په هیواد کي د رواني جګړې د پای ته رسیدو په موخه د هلمندي ځوانانو غوښتنې

مطبوعاتي کنفرانس - هلمند

په هیواد کي د رواني جګړې د پای ته رسیدو په موخه د هلمندي ځوانانو غوښتنې


هلمند کې د نوي نسل او ځوانانو د سولي جرګې د ولایتي سکرترېت له لوري د سولي او دایمي اوربند په تړاو کنفرانس جوړ شو.

په دغه ولایت کې تېره ورځ د یادي جرګې ولایتي سکرتریت او غړو د یو خبري کنفرانس پر مهال پر طالبانو او حکومت د سولي او تلپاتي اوربند  غږ وکړ.

د دې ولایت د سکرترېت رئیس عبدالعزیز کاروان د خپلو خبرو پر مهال وویل؛ جګړه د حل لاره نه ده او نور دلته د جګړې هیڅ پلمه نشته ، ځکه د ده په وینا له افغانستان څخه ټول بهرني ځواکونه وتلي.

نوموړي زیاته کړه، د جګړې دواړه لوري دي د ولس غوښتني ومني ، پر سوله دي تمرکز وکړي او هیله ده د سولي د راتلو لپاره یو تفاهم ته سره ورسیږي، جګړه او تاوتریخوالی دي نور پای ته ورسوي.

د هلمند ولایت د دارالانشاء مسؤول عبدالوهاب ذاهدي  وویل؛ په قطر کي د حکومت او طالب مشرانو مذاکراتي پلاوي د سولي خبرو کي خپل مسؤولېت نه دی ادا کړی، نوموړي غوښتنه وکړه، چې هغوئ دي د سولي په خبرو کې چټکتیا رامنځته او د جګړې درولو ته دي ژر تر ژره یوه حل لاره ومومي.

د جګړې د قربانیانو کمېټې مسؤول برکت الله سرشار وویل؛ موږ غواړو دا جګړه نور پای ته ورسیږي او هیڅوک دې د یادي جګړې قرباني نه شي.  نوموړي زیاته کړه؛ روانه جګړه د خلکو په زیان ده، چې په وینا یې ټول زیان افغانان ګالي.

د هلمند ولایتي سکرترېت مرستیاله سامعه حسن زاده وایي؛ له دواړو لورو مو غوښتنه ده ، چې د جګړې لاس واخل ، څو افغانان د هوسا او ارام ژوند څښتنان اوسي.

نوموړې په خپلو خبرو کې زیاته کړه؛ نور ولس د یادي جګړې زغم نه لري، د جنګ ښکېل لوري دي روان تاوتریخوالی ختم کړي.

د سکرترېت د اړیکو کمېټې غړي صفت الله صدیقي وویل؛ په دې ورستیو کې د هیواد حالت کړکیچن لوري ته تللي، له دواړو غاړو مو غوښتنه ده، چې د مذاکراتو مېز ته را ودانګي ، څو د سولي خبرو کې پرمختګ رامنځته شي.

د سکرترېت د مشورتي بورډ غړو احمدالله خدام، رحمت الله رحمتیار او نقیب الله تسل په خپلو خبرو کې د سولي غوښتنه وکړه او د دواړو لوریو څخه یې وغوښتل چې د مذاکراتو مېز ته راوګرځي.

نوموړو د یادي جګړې پر ختمېدلو ټینګار وکړ.

یاد کنفرانس داسي مهال ترسره شو، چې هلمند او هیواد کې رواني جګړې زور اخیستی او زیات شمېر افغانان د خپل کور پرېښودلو ته اړ شوي د

ي.

په درنښت

د هلمند ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې سکرتریت

د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ

هلمند - افغانستان

د ۱۴۰۰ د جنګاښ ۱۷/ د ۲۰۲۱ د جولای ۸

د سولې په بهیر کې له مرکچي پلاوو څخه د فراه ولایت د ځوانانو غوښتنې

رسنیز کنفرانس

د سولې په بهیر کې له مرکچي پلاوو څخه د فراه ولایت د ځوانانو غوښتنې


د فراه ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت د ۱۴۰۰ کال د غويي میاشتې په ۲۹ نیټه، چې د ۲۰۲۱ زیږدیز کال د مې میاشتې له ۱۹ سره برابره ده، د «د سولې په بهیر کې له مرکچي پلاوو څخه د فراه ولایت د ځوانانو غوښتنې» تر سرلیک لاندې خبري کنفرانس جوړ کړ.

د فراه ولایتي سکرتریت د رسنیو او ویاندوی کمیټې مسؤلې فریبا شریفي د فراه ولایت پر ښځو د جګړې اغیزو او د فراه ولایت د ښځو ودې او پرمختګ کې د سولې رول په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې د فراه ولایت ښځو او میرمنو د روانو جګړو له امله زیات زیانونه ګاللي او د نورو څخه زیات تاوانونه او زیانونه ورته رسیدلي دي.

د فراه ولایتي سکرتریت د جګړې له قربانیانو سره د همغږۍ کمیټې مسؤل عبدالجبار جبران د خلکو د ژوند پر بیلابیلو اړخونو د جګړې پر اغیزو خبرې وکړې.

د فراه ولایتي سکرتریت د مشورتي بورد غړي او د فراه ولایت د معلولینو د ټولنې مسؤل انجینیر ضیا‌ء الدین نورزي د معلولیت لرونکیو کسانو پر ژوند د جګړې او سولې پر اغیزو او د سولې مذاکراتو له بهیر څخه د فراه ولایت د معلولینو د غوښتنو په اړه خبرې وکړې .

وروسته بیا د فراه ولایتي سکرتریت د مشورتي بورد رئیس محمد قاسم حمیدي، په هېواد کې سولې ته د رسیدو لپاره د بنسټیزو اړتیاوو او په ځانګړي ډول اوربند په اړه، چې د فراه ولایت د ټولو ځوانانو غوښتنه ده، خبرې وکړې او د جګړې ښکیلو اړخونو څخه یې غوښتنه وکړه، چې ژر تر ژره دې پر اوربند هوکړه وکړي.

په پای کې د فراه ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت رئیس محمد عوض دانیال، تر هرڅه وړاندې یې د هېواد پر نړیوال باور د اقتصادي، ټولنییز، سیاسي او جګړو اغیزو او د جګړو له امله د ملي او نړیوالو فرصتونو د لاسه ورکولو په اړه خبرې وکړې او وروسته یې پروګرام را ټول او د اوربند پر ټینګیدو، د سولې خبرو پر چټکتیا او د سولې مذاکراتو په بهیر کې د ځوانانو ریښتینې ونډه او ګډون د ځوانانو په ځانګړي ډول د فراه ولایت د ځوانانو درې بنسټیزې غوښتنې وګڼلې. نوموړي په پای کې یو ځل بیا د فراه ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې پریکړه لیک د مواردو پلي کیدو ټینګار وکړ.


په درنښت

د فراه ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت

د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ

د ۱۴۰۰ د غويي ۲۹/ د ۲۰۲۱ د مې ۱۹

په ختیځو ولایتونو کې د جګړې له شدت څخه د ختیځو ولایتونو د ځوانانو اندیښنې

مطبوعاتي کنفرانس – ننګرهار

 ختیځو ولایتونو په مختلفو ولسوالیو کې د جګړې د شدت په تړاو د ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان ځوانانو ګډه ناسته


د ننګرهار، لغمان کونړ او نورستان ولایتونو یو شمېر ځوانانو د شنبې په ورځ د ۱۴۰۰ لمریز کال د غويي میاشتې په ۲۰ نیټه، چې د ۲۰۲۱ زیږدیز کال د مې ۱۰ سره برابره ده، د « د ختیځو ولایتونو په مختلفو ولسوالیو کې د جګړې د شدت په تړاو د ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان ځوانانو ګډه ناسته» ترسرلیک لاندې مطبوعاتي کنفرانس جوړ کړ. د دې ناستې ګډونوالو د اختر په ورځو کې د اوربند له اعلانیدو څخه هرکلی وکړ او د اوربند پر دوام او جګړې پایته رسیدو یې ټینګار وکړ.

په دې ناسته کې د اړیکو د ګروپ رئیس محمد سنګر امیرزاده او د اړیکو د ګروپ د مشرتابه غړی او د ځوانانو پارلمان مرستیال اقبال سخي د جګړې له شدت او تعارضي بریدونو څخه اندیښنه څرګنده کړه او د خبرو او سیاسي هوکړو له لارې د شته کړکیچ پر حل یې ټینګار وکړ.

استاد لطیف الله قمري او سیاسي فعالا نور آغا ځواک په ننګرهار کې د جګړې وضعیت او د وروستیو جګړو څخه د راټوکیدلو زیانونو او د جګړې له ښکیلو اړخونو څخه د ننګرهار د ځوانانو غوښتنو په تړاو خبرې وکړې او د جګړې له اړخونو څخه یې وغوښتل، څو پر یو بل بریدونه پایته ورسوي او د خبرو له لارې دا جګره پایته ورسوي.

د افغانستان د ځوانانو د پارلمان غړی حنیف الله شهاب پشه یي او د ننګرهار د جرګې جوړولو کمیسیون غړی دیدار صافي په لغمان ولایت د جګړې وضعیت او په ځانګړي ډول د دې ولایت پر څو ولسوالیو د تعارضي بریدونو او د خلکو نا څرګند وضعیت په اړه یې خبرې وکړې.

د کونړ د ځوانانو عالي شورا غړی استاد راحت الله صافي، په کونړ کې د جګړې وضعیت په اړه خبرې وکړې او جګړې له امله ولسوالیو نه ښارونو ته د غځیدلو لارو تړل کیدو او د ختیځ په بیلابیلو ولسوالیو وروستي بریدونو په اړه اندیښنې څرګندې کړې.

د نورستان د ځوانانو د سراسري شورا مسؤل داکتر نجم الدین نورستاني په هېواد کې په ځانګړي ډول په ختیځو ولایتونو کې د جګړې وضعیت له امله د اندیښنو څرګندولو

ترڅنګ، د جګړې له ښکیلو اړخونو وغوښتل، څو دا بریدونه پایته ورسوي.

په پای کې فاطمه سبا، د ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان د ځوانانو مطبوعاتي کنفرانس پریکړه لیک ولوست، چې په لاندې ډول دی:

د ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان د ځوانانو مطبوعاتي کنفرانس #اعلامیه

په ډیرې خواشینۍ سره په دې وروستیو کې په ټول هېواد کې به ځانګړي ډول د ختیځو ولایتونو ( ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان) په بیلابیلو ولسوالیو په ځانګړي ډول د لغمان په یو شمېر ولسوالیو کې تعارضي بریدونو شدت اخیستی دی. دا وضعیت زموږ عام او بې دفاع وګړيو ته سخت زیانونه اړولي دي او هره ورځ د دې جګړې قرباني کیږي. موږ د ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان ځوانان د دې وضعیت له دوام څخه په جدي ډول اندیښنه لرو او د لاندې مواردو غوښتنه کوو:

۱. موږ د ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان ځوانان د طالبانو لخوا د اختر درې ورځنۍ اوربند څخه د هرکلي ترڅنګ د طالبانو له تحریک څخه غواړو، څو د سولې خبرو او په هېواد کې د جګړې پایته رسیدو لپاره د ښه نیت څرګندولو په موخه، د اختر له ورځو وروسته دایمي اوربند او یا هم لږ تر لږه د پایلې ته د سولې خبرو رسیدو پورې څو میاشتینی اوربند اعلان کړي.

۲. موږ د طالبانو له تحریک څخه په جدي ډول غواړو، څو د خبرو میز ته را وګرځي او د دې ناورین د پایته رسیدو لپاره، سوله ایزه او د سیاسي هوکړو لارې غوره کړي. ځکه د افغانستان ټول خلک له دې وضعیت څخه ستړي دي او هره ورځ قرباني ورکوي.

۳. موږ د جګړې له دواړو اړخونو (افغان حکومت ا و طالبانو) څخه غواړو، څو له تعارضي بریدونو څخه لاس په سر شي او پایلې ته د سولې مذاکراتو رسیدو پورې د یو بل د واک لاندې سیمو د لاندې کولو هڅه و نکړي.

۴. له دواړو غاړو نه غواړو، څو د درنو وسلو لکه له توپونو څخه ګټو اخیستلو او د هغه سیمو له بمباریو څخه ډډه وکړي، چې په کې د ملکي خلکو د له منځه تللو امکان موجود وي او د عامو خلکو د له منځه تللو لامل نشي.

۵. خلک د لویو لارو د تړل کیدو له امله ستر زیانونه ګاللي دي او ګالي، موږ له حکومت او طالبانو څخه غواړو، څو ښارونو ته د ولسوالیو غځیدلې لارې، چې د جګړې له امله د خلکو پر مخ تړل شوي، پرانیستي وساتي.

۶. موږ د ختیځو ولایتونو له دیني عالمانو او سیمه ایزو مخورو څخه غواړو، څو له حکومت او طالبانو سره د ختیځو ولایتونو بیلابیلو ولسوالیو باندې د تعارضي بریدونو دریدو په موخه خبرې وکړي، څو عام وګړي د دواړو اړخونو د جګړې قرباني نه شي.

۷. موږ د ختیځو ولایتونو ځوانان د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ او غم شریکی ترڅنګ، د کابل د سیدالشهدای ښونځی او د لوګر برید په کلکه غندو او هغه یو ترهګریز، غیر انساني، او غیر اسلامي عم ګڼو.

۸. موږ له طالبانو څخه کلکه غواړو، څو په ټول هېواد کې لکه لغمان، بغلان، فراه، هلمند، کندهار او نورو ولایتونو کې خپل پیل شوي تعارضي بریدونه، باید ودروي. هره ورځ زرګونه کسان چې په کې ماشومان، ښځې او بې ګناه خلک شامل دي، د دې جګړې په پایله کې قرباني او یا هم د خپلو کورونو پریښودلو ته اړ کړي، دا وضعیت یوازې او یوازې د افغانستان خلکو ته زیان اړوي او سولې ته رسیدو ته موږ لیري کوي. موږ په دې باور یوو، چې په هېواد کې د ناورین پایته رسیدو لپاره یوازینۍ لار، د سولې خبرې او سیاسي هوکړې دي.


په درنښت

د ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان

د ننګرهار ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت ( د مطبوعاتي کنفرانس همکار)

ننګرهار- افغانستان

د ۱۴۰۰ کال د غويي ۲۰ / د ۲۰۲۱ کال د مې ۱۰

د جګړې له شدت څخه د بشري ناورین له رامنځته کیدو اندیښنې

د جګړې له شدت څخه د بشري ناورین له رامنځته کیدو اندیښنې


د پکتیا ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت، د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ په مرسته، د دوشنبې په ورځ د ۱۴۰۰ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۴، چې د ۲۰۲۱ زیږدیز کال د جون میاشتې له ۱۴ سره برابره ده، د جګړې د شدت له امله د بشري ناورین له رامنځته کیدو  څخه د اندیښنې تر سرلیک لاندې رسنیزه ناسته جوړه کړه.

د ناستې په پيل کې د پکتیا ولايتي سکرتريت رئيس سېد جمال‌الدين اصف خېل وويل، د جګړې د شدت له امله د پکتيا-پکتيکا لويې لارې په شمول، مرکز ګردېز ته د دې ولایت د نهو ولسواليو غځېدلې لارې تړل شوي دي.

نوموړی نيوکه کوي چې امنيتي چارواکي د جګړې مديريت کولو په موخه له پوځي تکتيکونو کار نه اخلي او دا د دې لامل شوي چې وسله‌وال طالبان يو شمېر سيمې تر خپلې ولکې لاندې کړي.

اصف خېل ټينګار کوي چې د پکتيا ولايتي چارواکي دې هم په دغه ولايت کې امنيتي وضعيت په اړه حقايق په لوړه کچه له مسوولانو سره شريک کړي.

په همدې حال کې د پکتيا ولايتي سکرتريت د جګړې د قربانيانو کميټې مرستيال اجمل مسعودزی شته وضعیت ته په کتو، په دغه ولايت کې، د احتمالي بشري ناورين د رامنځته کېدو خبرداری ورکوي.

نوموړی وايي، که د امنيتي وضعيت مديريت ته سمه پاملرنه ونه شي نو په پکتيا کې د بشري ناورين د رامنځته کېدو ډېر احتمال شته.

د پکتیا ولایتي سکريت د څارنې پلاوي غړی ظاهر خان انګار بيا له چارواکو وغوښتل، چې ژر تر ژر ه دې د جګړې له امله له بې ځايه شويو کورنيو سره د لومړنيو توکو مرسته وکړي.

د کنفرانس په پای کې د پکتیا د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولايتي سکرتريت د اړيکو کمیټې مسوول دين محمد همت پرېکړه‌ليک ولوست چې په لاندې ډول دی:

۱: له څو ورځو راهيسې پکتيا کې شديدې جګړې روانې دي چې له امله يې مرکز ګردېز او ځينو نورو سيمو ته نږدې درې زره کورنۍ راکډه شوي دي او دا مهال دغه کورنۍ د ژوند سختې شيبې تېروي او له ناوړه حالت سره مخ دي.

۲: د جګړو له امله له بې ځايه شويو کورنيو سره تر دې دمه د هېڅ ارګان او ادارې له لوري د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې نه ده شوي. دې حالت موږ اندېښمن کړي يوو او که چېرې پر وخت ورسره مرسته ونه شي نو له سختې لوږې او بېلابېلو ستونزو سره به مخ شي.

۳: دې ته پام چې په جګړې کې لا هم ډېرې کورنۍ بندې پاتې دي او کرونا وېروس هم په شددت سره خورېږي، د جګړې له ښکېلو خواوو څخه جدي غوښتنه کوو چې د بشري ناورين د نه رامنځته کېدو په موخه دې د ملکي وګړو ژوند خونديتوب ته پام وکړي، جګړه دې ودروي او د خلکو کورونه دې د جګړې سنګر نه ګرځوي.

۴: زرمت، روحاني بابا، احمد ابا، سېد کرم، ميرزکه، اريوب ځاځي او د مرکز ګردېز په ځينو سيمو کې ډېری کورنۍ له خپلو کورونو بې ځايه شوي، طبيعي پېښو ته د رسېده‌ګۍ په چارو کې د دولت وزارت بهرنيو خېريه سازمانونو، پر الکوزي شرکت او پر ملي پانګوالو غږ کوو چې له يادو کورنيو سره ژر تر ژره همکاري پيل کړي.


په درنښت

د رسنیو  او ویاندوی دفتر

د سولې لپاره د ځوانانو د  اړیکو ګروپ

د پکتیا د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت

مطبوعاتي کنفرانس – پکتیا

مطبوعاتي کنفرانس - پکتیا


د پکتیا ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت او د دې ولایت یو شمېر ځوانانو د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ په مرسته د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د غويي میاشتې په ۱۲ نیټه، چې د ۲۰۲۱ زږدیز کال د مې میاشتې له ۲ سره برابره ده، د « د جنګ ښکیلې غاړې دې د خبرو میز نه مه په شا کیږي» تر سرلیک لاندې خبري ناسته جوړه کړه.

د دې ناستې ګډونوالو د جګړې پر پایته رسیدو، اوربند او د بهرنیو ځواکونو له وتلو وړاندې د سولې هوکړو باندې ټینګار وکړ.

جمال الدین آصف خیل وايي، چې دواړه خواوې، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له بشپړ وتلو مخکې باید هوکړې ته ورسوي، که چیري داسې ونشي، نو د کورنۍ جګړې د پیلیدو امکان شته.

خواجه الدین حق بیان د جګړې له ښکیلو خواوو وغوښتل، څو په هېواد کې د جګړې پایته رسیدو لپاره باید هڅې وشي.

په همدې حال کې احمد شاه احمدزی په هېواد کې د اوربند پر ټینیګدو د ټینګار ترڅنګ زیاتوي، چې د سولې شته فرصت څخه باید اعظمي ګټه واخیستل شي.

اوگل روحانی، عبدالمجید رنجبر او حضرت نبي شیرزی وايي،  چې د افغانستان خلک د جګړې غوښتونکي نه بلکې د سولې غوښتونکي دي او د هغوی دا غوښتنه باید ومنل شي.

په پای کې، د دې ناستې ګډونوالو د یوه پریکړه لیک په جوړولو سره، د اوربند، د سولې خبرو د دوام، د خبرو اترو میز ته د بیا را ګرځیدو او اورکم غوښتنه وکړه.

د پکتیا د ځوانانو او د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې د ولایتي سکرتریت #پرېکړه لیک:

موږ د پکتیا یو شمېر مدني فعالان او د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت د « د جنګ ښکیلې غاړې دې د خبرو میز نه مه په شا کیږي» تر سرلیک لاندې خبري ناسته د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ په مرسته جوړه کړه او په لوګر کې وروستی برید د غندلو ترڅنګ پر لاندې مواردو ټینګار کوو:

۱.   د تېرو غونډو او خبري کنفرانسونو په تعقیب او ټينګار سره  یو ځل بیا د جنګ د ښکېلو غاړو غواړو چې په هېواد کې روانې جګړې ته سیاسي حل لار پیدا کړي او اوسني جنګ ته د پای ټکی کېږدي.

۲داچې ۴۰ کاله وروسته د سولې لپاره ښه فرصت پیدا شوی موږ د افغانستان حکومت ،طالبانو او د امریکا متحده ایالاتو غواړو چې په دې تاريخي فرصت کې د افغانستان کشاله حل کړي.

۳تېرو شلو کلونو جګړې دا وښوده چې په زور سره هېڅوک واک ته نه شي رسېدی د طالبانو له تحریک، افغان حکومت او د امریکا متحده ایالاتو  غواړو چې د دې طلايي فرصت ګټه واخلي، د خبرو میز ته کښېني او د سولې مذاکراتو ته د دوام ورکړي.

۴. د ترکيې ناسته د سولې لپاره یو ښه فرصت دی. طالبان او افغان حکومت دې دا موقع مه خطا کوي په یاده ناسته کې د برخه واخلي.

۵. په هېواد کې روان تاوتریخوالي د منلو نه دی موږ د جنګ د ښکېلو غاړو غواړو چې د روژې مبارکې میاشتې او د کوچني اختر په درناوی اوربند یا کم ترکمه اور کم وکړي.

۶. نړیواله ټولنه د امریکا متحده ایالات د سیمې او ګاونډي هېوادونه دې په افغان حکومت او طالبانو فشار راوړي چې نوره جګړه ودروي او سوله وکړي.

۷. د لوګر په څېر لوی بریدونه ملکي افغانانوته د مرګ ژوبلې پرته بله ګټه نلري او د سولې روانو خبرو ته سخت زیان اړوی.

۸. طالبان دې، یو سیاسي جوړ جاړي ته حاضر شي. هر ډول نظام چې دوی یې غوښتنه کوي له افغانانو سره شریک کړي څو بحث پرې وشي او د افغانستان  ستونزې ته د حل لار پیدا شي.


و من الله توفیق

د ۱۴۰۰ لمریز کال د غويي (ثور)  ۱۲ / د ۲۰۲۱ کال د مې ۲

د پکتیا ځوانان او د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت

ګردیز – پکتیا – افغانستان

جګړه بنده کړئ، افغانان سوله ایز ژوند ته اړتیا لري – لاریون پکتیا

جګړه بنده کړئ، افغانان سوله ایز ژوند ته اړتیا لري


د پکتیا ولایت یو شمېر اوسیدونکي، مدني، اجتماعي او سیاسي فعالان او د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت د ۱۴۰۰ کال د غبرګولي میاشتې په ۲۶ نیټه، چې د ۲۰۲۱ زیږدیز کال د جون میاشتې له ۱۶ سره برابره ده، د دې ولایت په مرکز ګردیز ښار کې د یوه لاریون په ترسره کولو سره یې په هېواد کې د جګړې له شدت څخه اندیښنه څرګنده کړه، او هغه یې افغان وژنه وګڼله.

د پکتیا ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت رئیس سید جمال الدین آصف خیل په هېواد کې د جګړې له شدت څخه اندیښنه څرګنده کړه او د جګړې له ښکیلو اړخونو څخه یې وغوښتل، څو روانې جګړې ته د پای ټکی کیږدي او د افغانستان کشاله د خبرو له لارې هواره کړي.

د پکتیا ولایتي سکرتریت د جګړې له قربانیانو سره د همغږۍ کمیټې مسؤل اصغر مجرم ځاځی او  د پکتیا ولایت مدني فعال قمرالدین لیوال په پکتیا مرکز ګردیز سره د ولسوالیو د غځیدلو لارو له تړل کیدو اندیښنه څرګنده کړه او د جګړې له ښکیلو اړخونو یې وغوښتل، څو د هېواد عامه بنسټونو ته زیان و انه ړوي او د روغتنونو او ښوونیزو بنسټونو په ګډون ټولو عامه بنسټونو ته د فعالیت اجازه ورکړل شي.

د پکتیا ولایتي سکرتریت د مشورتي بورد مسؤل خالد ځدران په هېواد کې د روانې جګړې قربانیانو ته په اشارې وویل، چې د جګړې یوازیني قربانیان افغانان دي او له څلور لسیزو را هیسې افغانان قرباني ورکوي، نوموړي همدارنګه پر حکومت او طالبانو غږ وکړ، څو اوربند وکړي.

د پکتیا ولایتي سکرتریت د څارنې پلاوې غړی ظاهر خان انګار په پکتیا ولایت کې د جګړې له شدت او زیاتوالي څخه اندیښنه څرګنده کړه او د جګړې پر ښکیلو اړخونو یې غږ وکړ، څو له هر ډول ځنډ پرته جګړه پایته ورسوي.

نوموړی همدارنګه خبرداری ورکوي، که چیري ورته وضعیت په دې ولایت کې دوام وکړي، نو ستر بشري ناورین به رامنځته شي.

همدا ډول د پکتیا ولایت او سیدونکی سید یار محمد د افغانستان له حکومت او طالبانو له تحریک او نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل څو په افغانستان د اوربند، سولې او ټیکاو راوستلو لپاره ریښتیني هلې ځلې وکړي.

#پرېکړه‌لیک

د پکتیا ولایت  د یو شمېر اوسیدونکيو، مدني، ټولنییز او سیاسي فعالانو او د نوي نسل او ځوانانو د  سولې جرګې د ولایتي سکرتریت د ۱۴۰۰ کال د غبرګولي ۲۶ نیټې د لاریون پرېکړه لیک:

۱-موږحق لرو څو په سوله او سوله ایزه فضا کې ژوند وکړو. موږ د جګړې د ښکېلو خواوو څخه کلکه غوښتنه کوو، څو له هر ډول ځنډ پرته جګړه ودروي او د سولې لاره غوره کړي.

۲-د افغانستان ستونزه د جګړې د لارې نه حل کېږي، موږ په افغانستان کې د جنګ له ښکېلو اړخونو غواړو، څو د هېواد روان بحران ته سیاسي  او دایمي حل لار پیدا کړي.

۳- د پکتیا ولسونه د جګړو له امله د لویو لارو د تړل کېدو په وجه ستر زیانونه وګالل او ګالي يې، موږ له حکومت او طالبانو څخه غواړو څو ښارونو ته د ولسوالیو غځېدلې لارې بندې نه کړي او د خلکو پرمخ پرانستې وساتي.

۴- د عامه تاسیساتو ورانول د هېواد د ورانولو په مانا دی، موږ د وسله والو طالبانو غواړو چې د عامه ځایونو او تاسیساتو د خوندېتوب لپاره جدي پاملرنه وکړي او خوندې يې وساتي.

۵- موږ د وسله والو طالبانو، افغان حکومت او امریکا د متحده ایالاتو څخه جدي غوښتنه کوو، چې د سولې روان بهیر دې بریالی کړي او شته فرصت د نه ضایع کوي.

۶- د نړۍ، د سیمې او ګاونډي هېوادونه دې د افغانستان جنګ نور د خپلو ګټو لپاره مه  اوږدوي، چې  دا اور به له یوې خو افغانانو ژوند واخلي او له بل لوري به دا جنګ اخیر د دوی هېوادونو ته  هم وغځېږي  او د دغه جنګ اخیري قربانیان به  نړیوال وي.


په درنښت

د پکتیا ولایت یو شمېر اوسیدونکي، مدني فعالان، د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ او د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت

۲۶د ۱۴۰۰ کال د غبرګولي ۲۶ / د ۲۰۲۱ کال د جون ۱۶

پکتیا – ګردېز-  افغانستان

مطبوعاتي کنفرانس – کندز

 

د سولې خبرو اترو د ځنډېدو او جګړې ډېریدو په اړه د کندوزي ولسونو اندیښنې  


د کندز ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت او د دې ولایت یو شمېر ځوانانو د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ په مرسته د ۱۴۰۰ لمریز کال د غويي میاشتې په ۱۳ نیټه، چې د ۲۰۲۱ زږدیز کال د مې میاشتې له ۳ سره برابره ده،  « دسولې خبرو اترو دځنډېدو اوجګړې ډېریدو په اړه د کندوزي ولسونو اندیښنې» تر سرلیک لاندې خبري ناسته جوړه کړه.

 د کندز د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې د جوړولو کمیسیون مسؤل سید غفور هاشمي، د قومونو پر یوالي او اتحاد ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې سولې ته د رسېدو لپاره اتحاد او يووالي ته اړتیا ده، او د افغانستان ټول قومونه باید سره یو موټی شي.

د کندز د جرګې د جوړولو کمیسیون او د ځوانانو د پارلمان غړی عبدالستار شمال، د خاور ټلویزیون مسؤل او د جرګې جوړولو کمیسیون غړی شهباز صابري او د احمدزیو ځوانانو د ټولنې مسؤل او د جرګې غړی میرویس احمدزی وايي، چې په هېواد کې د سولې ټينګښت لپاره باید ریښتینې هڅې وشي. خلک او د سیمې هېوادونه نه باید د سولې په بهیر کې ناوړه لاسوهنه وکړي.

د جرګې غړی عصمت الله بنیاد او د کندز د جرګې غړی عبدالخلیل وردگ د جګړې پر پایته رسیدو ټینګار کوي او زیاتوي، چې د افغانستان جګړه د دې هیواد پر خلکو تپل شوې، او ډیری قربانیان يي ښځې او ځوانان دي، نور باید دغه جګړه پای ته ورسېږي.

عزیزه امیني د جرګې غړی او د پوهنتون استاد محمد عمر کندزي، د رجا ټولنې مسؤل او د جرګې غړی محمد زبیر قریشي د چهار درې د ځوانانو د عالي شورا مسؤل او د کندز د جرګې غړی محب الله محب د مذاکراتو پر دوام، د سیاسي حل لارو له لارې د ستونزو حل، د تلفاتو او تاوتریخوالي مخنیوي او د سولې ټينګښت په برخه کې د ځوانانو هڅو په اړه خبرې وکړې.


په درنښت

د اړیکو ګروپ د رسنیو او ویاندوی دفتر

د کندز د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت

کندز-افغانستان

مطبوعاتي کنفرانس – بدخشان

 د افغانستان د سولې خبرو په بهیر کې د ځنډ په هکله د بدخشان ځوانانو اندېښنې


یو شمېر ځوانان، د جرګې غړي او د بدخشان ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې سکرتریت مطبوعاتي کنفرانس «د افغانستان د سولې خبرو په بهیر کې د ځنډ په هکله د بدخشان ځوانانو اندېښنې» تر عنوان لاندې مطبوعاتي کنفرانس د روان کار د ۱۴۰۰ هـ.ل غوايي په ۱۳ د ۲۰۲۱ د مې ۱۳ نېټه د دوشنبې په ورځ پدې ولایت کې جوړ شو.

د بدخشان ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت رهبري غړي سید نورالله باعث، عبدالبشیر دقیق او صیاد نبي زاده د سولې خبرو کې په ځنډ اندېښنه وښوده وایې، چې مونږ تمه لرو د سولې په بهیر کې د جګړې ښکېل اړخونه بهانې او وخت تلفي ته د پای ټکی کيږ دي.

د جرګې سکرتریت رهبري غړې شبنم شایګان وایې: تر سولې وروسته حکومت د ښځو حقونو د تامین لپاره نړۍ وال تضمین شتون ونلري، د افغانستان د خلکو ټولې لاسته راوړنې به له جدي خطرونو سره مخ شي.

د جرګې د سکرتریت د رهبري بورډ غړې اصفه کریمي وایې، چې د حکومت او طالبانو د مذاکراتي ټیم هئیت ترمنځ د سولې خبرو اوږدې وقفې ترڅنګ د افغانستان د ښځو لپاره د امریکا طرحه هم مایوس کوونکې ده؛ پدې طرحه کې د ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره هېڅ روښانه تضمین او حل لاره شتون نلري.

ژورنالست او مدني فعال سمیع الله سیحون، سیاسي فعال صدیقي لعلزاد، د ښځو حقونو فعالې لینا شیرزاد، ژورنالست محب الله سیدي، د بدخشان مدني فعال صبرالله ثاقب او د دې ناستې نورو ګډونوالو د سولې د خبرو پر دوام، د فرصتونو په نه ضایع کولو او د سیاسي لویې اجماع په جوړېدو یې تاکید وکړ.


درنښت

د اړیکو ګروپ د رسنیو او ویندوی دفتر

د بدخشان ولایت د نوي نسل او ځوانانو ولایتي سکرتریت

۱۴۰۰ د غوايي ۱۳- ۲۰۲۱ د مې ۳


مطبوعاتي کنفرانس – خوست

د ترکیې غونډه د افغانستان د غميزې د پای لپاره ښه فرصت دی


د خوست ولایت یو شمېر ځوانان، د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې او سکرتریت غړي د ۱۴۰۰ لمریز کال د غويي میاشتې په ۱۵ نیټه، چې د ۲۰۲۱ زیږدیز کال د مې میاشتې له ۵ نیټې سره سمون لري، په خوست کې «د ترکیې غونډه د افغانستان د غميزې د پای لپاره ښه فرصت دی» تر سرلیک لاندې مطبوعاتي کنفرانس جوړ کړ.

د خوست د نوي نسل او ځوانانو د سولې ولایتي سکرتریت طاهر جان خیال، د رسنیو او ویاندوی کمیټې مسؤل زرولي خوشنود، د اړیکو د کمیټو مسؤل علي شاه آماده، د جګړې له قربانیانو سره د همغږۍ کمیټې مسؤل اختر ګل وفا او د ولایتي سکرتریت د رهبري بورد غړی محمد ایوب حقمل، په هېواد کې د سترو خونړیو پیښو په ځانګړي ډول د لوګر خونړۍ پيښې او په ټول هېواد کې د هدفي وژنو د غندلو ترڅنګ، د افغانستان د سولې بهیر او بین الافغاني مذاکراتو په تړاو یې خپلې غوښتنې او اندیښنې شریکې کړې.

د ترکیې ناستې او سولې مذاکراتو په تړاو

د خوست ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې ولایتي سکرتریت مطبوعاتي #اعلامیه

د خوست ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه، چې د ۱۳۹۹ لمریز کال د کب میاشتې په ۱۴ نیټه د دې ولایت د سلګونه ځوانانو په ګډون جوړه شوې وه، د هېواد د سولې په بهیر کې د خوست د ځوانانو بې ساري ډله ایز خوځښت پیل وو. د سولې په تړاو د خوست د ځوانانو د مخکینیو فعالیتونو په دوام، د خوست ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ په مرسته جوړ شو.

د خوست ولایت ځوانان او د دې ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت، په هېواد کې د سترو بریدونو په ځانګړي ډول د لوګر ولایت خونړی برید او په د افغانستان په ګوټ ګوټ کې هدفي وژنې په کلکو ټکو غندي او د هېواد د سولې بهیر په تړاو خپلې غوښتنې او اندیښنې په لاندې ډول بیانوي:

۱. سوله د ټولو افغانانو یوه ملي غوښتنه او ضرورت دی او بدون د سیاسي جوړجاړې د افغان کشالې حل ناممکن بریښي بناً د خوست ولایت ځوانان او د دې ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې غړي، د جګړې له ښکیلو اړخونو غوښتنه لري چې یو ځل بیا، د سولې درولي خبرې بدون له کومه ځنډه بیا پیل او هیڅ لوری د سولې له مذاکراتو تېښته ونکړي، څو افغانان خپلو کې یو سوله ییز ،سیاسي او بنسټیز حل ته ورسیږي.

۲موږ د جګړې له ټولو ښکیلو اړخونو (وسله وال طالبانو، افغان حکومت او امریکا ) څخه غواړو، څو پایلې ته د سولې خبرو رسیدو لپاره هڅې وکړي او د ترکیې کنفرانس چې د افغان کشالې د سیاسي حل او غمیزې د پای لپاره د یو ښه فرصت دی فعاله برخه واخلي.

۳.   څنګه چې پوهیږو د افغان حکومت لخوا د سولې مزکراتو په ټاکل شوي مزکراتي پلاوي کې د لویې پکتیا، خصوصاً د خوست ولایت خلکو ونډه کم رنګه ده. موږ پر افغان حکومت غږ کوو، چې د سولې په مذاکراتي ډله کې د خوستوالو ونډه د هغوی نفوس او په جرګو او مرکو کې د هغوی بارز رول ته په کتو ور زیاته کړي.

۴. ځوانان د سولې لپاره د ښې ارادې ترڅنګ د ښو طرحو له اړخه هم د یوې قوي ارادې څښتنان دي. دوی د سوله ییز فکر پر بنیاد مؤثر نظریات وړاندې کولای شي، نو د دې لپاره چې د سولې روانې هڅې ټول شموله وي، او موږ ژر یوې پایلې ته ورسیږو؛ د خوست ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې غړي د نړیوالو ټولنې څخه غواړي چې، د سولې په روانو هڅو کې د افغان ځوانانو ونډه ور زیاته کړي.

ومن الله التوفیق

په درنښت

د اړیکو د ګروپ د رسنیو او ویاندوی دفتر

د خوست ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت

خوست – افغانستان

د ۱۴۰۰ کال د غويي ۱۵ / د ۲۰۲۱ کال د مې ۵

مطبوعاتي کنفرانس -بغلان

 

د جګړې زیاتیدو او د سولې مذاکراتو ناڅرګند وضعیت په تړاو د بغلان د ځوانانو اندیښنې


د بغلان ولایت یو شمېر ځوانان، د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې غړي او سکرتریت د سې شنبې په ورځ د ۱۴۰۰ لمریز کال د غويي میاشتې په ۱۴ نیټه، چې د ۲۰۲۱ کال د مې له ۴ سره برابره ده، په بغلان ولایت کې « د جګړې زیاتیدو او د سولې مذاکراتو ناڅرګند وضعیت په تړاو د بغلان د ځوانانو د اندیښنو»  تر سرلیک لاندې مطبوعاتي کنفرانس جوړ کړ.

د بغلان د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت د مشورتي بورد مسؤل احمد فواد فروغ، سیاسي سلاکار عبدالله قادري، د رسنیو کمیټې مسؤلې آریانا پارسي، د رسنیو کمیټې مرستیال محمد عالم بارکزي، او د رسنیو کمیټې غړې آمنه وردک د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او خپلې اندیښنې یې په هېواد کې د جګړې او تاوتریخوالي زیاتیدو او د سولې بهیر نا څرګند وضعیت په تړاو څرګندې کړې.

د جګړې زیاتیدو او د سولې مذاکراتو ناڅرګند وضعیت په هکله د بغلان د ځوانانو د اندیښنو په تړاو

د بغلان ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت مطبوعاتي کنفرانس #اعلامیه

د بغلان د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت د بغلان د جرګې په دوام، چې د ۱۳۹۹ لمریز کال د مرغومې میاشتې په ۸ نیټه د دې ولایت د سلګونه ځوانانو په ګډون جوړه شوې وه، د سولې په بهیر کې د دې ولایت د ځوانانو د ګډ غږ په توګه رامنځته شوی دی.

موږ د بغلان ولایت یو شمېر ځوانان او د بغلان ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې او ولایتي سکرتریت غړي د جګړې او تاوتریخوالي زیاتیدو او د سولې خبرو د نا څرګند وضعیت په اړه خپلې اندیښنې څرګندوو او د لاندې مواردو غوښتونکي یوو:

۱. د جګړې پایته رسیدو او د پایلې ته د سولې خبرو رسیدو لپاره طالبان باید د مذاکراتو  میز ته را وګرځي او شخړې د خبرو او هوکړو له لارې حل کړي.

۲. د ترلاسه شویو فرصت څخه باید د خبرو دواړه خواوې ګټه واخلي او روانې جګړې ته د پای ټکی کیږدي.

۳. د طالبانو له تحریک څخه غواړو، څو د دواړه ښکیلو خواوو ترمنځ د باور رامنځته کولو په موخه، ژر تر ژره اوربند اعلان کړي او خبرې په سوله ایزه فضا کې مخ ته یوسي.

۴. د مذاکراتو ښکیلې خواوې له خپلو شخصي او ډله ایزو ګټو څخه تېر شي او د خلکو د سوله غوښتلو غږونه واوري.

۵. د سولې د ټینګښت او د سولې هوکړو د ټول شموله توب لپاره باید ځوانان او ښځې په دې بهیر کې ګډون او مشارکت ولري.

۶. له دواړو اړخونو (حکومت او طالبانو) څخه غواړو، څو د سولې په خبرو کې نرمښت څرګند کړي.

۷. د افغانستان له حکومت او طالبانو له تحریک څخه غواړو، څو د خبریالانو، مدني فعالانو او دیني عالمانو هدفي وژنو مخنیوی وکړي.

۸. له ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو څخه غواړو، څو سولې ته د رسیدو لپاره د افغانستان له خلکو سره په ریښتیني ډول مرسته وکړي او پایلې ته د افغانستان د سولې بهیر رسیدو لپاره له خپلو اغیزو څخه ګټه واخلي.


په درنښت

د اړیکو د ګروپ د رسنیو او ویاندوی دفتر

د بغلان ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت

سه شنبه، د ۱۴۰۰ کال د غويي ۱۴  - د ۲۰۲۱ کال د مې ۴

بغلان-افغانستان