هرات ولایت کې د سولې
لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ لخوا د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه جوړه شي.