د سولي لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ د مشرتابه او د شینوارو ځوانانو مشورتي جرګه

د سولي لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ د مشرتابه او د شینوارو ځوانانو مشورتي جرګه

د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ مشرتابه او  د شینواري ځوانانو د استازو د سولې مشورتي جرګه د ۱۳۹۹ لمریز کال د لړم میاشتې په ۲، چې د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د اکټوبر میاشتې له ۲۳ سره برابره ده، د ننګرهار ولایت د غني خیلو په ولسوالۍ کې جوړه شوه. دا جرګه د سولې او بین الافغاني مذاکراتو اړوند د شینوارو د بیلابیلو ولسوالیو د قومي مشرانو او ځوانانو په ګډون جوړه شوې وه.

د دې غونډې تنظیمونکی میوند همت شینواری وايي: په داسې حال کې، چې د جګړې ښکیلو خواوو ترمنځ د سولې خبرې دوام لري، خو د هېواد په بیلابیلو سیمو کې جګړه زیاته شوې او افغانان قرباني ورکوي. نوموړي زیاته کړه، چې د افغانستان خلک د جګړې د پایته رسیدو او په هېواد کې د ژر تر ژره اوربند غوښتنه کوي.

د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ مرستیال خلیل احمد متین د جګړې له ښکیلو خواوو وغوښتل، څو د افغانانو رواني، مالي او ځاني زیانونو ته، چې د زیاتو او دوامداره جګړو له امله ګالي، پایته ورسیږي. نوموړي زیاته کړه، چې په دې جګړه کې یوازې افغانان قرباني کیږي او په هېواد کې روانه جګړه د هیڅ کوم ښکیل اړخ لپاره مشروعیت نه لري.

د غونډې په دوام کې د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ د رهبري غړی احسان الله حکمت د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ د لاسته راوړنو اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې یو شمېر خلک د خپلو شخصي او ډله ایزو ګټو لپاره په هېواد کې د سولې له ټینګښت سره مخالف دي او هڅه کوي، څو دا بهیر له خنډ سره مخ کړي.

د شینوارو ځوانانو د شورا مشر باتور خان شینواري زیاته کړه، چې د شینوارو خلک په هېواد کې د سولې ټینګښت لپاره هر ډول قربانیو ته چمتو دي. د غونډې په بله برخه کې ثاقب شینواري، الفت الله محب زي او د شینوارو قومي مشر حاجي ملک یار محمد د جګړې څخه د راټوکیدلو زیانونو په اړه خبرې وکړې او خپلې غوښتنې یې د حکومت او طالبانو څخه د شخړو د پایته رسیدو په موخه وکړې.

د دې ناستې په پای کې د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ د هغه موټر بمب چاودنې له ځایه څخه لیدنه وکړه، چې د ۱۳۹۹ لمریز کال د تلې میاشتې په ۱۲ نیټه وچاودید او لسګونه هېوادوالو ته یې مرګ ژوبله واړوله او وروسته یې د دې پیښې د قربانیانو په استازیتوب یې د کرکټ لوبڅار بسم الله جان شینواري کورنۍ ته، چې د کورنۍ ۷ تنه غړي یې په دې پيښه کې له لاسه ورکړي وو، لیدنه وکړه او د خواخوږۍ مراتب یې ورسره شریک کړل.

د ننګرهار ولایت د شینوارو ولسوالۍ مخکې له داعش ډلې سره د مبارزې مرکز وو، چې په تېرو څو کلونو کې یې زرګونه کورنۍ د دې جګړو له امله ورته مرګ ژوبله اوښتې ده. د "اچین" ولسوالۍ د شینوارو له ولسوالیو څخه ده، چې څه موده وړاندې د داعش په واک کې وه او امریکايي ځواکونو په ۲۰۱۷ کال کې د "بمونو مور" نوموتی غیر اتمي بمب پر یادې سیمې وکاروه.

د هلمند د نوي نسل او ځوانانو د سولې

د هلمند د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه

په هلمند ولایت کې د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ لخوا د ۱۳۹۹ لمریز کال د تلې میاشتې په ۲۵ نیټه، چې د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د اکټوبر میاشتې له ۱۶ سره برابره ده، د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه جوړه شوه. دا جرګه د دې ولایت د ۱۴ اداري واحدونو څخه د سلګونو ځوانانو په ګډون جوړه شوې وه.

د هلمند ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې درې برخې درلودې: د جرګې پرانیستنه، د کاري کمیټو کارونه، د ترسره شویو بحثونو وړاندې کیدل او وروستۍ برخه، د پریکړه لیک لوستل وو. په پیل کې د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ رهبري غړي انجینیر توریالي هلمند د نوي نسل او ځوانانو له ګډون څخه د مننې ترڅنګ زیاته کړه، چې د هلمند د سولې جرګه په داسې حال کې جوړیږي، چې همدا اوس شدیده جګړه په دې ولایت کې روانه ده او په دې جرګه کې زموږ ګډون د دې معنا ورکوي، چې د هلمند ولایت خلک د ژر تر ژره سولې او د جګړې پایته رسیدو غوښتونکي دي. نوموړي همدارنګه زیاته کړه، چې د جګړې ښکیل خواوې باید ژر تر ژره د خبرو پر کړنلارې هوکړه وکړي او خبرې پیل کړي. عبدالعزیز کاروان هم د جګړې پر دریدو د ټینګار ترڅنګ زیاته کړه، چې د هلمند ځوانان او خلک له کلونو راهیسې د جګړې قربانیان دي او دا وضعیت باید پایته ورسیږي. د جرګې په دوام بریښنا نوري، صفت الله ساروان، نسیمه انوري، محمد احسان فدا، نعمت الله همت، غلام غوث داوري، ثنا الله خادم، حمیده، عبدالرحمن آرین، عبدالوهاب زاهدي، او صفت الله صدیقي د سولې پر اهمیت، د نوي نسل او ځوانانو پر مسؤلیتونو او له حکومت او طالبانو څخه د هلمند ولایت د خلکو د غوښتنو په تړاو یې خبرې وکړې.

د جرګې په دویمه برخه کې د کاري کمیټو کارونه پیل او د جرګې غړیو د شپږو ځانګړیو شویو موضوع ګانو په تړاو بحث او خبرې وکړې. د جرګې د غړیو نظرونه توحید او په درېیمه برخه کې د هرې کمیټې د مسوولینو لخوا وړاندې شول. په همدې حال کې د لسګونه کمیټو منشیانو د هلمند ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې وروستۍ پریکړه لیک جوړ او ګډونوالو ته وړاندې شو.

د هلمند ولایت د نوي نسل او ځوانانو جرګه په داسې حال کې جوړیږي، چې په وروستیو اوونیو کې د طالبانو او حکومت ترمنځ شدیده جګړه روانه ده او زرګونه کورنۍ له دې جګړې څخه زیانمن شوي او د خپلو کورونو څخه کډه کولو ته اړه شوي دي. 

د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې پریکړه لیک - هلمند

     د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه د ۱۳۹۹ لمریز کال د تلې میاشتې په ۲۵، چې د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د اکټوبر میاشتې له ۱۶ سره برابره ده، د سلګونو ځوانانو په ګډون په هلمند ولایت کې جوړه شوه. دا جرګه د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ لخوا جوړه شوې وه، چې په کې د دې ولایت له ۱۴ اداري واحدونو څخه د نوي نسل او ځوانانو استازو ګډون کړی وو او د افغانستان له حکومت، د طالبانو له تحریک او نړیوالې ټولنې په ځانګړې ډول د امریکا متحده ایالتونو څخه یې خپلې غوښتنې او پریکړې په لاندې ډول بیان کړې: 

۱ــ دایمي اوربند او تل پاتې سوله، د نظام ساتنه، اسلامي وجایبو ته درناوی، د ملي او لوړو ارزښتنو ساتنه او د ښځو د حقونو درناوی؛

۲ــ دایمي او واقعي اوربند، عام المنفعه ملکیتونو ساتنه، د بشري حقونو ساتنه او د ښځو لاسته راوړنو او پیشرفت ته درناوی کول؛

۳ــ د نړيوالې ټولنې څخه مو غوښتنه دا ده، چې جنګ په ښکیلو غاړو باندې فشار راوړي تر څو سولې ته ژمن او صادقه اووسي او نړیواله ټولنه دې د سولې اړوند خپلې هڅې ګړندۍ کړي او د بن کنفرانس ټولو تعهداتو ته ژمن پاته سي او همدارنګه د نړیوالې ټولنې څخه مو غوښتنه دا ده ترڅو په افغانستان کې د بهرنیو هېوادونو د مداخلې لاس قطعه کړي؛

۴ــ د ښکیلو غاړو څخه غواړو تر څو د خپلمنځي اختلافاتو او د پاروونکو خبرو څخه تیر شي او ملي ګټو ته ترجیح ورکړي او د سمتي، ژبني مذهبي تعصوباتو څخه تېر شي. د سولې په مورد باید یو نړیوال تضمین موجود وي؛

۵ــ د بشري ناورین او انسان وژنه، د کورنیو بې ځایه کیدل، د کونډو او یتیمانو زیاتوالی، فقر، بېوزلي، اقتصادي بحران، د عام المنفعه تاسیساتو ورانېدل، د ځوانانو بې تعليمه پاته کېدل هغه څه دي، چې د وسلوالو نښتو په ترڅ کې رامنځته شوي دي؛

۶ــ د نړیوالو رسنیو له لارې باید د بین الافغاني مذاکراتو بهیر په ژوندۍ بڼه تر افغان ولسه په ښکاره او څرګند ډول ورسول شي او په ارزښتونو باندې باید معامله ونه شي، دا چې په روانه جګړه کې هلمند زیات ځپل شوی نو باید ورته په روانو خبرو کې مکمله ونډه ورکړل شي.

په درنښت

د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه

هلمند – افغانستان

د ۱۳۹۹ د تلې ۲۵ / د ۲۰۲۰ د اکټوبر ۱۶

ولسي غونډه – کابل

ولسي غونډه - کابل

#سوله او #اوربند

د نوي نسل او ځوانانو یو شمېر فعالانو د پنجشنبې په ورځ د ۱۳۹۹ لمریز کال د لړم میاشتې په لومړۍ نیټه، چې د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د اکټوبر میاشتې له ۲۲ سره برابره ده، په کابل کې د علماوو، قومي مشرانو، استادانو او ځوانانو په ګډون د سولې په اړه ولسي غونده جوړه کړه.

په پیل کې د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ رئیس  سنګر امیرزاده وینا وکړه او زیاته یې کړه، چې په هېواد کې د جګړې دوام د دې لامل شوی، چې پوځي او ملکي تلفاتو کچه لوړه شي او د جګړې په دواړو خواوو کې افغانان وژل کیږي. نو د مرګ ژوبلې کچې را ټیټولو لپاره ژر تر ژره اوربند ته اړتیا لیدل کیږي. د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ مرستیال خلیل احمد متین د دې ناستې له جوړونکیو په ځانګړي ډول د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ له رهبري غړي ښاغلي روکی مصلح څخه د مننې ترڅنګ، په هېواد کې پر یووالي او ورورولي ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې د هېواد نوی نسل او ځوانان اوسمهال تر بل هر وخت زیات مسؤلیت لري، چې د ورورولۍ فضا په رامنځته کولو سره د قومي، مذهبي او ژبني تعصباتو او شخړو له زیاتیدو څخه مخنیوی وکړي.

مولوي نصیر احمد فرقاني سوله او سوله ایز ژوند دیني وجیبه وګڼله او په هېواد کې یې د جګړې پر پایته رسیدو ټینګار وکړ. وروسته بیا یاسمین سروري د سولې په بهیر کې د ښځو د رول په اړه خبرې وکړې. د غونډې په دوام کې غلام محمد علمیار، وکیل احمد ګل طوطاخیل، محمد عظیم فکرمند، مفتي معین الدین، عجب خان ننګیال او صدیق الله قریشي د جګړې د زیانونو، د سولې ټینګښت او اهمیت او همدارنګه له طالبانو او حکومت څخه د خلکو د غوښتنو په اړه ویناوې وکړې.

نوی نسل او ځوانان؛ د سولې بهیر او بین الافغاني مذاکرات – کندهار

نوی نسل او ځوانان؛ د سولې بهیر او بین الافغاني مذاکرات - کندهار

د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ د ۱۳۹۹ لمریز کال د تلې میاشتې په ۲۸ نیټه، چې د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د اکټوبر میاشتې له ۱۹ سره برابره ده، په کندهار ولایت کې د یو شمېر ځوانانو او مدني فعالانو په ګډون «د سولې بهیر او بین الافغاني مذاکرات» اړوند مشورتي ناسته جوړه کړه.

په پیل کې د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ غړی محمد همدرد پروګرام پیل او زیاته یې کړه، چې د جګړې ښکیلې خواوې څخه هیڅ یو به یې ګټونکی نه وي، نو حکومت او طالبان باید په یوه فوري اوربند هوکړه او د دوحې خبرې دې مخ ته یوسي. د غونډې بل ګډونوال حافظ الله پوپل وايي، چې د جګړې ښکیل اړخونه نه باید خپل شخصي او ډله ایزې غوښتنې د بین الافغاني خبرو پر مهال پر یو بل وتپي. د بین الافغاني خبرو د اړیکو ډلې باید ژر تر ژره د خبرو کړنلاره وروستۍ او خبرې دې پیل شي. د غونډې بل ګډونوال عبدالمنان عاطف بیا وايي، چې د سولې په خبرو کې باید ملي ګټو ته لومړیتوب ورکړل شي. د غونډې په دوام کې شراف الدین شرافت، شګوفه عرفان او نورو ګډونوالو د سولې او بین الافغاني خبرو په تړاو خپل نظرونه او مشورې شریکې کړې او د سولې پر ټینګښت او جګړې پایته رسیدو باندې یې ټینګار وکړ.

د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ مشرتابه د سولې په بهیر کې د ځوانانو او نوي نسل د واحد آدرس او غږ رامنځته کولو په موخه، تر اوسه د هېواد ۲۰ ولایتونو ته سفرونه کړي او د همدې موخې لپاره یې لسګونه پروګرامونه، د سولې ولایتي جرګې، کنفرانسونه، خبري او مشورتي ناستې او لاریونونه په لاره اچولي دي.

د جګړې ضد او د سولې فعالانو رسنیزه ناسته- ننګرهار

د جګړې ضد او د سولې فعالانو رسنیزه ناسته- ننګرهار

اعلامیه

د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ، د جګړې ضد او د سولې فعالانو او ملاتړو، د ننګرهار ولایت یو شمېر ځوانانو، مدني فعالانو او د ټولنیزو بنسټونو استازو د یوې خبرې ناستې په جوړولو، په هېواد کې د جګړې پر ښکیلو خواوو غږ کوي:

1. موږ د جګړې ضد او د سولې فعالان او د ننګرهار ولایت اوسیدونکي  د افغانستان د جګړې پر ښکېلو خواوو غږ کوي، چې دا بې پایلې جګړه نوره بنده کړئ. موږ نور د خپلو هېوادوالو د وژلو زغم نه لرو. موږ د جګړې له ښکیلو خواوو غواړو، څو دا افغان او ورور وژنه پایته ورسوئ او د سولې بین الافغاني خبرو د پایلې رسیدو پورې، اوربند وکړي؛

2. موږ د افغانستان له حکومت او د طالبانو له تحریک څخه غواړو، چې ژر تر ژره دې د بین الافغاني خبرو د پيل لپاره تګلاره چمتو او وروستي کړي او مخامخ خبرې دې ژر تر ژره پیل کړي. موږ همدارنګه له دواړه اړخونو څخه غواړو، چې له یو بل سره هوکړې ته ورسیږي؛

3. موږ د جګړې ضد او د سولې فعالان پر نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول د امریکا پر متحده ایالتونو، پر ګاونډیو هېوادونو، د اسلامي کنفرانس غړیو او د سیمې هېوادونو باندې غږ کوو، چې د افغانستان د سولې په بهیر کې ریښتیني و اوسي او د افغانستان دا نا روا جګړې پایته رسیدو لپاره دې پر افغان حکومت او د طالبانو پر تحریک خپل فشارونه زیات کړي؛

4. موږ د افغانستان له حکومت او د طالبانو له تحریک څخه غواړو، څو د کرکې له ادبیاتو څخه ګټه وانخلي. له دواړو خواوو څخه غواړو، چې په خپلو دریځونو کې نرمښت او انعطاف راولي؛

5. موږ پر نړیوالې ټولنې او افغان حکومت غږ کوو، څو د سولې په بین الافغاني مذاکراتو کې د هېواد ځوانانو ته مهم رول ورکړي، څو وکولای شوي، چې له خپلو حقونو څخه دفاع وکړي؛

6. موږ همدارنګه د افغانستان پر ځوانانو غږ کوو، چې په هېواد کې د سولې او ټیکاو راوستو لپاره خپلې هڅې لا زیاتې کړي او د هرې ممکنې لارې څخه دې د افغانستان پر حکومت او د طالبانو پر تحریک فشار راوړي، څو هوکړې ته ورسیږي.

 

درنښت

د جګړې ضد او د سولې فعالان

د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ

د ۱۳۹۹ لمریز کال د تلې ۳۰ / د ۲۰۲۰ کال د اکټوبر ۲۱

ننګرهار – افغانستان

د پکتیا ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه

د پکتیا ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه 

 په پکتیا ولایت کې د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه د ۱۳۹۹ لمریز کال د تلي میاشتې په ۲۳، چې د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د اکټوبر میاشتې له ۱۴ سره برابره ده، د ګردیز په ښار کې جوړه شوه.

دا جرګه د دې ولایت د ۱۵ اداري واحدونو څخه د سلګونو ځوانانو او نوي نسل د استازو په ګډون، د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ لخوا جوړه شوه.

د پکتیا ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې درې برخې درلودې: پرانیستنه، د کاري کمیټو کارونه، د کاري کمیټو د کارونو او پریکړه لیک لوستل. په پیل کې سید جمال الدین آصف خیل د جرګې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ زیاته کړه، چې سوله د افغانستان د خلکو بنسټیزه اړتیا ده او دواړه خواوې باید سوله ایز افغانستان لپاره ریښتینې هڅې وکړي.

د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ د رهبري پلاوی غړي احسان الله حکمت وايي، چې د افغانستان جګړه په کلیو کې د ښارونو په پرتله زیاته ده او د دې سیمو خلکو له جګړې څخه ډیر زیانونه لیدلي دي. نوموړي همدارنګه د جګړې پر ښکیلو خواوو غږ وکړ، چې د کرکې او جګړې ادبیاتو له کارولو څخه ډډه وکړي او خپلو دریځونو کې دې نرمښت څرګند کړي. د جرګې د پرانیست برخې په دوام کې عبدالقدیر حماس، جمعه ګل افغان، خالد ځدران، احمدالله احمدي او اصغر مجاهد ځاځي ویناوې وکړې.

د جرګې په دویمه برخه کې، د کاري کمیټو کارونه پیل او د جرګې غړیو د شپږو مشخص شویو موضوع ګانو په اړه خبرې او بحث وکړ. د جرګې د غړیو نظرونو توحید او د پروګرام په درېیمه برخه کې د هرې کمیټې د مسؤل لخوا وړاندې شوې. په همدې حال کې د لسګونو کمیټو منشیانو د پکتیا ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې پریکړه لیک جوړ او ولوستل شو.

د پکتیا ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې پریکړه لیک

     د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه د ۱۳۹۹ لمریز کال د تلې ۲۳، چې د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د اکټوبر میاشتې له ۱۴ سره برابره ده، د پکتیا ولایت د سلګونو ځوانانو په ګډون جوړه شوه. دا جرګه د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ لخوا جوړه شوې وه، چې په کې د دې ولایت له ۱۵ اداري واحدونو څخه د نوي نسل او ځوانانو استازو ګډون کړی وو او د افغانستان له حکومت، د طالبانو له تحریک او نړیوالې ټولنې په ځانګړې ډول د امریکا متحده ایالتونو څخه یې خپلې غوښتنې او پریکړې په لاندې ډول بیان کړې: 

۱. افغان ځوانانو ته دې په مذاکراتي ډله کې ګډون ورکړل شي او د ځوانانو تیرو شل کلنو لاسته راوړنې دې قرباني نه کړي؛

۲. اسلامي شریعت باید له نظره و نه غورځول شي او د سولې هوکړه لیک دې د اسلامي اصولو په رڼا کې ترسره شي؛

۳. د سولې بهیر دې همه شموله وي؛

۴. د افغانستان حکومت او طالبان دې په خپلو دریځونو کې نرمښت او انعطاف څرګند کړي او یو بل ته دې د ورور په سترګه وګوري؛

۵. د افغانستان له حکومت څخه غواړو، څو د سولې بهیر کې شهیدانو او د جګړې قربانیانو کورنیو ته دې ونډه ورکړي؛

۶. افغان حکومت دې د هغه کسانو مخه ډب کړي، چې د سولې په بهیر کې شخصي ګټو ته ارجحیت ورکوي؛

۷. د جمهوریت پر نظام دې معامله ونشي او تل پاتې اوربند دې وشي؛

۸. افغان ځوانان دې په خپلواک ډول له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي او د طالبانو له تحریک، افغان حکومت او نړیوالې ټولنې څخه غواړو، څو له طالبانو سره د افغان ځوانانو د مخامخ خبرو ترسره کولو لپاره زمینه مساعده کړي؛

۹. د سولې بهیر دې له طالبانو سره په ریښتیني ډول پر مخ یوړل شي او ملي ګټې دې له پامه و نه غورځول شي؛

۱۱. له طالبانو غواړو، څو ژر تر ژره اوربند وکړي او د جګړې له دواړو ښکیلو خواوو غوښتنه کوو، څو د افغانانو له وژلو، چې د هېواد دښمنان ورڅخه ګټه اخلي؛ لاس واخلي.

۱۲. د طالبانو له تحریک څخه غواړو، څو د اسلام له نظره د ښځو حقونه دې د سولې مذاکراتو پر مهال په پام کې ونیسي او اجازه ورکړي، څو هغوی تعلیم او کار وکړي؛

۱۳. د طالبانو له تحریک څخه غواړو، څو د افغانستان ملي شتمني «ښوونیز مرکزونه او ټول ګټې پروژې» خرابې نکړې او اجازه ورکړي، څو ټول ګټې پروژې بشپړې شي؛

۱۴. له افغان حکومت او طالبانو له تحریک څخه غواړو، څو په ګډه د ملکي وګړیو او افغانانو د وژنې او زورونې مخنیوی وکړي؛

۱۵. له طالبانو څخه غواړو، څو د پردیو او ګاونډیو هېوادونو تر فشار لاندې را نشي او خپلې اړیکې دې له ټولو ترهګریزو ډلو سره پرې او په خپلواک ډول دې پریکړې وکړي؛

۱۶. د امریکا متحده ایالتونو، اسلامي هېوادونو او ګاونډیو هېوادونو څخه غواړو، څو د افغانستان د سولې په بهیر کې ریښتیني و اوسي او دا بهیر دې بریالیتوب ته ورسوي او همدارنګه له دوی څخه غواړو، څو خپلو مرستو ته دوام ورکړي؛

۱۷. له نړیوالې ټولنې څخه غواړو، څو له هر ډول ګټو پرته دې د افغانستان د سولې له بهیر څخه ملاتړ وکړي او پر افغان حکومت او طالبانو دې فشار راوړوي، څو دا بهیر بریالی شي؛

۱۸. د امریکا متحده ایالتونو څخه غواړو، څو د هر ډول بهرنیو لاسوهنو څخه، چې د افغانستان سولې بهیر له خنډ سره مخ کوي، مخنیوی وکړي؛

۱۹. د سولې په بهیر کې دې ځوانان بیلابیل پروګرامونه په لاره واچوي، او په طالبانو او حکومت دې فشار واچول شي، څو مذاکرات بریالي شي؛

۲۰. نړیواله ټولنه، اسلامي او ګاونډي هېوادونه دې د سولې هوکړې د پلي کولو تضمین وکړي؛

۲۱. پکتیا ولایت د جګړو له امله ځپل شوی او د دې ولایت ټولو وګړيو ژوند له ګواښ سره مخ  او بیلابیلو اقتصادي، ښوونیزو، کرنیزو او پراختیايي برخو کې زیان لیدلی دی.

۲۲. د افغانستان په کچه د ملي اجماع رامنځته شي، څو د سولې له بهیر څخه څارنه وکړي.

 

و من الله توفیق

د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه

پکتیا – افغانستان

د ۱۳۹۹ لمریز کال د تلې ۲۳ / د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د اکټوبر ۱۴

د بلخ ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه

د بلخ ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه 

 

په بلخ ولایت کې د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه د ۱۳۹۹ لمریز کال د تلي میاشتې په ۹، چې د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د سپټمبر میاشتې له ۳۰ سره برابره ده، د مزار شریف په ښار کې جوړه شوه.

دا جرګه د دې ولایت د ۱۵ اداري واحدونو څخه د سلګونو ځوانانو او نوي نسل د استازو په ګډون، د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ لخوا جوړه شوه.

د بلخ ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه درې برخې درلودې: پرانیستنه، د کاري کمیټو کارونه، د کاري کمیټو د کارونو او پریکړه لیک لوستل. په پیل کې فروزان آریا پروګرام پیل او وروسته بیا د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ رئیس محمد سنګر امیرزاده د سولې په بهیر کې د ځوانانو پر مسوولیتونو د ټینګار ترڅنګ زیاته کړه، چې سوله د ټول غوښتنو او انحصار په مانا نه ده، د جګړې ښکیلې خواوې باید له نرمښت څخه کار واخلي او داسې پراخ بنسټه هوکړې ته ورسیږي، چې په هېواد کې د جګړې له دوام څخه مخنیوی وکړي. د جرګې د پرانیست برخې په دوام کې د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ مرستیال خلیل احمد متین، نصیره ثمر، هجرت الله همدرد، ډاکټر محمد حنیف لطفي، ریحانه رابع، سید اسماعیل بلخي، اجمل آرین او استاد محمد نسیم مومند ویناوې وکړې.

د جرګې په دویمه برخه کې، د کاري کمیټو کارونه پیل او د جرګې غړیو د شپږو مشخص شویو موضوع ګانو په اړه خبرې او بحث وکړ. د جرګې د غړیو نظرونو توحید او د پروګرام په درېیمه برخه کې د هرې کمیټې د مسؤل لخوا وړاندې شوې. په همدې حال کې د لسګونو کمیټو منشیانو د بلخ ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې پریکړه لیک جوړ او ولوستل شو.

د بلخ ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې پریکړه لیک

     د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه د ۱۳۹۹ لمریز کال د تلې میاشتې په ۹ نیټه، چې د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د سپټمبر میاشتې له ۳۰ سره برابره ده، په بلخ ولایت کې د سلګونو ځوانانو په ګډون جوړه شوه. دا جرګه د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ لخوا جوړه شوې وه، چې په کې د دې ولایت د ۱۵ اداري واحدونو د نوي نسل او ځوانانو استازو ګډون کړی وو او خپلې پریکړې او غوښتنې یې د افغانستان له حکومت، د طالبانو له تحریک او نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول د امریکا متحده ایالتونو څخه په لاندې ډول کړې:

1.موږ د سولې په بهیر کې د ځوانانو د ریښتینو استازو د ګډون غوښتونکي یو؛

2.موږ د سولې بهیر کې د ښکیلو خواوو څخه د ملي ګټو، اسلامي او انساني ارزښتونو په رڼا کې د وروستیو دوه لسیزو لاسته راوړنو د ساتلو غوښتونکي یو؛

3.موږ د سراسري، تل پاتې او با عزته سولې غوښتونکي یوو، چې په کې د اسلامي او انساني ارزښتونو ساتنه او د وګړیو، د ښځو حقونه، قومي، مذهبي توپیرونه او د لږکیو حقونه رعایت شي؛

4.موږ له ښکیلو اړخونو؛ له افغان حکومت او د طالبانو له تحریک څخه غواړو، څو د سولې په خبرو کې له ځانه نرمښت وښيي او ټولییز هوکړې ته د رسیدو لپاره په ریښتیني ډول هڅه وکړي؛

5.موږ د طالبانو له تحریک څخه غواړو، څو د وګړیو حقونو او مذهبي او قومي توپیرونو ته درناوی وکړي او خپل فردي او ډله ایزې غوښتنې پر نورو و نه تپي؛

6.موږ د طالبانو له تحریک څخه غواړو، څو د افغانستان خلکو د دوه وروستیو لسیزو لاسته راوړنو ته درناوی وکړي او د سولې په خبرو کې خپل نیک نیت څرګند کړي؛

7.موږ له ښکیلو خواوو څخه غواړو، څو پراخ بنسټه، ګډ او سراسري حکومت د جوړولو لپاره، چې په کې د افغانستان د خلکو مادي او معنوي ارزښتونه خوندي وي، هڅه وکړي؛

8.موږ د جګړې له ښکیلو خواوو څخه غواړو، څو د اسلام مبارک دین او عام وګړیو څخه د سولې په خبرو کې ناوړه ګټه وا نخلي؛

9.موږ د طالبانو له تحریک څخه غواړو، څو خپل مرکچي پلاوي ټول شموله جوړ کړي، چې په کې ښځې او ځوانان په فعال او اغیزناکه ډول ګډون ولري؛

10.موږ له نړیوالې ټولنې او د افغانستان د سولې په بهیر کې له ښکیلو هېوادونو په ځانګړي ډول د امریکا له متحده ایالتونو څخه غواړو، څو د سولې بهیر اجرايي تضمین ورکړي؛

11.موږ له خپلو نړیوالو همکارانو څخه غواړو، څو د افغانانو د خپل منځي خبرو پایلې ته رسیدو لپاره، د جګړې پر ښکیلو خواوو دیپلوماتیک فشار وارد کړي؛

12.موږ د امریکا له متحده ایالتونو او نړیوالو همکارانو څخه غواړو، څو په افغانستان کې قراردادي د سولې هوکړه و نه کړي او تل پاتې سولې ته د رسیدو لپاره د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي؛

13.موږ له خپلو نړیوالو همکارانو څخه غواړو، څو د جګړې د قربانیانو کورنیو څخه ملاتړ او ښوونیزې مرستې وکړي؛

14.موږ له ګاونډیو هېوادونو څخه غواړو، څو زموږ په کورنیو چارو کې لاسوهنه و نه کړي او پریږدي، چې افغانان په خپلواک ډول تل پاتې هوکړې ته ورسیږي؛

15.موږ له اسلامي او خپلو ګاونډیو هېوادونو څخه غواړو، څو هغه هوکړې ته درناوی وکړي، چې د افغانانو خپل منځي خبرو کې ترلاسه کیږي او له سیاسي او استخباراتي لاسوهنو څخه ډډه وکړي؛

16.د افغانستان د نوي نسل د همپالني او همغږۍ په موخه د ځوانانو د سولې مشورتي جرګو جوړول؛

17.موږ د سولې خبرو څخه د څارنې په موخه د ځوانانو د استازو د خپلواک او ځانګړي کمیسیون جوړول غواړو؛

18. د سولې نه شتون له امله د افغانستان خلک په ځانګړي ډول د بلخ ولایت خلک د ګڼ شمېر ستونزو لکه: نا امني، وزګاري، نفاق ته لمن وهل، قومي تعصب ته لمن وهل، د غیر مسؤلو وسله والو زیاتوالی، په رڼا ورځ کې غلاوې، د ښوونیزو او عام المنفعه ځایونو ورانول، د ملکي او پوځي مرګ ژوبلې زیاتوالی، د عشر او ذکات په نوم له خلکو څخه باج اخیستل، د لویو لارو نا امني، له زدکړو څخه د ځوانانو بې برخه کیدل او ویرې سره مخ دي، چې روحي او رواني ناروغیو د رامنځته کیدو لامل شوی.

19.د افغانانو خپل منځي خبرو څخه د افغانستان خلکو خبرولو په موخه، په بې ساري ډول د رسنیو ګډون.

په درنښت

د بلخ ولایت د نوي نسل او ځوانانو جرګه

د۱۳۹۹ د تلې ۹ / د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د سپټمبر ۳۰

د سمنګان ولایت د نوي نسل او ځوانانو جرګه

د سمنګان د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه 

د نوي نسل او د ځوانانو جرګه د ۱۳۹۹ لمریز کال د تلي میاشتې په ۳ نیټه، چې د ۲۰۲۰ زږدیز کال د سپټمبر میاشتې له ۲۴ سره برابره ده، د سمنګان ولایت د سلګونه ځوانانو په ګډون په دې ولایت کې جوړه شوه. د سمنګان ولایت د نوي نسل او ځوانانو جرګه، د هېواد په کچه نوولسم پروګرام ده، چې د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ او د سمنګان ولایت د فعاله ځوانانو په زیار جوړیږي.

په دې جرګه کې د دې ولایت د ۷ اداري واحدونو څخه د ځوانانو او نوي نسل استازو ګډون کړی وو. دې جرګې درې برخې لرلي: پرانیستنه، د کاري کمیټو کارونه، د کمیټو د نظرونو وړاندې کول او د پریکړه لیک لوستل وو، چې په پیل کې د پوهنتون استاد ضیاءالدین جهیش د سمنگان ولایت د ځوانانو په استازیتوب د دې ولایت د ځوانانو ترمنځ د یووالي او همپالنې په تړاو خبرې وکړې او د سولې له بهیر څخه یې ملاتړ وکړ. د جرګې په پرانیست برخه کې د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ مشر محمد سنګر امیرزاده د جرګې له جوړونکیو څخه د مننې ترڅنګ زیاته کړه، چې د ځوانانو یووالي او انسجام د دې لامل کیږي، چې د افغانستان نوی نسل د راتلونکي تحول کې مهم او بنسټیز رول ولري. نوموړي همدارنګه د افغانستان د جګړې له ښکیلو اړخونو وغوښتل، چې د افغانستان جګړه مشروعیت نه لري او پر اوربند هوکړه وکړي او په هېواد کې د ورور وژنې دوام مخنیوی وکړي.

وروسته بیا شکیلا حنفي خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې سوله او ټیکاو د هېواد د پراختیا او پرمختګ لامل ده او ټينګار یې وکړ، چې د جګړې د ښکیلو اړخو منځ کې باید سوله پیاوړې او دود شي.

د پرانیست برخې په دوام کې د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ مرستیال خلیل احمد متین د ځوانانو پر یووالي او همغږۍ د ټینګار ترڅنګ د افغانستان له حکومت او طالبانو له تحریک څخه وغوښتل، څو خپل کارونکیو ادبیاتو کې بدلون راوړي او د افغانستان دیني، مذهبي، فکري او قومي توپیرونه په پام کې ونیسي او د سولې په خبرو کې خپل شخصي او ډله ایزې غوښتنې پر یو بل و نه تپي.

د جرګې په دویمه برخه کې کاري کمیټو د شپږو ځانګړیو شویو موضوع ګانو په تړاو بحث او خبرې وکړې او خپلې غوښتنې او اندیښنې یې له یو بل سره شریک او راټولې کړې. د جرګې په درېیمه برخه کې د کاري کمیټو مسوولینو د خپلو کمیټو نظرونه وړاندې او د لسګونه کمیټو منشیانو د سمنګان ولایت د نوي نسل او ځوانانو جرګې پریکړه لیک جوړ او ولوستل شو.

د جرګې په پای کې، د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ مشرتابه د جرګې ټولو ګډونوالو ته د سولې د سفیرانو تصدیق پاڼه تفویض کړه او د سمنګان ولایت د جرګې له جوړونکیو څخه یې مننه او ستاینه وکړه.

د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ د کړنلارې پر بنسټ، د جرګې پریکړه لیک درې آدرسونو؛ د افغانستان حکومت، د طالبانو تحریک او نړیوالې ټولنې په ځانګړې ډول د امریکا متحده ایالتونو سره شریک کیږي. په همدې بنسټ د سمنګان ولایت د نوي نسل او ځوانانو جرګې په پای کې، د دې جرګې پریکړه لیک د نوي نسل او ځوانانو د جرګې د جوړونکیو، د لسګونو کاري کمیټو د مسؤلینو او منشیانو لخوا د د افغانستان اسلامي جمهوريت د استازي په توګه د سمنګان ولایت مقام ته وسپارل شوو.

 


د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې پریکړه‌لیک - سمنګان

 

      د سمنګان ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه د ۱۳۹۹ لمریز کال د تلې په ۳ نېټه د دې ولایت د سلګونو ځوانانو په ګډون جوړه شوه. دا جرګه د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ لخوا جوړه شوې وه، چې پدې جرګه کې د سمنګان ولایت د ۷ اداري واحدونو څخه د نوي نسل او ځوانانو استازو ګډون درلود او خپلې غوښتنې او پریکړې یې د افغانستان حکومت، د طالبانو تحریک او له نړیوالې ټولنې په ځانګړي توګه د امریکا متحده ایالتونو څخه په لاندې ډول بیان کړې: 

۱. موږ د دواړو مذاکرکونکو ټیمونو څخه غواړو، چې ځوانان له سولې وروسته په راتلونکي حکومت کې بنسټیز رول ولري؛

۲. د جګړې پایته رسیدل او دایمي اوربند زموږ له مهمو غوښتنو څخه دی؛

۳.  په نرمښت د مرکچي پلاوو ترمنځ د خبرو ترسره کیدل او د کرکې او زورزیاتي د ادبیاتو نه کارول؛

۴. د سولې خپل منځي خبرو د ترسره کونکیو لخوا ټولو مذهبونو ته درناوی؛

۵.  د افغانانو د خپل منځي خبرو پایلې ته رسیدو لپاره د نړیوالې ټولنې د فشار راوړل؛

۶. د طالبانو تحریک پر پوځي ملاتړ کوونکیو هېوادونو د نړیوالې ټولنې د فشار راوړل؛

۷. د وروستیو ۱۹ کلونو د لاسته راوړنو ساتنې ته د مذاکره کوونکو لخوا ژمنتوب؛

۸. موږ د دواړو خواوو له مرکچیانو څخه غواړو، چې د سولې بهیر کې ترلاسه شوی فرصت د ډله اییزو او شخصي ګټو قرباني نه کړي؛

۹. موږ له ځوانانو څخه غواړو، چې د سولې په بهیر کې مرسته وکړي؛

۱۰. موږ له حکومت څخه غواړو، چې د سولې بهیر تر پای ته رسیدو پورې د تاوتریخوالي کمولو په موخه امنیتي ځواکونه پیاوړي او ملاتړ ترې وکړي.

۱۱. موږ له ګاونډیو هېوادونو څخه غواړو، چې د افغانستان خلکو سره د سولې په بهیر کې مرسته وکړي او د سولې په بهیر کې له لاسوهنو څخه ډډه وکړي؛

۱۲. موږ له دواړو خواو څخه غواړو، چې د شخصي او فردي ګټو په پرتله د هېواد ملي ګټې غوره کړي؛

۱۳. موږ د طالبانو تحریک څخه غواړو، چې سولې ته رسیدو لپاره خپل حسن نیت، په عمل کې وښيي.

۱۴. امریکا متحده ایالاتونه باید د سولې په بهیر کې حسن نیت ولري، د سولې په بهیر کې ریښتني عمل وکړي او د سولې په بهیر کې د افغانستان د خلکو ګټې په پام کې ونیسي؛

۱۵. موږ له دواړو مرکچي پلاوو څخه غواړو، چې د سولې په خبرو کې له خپلو دریځونو څخه تېر شي او د ځان غوښتنې او پر یو بل د خپلو دریځونو منلو او تحمیل څخه ډډه وکړي؛

۱۶. موږ له نړیوالې ټولنې څخه غواړو، چې د سولې خبرو څخه د څارنې په موخه د متخصصو، تجربه لرونکو، د باسواده ځوانانو، ښځو او د ټولنې زیانمنو کسانو څخه د یوه ګډ کمیسیون له جوړیدو ملاتړ وکړي؛

۱۷. موږ داسې سوله غواړو، چې اسلامي، فرهنګي، ملي او انساني ارزښتونه له لاسه ورنکړو؛

۱۸. موږ له افغان حکومت څخه غواړو، چې د کابل ـ سمنګان د لویې لارې د امنیت ټینګښت ته جدي پاملرنه وکړي. په همدې حال کې د طالبانو تحریک څخه غواړو، چې د خپل واک په سیمو کې له ویرې پرته د خلکو تګ راتګ ته زمینه برابره کړي.

درنښت

د سمنګان ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه

۱۳۹۹کال د تلې ۳ / د ۲۰۲۰ کال د سپټمبر ۲۴