سرلېک

د هلمند ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت

کټګورې

ټګونه

د هلمند ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت

د هلمند ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې د ولایتي سکرتریت رهبري بورد جوړ شو


د هلمند ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت رهبري بورد د ۱۴۰۰ لمریز کال د غويي میاشتې په ۳۰ نیټه د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ په مرسته، د جرګې جوړولو کمیسیون د غړيو، د دې ولایت جرګې د لسو کمیټو مسؤلینو او منشیانو په ګډون د ټاکنو د ترسره کولو پلاوي لخوا په ټاکنییز ډول جوړ شوو، چې ۱۸ غړي لري او د اړتیا پر مهال په کې بدلون راتلای شي.

#د سکرتریت د رهبري بورډ:

۱. د هلمند د ولایتي سکرتریت رئیس، عبدالعزیز کاروان

۲. د هلمند د ولایتي سکرتریت مرستیال، عبدالجبار نومیال

۳. د هلمند د ولایتي سکرتریت مرستیاله، سامعه حسن زاده

۴. د هلمند د ولایتي سکرتریت سیاسي سلاکاره، شازیه فروغ یاوری

۵. د هلمند د ولایتي سکرتریت مطبوعاتي سلاکار، نعمت الله همت

۶. د هلمند د ولایتي سکرتریت د څارنې پلاوي مسؤل، ثناءالله خادم

#یادونه: د دې پلاوي نور غړي د هلمند ولایتي سکرتریت د رهبري بورد په مشوره ټاکل کیږي.

۷. د هلمند د ولایتي سکرتریت د دارالانشاء مسؤل، عبدالوهاب زاهدي

۸. د دارالانشاء مرستیال، توریالی حکیمي

۹. د دارالانشاء غړې، سلیمه

#یادونه: د اړتیا پر مهال د دارالانشاء نور غړي د هلمند ولایتي سکرتریت د رئیس په مشوره ټاکل کیږي.

۱۰. د هلمند ولایتي سکرتریت د رسنیو او ویاندوی کمیټې مسؤل، محمد احسان فدا

۱۱. د رسنیو او ویاندوی کمیټې مرستیال، عزیزالله رحیمي

۱۲. د رسنیو او ویاندوی کمیټې غړې، راحله

#یادونه: د ولایتي سکرتریت د کړنلارې اوه‌لسمې مادې پر بنسټ د رسنیو د کمیټې مسؤل سربیره، د رسنیو کمیټې مرستیال او غړي یې د ولایتي سکرتریت د ویاندویانو دنده او مسؤلیت لري. د اړتیا پر مهال د دې کمیټې نور غړي د هلمند ولایتي سکرتریت د رهبري بورد په مشوره ټاکل کیږي.

۱۳. د هلمند د ولایتي سکرتریت د اړیکو کمیټې مسؤل، محمد اکبر بارکزی

۱۴. د سکرتریت د اړیکو کمیټې مرستیال، حکمت الله مسلم

۱۵د سکرتریت د اړیکو کمیټې غړی، حضرت عمر شېرزاد

۱۶. د سکرتریت د اړیکو کمیټې غړی، صفت الله صدیقي

#یادونه: د اړتیا پر مهال د دې کمیټې نور غړي د هلمند ولایتي سکرتریت د رهبري بورد په مشوره ټاکل کیږي.

۱۷. د هلمند ولایتي سکرتریت د جګړې له قربانیانو سره د همغږۍ کمیټې مسؤل، برکت الله سرشار

۱۸. د هلمند ولایتي سکرتریت د جګړې له قربانیانو سره د همغږۍ کمیټې مرستیال، محمد عاطف عبرت

#یادونه: د اړتیا پر مهال د دې کمیټې نور غړي د هلمند ولایتي سکرتریت د رهبري بورډ په مشوره ټاکل کیږي.

په درنښت

د هلمند د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت

د اړیکو د ګروپ د رسنیو او ویاندوی دفتر

د ۱۴۰۰ کال د غويي ۳۰ / د ۲۰۲۱ کال د مې ۲۰