سرلېک

مطبوعاتي کنفرانس – خوست

کټګورې

ټګونه

مطبوعاتي کنفرانس – خوست

د ترکیې غونډه د افغانستان د غميزې د پای لپاره ښه فرصت دی


د خوست ولایت یو شمېر ځوانان، د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې او سکرتریت غړي د ۱۴۰۰ لمریز کال د غويي میاشتې په ۱۵ نیټه، چې د ۲۰۲۱ زیږدیز کال د مې میاشتې له ۵ نیټې سره سمون لري، په خوست کې «د ترکیې غونډه د افغانستان د غميزې د پای لپاره ښه فرصت دی» تر سرلیک لاندې مطبوعاتي کنفرانس جوړ کړ.

د خوست د نوي نسل او ځوانانو د سولې ولایتي سکرتریت طاهر جان خیال، د رسنیو او ویاندوی کمیټې مسؤل زرولي خوشنود، د اړیکو د کمیټو مسؤل علي شاه آماده، د جګړې له قربانیانو سره د همغږۍ کمیټې مسؤل اختر ګل وفا او د ولایتي سکرتریت د رهبري بورد غړی محمد ایوب حقمل، په هېواد کې د سترو خونړیو پیښو په ځانګړي ډول د لوګر خونړۍ پيښې او په ټول هېواد کې د هدفي وژنو د غندلو ترڅنګ، د افغانستان د سولې بهیر او بین الافغاني مذاکراتو په تړاو یې خپلې غوښتنې او اندیښنې شریکې کړې.

د ترکیې ناستې او سولې مذاکراتو په تړاو

د خوست ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې ولایتي سکرتریت مطبوعاتي #اعلامیه

د خوست ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه، چې د ۱۳۹۹ لمریز کال د کب میاشتې په ۱۴ نیټه د دې ولایت د سلګونه ځوانانو په ګډون جوړه شوې وه، د هېواد د سولې په بهیر کې د خوست د ځوانانو بې ساري ډله ایز خوځښت پیل وو. د سولې په تړاو د خوست د ځوانانو د مخکینیو فعالیتونو په دوام، د خوست ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ په مرسته جوړ شو.

د خوست ولایت ځوانان او د دې ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت، په هېواد کې د سترو بریدونو په ځانګړي ډول د لوګر ولایت خونړی برید او په د افغانستان په ګوټ ګوټ کې هدفي وژنې په کلکو ټکو غندي او د هېواد د سولې بهیر په تړاو خپلې غوښتنې او اندیښنې په لاندې ډول بیانوي:

۱. سوله د ټولو افغانانو یوه ملي غوښتنه او ضرورت دی او بدون د سیاسي جوړجاړې د افغان کشالې حل ناممکن بریښي بناً د خوست ولایت ځوانان او د دې ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې غړي، د جګړې له ښکیلو اړخونو غوښتنه لري چې یو ځل بیا، د سولې درولي خبرې بدون له کومه ځنډه بیا پیل او هیڅ لوری د سولې له مذاکراتو تېښته ونکړي، څو افغانان خپلو کې یو سوله ییز ،سیاسي او بنسټیز حل ته ورسیږي.

۲موږ د جګړې له ټولو ښکیلو اړخونو (وسله وال طالبانو، افغان حکومت او امریکا ) څخه غواړو، څو پایلې ته د سولې خبرو رسیدو لپاره هڅې وکړي او د ترکیې کنفرانس چې د افغان کشالې د سیاسي حل او غمیزې د پای لپاره د یو ښه فرصت دی فعاله برخه واخلي.

۳.   څنګه چې پوهیږو د افغان حکومت لخوا د سولې مزکراتو په ټاکل شوي مزکراتي پلاوي کې د لویې پکتیا، خصوصاً د خوست ولایت خلکو ونډه کم رنګه ده. موږ پر افغان حکومت غږ کوو، چې د سولې په مذاکراتي ډله کې د خوستوالو ونډه د هغوی نفوس او په جرګو او مرکو کې د هغوی بارز رول ته په کتو ور زیاته کړي.

۴. ځوانان د سولې لپاره د ښې ارادې ترڅنګ د ښو طرحو له اړخه هم د یوې قوي ارادې څښتنان دي. دوی د سوله ییز فکر پر بنیاد مؤثر نظریات وړاندې کولای شي، نو د دې لپاره چې د سولې روانې هڅې ټول شموله وي، او موږ ژر یوې پایلې ته ورسیږو؛ د خوست ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې غړي د نړیوالو ټولنې څخه غواړي چې، د سولې په روانو هڅو کې د افغان ځوانانو ونډه ور زیاته کړي.

ومن الله التوفیق

په درنښت

د اړیکو د ګروپ د رسنیو او ویاندوی دفتر

د خوست ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت

خوست – افغانستان

د ۱۴۰۰ کال د غويي ۱۵ / د ۲۰۲۱ کال د مې ۵