د بامیان ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت جوړول

د بامیان ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې سکرتریت د دوشنبې په ورځ د ۱۴۰۰ لمریز کال د غويي میاشتې په ۶ نیټه، د جرګې د جوړولو کمسیون د غړیو، د لسګونو کمیټو د مسؤلانو او منشیانو په ګډون، د یوې ناستې په ترڅ کې جوړ شو.
د ناستې په پیل کې د اړیکو د ګروپ مرستیال خلیل احمد متین او د اړیکو د ګروپ د ولایتي همغږۍ د دفتر مشر وحید الله سهیل د سولې جرګې فعالیتونو او دوام، د ولایتي سکرتریتونو راتلونکي پروګرامونو او فعالیتونو څرنګوالي په اړه معلومات وړاندې کړل. د دې ناستې ګډونوالو د فعالیتونو پراختیا په موخه د نظرونو ورکولو ترڅنګ د ولایتي سکرتریتونو له جوړولو څخه ملاتړ وکړ.
د ناستې ګډونوالو څلور تنه د سکرتریت د ټاکنو د مسولینو په توګه وټاکل، څو د سکرتریت ټاکنې ترسره کړي. د ټاکنو په پایله کې ۱۵ تنه د بامیان ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې او د اړیکو ګروپ د ولایتي سکرتریت د رهبري بورد په توګه وټاکل شول، چې ۷ تنه د جرګې د جوړولو د کمیسیون له غړیو، ۵ تنه د کمیټو د مسوولینو او ۳ تنه د لسګونه کمیټو د منشیانو څخه وټاکل شول.
د ناستې په دوام، د ولایتي سکرتریت د رهبري بورد ۱۵ تنه غړیو له خپل منځ څخه د ټاکنو له لارې رئیس، مرستیالان، د کمیټو مسوولین او د کمیټو غړي وټاکل، چې په لاندې ډول دي:
• د ولایتي سکرتریت رییس، محمد امان رهگذر
• د ولایتي سکرتریت مرستیالان، طاهر محمدي او حمیده محسني
• سیاسي سلاکار، محمد عالم فاضل
• مطبوعاتي سلاکار، عبدالله شایگان
• د درالانشا‌ء مسوول، مجتبی شهیداني
• د درالانشاء مرستیاله، ملکه امیني
• د رسنیو او ویاندوی کمیټې مسوول، حبیب الله محرابي
• د رسنیو د کمیټې مرستیاله، قدسیه محبي
• د جګړې له قربانیانو سره د همغږۍ کمیټې مسوول، صادق عادلي
• د جګړې له قربانیانو سره د همغږۍ کمیټې مرستیال، عقیل عرفاني
• د اړیکو د کمیټې مسوول سید بشیر محمدي
• د اړیکو د کمیټې مرستیال، قربان راسخ
ټاکل شوې، چې د ولایتي سکرتریت د رهبري بورد د مرکزي – کابل دفتر سره په همغږۍ، د سولې په بهیر کې د ځوانانو د همغږي او واحد غږ رامنځته کولو په موخه د بامیان ولایت د ځوانانو د سولې غوښتلو پروګرامونو او فعالیتونو ته دوام ورکړي.
په درنښت
د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ د رسنیو او ویاندوی دفتر
د بامیانو د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت
د ۱۴۰۰ لمریز کال د غويي ۶ / د ۲۰۲۱ کال د اپریل ۲۶