په
ننګرهار ولایت کې د جګړې ضد او سولې فعالان او د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو
ګروپ، په هېواد کې د جګړې د پایته رسیدو او د ښکیلو خواوو ترمنځ د اوربند غوښتنه
کوي او زیاتوي، چې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرې ژر تر ژره پیل او د سولې رامنځته
شوی فرصت له لاسه لاړ نشي.
همدارنګه
په ننګرهار ولایت کې د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ غړي او د جګړې ضد او
سولې فعالان ټینګار کوي، چې د جګړې ښکیلو اړخونو ترمنځ د باور فضا رامنځته کیدو
لپاره باید هڅې وشي او د هوکړې پر بنسټ د دواړو اړخونو زندانیان خوشې شي.
په
ورته حال کې دا فعالان غواړي، څو د هېواد ملي مصالحې شورا مشرتابه کې د ځوانانو او
نوي نسل رول ته جدي پاملرنه وشي.
په
درنښت
د
جګړې ضد او سولې فعالان
د
سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ
د ۱۳۹۹ د غبرګولي ۱۴ / د ۲۰۲۰ د جون ۳