د سولې خبرو اترو د ځنډېدو او جګړې ډېریدو په اړه د کندوزي ولسونو اندیښنې
د کندز ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت او د دې ولایت
یو شمېر ځوانانو د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ په مرسته د ۱۴۰۰ لمریز کال د
غويي میاشتې په ۱۳ نیټه، چې د ۲۰۲۱ زږدیز کال د
مې میاشتې له ۳ سره برابره ده، « دسولې خبرو اترو دځنډېدو اوجګړې ډېریدو په اړه
د کندوزي ولسونو اندیښنې» تر سرلیک لاندې خبري ناسته جوړه کړه.
د کندز د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې د
جوړولو کمیسیون مسؤل سید غفور هاشمي، د قومونو پر یوالي او اتحاد ټینګار وکړ او زیاته
یې کړه، چې سولې ته د رسېدو لپاره اتحاد او يووالي ته اړتیا ده، او د افغانستان ټول
قومونه باید سره یو موټی شي.
د کندز د جرګې د جوړولو کمیسیون او د ځوانانو د پارلمان غړی عبدالستار
شمال، د خاور ټلویزیون مسؤل او د جرګې جوړولو کمیسیون غړی شهباز صابري او د احمدزیو
ځوانانو د ټولنې مسؤل او د جرګې غړی میرویس احمدزی وايي، چې په هېواد کې د سولې ټينګښت
لپاره باید ریښتینې هڅې وشي. خلک او د سیمې هېوادونه نه باید د سولې په بهیر کې
ناوړه لاسوهنه وکړي.
د جرګې غړی عصمت الله بنیاد او د کندز د جرګې غړی عبدالخلیل وردگ د جګړې پر
پایته رسیدو ټینګار کوي او زیاتوي، چې د افغانستان جګړه د دې هیواد پر خلکو تپل شوې،
او ډیری قربانیان يي ښځې او ځوانان دي، نور باید دغه جګړه پای ته ورسېږي.
عزیزه امیني د جرګې غړی او د پوهنتون استاد محمد عمر کندزي، د رجا ټولنې
مسؤل او د جرګې غړی محمد زبیر قریشي د چهار درې د ځوانانو د عالي شورا مسؤل او د
کندز د جرګې غړی محب الله محب د مذاکراتو پر دوام، د سیاسي حل لارو له لارې د
ستونزو حل، د تلفاتو او تاوتریخوالي مخنیوي او د سولې ټينګښت په برخه کې د ځوانانو
هڅو په اړه خبرې وکړې.
په درنښت
د اړیکو ګروپ د رسنیو او ویاندوی دفتر
د کندز د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت
کندز-افغانستان