د سولې بهیر پر وړاندې د شته خنډونو په اړه د پکتیا د خلکو او ځوانانو اندېښنې

د سولې بهیر پر وړاندې د شته خنډونو په اړه د پکتیا د خلکو  او ځوانانو اندېښنې

  د اړیکو ګروپ د سکرتریت په همکاري د پکتیا ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې مسوولینو او یو شمېر د سولې فعالینو د « سولې بهیر پر وړاندې د شته خنډونو په اړه  د پکتیا د خلکو او ځوانانو اندېښنې» تر عنوان لاندې خبري ناسته تر سره شوه. دا خبري ناسته د روان ۱۳۹۹ د کب په ۶، چې د ۲۰۲۱ د فبروري ۲۴ سره برابره ده، د دې ولایت د ځوانانو او سولې فعالینو په ګډون جوړه شوه.

د خبري ناستې اعلامیه - پکتیا

د پکتیا د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه او د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ سکرتریت - پکتیا

د سولې بهیر پر وړاندې د شته خنډونو په اړه د پکتیا د خلکو او ځوانانو اندیښنې

موږ د سولې او ځوانانو یو شمېر فعالان، چې د پکتیا ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې په جرګه کې، چې د ۱۳۹۹ لمریز کال د تلې میاشتې په ۲۳ نیټه، چې د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د اکټوبر میاشتې له ۱۴ سره برابره ده، ګډون کړی. دا جرګه د سلګونه ځوانانو په ګډون د پکتیا د ځوانانو لخوا د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ په مرسته جوړه شوې وه. موږ د سولې په بهیر کې له حکومتي او شخص محوره پروګرامونو څخه بهر د نوي نسل او ځوانانو د همغږي، انسجام او واحد غږ رامنځته کولو په لټه کې یوو او د سولې د هوکړې تر پلي کیدو او په هېواد کې د جګړې تر پایته رسیدو او د سوله ایزې فضا رامنځته کیدو، ملي پخلاینې او همپالنې پورې هڅه او فعالیت کوو.

موږ د پکتیا خلک او ځوانان د جګړې د زیاتیدو او د سولې بهیر پر وړاندې د شته خنډونو په اړه، دواړو خواوو (د افغانستان حکومت او د طالبانو تحریک) او نړیوالې ټولنې څخه خپلې اندیښنې په لاندې ډول بیان کوو:

۱. د امریکا متحده ایالتونو نوې اداره باید په افغانستان کې د خبرو د دوام او جګړې پایته رسیدو په موخه، د امریکا د مخکینۍ ادارې او طالبانو ترمنځ د لاسلیک شوي تړون بیا کتنه ودروي او یا یې وروستۍ کړي.

۲. د سولې بهیر د بریالیتوب په موخه، طالبان باید د خبرو میز ته را وګرځي او اورکم او ژر تر ژره دې اوربند وکړي.

۳. موږ د پکتیا ځوانانو له سیاسي ډلو، مدني او د سولې له فعالانو څخه غواړو، څو درېیمه ډله د منځګړيتوب او فشار راوړلو په موخه جوړه او پر دواړه خواوې (حکومت او طالبان) د خبرو دوام او پایلې ته د بین الافغاني مذاکراتو رسیدو لپاره اړ کړي.

۴. طالبان دې د ښځو د حقونو د ساتنې او ملاتړ په موخه، په خپل مرکچي پلاوي کې دې ښځو ته ونډه ورکړي.

۵. موږ له حکومت او طالبانو څخه غواړو، څو د سولې په خبرو کې د نوي نسل او ځوانانو د اغیزناکه او زیات ګډون آسانتیا برابره کړي.

۶. موږ د ملي مصالحې په عالي شورا کې د ځوانانو، دیني عالمانو، ښځو، د مدني ټولنې د استازو او ناپییلې خلکو د ګډون غوښتنه کوو.

په درنښت

د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه – پکتیا

د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ سکرتریت – پکتیا

د ۱۳۹۹ د کب ۶ / د ۲۰۲۱ د فبروري ۲۴

پکتیا - افغانستان

نوی نسل او ځوانان؛ د سولې بهیر او بین الافغاني مذاکرات – کندهار

نوی نسل او ځوانان؛ د سولې بهیر او بین الافغاني مذاکرات - کندهار

د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ د ۱۳۹۹ لمریز کال د تلې میاشتې په ۲۸ نیټه، چې د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د اکټوبر میاشتې له ۱۹ سره برابره ده، په کندهار ولایت کې د یو شمېر ځوانانو او مدني فعالانو په ګډون «د سولې بهیر او بین الافغاني مذاکرات» اړوند مشورتي ناسته جوړه کړه.

په پیل کې د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ غړی محمد همدرد پروګرام پیل او زیاته یې کړه، چې د جګړې ښکیلې خواوې څخه هیڅ یو به یې ګټونکی نه وي، نو حکومت او طالبان باید په یوه فوري اوربند هوکړه او د دوحې خبرې دې مخ ته یوسي. د غونډې بل ګډونوال حافظ الله پوپل وايي، چې د جګړې ښکیل اړخونه نه باید خپل شخصي او ډله ایزې غوښتنې د بین الافغاني خبرو پر مهال پر یو بل وتپي. د بین الافغاني خبرو د اړیکو ډلې باید ژر تر ژره د خبرو کړنلاره وروستۍ او خبرې دې پیل شي. د غونډې بل ګډونوال عبدالمنان عاطف بیا وايي، چې د سولې په خبرو کې باید ملي ګټو ته لومړیتوب ورکړل شي. د غونډې په دوام کې شراف الدین شرافت، شګوفه عرفان او نورو ګډونوالو د سولې او بین الافغاني خبرو په تړاو خپل نظرونه او مشورې شریکې کړې او د سولې پر ټینګښت او جګړې پایته رسیدو باندې یې ټینګار وکړ.

د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ مشرتابه د سولې په بهیر کې د ځوانانو او نوي نسل د واحد آدرس او غږ رامنځته کولو په موخه، تر اوسه د هېواد ۲۰ ولایتونو ته سفرونه کړي او د همدې موخې لپاره یې لسګونه پروګرامونه، د سولې ولایتي جرګې، کنفرانسونه، خبري او مشورتي ناستې او لاریونونه په لاره اچولي دي.

مشورتي ناستې – کندهار

مشورتي ناستې

د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ رهبري د جلا ناستو په لړ کې د ځوانانو په عالي شورا کې د جنوب لویدیځ حوزې استازي حکمت الله صلحي، د کندهار ولایت د ملي راډیو ټلويزیون رییس نورالله نوري او د سلېمان خېلو شورا رییس شاولي سلېمانخېل سره ولیدل او د اړیکو ګروپ په فعالیتونو او په کندهار ولایت کې د نوي نسل او ځوانانو سولې جرګې د جوړېدو په څرنګوالي، چې په پام کې ده ژر جوړه شي خبرې او نظرونه شریک کړل.


د اړیکو ګروپ رهبري د کندهار ولایت مدني ځوانانو بنسټ سره وکتل

د اړیکو ګروپ رهبري د کندهار ولایت مدني ځوانانو بنسټ سره وکتل

د ۱۳۹۹ د سلواغې په ۱۸ نېټه د اړیکو ګروپ رهبري د کندهار ولایت مدني ځوانانو بنسټ سره وکتل او د  کندهار ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې د جوړېدو پرڅرنګوالي، چې په پام کې ده ډېره ژر جوړه شي، خبرې او نظرونه شریک کړل.


د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ رهبري د سولې عامه کتابون څخه لیدنه وکړه

د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ رهبري د سولې عامه کتابون څخه لیدنه وکړه

د ۱۳۹۹ د سلواغې ۱۵ د چهارشنبې په ورځ د سولې عامه کتابتون مسوول منور احمد واحدي سره وکتل او د کندهار ولایت د نوي نسل او ځوانانو  جرګې د جوړولو پر څرنګوالي، چې په پام کې ده ‌‌‌‌‌‌ډېر ژر د دې ولایت د ټولو اداري واحدونو ځوانانو په حضور کې جوړه شي، بحث او  نظرونه شریک کړل.


د جګړې ناوړه اغېزې او د سولې شته فرصتونه – هرات

 د جګړې ناوړه اغېزې او د سولې شته فرصتونه   

د جګړې ناوړه اغېزې او د سولې شته فرصتونه د هغې خبري ناستې سرلیک دی، چې د ۱۴۰۰ کال د چنګاښ په ۱۶ نېته د هرات ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت لخوا جوړه شوې وه. په دې ناسته کې ځوانانو، مدني فعالینو، د پوهنتون استادانو او رسنیو استازو ګډون کړی وو.

د هرات ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت رئیس آرش بشریار په هیواد کې د روانې جګړې په اړه خبرې وکړې. نوموړي زیاته کړه، چې تر اوسه په زرګونه کورنۍ د هرات ولایت له ولسوالیو څخه بې ځایه او خپلو کورونو پرېښوده ته اړ شوي دي.

د هرات ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت د څارنې پلاوي غړي عبدالهادي قانع په هیواد کې د ناټو ځواکونو د شتون پای په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې اوس په هیواد کې بهرني ځواکونه شتون نه لري او په هیواد کې د ناټو ځواکونو د نشتون په هکله د طالبانو شرط هم منل شوی دی، نو  په دې توګه باید د جګړې د پایته رسېدو لپاره له رامنځته شوي فرصت څخه ګټه پورته شي. نوموړي زیاته کړه، چې د هیواد په لويدیځ کې تر ۳۰ زیاتې ولسوالۍ د طالبانو په واک کې دي او په خواشینۍ سره زیات عامه او ټول ګټي بنسټونه له منځه تللي دي او د ورته وضعیت دوام، په هیواد کې موږ سولې ته له رسېدو څخه لري ساتي.

د هرات ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې سکرتریت د رهبري بورد غړې مریم ابرام د بهرنیو ځواکونو د وتلو او د افغانستان د جګړې دوام ته یې اشاره وکړه. نوموړې په هیواد کې د ښځو مخکیني تور وضعیت ته په اشارې زیاته کړه، چې د افغانستان ښځې او نجونې نه غواړي مخکیني تور وضعیت ته وګرځي او له نړیوالې ټولنې او نړیوالو بنسټونو وغوښتل، چې لومړني حقوق او په تېرو دوه لسیزو کې تر لاسه شوې لاسته راوړونې باید ضایع نشي.

د هرات ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې د سکرتریت سیاسي سلاکار عبدالله فیروزي د سولې خبرې او د هیواد راتلونکي په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې اوسني ځوانان د تېرو ۲۰ کلونو ځوانان نه دي، موږ عصري زده کړې او د تاریخ مطالعې سره نور تېر ته نه ګرځو.

د هرات ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې سکرتریت د رهبري بورد غړې ګل افروز اکبري د خلکو په ځانګړې توګه په ځوانانو د جګړې د منفي تبلیغاتو او اغېزو په هکله خبرې وکړې. نوموړې زیاته کړه د جګړې زیاتېدل، د خلکو کډه کېدل، د تلفاتو لوړېدل او د ملي بنسټونو له منځه تلل له یو لوري او د جنګي خبرونو خپرېدل له بل لوري د خلکو په روان باندې منفي اغېزې لرې او د خلکو په منځ کې وېره او ډار خپروي.

د دې ناستې په دوام د هرات ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې د سکرتریت د مشورتي بورد مسوول سید بشیر طارق، حقوقي مشاور عبدالله شهیدزاده، عبدالوحید مفکر، الهام احمدي او د دې ناستې غړو د جګړې دوام، سراسري اوربند، د ښځو حقونه او د تېرو څو کلونو لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې او خپل نظریات یې شریک کړل.

په پای کې د هرات ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې سکرتریت د مشورتي بورد غړي احمد طاهر ناب د هرات ولایتي سکرتریت رهبري له لوري جوړ شوی پرېکړه لیک ولوست.

د جګړې ناوړه اغېزې او د سولې شته فرصتونو د خبري کنفرانس پرېکړه لیک

د افغانستان د جګړې اوږدېدل په هیواد کې د ګڼ شمېر ټولنیزو او اقتصادي بنسټونو د له منځه تلو لامل شوی او د هیواد رغونه او پرمختګ یې سلګونه کلونه شاته کړی دی.

د دې ترڅنګ د دې له ویجاړونکې جګړې زغمل زموږ د باعزته خلکو لپاره نه جبرانېدونکی دی، خو سربېره پر دې زموږ هیوادوال سولې ته هیله مند دي او په هیواد کې د سولې راتک ته له رامنځته شوي فرصت څخه ملاتړ کوي.

موږ د هرات ځوانان په هيواد کې د جګړې پای او د سولې ټینګښت ترڅنګ د لاندې مواردو غوښتنه کوو:

1.د طالبانو له تحریک څخه غواړو، څو د جګړې پر مهال عامه بنسټونه په نښه نه کړي او دا ودانۍ د افغانانو د ملي پانګې په توګه وپیژني.

2.تر څو لسیزو جګړې وروسته اوس د افغانانو لپاره د سولې د ټینګښت وړ فرصت رامځته شوی، موږ له حکومت او طالبانو څخه په جدي ډول غواړو، څو د سولې ټینګښت او د جګړې د پایته رسیدو په تړاو له رامنځته شوي فرصت څخه ګټه پورته کړي.

3.د افغانستان حکومت او د طالبانو د تحریک رهبران باید د دواړو اړخونو د سیاسي او نظامي مشرانو په منځ کې د یوې ملي لویې اجماع د جوړېدو لپاره هڅې وکړي، څو په هیواد کې نور د خونړۍ او ناتمامې جګړې څخه مخنیوی وشي.

4.د طالبانو تحریک باید په ولسواليو خپل یرغلیز بریدونه، چې د سولې بهیر د ګډوډېدو لامل شوی بند کړي او د دواړو لورو مرکچیانو څخه غواړو، څو په عاجل ډول د سولې خبرو ته را وګرځي.

5.موږ له نړیوالې ټولنې، د سیمې له هیوادونو او د سولې په بهیر کې نورو ښکېلو هیوادونو څخه غواړو، څو د دې بهیر په بریالیتوب او د سولې خبرو او په افغانستان کې د سراسري اوربند په ټینګیدو کې ریښتینې همکاري وکړي، بې له دې به په افغانستان کې د جکړې دوام د ګاونډیو او سیمې هیوادونو لپاره هم جدي تاوانونه واړوي.

په درنښت

د هرات د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې سکرتریت

د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ

هرات – افغانستان

۱۴۰۰د چنګاښ ۱۸/ ۲۰۲۱جولای ۷