مطبوعاتي کنفرانس -بلخ

مطبوعاتي کنفرانس -بلخ

د سولې په بهیر کې شته اندیښنې او د مذاکراتو له اړخونو څخه د بلخ ولایت د ځوانانو غوښتنې

د بلخ د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت د چهارشنبې په ورځ د ۱۴۰۰ لمریز کال د غويي میاشتې په ۱۵ نیټه، چې د ۲۰۲۱ کال د مې له ۵ سره سمون خوري، په بلخ ولایت کې د ځوانانو، ښځو او مدني فعالانو په ګډون « د سولې په بهیر کې شته اندیښنې او د مذاکراتو له اړخونو څخه د بلخ ولایت د ځوانانو غوښتنې» تر سرلیک لاندې مطبوعاتي کنفرانس جوړ کړ.

په پیل کې د بلخ جرګې د ولایتي سکرتریت بورد رئیسې فروزان آریا د « د مطبوعاتي ناستې او سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ او د نوي نسل او ځوانانو جرګې د موخو» په تړاو معلومات وړاندې کړل.

په دې ناسته کې د بلخ ولایتي سکرتریت د رسنیو او ویاندوی کمیټې مسؤل امید بلخي د افغانستان سولې پر وړاندې د فرصتونو او خنډونو په اړه، د رسنیو کمیټې مرستیال بشیر بدلون د سولې په بهیر کې د ځوانانو رول په اړه، د بلخ د ولایتي سکرتریت مرستیال عبدالحمید انصاري د سولې خبرو په برخه کې د شته خنډونو او فرصتونو په اړه، د بلخ ولایتي سکرتریت مطبوعاتي سلاکار سید اسماعیل صالحي بلخي د سولې او په سترو ملي پریکړو کې د ځوانانو ونډې په اړه، د بلخ ولایتي سکرتریت د اړیکو کمیټې مسؤل عبدالهادي بلخوال د سولې مذاکراتو کې د ښکیلو اړخونو څخه د ځوانانو غوښتنو په تړاو خبرې وکړې او د بلخ ولایتي سکرتریت حقوقي سلاکارې نصیره ثمر د دې مطبوعاتي ناستې اعلامیه ولوستله.

د سولې خبرو د دریدو او په بلخ او هېواد په کچه د تاوتریخوالي زیاتیدو په تړاو

د بلخ ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت رسنیزه اعلامیه

 

د بلخ ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت، چې د ۱۳۹۹ لمریز کال د تلې میاشتې د ۹ نیټې د جرګې پر دوام، د سولې په بهیر کې د نوي نسل او ځوانانو د همغږي او واحد غږ رامنځته کولو په موخه جوړه شوې وه، د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ په مرسته جوړ شوی دی.

د بلخ ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت د افغان حکومت او طالبانو د تحریک ترمنځ د مذاکراتو له دریدو، په هېواد کې د جګړې له تاودیدو او تاوتریخوالي زیاتیدو په تړاو خپلې اندیښنې څرګندوي:

1.      موږ د مذاکراتو له ښکیلو اړخونو غواړو، څو ژر تر ژره تاوتریخوالي دوام ته د پای ټکی کیږي او پرته له ځنډ څخه د سولې خبرې پیل کړي.

2.      موږ د بلخ ولایت ځوانان د مذاکراتو له ښکیلو اړخونو غواړو، چې په مذاکراتو کې د ښه نیت اصل رعایت کړي او د مذاکراتو میز د افغانستان د جګړې ناورین د حل لپاره وروستي حل لارې په توګه وګڼي.

3.      د جګړې له ډګرونو او شخړو زیاتوالي څخه نه باید د خبرو په میز کې د امتیاز اخیستلو لپاره کار واخیستل شي، ځکه د دې وضعیت دوام د افغانستان د خلکو لپاره د منلو نه دی.

4.      د بلخ ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت د سولې په بهیر کې د بلخ ځوانانو د مشخص آدرس او د هغوی د عدالت غوښتنې محور په توګه، په ټول هېواد کې له هر ډول قید او شرط پرته د اوربند د ټینګښت ترڅنګ د مذاکراتو له ښکیلو غاړو غواړو، چې ځوانانو ته په سترو ملي مسائلو او د سولې بهیر کې ونډه ورکړي او د سولې په بهیر کې د ښځو، ماشومانو، د جګړې قربانیانو او دیني – مذهبي اقلیتونو حقونه په رسمیت وپیژني.

 

په درنښت

د اړیکو ګروپ د رسنیو او ویاندوی دفتر

د بلخ ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت

مزار شریف-افغانستان

د ۱۴۰۰ کال د غويي ۱۵ / د ۲۰۲۱ کال د مې ۵