سرلېک

سوله او اوربند – پکتیا

کټګورې

ټګونه

سوله او اوربند – پکتیا

بسم الله الرحمن الرحیم

پکتیا

سولې او د اوربند په هکله دخبري ناستې پرېکړه لیک !

د ۱۳۹۹ لمریز کال د غويي ۹ /د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د اپرېل ۲۸

 

  موږ د پکتیا ولایت یو شمېر قومي مخور، دیني عالمان، ځوانان، ټولنییز، مدني او سیاسي فعالان او په دې ولایت کې د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ ملاتړي، د سولې او اوربند ناسته جوړه او د لاندې  غوښتنو د پلي کیدو تمه لرو:

۱.  په داسې حال کې، چې هره ورځ زموږ ځوانان په دواړو خواوو وژل کیږي، په هېواد کې د کرونا ناروغۍ هم د پراختیا په حال کې ده. موږ د پکتیا ولایت یو شمېر دیني عالمان، ځوانان، ټولنییز، مدني او سیاسي فعالان او په دې ولایت کې د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ ملاتړي د طالبانو له تحریک او افغانستان له حکومت څخه غواړو، څو د روژې مبارکې میاشتې ته د درناوي په پار، ژر تر ژره اوربند لپاره د افغانستان د خلکو غږ ته لبیک ووایي ؛

۲-په ټوله نړۍ(سوریه،عراق،لېبیا یمن) کې د جنګ ښکېلو غاړو د کرونا سره د مبارزې لپاره جګړه درولې اوټول په ګډه د کرونا سره د مبارزې لپاره یو موټي شوي دي. موږ هم د ورته اقدام غوښتنه کوو او له افغان حکومت او طالبانو څخه جدي غوښتنه کوو، چې  د نړۍ نورو هېوادونو په څېر ، ژر تر ژره  اوربند وکړي؛

 ۳- دامریکا متحده ایالات او طالبان دې د لاسلیک شوي هوکړه لیک سره سم عمل وکړي او د افغانستان له حکومت، طالبانو او د امریکا متحده ایالتونو څخه غواړو، څو په هېواد کې د سولې په وړاندې شته خنډونه له منځه یوسي؛

 ۴- موږ په پکتیا ولایت کې د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ ملاتړي د افغانستان له حکومت او د طالبانو د اسلامي تحریک له مشرتابه څخه غوښتنه کوو، څو ژر تر ژره بین الافغاني خبرې پیل کړي؛

 ۵- موږ د پکتیا ولس په تېرو څو لسیزو کې په جګړه کې ډیره قرباني ورکړې او ورکوي یي، نو په دې توګه د جګړې په ښکیلو خواوو غږ کوو، څو سولې ته غاړه کیږدي او افغان وژنه پایته ورسوي او د سولې شته فرصت له لاسه ورنکړي؛

 ۶-په هغه سیمو کې چې د وسله والو مخالفينو تر حاکميت لاندې دي، د کرونا مثبتې پېښې مخ په  زياتېدو دي، که چېرته اوربند ونشي او د کرونا پر وړاندې په ګډه مبارزه ونشي نو لرې نه ده، چې په زرګونه خلک به د مرګ او کرونا ناروغۍ له ګواښ سره مخ شي؛

 ۷- موږ د پکتیا ولایت قومي مشران او ځوانان د هیواد نورو ځوانانو او نوي نسل استازو ترڅنګ د سولې په بهیر کې د ځوانانو پر ګډون د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ د دریځ ملاتړ کوو. له افغان دولت، نړیوالې ټولنې او طالبانو څخه غواړو، څو ځوانانو ته د اغیزمن قشر په توګه د سولې په خبرو او مذاکراتو کې د رول ترڅنګ د مخامخ څارنې مسولیت ورکړل شي.

په درنښت

د پکتیا یو شمېر قومي مخور، دیني عالمان، ټولنییز، مدني او سیاسي فعالان او د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ ملاتړي

پکتیا- افغانستان