د بامیان د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه

د بامیان د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه

په بامیان ولایت کې د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ لخوا د ۱۳۹۹ لمریز کال د وږي میاشتې په ۲۵ نیټه، چې د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د سپټمبر میاشتې له ۱۵ سره برابره ده، د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه جوړه شوه. دا جرګه د دې ولایت د اته اداري واحدونو څخه د سلګونو ځوانانو په ګډون جوړه شوې وه.

 یادې جرګې درې برخې درلودې: د جرګې پرانیستنه، د کاري کمیټو کارونه، د ترسره شویو بحثونو وړاندې کیدل او وروستۍ، د پریکړه لیک لوستل وو. دا جرګه د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ مرستیال خلیل احمد متین په وینا پیل او نوموړي د سولې په بهیر کې د ځوانانو پر ګډون ټینګار وکړ. هغه زیاته کړه، چې اوس مهال د سولې په بهیر کې بې سارې فرصت ترلاسه شوی او د جګړې ښکیلې خواوې باید د افغانستان د بې پایلې جګړې پایته رسیدو لپاره له دې فرصت څخه ګټه واخلي. د جرګې لومړۍ برخې په دوام کې د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ رئیس محمد سنګر امیرزاده د اړیکو د ګروپ فعالیتونو په اړه رڼا واچوله او ټینګار یې وکړ، چې د افغانستان جګړه هیڅ ګټونکی نه لري او هیڅوک نشي کولای نور حذف کړي. همدارنګه د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ د دارالانشا غړی وحیدالله سهیل، محمد عالم فاضل، نظیفه حیدري، وحیده سمر، امیر کوثري او سید عزیز فرهمند د سولې پر اهمیت او په دې بهیر کې د ځوانانو پر مسوولیتونو خبرې وکړې. د جرګې د پرانیستنې په بله برخه کې د بامیان ولایت د سمر آشیانه ماشومانو د سولې سندره وغږوله او د جرګې دویمه برخه پیل شوه.

د جرګې په دویمه برخه کې د کاري کمیټو کارونه پیل او د جرګې غړیو د شپږو ځانګړیو شویو موضوع ګانو په تړاو بحث او خبرې وکړې. د جرګې د غړیو نظرونه توحید او په درېیمه برخه کې د هرې کمیټې د مسوولینو لخوا وړاندې شول. په همدې حال کې د لسګونه کمیټو منشیانو د بامیان ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې وروستۍ پریکړه لیک جوړ او ګډونوالو ته وړاندې شو.

د بامیان ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې پریکړه‌لیک

د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه د ۱۳۹۹ لمریز کال د وږي په ۲۵، چې د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د سپټمبر له ۱۵ سره برابره ده، د بامیان ولایت د سلګونو ځوانانو په ګډون جوړه شوه. دا جرګه د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ لخوا جوړه شوې وه، چې په کې د دې ولایت له ۸ اداري واحدونو څخه د نوي نسل او ځوانانو استازو ګډون کړی وو او د افغانستان له حکومت، د طالبانو تحریک او نړیوالې ټولنې په ځانګړې ډول د امریکا متحده ایالتونو څخه یې خپلې غوښتنې او پریکړې په لاندې ډول بیان کړې.

۱. موږ د جګړې له ښکیلو خواو څخه د ژر تر ژره اوربند غوښتنه کوو؛

۲. موږ په افغانستان کې د وروستیو شلو کلنو لاسته راوړنو، د خلکو رايو پر بنسټ او د جمهوریت نظام ساتنه، په اساسي قانون کې د وګړیو د بنسټیزو حقونو او د دیني قوانینو د اعتدال، د لږکیو، د محرومو وګړیو او د ښځو حقونو د ساتنې غوښتونکي یو؛

۳. موږ د سولې په بهیر کې د ځوانان د اغیزناکه ګډون غوښتونکي یو؛

۴. موږ د جګړې له ښکیلو خواو څخه غواړو، څو ملي ګټو ته لومړیتوب ورکړي او د ترلاسه شوي فرصت څخه د دوامداره او با عزته سولې لپاره ګټه واخلي؛

۵. موږ د جګړې له ښکیلو اړخونو څخه غواړو، چې د خبرو پر مهال ملي ګټې په پام کې ونیسي، پر یو بل د بریالیتوب هڅه دې نه کوي او دواړه لوري دې په خبرو کې نرمنښت څرګند کړي؛

۶. موږ د طالبانو تحریک، د افغانستان حکومت او سیاستوالو څخه غواړو، چې د سولې په بهیر کې رښتیني و اوسي او په خپلواک ډول او د بهرنیو له فشار پرته دې عمل وکړي؛

۷. موږ له ګاونډیو او د سولې په بهیر کې له ښکیلو هېوادنو څخه غواړو، چې له فشار اچولو او لاسوهنې څخه ډډه وکړي او افغانان پریږدي، چې خپل راتلونکی په خپله وټاکي؛

۸. موږ له خپلو نړیوالو ملګرو څخه غواړو، چې له افغانستان سره دې خپلو مرستو ته دوام ورکړي او نه دې پرېنږدي، چې په افغانستان کې نوې ترهګریزې ډلې رامنځته شي؛

۹. موږ د امریکا له متحده ایالاتونو او نورو نړیوالو او سیمه ایزو ملګرو څخه غواړو، چې پایلې ته د بین الافغاني خبرو رسیدو پورې د بیلابیلو برخو په ځانګړي ډول د پوځي او امنیتي ځواکونو ملاتړ په برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي او د افغانستان خلک دې یوازې نه پریږدي؛

۱۰. موږ د افغانستان له نوي نسل او ځوانانو څخه غواړو څو په هېواد کې د سولې د ټینګښت په برخه کې خپل رول ترسره او د سولې بهیر څخه ملاتړ او څارنه وکړي.

۱۱. موږ د طالبانو تحریک او د افغانستان حکومت څخه غواړو، څو د کابل ــ بامیان لویې لارې امنیت ته جدي پاملرنه وکړي او په لارو کې د عامو خلکو د تلاشي کولو او زورونې مخنیوی وکړي؛

۱۲. موږ له مرکزي حکومت څخه غواړو، څو د مالي سرچینو د ځانګړي کولو په برخه کې دې د متوازنې پراختیا اصل په پام کې ونیسي او ځوانانو ته دې د کارموندنې په برخه کې اړین ګامونه اوچت او د کډوالۍ او نورو هغه لاملونو، چې د جګړې د زیاتیدو لامل کیږي، مخنیوی وکړي؛

۱۳. موږ د جګړې له ښکیلو اړخونو او نړیوالې ټولنې څخه غواړو، څو د سولې په بهیر کې د باور جوړونې او روڼوالي په موخه، ملي او بې پرې بنسټونو، رسنۍ، مدني ټولنو او د بشري حقونو بنسټونو ته د سولې له بهیر څخه د څارنې زمینه برابره کړي

په درنښت

د بامیان ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه

۱۳۹۹ لمریز کال د وږې ۲۵ / د ۲۰۲۰ کال د سپټمبر ۱۵

د بدخشان د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه

د بدخشان د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه

د بدخشان ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه د ۱۳۹۹ لمریز کال د وږي میاشتې په ۱۶ نیټه، چې د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د سپټمبر میاشتې له ۶ سره برابره ده، د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ لخوا جوړه شوه. په دې جرګه کې د دې ولایت د ۲۸ اداري واحدونو څخه سلګونه ځوانانو ګډون کړی وو.

د بدخشان د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې درې برخې درلودې، چې لومړۍ برخه یې د جرګې پرانیستنه وه، چې په کې د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ مرستیالې عطیه مهربان، د اړیکو د ګروپ رئیس محمد سنګر امیرزاده، د اړیکو د ګروپ مرستیال خلیل احمد متین، سید نورالله باعث، آصفه کریمي او ستورۍ یزدان پرست ویناوې وکړې.

 دویمه برخه کې د کمیټو کارونه او دریمه برخه کې د کاري کمیټو وړاندیزونه او غوښتنې وې، چې د کمیټو د مسؤلینو لخوا وړاندې شول. همدارنګه د جرګې د لسګونه کمیټو منشیانو د بدخشان ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې پریکړه لیک جوړ او وړاندې کړ.

په پای کې د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ لخوا د جرګې ټولو ګډونوالو ته "د سولې سفیر" لقب ورکړل شو.

د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ مشرتابه د دې جرګې د جوړونکي ډلې څخه ستاینه وکړه او د هغوی د نه ستړي کیدونکیو هلو ځلو څخه مننه کوي.

د بدخشان ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې پریکړه لیک

     موږ د بدخشان ولایت ځوانان د بدخشان د نوي نسل او ځوانانو د سولې په جرګه کې، چې د ۱۳۹۹ لمریز کال د وږي میاشتې په ۱۶ نیټه، چې د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د سپټمبر میاشتې له ۶ سره سمون خوري، د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ لخوا جوړه شوې وه، ګډون کړی او د سولې په بهیر کې د افغانستان حکومت، د طالبانو تحریک او نړیوالې ټولنې څخه د بدخشان ولایت ځوانانو غوښتنې، په هېواد کې د جګړې پایته رسیدو پر څرنګوالي او په دې ولایت کې له جګړې څخه د را ټوکیدلو زیانونو په اړه خبرې او لاندې پریکړې وکړې:

۱. موږ ځوانان د پراخ بنسټه او ټول شموله سولې غوښتونکي یوو، چې د اسلامي او انساني ارزښتونو پر بنسټ رامنځته شي؛

۲. موږ د سولې په بهیر کې د ځوانانو د اغیزناکه ګډون غوښتنه کوو؛

۳. موږ د اساسي قانون د ساتنې، د سولې په بهیر کې د بیلابیلو قومونو د ګډون، د ۱۹ کالو د لاسته راوړنو ساتنه، عدالت، یوشانوالي او د سولې په بهیر کې د مختلفو قومونو د ګډون غوښتنه کوو؛

۴. موږ د افغانستان له حکومت څخه غواړو، څو سولې ته لومړيتوب ورکړي؛

۵. موږ د افغانستان له سیاستوالو غواړو، څو له طالبانو سره له خبرو وړاندې په خپل منځ کې اجماع او سوله وکړي او هوکړې ته ورسیږي؛

۶. موږ غواړو، چې بین الافغاني مذاکرات د رسنیو پر وړاندې په څرګند ډول تر سره شي او د افغانستان خلک له دې بهیر څخه معلومات ولري؛

۷. موږ د افغانستان اسلامي جمهموريت څخه غواړو، څو د دولت مرکچي پلاوي په مشرتابه کې اغیزناکه، وړ او مدیر کسان وټاکي؛

۸. موږ د طالبانو پر تحریک غږ کوو، څو د ولسواکۍ او نویو اصولو ته درناوی وکړي او د خبرو پر مهال د هغوی لخوا د اورکم د پلي کولو غوښتنه کوو؛

۹. موږ د طالبانو تحریک څخه غواړو، څو د سولې بهیر ته ژمن پاتې شي او د دې بهیر پر وړاندې د خنډونو له رامنځته کولو څخه ډډه وکړي؛

۱۰. موږ د جګړې له ښکیلو لوریو څخه د دوه اړخیز اوربند غوښتنه کوو؛

۱۱. موږ د خبرو پر مهال د حکومت او طالبانو څخه غواړو، څو له نرمښت څخه کار واخلي او د خبرو اړوند خپل حسن نیت خلکو ته څرګند کړي؛

۱۲. موږ له نړیوالې ټولنې، د سیمې او ګاونډیو هېوادونو څخه غواړو، څو په افغانستان کې خپلي نیابتي او استخباراتي جګړو ته د پای ټکی کیږدي؛

۱۳. موږ له اسلامي هېوادونو څخه غواړو، څو د افغانستان د سولې بهیر او جګړه کې له دین څخه د تاوتریخوالي له تفسیرولو څخه ډډه وکړي او له موږ سره سولې ته د رسیدو په برخه کې همکاري وکړي؛

۱۴. موږ له نړیوالې ټولنې څخه غواړو، څو د افغانستان د سولې له بهیر څخه په جدي او کره ډول څارنه وکړي؛

۱۵. موږ د نړۍ له ټولو هېوادونو څخه غواړو، چې ټولو هغو کسانو ته پناه ځایونه ور نه کړي، کوم چې په افغانستان کې جنګي جنایتونه او د بشریت ضد جنایتونه ترسره کړي وي؛

۱۶. موږ د مذاکره کوونکو څخه هیله کوو، چې د خبرو پر مهال اغیزناکې څیرې، سیاسي ګوندونه، او ټولنېزې ډلې له پامه و نه غورځوي؛

۱۷. په بدخشان ولایت کې جګړه د دې لامل شوې، چې انجونې له زده کړو بې برخې، په زوره واده شي، کرکیله له منځه تللې او د دې ولایت اقتصاد پرمختګ نه دی کړی.

۱۸. په بدخشان ولایت کې جګړه د دې لامل شوی، چې طبعیي زیرمې په غیر قانوني توګه لوټ او وویستل شي.

۱۹. جګړې په بدخشان ولایت کې د خلکو څخه روغتیايي امکانات او هوساینه اخیستي ده.

۲۰. موږ د سولې په خبرو کې د ځوانانو د اغیزناکه رول غوښتنه کوو او له ځوانانو څخه غواړو، څو له دې بهیر څخه په جدي ډول څارنه وکړي.

 

درنښت

د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه

۱۳۹۹ لمریز کال د وږې میاشتې ۱۶ / د ۲۰۲۰ کال سپټمبر ۶

پکتیا ولایت کې د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ خبري ناسته

د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ، د جګړې ضد او د سولې فعالان او د ټولینزو بنسټونو استازي نن په خبري ناسته کې د بین الافغاني خبرو د ژر پیلیدو غوښتنه وکړه.

د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ او د خبري ناستې ګډونوالو د افغان حکومت او طالبانو وغوښتل چې دایمي اوربند او جګړه دې ودروي.

په دې خبري ناسته کې د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ او د جګړې ضد او د سولې فعلانو په نړیوالې ټولنې او افغان حکومت غږ وکړ چې د هېواد ځوانان په ځانګړي ډول د پکتیا ځوانانو ته په بین الافغاني خبرو کې ونډه ورکړي.

د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ او د پکتیا فعالو ځوانانو د یو پریکړه لیک په وړاندې کولو سره له دواړو لوریو افغان حکومت او طالبانو وغښتل چې د سولې خبرې دې ژر پیل کړي.

پړیکړه لیک

د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ، د جګړې ضد او د سولې فعالان، د پکتیا ولایت یو شمېر ځوانان، مدني فعالان او د ټولنیزو بنسټونو استازي د خبري ناستې په ترڅ کې، په هېواد کې د جګړې پر ښکیلو خواوو د ژر تر ژره اوربند غږ وکړ او په لاندې مواردو ټینګار وکړ

 ۱- د پکتیا ولایت اوسیدونکي د افغانستان د جګړې پر ښکېلو خواوو غږ کوي، څو د بین الافغاني خبرو د پیل تر څنګ دا خبرې بریالیتوب ته ورسوي او ټینګار کوي، چې مذاکراتي ټیمونه دې د دې بهیر بریالیتوب په موخه له ځانه انعطاف څرګند کړي.

۲- موږ د جګړې له ښکېلو لورو څخه غواړو، چې د بین الافغاني خبرو د پيل سره سم اوربند او یا اورکم وکړي، څو افغانانو ته د سولې د ټینګښت او جګړې پایته رسیدو لپاره د جګړې د ښکیلو خواوو هوډ څرګند شي.

۳- موږ د غونډې ګډونوال د سولې په بهیر کې پر ټولو هغو ډلو او کسانو، چې د سولې په لاره کې خنډ دي او په یو ‌‌‌‌‌‌ډول دا بهیر له ناکامی سره مخ کوي، غږ کوو، چې له دې تخریبي کړنو لاس واخلي او د سولې له دې پيل شوي بهیر څخه ملاتړ وکړي؛ که نه موږ به یې پر وړاندې په کلکه ودریږو او د دوی د دې غلطو او شریرو کړنو مخنیوی به وکړو.

۴- موږ د دې خبري ناستې ګډونوال د سولې په بهیر کې د ټولو هېوادونو له هڅو څخه د ملاتړ تر څنګ پر یادو هېوادونو غږ کوو، چې د افغانستان د سولې په بهیر کې ریښتیني اوسي او هڅه وکړي، څو دا بهیر بریالی شي.

۵- موږ د پکتیا ځوانان او اوسیدونکي پر نړیوالې ټولنې او افغان حکومت غږ کوو، څو د افغانستان د سولې بهیر کې ځوانانو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

۶- موږ د افغانستان له حکومت او د طالبانو له تحریک څخه غواړو، څو د بین الافغاني مذاکراتو پر مهال د افغانستان د نظام له بنسټونو څخه د ملاتړ ترڅنګ دې د دې بنسټونو د له منځه وړلو هڅه ونکړي.

درنښت

د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ

د ۱۳۹۹ د وږي ۱۶ د ۲۰۲۰ سپټمبر ۶

پکتیا – افغانستان

ننګرهار کې د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ خبري ناسته

په جلال آباد ښار کې د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ، د جګړې ضد او د سولې فعالان، د ننګرهار ولایت یو شمېر ځوانان، مدني فعالان او د ټولنیزو بنسټونو استازو د جمعې په ورځ راټول شوي وو او د بین الافغاني خبرو د پیل تر څنګ یې پر دواړو خواو غږ وکړ، څو خبرې دې په سمه توګه ترسره او پایلې ته ورسوي.

په ننګرهار کې د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ غړی هدایت الله وطندار وايي هر هغه خواوې چې د سولې پر وړاندې خنډ جوړوي او دا بهیر له ناکامۍ سره مخ کوي، موږ به يي پر وړاندې دریږو او د دوي د کړنو مخالفت به وکړو.

د دې غونډې ګډونوالو همدارنګه پر نړیوالې ټولنې او افغان حکومت غږ وکړ، چې د هېواد ځوانان په ځانګړې ډول د ننګرهار ځوانانو ته په بین الافغاني خبرو کې ونډه ورکړي.

د خبرې ناستې په پای کې د سولې لپاره د ځوانانو د اړیګو ګروپ او د جګړې ضد او سولې فعالانو د یو پریکړه لیک په وړاندې کولو سره د جګړې له ښیکلو خواو څخه د اوربند او د بین الافغاني خبرو د پیل د غوښتنې ترڅنګ د هغو هېوادونو له هڅو هم ستاینه وشوه، چې د افغانستان د سولې بهیر کې زیار ګاللی، خو ټینګار وشو، چې هیڅکله به د یادو هېوادونو ناوړه ګټې اخیستنې ته اجازه ورنکړي

د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ

د جګړې ضد او سولې فعالان

ننګرهار ــ افغانستان

د نوي نسل او ځوانانو د سولې لومړنۍ جرګه – لوګر ولایت

د نوي نسل او ځوانانو د سولې لومړنۍ جرګه په لوګر ولایت کې د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو  ګروپ لخوا د پنجشنبې په ورځ د ۱۳۹۹ لمریز کال د وږي په ۶ جوړه شوه. په دې جرګه کې د لوګر ولایت نوي نسل او ځوانان د سولې د بین الافغاني خبرو پر پیلیدو د ټینګار تر څنګ د جګړې پایته رسیدو او د سولې غوښتونه وکړه.

دا جرګه درې برخې درلودل، لومړی د غونډې او جرګې پرانیستنه وه، وروسته بیا د جرګې ګډونوالو ترمنځ په بیلابیلو کمیټو کې د اجندا سره سم بحث او خبرې وشوې. په پای کې ترسره شوي بحثونه د کمیټو د استازو لخوا وړاندې شول او جرګه پایته ورسیده

پریکړه لیک

په لوګر ولایت کې د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه

موږ د لوګر ولایت یو شمېر ځوانان د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه کې، د ۱۳۹۹ لمریز کال د وږي میاشتې په ۶ نیټه د پنجشنبې په ورځ سره را جرګه شوي وو او د سولې په روان بهیر کې له افغان حکومت، د طالبانو تحریک او له نړیوالې ټولنې څخه د ځوانانو پر غوښتنو، د افغانستان د جګړې د پایته رسیدو پر څرنګوالي، په دې ولایت کې له جګړې څخه راټوکیدلو زیانونو او د سولې له بهیر څخه د ځوانانو څارنیز ګروپ رامنځته کیدلو په تړاو خبرې او سلا مشورې وکړې او لاندې پریکړو ته ورسیدلو:

 

۱. موږ د لوګر ولایت اوسیدونکي له روانې جګړې څخه د نورو هېوادوالو په پرتله زیات زیانمن شوي یوو. موږ له اقتصادي، ښوونیز او کرنیزو ستونزو سره مخ شوي یوو. نو له همدې کبله د دې جرګې له لارې پر افغان حکومت، د طالبانو پر تحریک او په جګړه کې پر نورو ښکیلو خواوو غږ کوو، څو ژر تر ژره دې اوربند وکړي؛

۲. موږ د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ګډونوال د افغانستان پر حکومت او د طالبانو پر تحریک غږ کوو، څو په خپلو دریځونو کې نرم والی راولي او د افغانانو ترمنځ د مخامخ خبرو د پیل پر وړاندې دې ټولې پلمې له منځه یوسي؛

۳. موږ په لوګر ولایت کې د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې غړي د افغانستان پر حکومت او د طالبانو پر تحریک غږ کوو، څو ژر تر ژره دې بین الافغاني خبرې پیل کړي او همدارنګه له نړیوالې ټولنې، د امریکا متحده ایالتونو، د اسلامي کنفرانس  او ګاونډیو هیوادونو څخه غوښتنه کوو، څو د طالبانو پر تحریک او افغان حکومت د بین الافغاني خبرو د پیل کیدو لپاره فشار زیات کړي؛

۴.موږ د لوګر ولایت اوسیدونکي له افغان حکومت او د طالبانو تحریک څخه غواړو، څو ځوانانو ته د سولې په بهیر کې ځانګړې پاملرنه وکړي او هغوی ته د دې بهیر د څارنې حق ورکړي؛

۵. موږ د جرګې غړي د ټولو افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو له بنسټیزو حقونو څخه ملاتړ او غوښتنه کوو، څو د سولې په بهیر کې ښځو او ځوانانو ته اغیزناکه رول ورکړل شي؛

۶. موږ د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ګډونوال هڅه کوو، څو د لوګر ولایت د کلیو او بانډو په کچه ځايي څارنیزې ډلې رامنځته کړو، څو وکولای شي، چې د سولې له بهیر څخه څارنه وکړي؛

۷. موږ د جرګې ګډونوال پر افغان حکومت غږ کوو، څو ژر تر ژره دې د مشورتي سولې لویې جرګې پریکړې پلي او ژر تر ژره دې پاتې ۴۰۰ طالب زندانیان خوشې کړي؛

۸. له افغان حکومت څخه غوښتنه کوو، څو د افغانستان د سولې بهیر ټولو افغانانو ته څرګند کړي او موږ ته په دې بهیر کې ابهام او ناڅرګندتیا په هیڅ ډول د منلو وړ نه ده؛

۹. مونږ د جرګې ګډونوال د ټولو هغه اشخاصو، هېوادونو او د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو له هڅو څخه، چې د هېواد د سولې بهیر کې له شخصي اهدافو پرته ترسره کوي؛ مننه او ملاتړ کوو، خو هیڅ فرد، هېواد او ګاونډي ته اجازه نه ورکوو، څو د افغانستان د سولې له بهیر څخه ناوړه ګټه واخلي.

 

د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه

د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ

د ۱۳۹۹ د وږي ۶/ د ۲۰۲۰ د اګست ۲۷

لوګر – افغانستان

د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ رسنیزه اعلامیه

رسنیزه اعلامیه

د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ

 

د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ، له څه باندې یوه کال راهیسې، د سولې په بهیر کې د افغانستان د نوي نسل او ځوانانو ترمنځ د همغږۍ او واحد غږ رامنځته کولو کې هلې ځلې کوي. د اړیکو ګروپ له حکومتي آدرسونو بهر د یوه خپلواک آدرس په توګه تر اوسه یې د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې د جرګو، غونډو او کنفرانسونو په جوړولو سره د پخلاینې په بهیر کې د نوي نسل ریښتینې غږ رامنځته کولو په هڅه کې دي.

 

د اړیکو ګروپ د ملي پخلاینې عالي شورا د رهبري کمیټې له لومړنۍ ناستې څخه ملاتړ کوي او هیله لري، څو دا آدرس پیاوړی شي او د هېواد ملي ګټو په پام کې نیولو سره، د افغانستان اسلامي جمهوریت او د طالبانو د تحریک ترمنځ سولې بهیر چټک کړای شي.

 

د اړیکو ګروپ د سولې په بهیر کې د افغانستان د ځوانانو د ننګ یا عدالت غوښتنې د محور او واحد غږ په توګه، د پخلاینې په بهیر کې د نوي نسل او ځوانانو د ګډون او د ملي اجماع رامنځته کولو او په دې شورا کې ټول شموله جوړښت د رامنځته کولو غوښتنه کوي.

 

په درنښت

د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ

د ۱۳۹۹ لمریز کال د لیندۍ ۱۵ / د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د ډسمبر ۵

پر فوزیه کوفي د برید په تړاو د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ مطبوعاتي اعلامیه

پر فوزیه کوفي د برید په تړاو د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ مطبوعاتي اعلامیه

شنبه د ۱۳۹۹ لمریز کال د زمري ۲۵ / د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د اګسټ ۱۵

د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ د سولې د مرکچي پلاوي پر غړې آغلې فوزیه کوفي برید په کلکو ټکو غندي او دا پر سولې د افغانستان د دښمنانو برید ګڼي او خپله خواخوږي له اغلې کوفي سره شریکوي.

تېره ورځ پر میرمن کوفي د پروان – کابل پر لویه لار برید شوی، چې له بده مرغه په دې برید کې میرمن کوفي ټپي شوې ده، د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ؛ میرمن کوفي ته د خدای تعالی له دربار څخه د بشپړې روغتیا دعا کوي.

میرمن کوفي د هېواد یوه سیاسي فعاله او زړوه ښځه ده، چې اوسمهال د افغان حکومت لخوا له طالبانو سره د سولې په مرکچي پلاوي کې غړیتوب لري. د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ د سولې بهیر کې د نوموړې شتون مهم ګڼي.

دا چې افغان حکومت او طالبان بین الافغاني مذاکراتو ته نېږدې شوي، له همدې امله د سولې ضد او یو شمېر ترهګرۍ کړۍ هڅه کوي، څو د سولې بهیر له خنډ او ځنډ سره مخ کړي، نو له همدې امله د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ د افغان حکومت، طالبانو تحریک او د نړیوالې ټولنې څخه غواړي، څو د سولې مرکچي پلاوي د امنیت په ټینګښت کې کوټلي ګامونه اوچت کړي او موږ د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو لیدونکي و اوسو.

 

په درنښت

د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ

کابل ــ افغانستان

د جگړې ضد او د سولې یو شمېر فعالانو او د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ اعتراضي اعلامیه

د جگړې ضد او د سولې یو شمېر فعالانو او د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ اعتراضي اعلامیه

«د بین الافغاني خبرو لپاره د سولې مرکچي پلاوي د پنځه تنو غړیو د استعفا غوښتنه»

 

د سولې خبرې او بین الافغاني مذاکرات د افغانستان ملت لپاره یو برخلیک ټاکونکی بهیر او زیات اهمیت لري. نو په دې ډول د افغانستان خلک د حکومت او په دې بهیر کې ښکیلو خواوو تمه لري، څو د بین الافغاني مذاکراتو او خبرو په مرکچي پلاوي کې داسې څیرې شتون ولري، چې لږ تر لږه د بیلابیلو خلکو سره د خبرو لپاره کاري فرصت او د غوره استازولۍ وړتیا ولري. دا په داسې حال کې ده، چې د سولې مرکچي پلاوي یو شمېر غړي، په عین وخت کې ګڼ شمېر مسوولیتونه پر مخ وړي او د دې اړین او مهم بهیر لپاره کافي فرصت نه لري. له دې ډلې څخه:

۱. د مالیې وزارت سرپرست او نوماند وزیر، عبدالهادي ارغندیوال؛

۲. د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کمیسیون رئیس احمد نادر نادري؛

۳. په سیاسي او ولسي چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار عبدالمتین بیګ؛

۴. په دیني چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار عنایت الله بلیغ؛

۵. په ټولنییزو چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار محمد رسول طالب؛

هغه کسان دي، چې د سولې ۲۱ کسیزه مرکچي پلاوي کې د غړیتوب سربېره، حکومتي رسمي دندې هم پر مخ وړي. له همدې امله موږ د جګړې ضد او سولې فعالانو او د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ، تر هرڅه وړاندې په جدیت سره له دې کسانو څخه غواړو، څو له دې مهم او برخلیک ټاکونکي وضعیت څخه د پوهاوي او د وطن پالنې احساس سره په مسوولانه ډول له یادو مسوولیتونو څخه له یوه څخه استعفا وکړي او له حکومتي چوکۍ او یا هم د سولې خبرو د مرکچي پلاوي څخه یو وټاکي او په دویم ګام کې له ولسمشر او د هېواد د ملي مصالحې د عالې شورا له رئیس څخه غواړو، څو  ژر تر ژره د یادو پنځو کسانو برخلیک په اړه، چې په حکومت کې پاتې کیږي او یا هم د سولې خبرو په مرکچي پلاوي کې، باید پریکړه وکړي.

 

ومن الله توفیق

د جګړې ضد او د سولې فعالان

د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ

د ۱۳۹۹ د چنګاښ ۷ / د ۲۰۲۰ د جون ۲۷

سوله او اوربند – ننګرهار

په ننګرهار ولایت کې د جګړې ضد او سولې فعالان او د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ، په هېواد کې د جګړې د پایته رسیدو او د ښکیلو خواوو ترمنځ د اوربند غوښتنه کوي او زیاتوي، چې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرې ژر تر ژره پیل او د سولې رامنځته شوی فرصت له لاسه لاړ نشي.

همدارنګه په ننګرهار ولایت کې د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ غړي او د جګړې ضد او سولې فعالان ټینګار کوي، چې د جګړې ښکیلو اړخونو ترمنځ د باور فضا رامنځته کیدو لپاره باید هڅې وشي او د هوکړې پر بنسټ د دواړو اړخونو زندانیان خوشې شي.

په ورته حال کې دا فعالان غواړي، څو د هېواد ملي مصالحې شورا مشرتابه کې د ځوانانو او نوي نسل رول ته جدي پاملرنه وشي.

په درنښت

د جګړې ضد او سولې فعالان

د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ

د ۱۳۹۹ د غبرګولي ۱۴ / د ۲۰۲۰ د جون ۳

سوله او اوربند – کونړ

د جګړې ضد او د سولې فعالانو خبري ناسته – کونړ ولایت

د ۱۳۹۹ کال  د غویي ۳۱/  د ۲۰۲۰ کال د می ۲۰

 

په کونړ ولایت کې د جګړې ضد او د سولې فعالان او د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ او د دې ولایت یو شمېر سیاسي، فرهنګي او  مدني فعالان، په هېواد کې د سولې غوښتنې غږ اوچت کړي او د اورکم او اوربند غوښتنه یې وکړه.

د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ د دارالانشا غړی ساجد الله افغانمل د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د خبري ناستې اړوند معلومات شریک کړل.

د خبري ناستې په بله برخه کې د ناستې ګډونوالو هر یو؛ د پوهنتون استاد محترم عنایت الله، د پوهنتون استاد راحت الله صافي، د پوهنتون استاد حنیف الله صافي، مدني فعال شعیب غروال، مدني فعال آصف ننګ قاضي خیل،استاد ذاهدالله سرتور او د کونړ ولایت مدني فعال صادق الله خبرې وکړې، چې په لاندې کې په مفصل ډول بیانیږي:

• د ولسمشر محمد اشرف غني او د ثبات او همپالنې ډلې مشر عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي هوکړې لاسلیک څخه ملاتړ کوي، او دا د سولې بهیر د چټکیدو لپاره اړین ګڼي؛

• په هېواد کې د جګړې دوام، پر ملکي سیمو او ځایونو بریدونه او د بې ګناه خلکو وژل په هیڅ ډول موږ ته د منلو نه دي. په پکتیا کې برید، په ننګرهار کې برید، په کابل کې پر روغتون برید، او نورو سیمو کې لسګونه افغانان ووژل شول. دا افغان وژنه باید ودرول شي؛

•  موږ تر هرڅه زیات سولې ته نیږدې شوي یوو. خو متاسفانه کورنۍ او بهرنۍ کړۍ غواړي، چې په افغانستان کې سوله و نشي. د طالبانو لخوا د جګړې دوام او همدارنګه د حکومت لخوا د جګړې او عملیاتو اعلان د دې ښکارندوي کوي، چې کورنۍ او بهرنۍ کړۍ نه غواړي په افغانستان کې سوله وشي. دا کړۍ باید روښانه او څرګندې شي؛

• د جګړې ښکیلې خواوې باید ژر تر ژره د سولې په وړاندې شته خنډونه له منځه یوسي. د زندانیانو ازادیدل باید بیرته پیل شي؛

• افغان حکومت او طالبان باید د مخامخ خبرو پیلیدو لپاره هر ډول د باور جوړونې کړنې ترسره کړي. د کرکې ادبیات پایته ورسوي. د اعتماد جوړونې زمینه برابره کړي؛

• د سولې بهیر لپاره باید د افغان حکومت او دولت لخوا پیاوړې اجماع رامنځته شي، چې ټول ګوندونه، ډلې، خوځښتونه، قومونه، مدني ټولنې، ښځې او ځوانان باید په کې ګډون ولري. هیڅ اړخ او قشر باید له دې بهیر څخه بهر و نه ساتل شي. د مصالحې ملي شورا په مشرۍ باید پیاوړې اجماع رامنځته شي؛

• د کونړ ولایت د خلکو بنسټیزه غوښتنه اوربند دی، چې د جګړې ټول ښکیل اړخونه باید اوربند ته غاړه کیږدي او هڅه دې وشي، څو د اختر په ورځو کې لږ تر لږه اوربند وکړي، څو ټول افغانان اختر په خوشحالۍ کې تیر کړي.

خبري ناسته د اعلامیې په لوستلو سره پایته ورسیده.

په درنښت

د جګړې ضد او د سولې فعالان

د سولې لپاره د ځوانانو دا ړیکو ګروپ

کونړ - افغانستان