د جوزجان د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه

د جوزجان د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه

په جوزجان ولایت کې د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ لخوا د ۱۳۹۹ لمریز کال د لړم میاشتې په ۲ نیټه، چې د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د اکټوبر میاشتې له ۲۳ سره برابره ده، د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه جوړه شوه. دا جرګه د دې ولایت د لسو اداري واحدونو څخه د سلګونو ځوانانو په ګډون جوړه شوې وه.

یادې جرګې درې برخې درلودې: د جرګې پرانیستنه، د کاري کمیټو کارونه، د ترسره شویو بحثونو وړاندې کیدل او وروستۍ، د پریکړه لیک لوستل وو. دا جرګه د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ غړی او د جوزجان ولایت د نوي نسل او ځوانانو د جرګې تنظیمونکی حمید الله مسرور ژر تر ژره د جګړې پر دریدو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې د جوزجان ولایت خلک او ځوانان له کلونو راهیسې د جګړې قربانیان دي او دا وضعیت باید پایته ورسیږي. وروسته بیا د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ رئیس او مرستیال محمد سنګر امیرزاده او خلیل احمد متین د ویډیو کنفرانس له لارې د جوزجان ولایت د سولې جرګې له غړیو سره خبرې وکړې او د جرګې د جوړونکي ډلې څخه د مننې ترڅنګ زیاته کړه، چې د اړیکو ګروپ هڅه کوي، څو د سولې په خبرو کې د نوي نسل او ځوانانو واحد غږ رامنځته کړي، چې تر اوسه یې د هېواد په ۲۰ ولایتونو کې د جرګو، غونډو، کنفرانسونو او مظاهرو له لارې یې بیلابیل پروګرامونه جوړ کړي دي.

همدارنګه نیلاب صادق اوغلي د سولې په خبرو کې د ښځو او ځوانانو د اندیښنو په اړه خبرې وکړې. همدارنګه فرهاد فقیري پر اورکم د ټینګار ترڅنګ زیاته کړه، چې جګړې زموږ ټول ارزښتونه له منځه وړي او د افغانستان خلک له جګړې څخه ستړي او په هېواد کې د سولې غوښتنه کوي.

د جرګې په دویمه برخه کې د کاري کمیټو کارونه پیل او د جرګې غړیو د شپږو ځانګړیو شویو موضوع ګانو په تړاو بحث او خبرې وکړې. د جرګې د غړیو نظرونه توحید او په درېیمه برخه کې د هرې کمیټې د مسوولینو لخوا وړاندې شول. په همدې حال کې د لسګونه کمیټو منشیانو د جوزجان ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې وروستۍ پریکړه لیک جوړ او ګډونوالو ته وړاندې شو.

د جوزجان ولایت د نوي نسل او ځوانانو جرګې پریکړه لیک

     د نوي نسل او ځوانانو جرګه د ۱۳۹۹ لمریز کال د لړم په ۲ نیټه د سلګونه ځوانانو په ګډون په جوزجان کې جوړه شوه. دا جرګه چې د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ لخوا جوړه شوې وه، چې د دې ولایت د لسو اداري واحدونو څخه د نوي نسل او ځوانانو استازو ګډون کړی وو.

    د جرګې غړیو د افغانستان له حکومت، د طالبانو له تحریک او نړیوال ټولنې په ځانګړي ډول د امریکا متحده ایالتونو څخه یې خپلې غوښتنې او پریکړې په لاندې ډول بیان کړې:

۱. د سولې په خبرو کې نرمښت، د دوه لسیزو د لاسته راوړنو ساتنه او ملي ګټو ته دې لومړیتوب ورکړل شي؛

۲. د طالبانو له تحریک څخه غواړو، څو خپله ریښتینولي د اوربند په اعلانولو اوجګړې پایته رسولو سره ثابته کړي؛

۳. موږ له خپلو نړیوالو همکارانو په ځانګړي ډول د امریکا متحده ایالتونو څخه غواړو، څو پر ګاونډيو او د سولې په بهیر کې پر ښکیلو هېوادونو فشار راوړي، څو دې بهیر کې له لاسوهنو څخه ډډه وکړي؛

۴. موږ د تل پاتې سولې غوښتونکي یوو، چې په کې د ښځو، ځوانانو او د ټولنې د نورو وګړیو بنسټیز حقونه وساتل شي؛

۵. موږ د سولې په بهیر کې د ځوانانو اغیزناکه ګډون غوښتنه کوو؛

۶. نا امني، روحي او رواني ستونزې، ښوونې او روزنې ته نه لاس رسی، د کورنیو بې ځایه کیدل او اقتصادي کړکیج هغه ستونزې دي، چې د افغانستان خلک په ځانګړي ډول د جوزجان خلک د وروستیو جګړو له امله ورسره لاس او ګریوان دي؛

۷. موږ ټینګار کوو، چې د افغانستان خلک باید د بین الافغاني مذاکراتو له بهیر څخه د ملي او ځايي رسنیو له لارې خبر او له دې بهیر څخه په کره ډول څارنه وشي.

په درنښت

د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه

جوزجان - افغانستان

د ۱۳۹۹ لمریز کال د لړم ۲ / د ۲۰۲۰ زږدیز کال د اکټوبر ۲۳