سرلېک

مطبوعاتي کنفرانس -بغلان

کټګورې

ټګونه

مطبوعاتي کنفرانس -بغلان

 

د جګړې زیاتیدو او د سولې مذاکراتو ناڅرګند وضعیت په تړاو د بغلان د ځوانانو اندیښنې


د بغلان ولایت یو شمېر ځوانان، د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې غړي او سکرتریت د سې شنبې په ورځ د ۱۴۰۰ لمریز کال د غويي میاشتې په ۱۴ نیټه، چې د ۲۰۲۱ کال د مې له ۴ سره برابره ده، په بغلان ولایت کې « د جګړې زیاتیدو او د سولې مذاکراتو ناڅرګند وضعیت په تړاو د بغلان د ځوانانو د اندیښنو»  تر سرلیک لاندې مطبوعاتي کنفرانس جوړ کړ.

د بغلان د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت د مشورتي بورد مسؤل احمد فواد فروغ، سیاسي سلاکار عبدالله قادري، د رسنیو کمیټې مسؤلې آریانا پارسي، د رسنیو کمیټې مرستیال محمد عالم بارکزي، او د رسنیو کمیټې غړې آمنه وردک د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او خپلې اندیښنې یې په هېواد کې د جګړې او تاوتریخوالي زیاتیدو او د سولې بهیر نا څرګند وضعیت په تړاو څرګندې کړې.

د جګړې زیاتیدو او د سولې مذاکراتو ناڅرګند وضعیت په هکله د بغلان د ځوانانو د اندیښنو په تړاو

د بغلان ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت مطبوعاتي کنفرانس #اعلامیه

د بغلان د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت د بغلان د جرګې په دوام، چې د ۱۳۹۹ لمریز کال د مرغومې میاشتې په ۸ نیټه د دې ولایت د سلګونه ځوانانو په ګډون جوړه شوې وه، د سولې په بهیر کې د دې ولایت د ځوانانو د ګډ غږ په توګه رامنځته شوی دی.

موږ د بغلان ولایت یو شمېر ځوانان او د بغلان ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې او ولایتي سکرتریت غړي د جګړې او تاوتریخوالي زیاتیدو او د سولې خبرو د نا څرګند وضعیت په اړه خپلې اندیښنې څرګندوو او د لاندې مواردو غوښتونکي یوو:

۱. د جګړې پایته رسیدو او د پایلې ته د سولې خبرو رسیدو لپاره طالبان باید د مذاکراتو  میز ته را وګرځي او شخړې د خبرو او هوکړو له لارې حل کړي.

۲. د ترلاسه شویو فرصت څخه باید د خبرو دواړه خواوې ګټه واخلي او روانې جګړې ته د پای ټکی کیږدي.

۳. د طالبانو له تحریک څخه غواړو، څو د دواړه ښکیلو خواوو ترمنځ د باور رامنځته کولو په موخه، ژر تر ژره اوربند اعلان کړي او خبرې په سوله ایزه فضا کې مخ ته یوسي.

۴. د مذاکراتو ښکیلې خواوې له خپلو شخصي او ډله ایزو ګټو څخه تېر شي او د خلکو د سوله غوښتلو غږونه واوري.

۵. د سولې د ټینګښت او د سولې هوکړو د ټول شموله توب لپاره باید ځوانان او ښځې په دې بهیر کې ګډون او مشارکت ولري.

۶. له دواړو اړخونو (حکومت او طالبانو) څخه غواړو، څو د سولې په خبرو کې نرمښت څرګند کړي.

۷. د افغانستان له حکومت او طالبانو له تحریک څخه غواړو، څو د خبریالانو، مدني فعالانو او دیني عالمانو هدفي وژنو مخنیوی وکړي.

۸. له ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو څخه غواړو، څو سولې ته د رسیدو لپاره د افغانستان له خلکو سره په ریښتیني ډول مرسته وکړي او پایلې ته د افغانستان د سولې بهیر رسیدو لپاره له خپلو اغیزو څخه ګټه واخلي.


په درنښت

د اړیکو د ګروپ د رسنیو او ویاندوی دفتر

د بغلان ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت

سه شنبه، د ۱۴۰۰ کال د غويي ۱۴  - د ۲۰۲۱ کال د مې ۴

بغلان-افغانستان