پر
فوزیه کوفي د برید په تړاو د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ مطبوعاتي اعلامیه
شنبه
د ۱۳۹۹ لمریز کال د زمري ۲۵ / د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د اګسټ ۱۵
د
سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ د سولې د مرکچي پلاوي پر غړې آغلې فوزیه کوفي
برید په کلکو ټکو غندي او دا پر سولې د افغانستان د دښمنانو برید ګڼي او خپله
خواخوږي له اغلې کوفي سره شریکوي.
تېره
ورځ پر میرمن کوفي د پروان – کابل پر لویه لار برید شوی، چې له بده مرغه په دې
برید کې میرمن کوفي ټپي شوې ده، د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ؛ میرمن کوفي
ته د خدای تعالی له دربار څخه د بشپړې روغتیا دعا کوي.
میرمن
کوفي د هېواد یوه سیاسي فعاله او زړوه ښځه ده، چې اوسمهال د افغان حکومت لخوا له
طالبانو سره د سولې په مرکچي پلاوي کې غړیتوب لري. د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو
ګروپ د سولې بهیر کې د نوموړې شتون مهم ګڼي.
دا
چې افغان حکومت او طالبان بین الافغاني مذاکراتو ته نېږدې شوي، له همدې امله د
سولې ضد او یو شمېر ترهګرۍ کړۍ هڅه کوي، څو د سولې بهیر له خنډ او ځنډ سره مخ کړي،
نو له همدې امله د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ د افغان حکومت، طالبانو
تحریک او د نړیوالې ټولنې څخه غواړي، څو د سولې مرکچي پلاوي د امنیت په ټینګښت کې
کوټلي ګامونه اوچت کړي او موږ د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو لیدونکي و اوسو.
په
درنښت
د
سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ
کابل ــ افغانستان