مطبوعاتي کنفرانس – جوزجان

مطبوعاتي کنفرانس - جوزجان

د جګړې له شدت او د سولې مذاکراتو نا څرګند بهیر څخه د جوزجان د خلکو اندیښنې


د جوزجان ولایت یو شمېر ځوانان، د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې غړي او د جرګې ولایتي سکرتریت، د دوشنبې په ورځ د ۱۴۰۰ لمریز کال د غويي میاشتې په ۲۰ نیټه، چې د ۲۰۲۱ کال د مې له ۱۰سره سمون خوري، « د جګړې له شدت او د سولې بهیر نا څرګند وضعیت په اړه د جوزجان ولایت د خلکو اندیښنې » تر سرلیک لاندې مطبوعاتي کنفرانس جوړ کړ.

د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ د رهبري غړی حمید الله مسرور د درې ورځني اوربند له اعلان څخه د هرکلي ترڅنګ زیاته کړه، چې په هېواد کې د دایمي اوربند ټینګښت لپاره هڅه وشي.

د جوزجان ولایتي سکرتریت د رهبري بورد رئیس جاوید دوستي وايي، چې ځوانان د دې جګړې قربانیان دي او ځوانان باید هڅه وکړي، چې دې جګړې ته د پای ټکی کیږدي.

د اړیکو کمیټې مسؤل صاحب نظر نظري او د جوزجان ولایتي سکرتریت د مشورتي بورد مسؤل عبدالصبور خادم د استانبول ناسته د افغانستان د سولې لپاره ښه فرصت ګڼي او هیله لري، چې دا ناسته د افغانستان لپاره غوره پایلې ولري.

د جوزجان ولایتي سکرتریت  د څارنې پلاوې مسؤل سید رسول سادات او د جوزجان ولایتي سکرتریت د مشورتي بورد مرستیال عبدالقادر فولاد وايي، چې افغانستان د قومي کیدو خوا ته رهي دی، چې دا د سولې بهیر او ملي ګټو په زیان دی.

امین الله بابری د جنګ قربانیانو سره د همغږۍ کمیټې مسول په هیواد کې د جګړې د ډیرېدو او د جګړې د قربانیانو د وضعیت په اړه خبرې وکړې.

د مدني ټولنې فعاله ملالی غفوري او د مدني ټولنې فعاله بهشته فدا د افغانستان د خلکو ترمنځ پر یووالي او همپالنې د ټینګار ترڅنګ زیاتوي، چې د افغانستان خلک په یوه حساس پړاو کې دي او باید هڅه وشي، چې خپل اتحاد له لاسه ورنکړي

مطبوعاتي کنفرانس - جوزجان

د جګړې له شدت او د سولې مذاکراتو نا څرګند بهیر څخه د جوزجان د خلکو اندیښنو د مطبوعاتي کنفرانس اعلامیه


۱‌‌. د جوزجان ولایت خلکو د جګړې د زیاتوالي په هکله اندېښنه وښوده او له ټولو لورو څخه غواړي تر څو جګړې او وینې بهونې ته د پای ټکی کيږدي.

۲. ټول لوري د سولې د راتلو لپاره د لاسته راغلي موقع څخه ګټه واخلي او د هغې د ټینګښت لپاره هڅه وکړي.

۳. په افغانستان کې د سولې خبرې اترې د جګړې د پای ته رسولو لپاره زمینه برابره او هر څه ژر د جګړې د زیاتوالي مخنیوی وکړي.

۴. جګړه هېڅ ستونزه نشي حل کولای برعکس د جګړې د تکرار سبب کیږي او د سولې د تحقق په موخه باید غیر عملي شرطونه غاړې ته شي.

۵. د سیمې او نړۍ هیوادونه باید په افغانستان کې د دې بهیر د بریالیتوب لپاره خپلې هڅې ممکنه لوړې کچې ته پورته کړي.

۶. د حکومت او طالبانو د تحریک ترمنځ هر ډول هوکړه د ټولو افغانانو له هغې ډلې څخه د ښځو، ځوانانو او لږکیو د حقونو څخه ملاتړ وکړي.

۷. د استانبول ناستې ګډونکوونکي د سملاسي اوربند د پلي کېدو لپاره هڅه وکړي او دا هڅې په هیواد کې د سولې د تحکیم لپاره زمینه برابره او سبب شي.

۸. هر ډول تروریستي کړنې په کلکه غندو او هر یو زمونږ د هیواد د مسوول وګړي په توګه د تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره هڅه وکړو.

۹. د دواړو لورو له مذاکراتي پلاوي څخه غواړو تر څو ژر په استانبول کې د سولې مذاکراتو ناسته پیل او د افغانستان خلک د هغو مثبتې پایلې لیدونکي وي.

۱۰. د سولې مرکچیان د جوزجان ځوانانو سلا مشورو او تصمیم ته درناوی ولري او د سولې په خبرو کې طرحې په پام کې ونیسي.

۱۱د لویو لارو ناامني د جوزجان د خلکو د لویو اندېښنو څخه ده او سملاسي اوربند او سوله به د لویو لارو د امنیت سبب او پوره امنیت به ټینګ شي.

۱۲. طالبانو په خپله بیانیه کې د اختر درې ورځې اوربند اعلان کړ او مونږ دا تصمیم هیله بښوونکی او د سولې لپاره پیل ګڼو او له هغه څخه ګرم استقبال کوو.

په درنښت

د اړیکو ګروپ د رسنیو او ویاندوی دفتر

د جوزجان ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت

د ۱۴۰۰ کال د غويي ۲۰ - د ۲۰۲۱ کال د مې ۱۰