سرلېک

د هلمند د نوي نسل او ځوانانو د سولې

کټګورې

ټګونه

د هلمند د نوي نسل او ځوانانو د سولې

د هلمند د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه

په هلمند ولایت کې د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ لخوا د ۱۳۹۹ لمریز کال د تلې میاشتې په ۲۵ نیټه، چې د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د اکټوبر میاشتې له ۱۶ سره برابره ده، د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه جوړه شوه. دا جرګه د دې ولایت د ۱۴ اداري واحدونو څخه د سلګونو ځوانانو په ګډون جوړه شوې وه.

د هلمند ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې درې برخې درلودې: د جرګې پرانیستنه، د کاري کمیټو کارونه، د ترسره شویو بحثونو وړاندې کیدل او وروستۍ برخه، د پریکړه لیک لوستل وو. په پیل کې د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ رهبري غړي انجینیر توریالي هلمند د نوي نسل او ځوانانو له ګډون څخه د مننې ترڅنګ زیاته کړه، چې د هلمند د سولې جرګه په داسې حال کې جوړیږي، چې همدا اوس شدیده جګړه په دې ولایت کې روانه ده او په دې جرګه کې زموږ ګډون د دې معنا ورکوي، چې د هلمند ولایت خلک د ژر تر ژره سولې او د جګړې پایته رسیدو غوښتونکي دي. نوموړي همدارنګه زیاته کړه، چې د جګړې ښکیل خواوې باید ژر تر ژره د خبرو پر کړنلارې هوکړه وکړي او خبرې پیل کړي. عبدالعزیز کاروان هم د جګړې پر دریدو د ټینګار ترڅنګ زیاته کړه، چې د هلمند ځوانان او خلک له کلونو راهیسې د جګړې قربانیان دي او دا وضعیت باید پایته ورسیږي. د جرګې په دوام بریښنا نوري، صفت الله ساروان، نسیمه انوري، محمد احسان فدا، نعمت الله همت، غلام غوث داوري، ثنا الله خادم، حمیده، عبدالرحمن آرین، عبدالوهاب زاهدي، او صفت الله صدیقي د سولې پر اهمیت، د نوي نسل او ځوانانو پر مسؤلیتونو او له حکومت او طالبانو څخه د هلمند ولایت د خلکو د غوښتنو په تړاو یې خبرې وکړې.

د جرګې په دویمه برخه کې د کاري کمیټو کارونه پیل او د جرګې غړیو د شپږو ځانګړیو شویو موضوع ګانو په تړاو بحث او خبرې وکړې. د جرګې د غړیو نظرونه توحید او په درېیمه برخه کې د هرې کمیټې د مسوولینو لخوا وړاندې شول. په همدې حال کې د لسګونه کمیټو منشیانو د هلمند ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې وروستۍ پریکړه لیک جوړ او ګډونوالو ته وړاندې شو.

د هلمند ولایت د نوي نسل او ځوانانو جرګه په داسې حال کې جوړیږي، چې په وروستیو اوونیو کې د طالبانو او حکومت ترمنځ شدیده جګړه روانه ده او زرګونه کورنۍ له دې جګړې څخه زیانمن شوي او د خپلو کورونو څخه کډه کولو ته اړه شوي دي. 

د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې پریکړه لیک - هلمند

     د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه د ۱۳۹۹ لمریز کال د تلې میاشتې په ۲۵، چې د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د اکټوبر میاشتې له ۱۶ سره برابره ده، د سلګونو ځوانانو په ګډون په هلمند ولایت کې جوړه شوه. دا جرګه د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ لخوا جوړه شوې وه، چې په کې د دې ولایت له ۱۴ اداري واحدونو څخه د نوي نسل او ځوانانو استازو ګډون کړی وو او د افغانستان له حکومت، د طالبانو له تحریک او نړیوالې ټولنې په ځانګړې ډول د امریکا متحده ایالتونو څخه یې خپلې غوښتنې او پریکړې په لاندې ډول بیان کړې: 

۱ــ دایمي اوربند او تل پاتې سوله، د نظام ساتنه، اسلامي وجایبو ته درناوی، د ملي او لوړو ارزښتنو ساتنه او د ښځو د حقونو درناوی؛

۲ــ دایمي او واقعي اوربند، عام المنفعه ملکیتونو ساتنه، د بشري حقونو ساتنه او د ښځو لاسته راوړنو او پیشرفت ته درناوی کول؛

۳ــ د نړيوالې ټولنې څخه مو غوښتنه دا ده، چې جنګ په ښکیلو غاړو باندې فشار راوړي تر څو سولې ته ژمن او صادقه اووسي او نړیواله ټولنه دې د سولې اړوند خپلې هڅې ګړندۍ کړي او د بن کنفرانس ټولو تعهداتو ته ژمن پاته سي او همدارنګه د نړیوالې ټولنې څخه مو غوښتنه دا ده ترڅو په افغانستان کې د بهرنیو هېوادونو د مداخلې لاس قطعه کړي؛

۴ــ د ښکیلو غاړو څخه غواړو تر څو د خپلمنځي اختلافاتو او د پاروونکو خبرو څخه تیر شي او ملي ګټو ته ترجیح ورکړي او د سمتي، ژبني مذهبي تعصوباتو څخه تېر شي. د سولې په مورد باید یو نړیوال تضمین موجود وي؛

۵ــ د بشري ناورین او انسان وژنه، د کورنیو بې ځایه کیدل، د کونډو او یتیمانو زیاتوالی، فقر، بېوزلي، اقتصادي بحران، د عام المنفعه تاسیساتو ورانېدل، د ځوانانو بې تعليمه پاته کېدل هغه څه دي، چې د وسلوالو نښتو په ترڅ کې رامنځته شوي دي؛

۶ــ د نړیوالو رسنیو له لارې باید د بین الافغاني مذاکراتو بهیر په ژوندۍ بڼه تر افغان ولسه په ښکاره او څرګند ډول ورسول شي او په ارزښتونو باندې باید معامله ونه شي، دا چې په روانه جګړه کې هلمند زیات ځپل شوی نو باید ورته په روانو خبرو کې مکمله ونډه ورکړل شي.

په درنښت

د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه

هلمند – افغانستان

د ۱۳۹۹ د تلې ۲۵ / د ۲۰۲۰ د اکټوبر ۱۶