د
سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ، د جګړې ضد او د سولې فعالان او د ټولینزو
بنسټونو استازي نن په خبري ناسته کې د بین الافغاني خبرو د ژر پیلیدو غوښتنه وکړه.
د
سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ او د خبري ناستې ګډونوالو د افغان حکومت او
طالبانو وغوښتل چې دایمي اوربند او جګړه دې ودروي.
په
دې خبري ناسته کې د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ او د جګړې ضد او د سولې
فعلانو په نړیوالې ټولنې او افغان حکومت غږ وکړ چې د هېواد ځوانان په ځانګړي ډول د
پکتیا ځوانانو ته په بین الافغاني خبرو کې ونډه ورکړي.
د
سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ او د پکتیا فعالو ځوانانو د یو پریکړه لیک په
وړاندې کولو سره له دواړو لوریو افغان حکومت او طالبانو وغښتل چې د سولې خبرې دې
ژر پیل کړي.
پړیکړه
لیک
د
سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ، د جګړې ضد او د سولې فعالان، د پکتیا ولایت یو
شمېر ځوانان، مدني فعالان او د ټولنیزو بنسټونو استازي د خبري ناستې په ترڅ کې، په
هېواد کې د جګړې پر ښکیلو خواوو د ژر تر ژره اوربند غږ وکړ او په لاندې مواردو
ټینګار وکړ
۱- د پکتیا ولایت
اوسیدونکي د افغانستان د جګړې پر ښکېلو خواوو غږ کوي، څو د بین الافغاني خبرو د
پیل تر څنګ دا خبرې بریالیتوب ته ورسوي او ټینګار کوي، چې مذاکراتي ټیمونه دې د دې
بهیر بریالیتوب په موخه له ځانه انعطاف څرګند کړي.
۲- موږ د جګړې له
ښکېلو لورو څخه غواړو، چې د بین الافغاني خبرو د پيل سره سم اوربند او یا اورکم
وکړي، څو افغانانو ته د سولې د ټینګښت او جګړې پایته رسیدو لپاره د جګړې د ښکیلو
خواوو هوډ څرګند شي.
۳- موږ د غونډې
ګډونوال د سولې په بهیر کې پر ټولو هغو ډلو او کسانو، چې د سولې په لاره کې خنډ دي
او په یو ډول دا بهیر له ناکامی سره مخ کوي، غږ کوو، چې له دې تخریبي کړنو
لاس واخلي او د سولې له دې پيل شوي بهیر څخه ملاتړ وکړي؛ که نه موږ به یې پر
وړاندې په کلکه ودریږو او د دوی د دې غلطو او شریرو کړنو مخنیوی به وکړو.
۴- موږ د دې خبري
ناستې ګډونوال د سولې په بهیر کې د ټولو هېوادونو له هڅو څخه د ملاتړ تر څنګ پر
یادو هېوادونو غږ کوو، چې د افغانستان د سولې په بهیر کې ریښتیني اوسي او هڅه
وکړي، څو دا بهیر بریالی شي.
۵- موږ د پکتیا
ځوانان او اوسیدونکي پر نړیوالې ټولنې او افغان حکومت غږ کوو، څو د افغانستان د
سولې بهیر کې ځوانانو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
۶- موږ د افغانستان
له حکومت او د طالبانو له تحریک څخه غواړو، څو د بین الافغاني مذاکراتو پر مهال د
افغانستان د نظام له بنسټونو څخه د ملاتړ ترڅنګ دې د دې بنسټونو د له منځه وړلو
هڅه ونکړي.
درنښت
د
سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ
د ۱۳۹۹ د وږي ۱۶ د ۲۰۲۰ سپټمبر ۶
پکتیا – افغانستان