سرلېک

د ننګرهار ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه

کټګورې

ټګونه

د ننګرهار ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه

د ننګرهار ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه

د ننګرهار ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه د ۱۴۰۰ لمریز کال د وري (حمل ) میاشتې په ۱۶ نیټه، چې د ۲۰۲۱ زیږدیز کال د اپریل میاشتې ۵ مې سره برابره ده، د ننګرهار ولایت د سلګونه ځوانانو او د لغمان، نورستان او کونړ ولایتونو یو شمېر ځوانانو په ګډون جوړه شوه.

دا جرګه د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ په همکارۍ د ننګرهار ولایت ځوانانو له لوري په دريو برخو کې جوړه شوه؛ پرانیسته، د کمېټو کارونه، د کاري کمېټو پرېکړې وړاندې کول او د پرېکړه لیک چمتو کول وو.

د افغانستان د ځوانانو پارلمان مرستیال او د اړیکو ګروپ رهبری غړی اقبال سخي د جرګې د ترسره کیدو څرنګوالي او د کمېسیون د فعالیتونو په اړه خبرې وکړې.

د اړیکو ګروپ مشر محمد سنګر امیرزاده د جرګې  څخه معلومات ورکولو ترڅنګ د هدفي وژنو او د امنیتي ځواکونو د ساتلو باندې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې جګړه اتل نه لري، د حکومت او طالبانو په جګړه کې د افغانستان خلک او دواړو خواو د جګړې قربانيان دي.

د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ مرستیال خلیل احمد متین د سولې په خبرو کې د نوي نسل او ځوانانو پر رول او دریځ ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې تراوسه د دوحې، مسکو او استانبول د سولې په غوڼدو کې د ځوانانو رول ته پام نه دی شوی او د دې وضعیت دوام موږ ته د منلو وړ نده.

استاد لطیف الله قمري، استاد جاوید مسرور ، فاطمه سبا احمدزۍ ، استاد حضرت جعفر عرب ، حسنا کوثر احمدزۍ، نجم الدین نورستاني او فردوس بشرمل، اوږدمهاله اوربند او د جګړې په پایته رسولو، د ښکېلو خواوو د تعارضي بریدونو پر دریدو او پر تلپاتې سولې، په ننگرهار ولایت کې د جنګ له امله رامنځته شوي زیانونو ، هدفي وژنو پای ، د خبرو اترو له لارې د ستونزو حل، د خلکو لخوا د مشورو او تایید پر اساس د راتلونکي سیاسي نظام جوړیدو په اړه خبرې وکړې.

د جرګې غړو ، چې په لسو کمیټو ویشل شوي وو، د ۷ موضوعګانو په اړه یې خبرې وکړې او د سولې جرګې پریکړه لیک چمتو او ولوستل شو.


د ننگرهار د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې پریکړه‌لیک

     د ننګرهار د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه د ۱۴۰۰ لمریز کال د وري په ۱۶، چې د۲۰۲۱  زیږدیز کال د اپریل له ۵ سره برابره ده؛ د ننګرهار ولایت د سلګونو ځوانانو په ګډون جوړه شوه.

    دا جرګه د ننګرهار ولایت د ځوانانو لخوا د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ په مرسته جوړه شوې وه، چې په کې د دې ولایت له ټولو اداري واحدونو څخه د نوي نسل او ځوانانو استازو ګډون کړی وو او د افغانستان حکومت، د طالبانو تحریک او نړیوالې ټولنې په ځانګړې ډول د امریکا متحده ایالتونو څخه یې خپلې غوښتنې او پریکړې په لاندې ډول بیان کړې:

۱. موږ د افغانستان حکومت او د طالبانو تحریک څخه غواړو، څو جګړه پای ته ورسوي او یا لږ تر لږه تعارضي عملیاتو ته د پای ټکی کیږدي.

۲. د سولې بهیر باید د زورواکو له انحصار څخه بهر شي او شخصي او ګوندي غوښتنو باندې ټینګار و نه کړي. همدارنګه په دې بهیر کې هغه کسانو ته ونډه ورکړي، چې په تېرو کلونو کې یې د جګړې له امله د خپلو کورنیو او وجود غړي له لاسه ورکړي دي.

۳. موږ د افغانستان حکومت او د طالبانو تحریک څخه غواړو، څو د هېواد ملي ګټې او بنسټونه خوندي وساتي.

۴. افغان حکومت دې له زغم او صبر څخه کار واخلي، اوربند دې وکړي او خپلې سرې کرښې دې د ملي ګټو قرباني کړي او د افغانستان شته خواوې باید خپل سیاسي، سمتي او ګوندي اختلافات پریږدې، سولې ته ژمن شي او واحده تګلاره دې غوره کړي.

۵. موږ د افغانستان حکومت څخه غواړو، څو د سولې په بهیر کې خپلو ټولو ژمنو ته ژمن پاتې شي او د هغه د پلي کېدو لپاره دې هلې ځلې وکړي.

۶. موږ د افغانستان حکومت او د طالبانوتحریک څخه غواړو، څو صحرايي محاکمې بندې کړي، پرته د محکمې له اجازې څخه دې هیچا ته جزا ورنکړي، او له دواړو خواوو څخه غواړو، څو د هدفي وژنو په ځانګړي ډول د ښځو او ځوانانو هدفي وژنو مخنیوی وکړي.

۷. د افغانستان له حکومت څخه غواړو، څو د سولې بهیر کې بې پرې ځوانانو ته ونډه ورکړي. د افغانستان حکومت او د طالبانو تحریک څخه غواړو، څو د ښځو او ټولو افغانانو حقونه خوندي کړي.

۸. د افغانستان حکومت دې د سولې بهیر کې مدني بنسټونو ته  هم ونډه ورکړي او ملي اجماع دې رامنځته کړي. له ټولو هغو طرحو څخه دې، چې د ځوانانو لخوا وړاندې شوي دي، ګټه واخلي.

۹. د طالبانو تحریک څخه غواړو، څو د سولې ټینګښت لپاره دې خپله تګلاره وړاندې، له ځانه نرمښت څرګند او د افغانستان د ګټو لپاره دې هڅه وکړي.

۱۰. د جګړې د دواړو اړخونو څخه غواړو، څو د عامه بنسټونو او ملي شتمنیو د ورانولو مخنیوی وکړي. ملي، کلتوري ارزښتونو او اسلامي مقدساتو ته دې درناوی وکړي.

۱۱. د طالبانو له تحریک څخه غواړو، څو د سولې له هوکړو وروسته، واک ته د رسیدو لپاره دې له سیاسي، مدني او ټاکنیزو لارو څخه ګټه واخلي.

۱۲. له نړیوالې ټولنې، د امریکا متحده ایالتونو، ګاونډیو او اسلامي هېوادونو څخه غواړو، څو له افغانستان څخه دې د نیابتي جګړو مرکز نه جوړوي او په دې هېواد کې دې اقتصادي سیالۍ ترسره کړي. د سولې له بهیر څخه دې ملاتړ وکړي او د دې بهیر پایلې ته د رسیدو لپاره دې رښتیني و اوسي.

۱۳. د نړیوالې ټولنې څخه غواړو، څو له افغانستانه دې په مسؤلانه او پایلې ته د سولې خبرو له رسیدو وروسته ووځي. موږ همدارنګه د سیمې هېوادونو، ګاونډیو او نړیوالې ټولنې څخه غواړو، څو د افغانستان د سولې د پریکړو د پلي کولو تضمین وکړي.

۱۴. د سیمې هېوادونو، ګاونډیو او نورو هېوادونو څخه غواړو، څو په افغانستان کې د ترهګریزو ډلو له تمویل او ملاتړ څخه لاس واخلي.

۱۵. له اسلامي هېوادونو څخه غواړو، څو په افغانستان کې روانه، بې ګټې، او نامشروع جګړې د پای ته رسیدو لپاره صادقانه هڅې وکړي.

۱۶. له نړیوالې ټولنې، د امریکا متحده ایالتونو، ګاونډیو هېوادونو او اسلامي هېوادونو څخه غواړو، څو د جګړې د ښکیلو خواوو د دریځ پر ځای، د ولس غږ واوري.

۱۷. موږ د تل پاتې سولې د تړون غوښتنه کوو او د سولې راوستو لپاره دې مدني حرکتونه او پروګرامونه زیات شي، څو د جګړې پر ښکیلو خواوو د فشار لامل شي.

۱۸. موږ د ننګرهار ځوانان غواړو، چې ځوانان دې د سولې له بهیر څخه ملاتړ او د سولې لپاره دې ذهنیت جوړونه وکړي.

۱۹. ننګرهار دې د امن سیمې په توګه اعلان او په دې سیمه کې دي اوربند وشي، او د سولې خبرې دې دلته پر مخ یوړل شي.

۲۰. ویره، غربت، بیکاري، د کادرونو تیښته، ناورینونه، هدفي وژنې، تعلیم ته نه لاسرسی، روغتیايي خدمتونو ته نه لاسرسی، کډوالي، نا امني، د حکومت او ولس ترمنځ واټن او د مخورو له لاسه ورکول ځايي ستونزې دي، چې په ننګرهار کې د جګړو له امله رامنځته شوي او موږ یې ژر تر ژره د پای ته رسیدو غوښتنه کوو.

۲۱. د سولې بهیر د څارنې په موخه دې د حساب اخیستنې او ټولنییز نظارت یو مرکز رامنځته شي، چې مدیریت یې د ځوانانو په لاس کې وي. دا مرکز دې په پوره ژمنتیا له دې بهیر څخه څارنه وکړي.

۲۲د سولې بهیر دې د رسنیو له لارې، د څیړنیزې خبریالۍ پواسطه ولس ته څرګند شي او د پردې تر شا دې ټول پټ مسایل را برسیره شي. رسنۍ دې د جګړې ضد ادبیات وکاروي.

۲۳. د سولې خبرو کې ښکیل ځوانان، د افغانستان د ځوانانو استازي نه، بلکې د سیاسي جهتونو استازي دي. موږ غواړو، چې نوي نسل او ځوانانو ته دې په راتلونکو غونډو کې ونډه ورکړل شي

۲۴. تر اوسه د دوحیې او مسکو غونډو پایلې نه درلودې او د مذاکراتو له ښکیلو اړخونو څخه غواړو، څو په راتلونکو غونډو کې یوې مثبتې پایلې ته ورسیږي.

و من الله التوفیق

د ننګرهار ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه

د ۱۴۰۰ ال د وري ۱۶ / د ۲۰۲۱ د اپریل ۵

جلال آباد – ننګرهار؛ افغانستان