په
جلال آباد ښار کې د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ، د جګړې ضد او د سولې
فعالان، د ننګرهار ولایت یو شمېر ځوانان، مدني فعالان او د ټولنیزو بنسټونو استازو
د جمعې په ورځ راټول شوي وو او د بین الافغاني خبرو د پیل تر څنګ یې پر دواړو خواو
غږ وکړ، څو خبرې دې په سمه توګه ترسره او پایلې ته ورسوي.
په
ننګرهار کې د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ غړی هدایت الله وطندار وايي هر
هغه خواوې چې د سولې پر وړاندې خنډ جوړوي او دا بهیر له ناکامۍ سره مخ کوي، موږ به
يي پر وړاندې دریږو او د دوي د کړنو مخالفت به وکړو.
د دې
غونډې ګډونوالو همدارنګه پر نړیوالې ټولنې او افغان حکومت غږ وکړ، چې د هېواد
ځوانان په ځانګړې ډول د ننګرهار ځوانانو ته په بین الافغاني خبرو کې ونډه ورکړي.
د
خبرې ناستې په پای کې د سولې لپاره د ځوانانو د اړیګو ګروپ او د جګړې ضد او سولې
فعالانو د یو پریکړه لیک په وړاندې کولو سره د جګړې له ښیکلو خواو څخه د اوربند او
د بین الافغاني خبرو د پیل د غوښتنې ترڅنګ د هغو هېوادونو له هڅو هم ستاینه وشوه،
چې د افغانستان د سولې بهیر کې زیار ګاللی، خو ټینګار وشو، چې هیڅکله به د یادو
هېوادونو ناوړه ګټې اخیستنې ته اجازه ورنکړي.
د
سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ
د
جګړې ضد او سولې فعالان
ننګرهار ــ افغانستان