د بلخ د ځوانانو خبرې اترې

د بلخ ځوانانو خبرې اترې

«د جګړې له زیاتوالي اندېښنې؛ د سولې په بهیر کې فرصتونه او خنډونه»

د اړیکو ګروپ په همکاري د بلخ ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت «د جګړې له زیاتوالي اندېښنې؛ د سولې په بهیر کې فرصتونه او خنډونه» تر عنوان لاندې د بلخ ځوانانو خبرې اترې د ۱۴۰۰ د زمري په ۱۰/ د ۲۰۲۱ داګسټ ۱ د یکشنبې په ورځ د بلخ ولایت د ځوانانو په ګډون جوړې شوې.

د بلخ ولایتي سکرتریت رییسې فروزان اریا د پرانیستې ترڅنګ یې د بلخ ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت د فعالیتونو په هکله معلومات وړاندې کړل.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت د شمال زون ریاست مرستیال غلام علي میلاد او د بلخ ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس مطیع الرحمن کریمي د بلخ ولایت ځوانانو څخه یې د سولې غوښتنې د اواز پورته کولو په هکله مننه وکړه، له حکومت او طالبانو څخه یې وغوښتل، چې هر څومره ژر هیواد کې د خبرو له لارې یوې مثبتې پایلې او سرتاسري سولې ته ورسیږي.

د بلخ ولایت د حج او اوقافو ریاست استازې مرسل شریفي په هیواد کې د روانې جګړې په عدم مشروعیت تاکید وکړ، زیاته یې کړه، چې روانه جګړه هېڅ ډول دیني بنسټ نلري او ژر  په هیواد کې جنایت، وژنې او وینه بهېدنه ودریږي.

د شمال زون د خبریالانو د مصؤنیت کمېټې رییس محمد بشیر انصاري د خلکو په پاڅونونو او د دې حرکتونو په ناڅرګندو عواقبو باندې خبرې وکړې. ښاغلي انصاري د سولې موضوعاتو پوښښ په اړه خبرې وکړې او د بیان ازادي او د رسنیو ازادي په هکله یې خپله اندېښنه څرګنده کړه.

په شمال زون کې د نی دفتر مسوولې مبینې ساعي ښځې او د سولې خبرو کې د هغوی د رول په اړه خبرې وکړې او زیاته کړه، چې افغانستان په یوه نیابتي جګړه کې ښکېل دی او افغانان له دې جګړې څخه بېزاره او د کلنو په لړ کې یې زیات تاوانونه ګاللي دي.

مدني فعال سید محمد یزدان پرست د مدني ټولنو رول او د افغانستان د سولې په وړاندې د هغوی دریځ ته په اشاره زیاته کړه، چې روانې جګړې د مالي تاوانونو ترڅنګ د عامو وګړو د وژنې او د زیاتو کورنیو د ګدوالۍ سبب شوي دي. نوموړي له نړۍ والو بنسټونو په ځانګړې توګه ملګرو ملتونو څخه وغوښتل تر څو د مذاکراتو په لورو باندې فشار راوړي تر څو د سولې بهیر یوې مطلوبې پایلې ته ورسوي.

د بلخ ولایتي سکرتریت حقوقي سلاکارې نصیرې ثمر د سولې په خبرو کې د ځوانانو په رول خبرې وکړې، زیاته یې کړه، د دې ترڅنګ، چې ځوانان د ټولنې بنسټیز ځواک جوړوي، ولې د سولې بهیر کې د ځوانانو رول سمبولیک دی او د سولې په مذاکراتو او تصمیم نیونه کې یې غوښتنې په پام کې نه نیول کیږي.

په پای کې د بلخ ولایتي سکرتریت سیاسي سلاکار استاد هجرت الله همدرد د سولې بهیر کې په شته فرصتونو او ننګونو په اړه خبرې وکړې، د جګړې د پای لپاره د افغانستان دولت او طالبانو تحریک لپاره رامنځته شوي فرصت مهم او اساسي یاد کړ او دواړه لوري باید له دې فرصت څخه ګټه پورته کړي.

د بلخ ځوانانو د خبرو اترو لنډیز او غوښتنې:

1.د سولې خبرو په بهیر کې د ځوانانو او ښځو ګډون.

2.د جګړې بندېدل او د خبرو او مذاکرې له لارې د طرفینو (حکومت او طالبان) سیاسي هوکړې ته رسېدل.

3.د سولې په خبرو کې د طالبانو نرمښت.

4.د بیان او رسنیو ازادي، د وروستیو دوه لسیزو لاسته راوړنو ساتنه او د سولې په هوکړو کې د ښځو رول، قومي او مذهبي تفاوتونه په پام کې نیول.

5.د امنیتي او دفاعي ځواکونو په چوکاټ کې د خلکو پاڅونونو مدیریت لپاره د کړنلارې او برنامې جوړول.

6.په نړۍ والو ترهګرو باندې د نړۍ والې ټولنې فشار زیاتېدل.

7.د نظام ساتنه او د هیواد امنیتي ځواکونو څخه هر اړخیز ملاتړ.

په درنښت

د بلخ ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت

د ۱۴۰۰ د زمري ۱۰/ د ۲۰۲۱ د اګسټ ۱

بلخ - افغانستان