د افغانستان د سولې خبرو په بهیر کې د ځنډ په هکله د بدخشان ځوانانو اندېښنې
یو شمېر ځوانان، د جرګې غړي او د بدخشان ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې
جرګې سکرتریت مطبوعاتي کنفرانس «د افغانستان د سولې خبرو په بهیر کې د ځنډ په هکله
د بدخشان ځوانانو اندېښنې» تر عنوان لاندې مطبوعاتي کنفرانس د روان کار د ۱۴۰۰ هـ.ل غوايي
په ۱۳ د ۲۰۲۱ د مې ۱۳ نېټه د دوشنبې
په ورځ پدې ولایت کې جوړ شو.
د بدخشان ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت رهبري غړي
سید نورالله باعث، عبدالبشیر دقیق او صیاد نبي زاده د سولې خبرو کې په ځنډ اندېښنه
وښوده وایې، چې مونږ تمه لرو د سولې په بهیر کې د جګړې ښکېل اړخونه بهانې او وخت
تلفي ته د پای ټکی کيږ دي.
د جرګې سکرتریت رهبري غړې شبنم شایګان وایې: تر سولې وروسته حکومت د ښځو
حقونو د تامین لپاره نړۍ وال تضمین شتون ونلري، د افغانستان د خلکو ټولې لاسته راوړنې
به له جدي خطرونو سره مخ شي.
د جرګې د سکرتریت د رهبري بورډ غړې اصفه کریمي وایې، چې د حکومت او طالبانو
د مذاکراتي ټیم هئیت ترمنځ د سولې خبرو اوږدې وقفې ترڅنګ د افغانستان د ښځو لپاره
د امریکا طرحه هم مایوس کوونکې ده؛ پدې طرحه کې د ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره هېڅ
روښانه تضمین او حل لاره شتون نلري.
ژورنالست او مدني فعال سمیع الله سیحون، سیاسي فعال صدیقي لعلزاد، د ښځو
حقونو فعالې لینا شیرزاد، ژورنالست محب الله سیدي، د بدخشان مدني فعال صبرالله
ثاقب او د دې ناستې نورو ګډونوالو د سولې د خبرو پر دوام، د فرصتونو په نه ضایع
کولو او د سیاسي لویې اجماع په جوړېدو یې تاکید وکړ.
درنښت
د اړیکو ګروپ د رسنیو او ویندوی دفتر
د بدخشان ولایت د نوي نسل او ځوانانو ولایتي سکرتریت
۱۴۰۰ د غوايي ۱۳- ۲۰۲۱ د مې ۳