د افغانستان د ځوانانو د سولې ملي جرګه

DSCN2327

د لوی خدای ج په نامه

د افغانستان ځوانانو د سولې ملي جرګه

پرېکړه‌لیک

د ۱۳۹۱ ل.ل چنګاښ ۱۵ نېټه - کابل

د افغانستان ځوانانو د سولې ملي جرګه د سولې ټینګښت، د تلپاتې سولې د راوستو او په پریکړو کې د ګډون او د هېواد مهمو ملي او نړیوالو مسایلو په اړه د درېیو ورځو ( ۱۳۹۱ ل.ل د چنګاښ په ۱۲، ۱۳ او ۱۵) د هېواد له بیلابیلو ولایتونو څخه د شاوخوا اولس سوه (۱۷۰۰) ځوانانو او څلور سوه (۴۰۰) میلمنو په ګډون په کابل کې جوړه شوه. د افغانستان ځوانانو د سولې ملي جرګې غړيو د حکومت له وسله والو مخالفینو سره د خبرو اترو د بهیر، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د دایمي شتون څرنګوالي، له اداري فساد سره د مبارزې، وزګارۍ او د هېواد په ښونځیو او پوهنتونونو کې د ښوونیزو او پوهنیزو ستونزو په اړه هر اړخیز او ګتور بحثونه کړي دي. د افغانستان ځوانانو د سولې ملي جرګې، چې د هېواد په تاریخ کې یو له ارزښتناکو فعالیتونو څخه ګڼل کیږي، په هېواد مئینو ځوانانو د ۲۰ کاري کمېټو له لارې پر اړینو او محوري مسایلو خبرې وکړې او د افغان ملت په ځانګړي ډول د دې خاورې د ځوانانو ريښتینو غوښتنو پلي کولو لپاره هر اړخیزې او اغېزمنې حل لارې د یوه پرېکړه لیک په اډانه کې اعلانوي
لومړی څپرکی
والصلح خیر

څرنګه، چې سوله د افغانستان ملت او دولت له مهمو مسائلو څخه ګڼل کېږي، د افغانستان ځوانانو د سولې ملي جرګه په هېواد کې د تلپاتې سولې او ثبات د ټینګښت او رامنځته کیدو په موخه دولتي چارواکو او نړيوالې ټولنې ته د لاندې حل لارو وړاندیز کوي.

لومړۍ ماده: سوله یو اسلامي امر دی، د سولې بهیر کې د ښکېلو اړخونو معقول شرایط باید په پام کې ونیول شي.

1.    د پخلاینې بهیر مخ ته وړلو کې دې اغېزمن، ملي او ښکیلو اړخونو ته منل شوي کسان رول ولوبوي.

2.    د پخلاینې بهیر دې له پروژې څخه عملي پروګرام ته واړول شي.

3.    د سولې په پروګرامونو کې دې د ځوانانو متناسب نسبي رول په پرېکنده ډول په پام کې ونیول شي.

 

دویمه ماده: د افغانستان دولت باید د پخلاینې په بهیر کې د افغانستان ټولو قومونو ګډون په پام کې ونیسي

درېمه ماده: د افغانستان ځوانانو د سولې ملي جرګه له افغان حکومت او د افغاني سولې مخالفينو څخه غواړي، چې د پخلاینې په بهیر کې د بهرنیو لاسوهنو مخه ونیسي او دا بهیر بین الافغاني کړي.

څلورمه ماده: هغه پروګرامونه، چې افغان حکومت تر اوسه په هېواد کې د سولې د ټینګښت لپاره په لاره اچولي دي، ډیری یې په لنډمهال کې د جګړې کمزوري کولو لپاره دي. نه په هیواد کې د تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره. نو په دې توګه د پخلاینې بهیر باید د یوه مناسب او کاري میکانېزم پر بنسټ مخ ته یوړل شي.

پنځمه ماده: د افغانستان ځوانانو د سولې ملي جرګه له نړیوالې ټولنې غواړي، څو د افغان امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا، سمبالښت او روزني په برخه کې ريښتینې هڅې وکړي.

شپږمه ماده: افغان ځواکونو ته د بهرنیو ځواکونو لخوا د شپنیو عملياتو د سپارلو هوکړه لیک پر لاسلیک سربېره، اوس هم بهرنی ځواکونه له شپنیو بریدونو څخه لاس په سر شوي نه دي، چې دا کار د افغان حکومت او نړیوالو ځواکونو پر وړاندې د خلکو د ناخوښۍ لامل شوی دی. د افغانستان ځوانانو د سولې ملي جرګه له افغان حکومت څخه غواړي، څو د بهرنیو ځواکونو شپني عمليات ودروي، څو دا کار د خلکو د نا خوښۍ او د مخالفینو د زیاتېدو لامل نه شي.

اوومه ماده: د افغانستان دولت باید ځوانانو ته د کاري زمینې په برابرولو سره، د دولت د وسله والو مخالفینو په لیکو کې د هغوی یوځاي کیدو مخه ونیسي.

اتمه ماده: د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته، په افغانستان کې د تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره باید ملي اونړیوال ضمانتونه شتون ولري

نهمه ماده: د افغانستان ځوانانو د سولې ملي جرګه د اسلامي هېوادونو کنفرانس له سازمان څخه غواړي، چې په افغانستان کې د سولې د راوستلو لپاره هر اړخیزې دیني او ورورولي هڅې او مرستې وکړي. که چیري د هېواد امنیت له ګواښ سره مخ شي، افغان حکومت باید له ناپيېلو اسلامي هېوادونو څخه د پوځي مرستو غوښتنه وکړي.

لسمه ماده: د افغانستان ځوانانو د سولې ملي جرګه له ټولو هغو خوځښتونو څخه، چې په هېواد کې د سولې د ټینګښت لامل کېږي ملاتړ کوي او له بلې خوا د افغانستان د ستر ملګري په توګه د امریکا متحده ایالتونو له حکومت څخه غواړي، څو د ثبات ټینګښت په برخه کې ريښتینی عمل وکړي
دویم څپرکی

یوولسمه ماده: د افغانستان ځوانانو د سولې ملي جرګه په هېواد کې د امریکايي پوځيانو دایمي شتون سره خپل بشپړ مخالفت اعلانوي، خو په هېواد کې د امریکايي ځواکونو د لنډ مهاله شتون په اړه د افغان حکومت او خلکو له پرېکړو ملاتړ کوي.

دولسمه ماده: که چیرې د افغانستان او امریکا ترمنځ لنډ مهاله امنیتي تړون لاسلیک شي، د افغانانو سیاسي خپلواکي، ملي حاکمیت، دیني او اسلامي ارزښتونه باید په کې رعایت او خوندي وي.

دیارلسمه ماده: د امریکا حکومت باید د افغانستان حکومت او خلکو ته پیاوړې ژمنه او تضمین ورکړي، چې د سیمې د هېوادونو پر ضد به د افغانستان له ځمکني او هوايي حریم څخه هېڅ ډول پوځي برید او ګټه نه پورته کوي. خو د نړیوالو اصولو او د افغان حکومت د هوکړې په رڼا کې له ترهګرۍ سره مبارزه کولای شي.

څوارلسمه ماده: د افغانستان ځوانانو د سولې ملي جرګه له افغان حکومت او د امریکا له دولت څخه غواړي، چې د لنډمهاله امنیتي تړون د لاسلیک په صورت کې دې د امریکايي ځواکونو پوځي اډې له ملکي سیمو لرې جوړې او په خپل سري توګه د امریکايي ځواکو له تګ راتګ څخه مخنیوی وشي.

پنځلسمه ماده: د افغان حکومت د ستر سټراټیژيک ملګري په توګه، امریکا باید له ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان د پولو ستونزې په ځانګړې توګه له پاکستان او ایران سره د ډیورنډ کرښې او د هیرمند د اوبو ستونزه حل کړي.

شپاړسمه ماده: که چېرې په افغانستان کې شته بهرني پوځي ځواکونه کوم جرم وکړي، باید د نړیوالو قوانینو او اصولو او د افغانستان د نافذه قوانینو له مخې محاکمه او مجازات شي

دریم څپرکی
له فساد سره مبارزه

فساد، چې د افغانستان خلکو او حکومت پر وړاندې یو ستر ګواښ دی له لسو کالو راهیسې په هېواد کې د ډېرو اساسي او بنستیزو پرمختګونو مخه نیولې ده، په دې ډول د فساد له منځه وړلو په ځانګړې توګه اداري فساد له منځ وړلو په تړاو د افغانستان ځوانانو د سولې ملي جرګه له افغان حکومت او نړیوالې ټولنې څخه غواړي، څو لاندې ټکي په پام کې ونیسي:

اولسمه ماده: پر اړیکو د وړتیاوو حاکمیت او د وړتیا پر بنسټ د کارکوونکو ګمارنه.

اتلسمه ماده: د فساد مجرمینو او لامیلنو محاکمه او هغوی ته جزا ورکول او په ټولو يو شان د قانون حاکمیت او پلي کول.

نولسمه ماده: په دولتي جوړښت کې د مافیايي کړیو پر وړاندې جدي مبارزه او د دولتي امتیازانو او معاشونو زیاتوالی.

شلمه ماده: د حکومت له لوري د بهرنیو مرستو، عادي او پراختیايي بودجې له لګولو څخه کره څارنه او کنټرول.

یوویشتمه ماده: په دولتي ادارو کې له پورته څخه ښکته اصلاحات، نه له ښکته څخه پورته.

دوه ویشتمه ماده: د افغانستان حکومتي جوړښت څخه د موازي دولتي ادارو له منځه وړل.

درویشتمه ماده: په مهمو دولتي پوستونو کې د دوه ګوني تابعیت لرونکو کسانو د ګمارنې مخنیوی

څلورم څپرکی
د ځوانانو د وزګاری ستونزې

زمونږ ځوانان، چې د دې هېواد د وګړو ډېره برخه جوړوي، له ډېرو ستونزو او خنډونو سره مخ دي، چې له دغو ننګونو څخه یوه هم په تېرو لسو کلنو کې د کارموندنې او کاري فرصتونو نشتوالی دی، چې د افغانستان ځوانانو د سولې ملي جرګې له انده لاندې ټکي د وزګارۍ په را کمولو کې کولای شي ګټور وي:

څلورویشتمه ماده: د افغانستان ځوانانو د سولې ملي جرګه پر دې باور ده، چې زموږ هېواد د ازاد بازار اقتصادي نظام منلو ته چمتو نه دی، نو له افغان حکومته غواړي څو هغه په مختلط اقتصادي نظام بدل کړي.

پنځه ویشتمه ماده: د زیاتې پانګونې لپاره د ملي او نړیوالو سوداګرو د امنیت، مالي او ځاني خوندیتوب برابرول اغېزمن رول لري او د وزګاري له منځه وړلو او د بې‌روزګارۍ اوسنیو شمېرو په کمولو کې اغېزمن رول لري.

شپږویشتمه ماده: د طبیعي زیرمو ویستل، د کرنې میکانېزه کول، د اقتصادي بنسټونو رامنځته کول او بهر ته د ځوانو کارګرانو د لېږلو لپاره د هوکړو لاسلیک کول د بېوزلي او بېکاري د کمولو لامل کیږي.

اوه ویشتمه ماده: د افغانستان ځوانانو د سولې ملي جرګه له حکومت څخه غواړي، څو د ملکي خدمتونو د کارکوونکو قانون پلي کولو ته جدي پاملرنه وکړي او لاندې ټکي په پام کې ونیسي:

۱: په دولتي بنسټونو کې د ځوانانو د ګمارلو لپاره د کاري تجربې د لرلو شرط له منځه وړل.

۲: د تقاعد د اصولو بشپړ او پر وخت پلي کول او په بیلابیلو نومونو د تقاعد شویو کسانو د بیا ګمارلو مخنیوی

پنځم څپرکی
د ځوانانو شونیزې او پوهنیزې ستونزې

د افغانستان ځوانانو د سولې ملي جرګه په هېواد کې د ښوونیزو او پوهنیزو ستونزو د څېړلو ترڅنګ لاندې ټکي

د وړاندیز په توګه وړاندې کوي:

اته ویشتمه ماده: د دولتي پوهنتونونو پراخول او د ملکي مرکزونو جوړول او پوهنتونونو ته د دارالمعلمینو لوړول.

نهه ویشتمه ماده: د خصوصي لوړو زده کړو له موسسو او خصوصي ښوونځیو څخه کلکه څارنه او د تعلیمي او تحصیلي لګښتونو کمیدل.

دېرشمه ماده: د افغانستان ځوانانو د سولې ملي جرګې غړي د افغان کډوالو لپاره د لازیاتو ښوونیزو او پوهنیزو اسانتیاوو د برابرولو غوښتنه کوي او د کورنیو او بهرنیو پوهنتونونو ترمنځ بايد پراخې علمي اړیکې ټینګې شي.

یودېرشمه ماده: د ښوونځیو په ښوونیز او د پوهنتونونو په زده‌کړه‌ییز نصاب کې دې اړین او معیاري سمون رامنځته شي او د لیسانس په کچه د استاذانو پرځای د لوړو علمي کچو وړ کسان وټاکل شي.

او په پای کې:

د افغانستان ځوانان د ملي یووالي او د هېواد سترو ملي موخو ترلاسه کولو لپاره د روحیې په لرلو سره راټول شوي، څو وښيي، چې د خپلې خاورې اړوند د مهمو ملي مسایلو په اړه بې غوره نه دي او د دغو ستونزو د حل په لټه کې دي.

موږ ځوانان، چې د افغانستان ځوانانو د سولې ملي جرګې په ستره تاریخي غونډه کې جرګه شوي یو، ژمنه کوو، چې د هر هغه خوځښت ملاتړ کوو، چې په پایله کې يې په هیواد کې تلپاتې سولې رامنځته کېږي او هیچاته به اجازه ورنکړو، چې زموږ له ملي ګټو څخه د کس، ډلې او ګوند لپاره ګټه پورته کړي. یو ځل بیا د لوی خدای (ج) له درباره د افغانستان غیور ملت لپاره د ريښتینې، ورورګلوۍ او دوستانه کړنو د غوښتنه کوو او د افغان ملت سرلوړي غواړو. له دې ځایه موږ د دې پرېکړه لیک د مادو د تعقیب لپاره پر خپلو ملي پالو کړنو پر دوام ټینګار کوو او د پخلاینې د پلانونو پروګرامونو ناکامېدو په صورت کې به له ۲۰۱۴ کال وروسته سولې ته د رسېدو لپاره بايد یوه بدیله تګلاره ولرو

ومن الله التوفیق

د افغانستان ځوانانو د سولې ملي جرګه

د لویې جرګې تالار- کابل، افغانستان

د ۱۳۹۱ د چنګاښ ۱۵مه