د کونړ ولایت د نوي
نسل او ځوانانو د سولې جرګه
په کونړ ولایت کې د
نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه د ۱۳۹۹ لمریز کال د تلي میاشتې په ۲۳، چې د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د اکټوبر میاشتې له ۱۴ سره برابره ده، د اسد آباد په ښار کې جوړه شوه.
دا جرګه د دې ولایت د ۱۵ اداري واحدونو څخه د سلګونو ځوانانو او نوي نسل د استازو په ګډون، د سولې
لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ لخوا جوړه شوه.
د کونړ ولایت د نوي
نسل او ځوانانو د سولې جرګې درې برخې درلودې: پرانیستنه، د کاري کمیټو کارونه، د
کاري کمیټو د کارونو او پریکړه لیک لوستل. په پیل کې په کونړ ولایت کې د نوي نسل
او ځوانانو د سولې جرګې مسؤل ساجد الله افغانمل د جرګې ګډونوالو ته د ښه راغلاست
ترڅنګ زیاته کړه: له شک پرته د افغانستان خلک د سولې تږي دي او په جګړه کې ښکیل اړخونه
باید د افغانانو د سوله غوښتلو غږ ته غوږ ونیسي او مثبت ځواب ووايي.
د سولې لپاره د ځوانانو
د اړیکو ګروپ د رهبري پلاوي غړی میوند همت شینواري د سولې بهیر کې د ځوانانو پر ګډون
د ټینګار ترڅنګ زیاته کړه، چې د افغانستان ځوانانو په دې هېواد کې زیاته قرباني
ورکړې او د سولې په بهیر کې باید د ځوانانو ګډون زیات وي او غږ یې واوریدل شي.
د جرګې د پرانیست برخې
په دوام کې استاد راحت الله ساپي د کونړ ولایت د ځوانانو په استازیتوب وینا وکړه
او ټینګار یې وکړ، چې د سولې مذاکرات دې باید بریالي شي او افغان ځوانانو ته دې په
کې ونډه ورکړل شي.
د جرګې په دویمه برخه
کې، د کاري کمیټو کارونه پیل او د جرګې غړیو د شپږو مشخص شویو موضوع ګانو په اړه
خبرې او بحث وکړ. د جرګې د غړیو نظرونو توحید او د پروګرام په درېیمه برخه کې د هرې
کمیټې د مسؤل لخوا وړاندې شوې. په همدې حال کې د ۱۲ ګونو کمیټو منشیانو د کونړ ولایت د نوي نسل
او ځوانانو د سولې جرګې پریکړه لیک جوړ او ولوستل شو.
د کونړ ولایت د نوي نسل او ځوانانو جرګې په دویمه برخه کې، کاري کمیټو د شپږو مشخص شویو موضوع ګانو په اړه بحث او خبرې وکړې. د جرګې د غړیو نظرونو توحید او د پروګرام په درېیمه برخه کې د هرې کمیټې د مسؤل لخوا وړاندې شو. په همدې حال کې د ۱۲ ګونو کمیټو منشیانو د کونړ ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې پریکړه لیک جوړ او ولوستل شو.
د کونړ ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې پریکړه لیک
د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه د ۱۳۹۹ لمریز کال د تلې په ۲۳، چې د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د اکټوبر له ۱۴ سره برابره ده، د کونړ ولایت د سلګونو ځوانانو په ګډون جوړه شوه. دا جرګه د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ لخوا جوړه شوې وه، چې په کې د دې ولایت له ۱۵ اداري واحدونو څخه د نوي نسل او ځوانانو استازو ګډون کړی وو او د افغانستان حکومت، د طالبانو تحریک او نړیوالې ټولنې په ځانګړې ډول د امریکا متحده ایالتونو څخه یې خپلې غوښتنې او پریکړې په لاندې ډول بیان کړي.
۱ - موږ د کونړ ولايت ځوانان ( نارینه او ښځینه) د سولې روانو خبرو څخه په بشپړه توګه ملاتړ کوو؛
۲ - موږ د کونړ ولايت ځوانان له حکومت او طالبانو څخه جدي غوښتنه کوو، چې د بين الافغاني مذاکراتو له لارې سوله وکړي؛
۳ - موږ د سولې په روانو خبرو کې د حکومت او طالبانو څخه جدي غوښتنه کوو، چې اوربند وکړي؛
۴ - موږ له ګاونډيو هېوادونو څخه غوښتنه کوو، چې د سولې په بهیر کې همکاري وکړي؛ څو د سولې روانې خبرې بریالۍ شي؛
۵ - موږ له حکومت او طالبانو څخه غوښتنه کوو، چې د سولې په خبرو کې رښتيني او صادقه و اوسي؛
٦ - موږ له حکومت او طالبانو څخه غوښتنه کوو، چې د سولې په روانو خبرو کې د تيرو دوه لسيزو ارزښتونه او پرمختګونه وساتي؛
۷ - نړيواله ټولنه بايد دواړه لوري وهڅوي، څو د سولې روانې خبرې مثبته پایله ورکړي؛
۸ - موږ د طالبانو او حکومت څخه جدي غوښتنه کوو، چې د سولې په بهیر کې د هر ډول خنډ او ځنډ څخه مخنيوى وکړي، څو دا بهیر بریالی شي؛
۹ – نړیواله ټولنه باید د افغانستان د سولې له بهیر څخه په ریښتیني ډول ملاتړ وکړي؛
۱۰ – موږ د کونړ ولایت د ښځو د حقونو فعالان د حکومت او طالبانو څخه غوښتنه کوو، چې د سولې په روانو خبرو کې د ښځو حقونه خوندي او وساتل شي.
و من الله توفیق
د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه
د ۱۳۹۹ د تلې ۲۳ / د ۲۰۲۰ ز د اکټوبر ۱۴
کونړ - افغانستان