د اړیکو ګروپ موخې

About contact group
موخې

۱. په افغانستان کې «تل پاتې سوله او دوامداره ټیکاو» ټینګښت، په هېواد کې د خبرو او سوله ایزو لارو څخه هوکړې ته له رسیدو او سولې غوښتلو څخه ملاتړ او پیاوړتیا

۲. په افغانستان کې سولې ته د رسېدو لپاره د نوي نسل او ځوانانو همغږي او همپالنه.

۳. په سیاسي، اقتصادي، ټولنییزو، فرهنګي او ښوونیزو برخو کې د ښځو اغیزناکه ګډون او مشارکت.

۴. د افغانستان خلکو لپاره د مالي او بشردوستانه مرستو جلب.

۵. د ځوانانو او ښځو د ظرفیت لوړول او پیاوړتیا. 

غوښتنې

About contact group
غوښتنې

۱)     د خبرو اترو او سیاسي هوکړې له لارې د منازعاتو حل، د سولې خبرو او مذاکراتو او د ملي پخلاینې  د نوي بهیر پیلول، پر هر اړخیزې لار نقشې هوکړه، او په دایمي ډول د جګړې پایته رسولو لپاره له نورو اغېزناکو افغان اړخونو سره د نوي اساسي قانون د تسوید او تصویب د څرنګوالي په اړه هوکړې او د با ثباته سیاسي راتلونکي لپاره د اسلامي امارت (د طالبانو اسلامي تحریک اړخ) لخوا د عملي، ریښتیني او ژمنو ګامونو اوچتیدل.

 

۲)    یوې لویې سیاسي هوکړې ته د رسېدو لپاره د اسلامي امارت (د طالبانو اړخ) او نورو اغېزناکه افغان اړخونو لخوا د ځان غوښتنې او د واک له انحصار څخه ډډه، نرمښت او ملت ته ځواب ورکونه.

 

۳)   پر ټاکنیزې او د عدم تشدد سیاسي لوبې قاعده باندې د ټولو سیاسي اړخونو هوکړه او ژمنه.

 

۴)   د سیاسي جوړښت او حکومتوالۍ د ډول تعریف او د عادلانه قوانیونو د تصویب او پلي کېدو پر بنسټ د دولت په سیاسي واک او پریکړو کې د ټولو قومونو اغېزناکه ګډون تعریف او ورته زمینه برابرول.

 

۵)   د ولسواکۍ بهیر ساتنه او پلي کول او د ټاکنو له لارې د سیاسي واک تر لاسه کول، ټاکل شوی دولت (چې هم ملي او هم دیني مشروعیت ولري)، ټاکل شوي او ځواب ویونکي رهبران، د دولت د ارکانو تعریف او د قواوو تفکیک، د سراسري او عادلانه ټاکنو ترسره کول او د هیواد سترو او برخلیک ټاکونکیو مسایلو کې د ملت غوښتنو او رایو ته مراجعه کول.

 

۶)  د ملي او ګډو ارزښتونو تعریف او درناوی، همپالنه، د یو بل فکري، سیاسي، کلتوري او ټولنیزو ارزښتونو او توپیرونو ته د ټولو قومونو او خوځښتونو درناوی او د یو با ثباته او پرمختللي افغانستان لپاره هڅه.

 

۷)   په افغانستان کې د مذهبونو د پیروانو ورورولي او یووالی په سیمه کې ساری نه لري او نه بېلېدونکی دی. په دې توګه د حنفي مذهب او اهل سنت ترڅنګ د جعفریه مذهب او اهل تشیع هم باید د هیواد د رسمي مذهب په توګه خوندي شي او درناوی یې وشي.

 

۸)   په شرعي چارو کې د اعتدال ساتنه، له جبر څخه ډډه کول او د افراط او تفریط  مخنیوی.

 

۹)    د عادلانه قوانینو په چوکاټ کې د مطبوعاتو، رسنیو او د بیان خپلواکي ساتنه او پراختیا، معلوماتو ته د لاسرسي حق، د ټولنیزو، مدني، سیاسي خپلواکیو ساتل او د افغانستان ټولو وګړیو ته د سولییز اعتراض حق ورکول.

 

۱۰)   د ښځو د بنسټیزو حقونو او ازادیو (زده‌کړه، ښوونه، کار، په سیاسي، مدني، ټولنیزو، اقتصادي، کلتوري او نظامي برخو کې اغېزناک ګډون) ملاتړ او ساتنه.

 

۱۱)   د ملي بهیرونو په پرېکړو کې د اغیزناکه اړخ په توګه د نوي نسل او ځوانانو حضور او  ګډون.

د نوي نسل او ځوانانو اغیزناکې څیرې باید له فردي او جلا- جلا هڅو او فعالیتونو لاس واخلي (که چیري په یوه واحد صف کې د را ټولیدو امکان نه وي، د خپلو ملګرو سره د ګوتو په شمېر موخه لرونکي سیاسي – مدني خوځښتونه جوړ کړي، چې د دولتولۍ ډول او سیاسي اقتدار ترلاسه کولو لپاره څرګنده اجنډا ولري) او په متحدانه ډول په هېواد کې سیاسي ثبات او تل پاتې سولې ته د رسیدو په برخه کې مبارزه او هڅه وکړي. څنګه چې مخکې وویل شول، په وروستیو دوو لسیزو کې (د افغانستان اسلامي جمهوریت له جوړیدو سره) په افغانستان کې څلورو سیاسي محورونو شتون درلود؛ ۱ په واک کې ښکیلو ټکنوکراټانو ۲ جهادي تنظیمونو او رهبران ۳ د طالبانو اسلامي تحریک او ۴ د افغانستان نوی نسل او ځوانان. له دې ډلې څخه لومړیو دریو محورونو د افغانستان په ټولو سیاسي او پوځي پریکړو کې فعاله ګډون درلود. خو څلورم محور – د افغانستان نوي نسل او ځوانانو تر اوسه فعاله او اغیزناکه ونډه نه درلوده، په پریکړو کې ښکیل نه وو او تل يې د لومړیو دریو محورونو د پریکړو بیه پرې کړې ده.

 

۱۲)   د ښکیلو او پورته یادو شویو دریو محورونو څخه بهر د افغانستان مسایلو په تړاو په  ملي ناستو او پریکړو او په نړیوالو ناستو او غونډو کې د نوي نسل او ځوانانو سیاسي ګډون او ونډه.

۱۳)   له هر ډول توپیري چلند پرته، په افغانستان کې د څو لسیزو منازعاتو له امله د جګړو د قربانیانو، د شهیدانو د وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو د حقونو ساتنه او د هغوی د ستونزو حل.

۱۴)  د غیر سیاسي او ناپييلو امنیتي او دفاعي ځواکونو، استخباراتي او اطلاعاتي ادارو او ژمنو مسلکي پولیسو جوړول.

۱۵)   د فرهنګي او هنري فعالیتونو د محدودولو او منعه کولو څخه ډډه او د افغانستان د فرهنګي، هنري او لرغونې شمتنۍ ساتنه.

۱۶)  د ملي ګټو پر بنسټ له ګاونډیو، سیمې او د نړۍ له هیوادونو سره د دوستانه اړیکو ساتل، دوام، پراختیا او جوړول.

۱۷)   په بهرنیو اړیکو کې له پاروونکو کړنو څخه ډډه او د سیمې او نړۍ هېوادونو په شخړو، منفي سیالیو، وسله والو او استخباراتي جګړو کې د ناپييلي ساتل.

۱۸)   د افغانستان له خلکو، ښځو او نوي نسل او ځوانانو څخه د ملګرو ملتونو په ځانګړې ډول د امنیت شورا او نورو نړیوالو بنسټونو غوڅ ملاتړ.

۱۹)   د نړیوالو مالي ملاتړ دوام او تلپاتې سولې او ثبات ته د رسېدو په لاره کې د افغانستان له خلکو سره د نړیوالې ټولنې جدي او ريښتینې همکاري.

د اړیکو ګروپ په اړه

About contact group

د اړیکو ګروپ په اړه

د سولې لپاره د اړیکو ګروپ د سولې غوښتلو ملي پروګرام په توګه، غیر سیاسي، د جګړې او وسله والو منازعاتو پر ضد او په سیاسي افرادو او ډلو پورې تړاو نه لري، چې د نوي نسل او ځوانانو له فعالانو څخه د ۱۳۹۸ کال د زمري په ۳۱ – د ۲۰۱۹ د اګسټ ۲۲ سره برابره ده، د نوي نسل او ځوانانو ټول ګډونه ادرس رامنځته کیدو او پیاوړتیا، په هېواد کې د تل پاتې سولې او ثبات ټینګښت لپاره د عدالت غوښتنې، د سوله ییزې فضا رامنځته کېدو او ملي پخلاینې لپاره هڅې، د خبرو، سیاسي او سوله‌ييزو حرکتونو له لارې هوکړې ته د رسیدو، د ښځو د سیاسي ځای او ګډون پیاوړتیا، د خلکو رایو او غوښتنو ته مراجعه، د ولسواکۍ ساتل او د ټاکنو له لارې د سیاسي واک ترلاسه کولو او د عادلانه اساسي قانون څخه ملاتړ، چې په کې د ټولو وګړو حقونه خوندي وي، جوړ شو.

 د اړیکو ګروپ او د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې د مشرتابه په اند؛ په تېرو دوو لسیزو کې څلورو سیاسي اړخونو په افغانستان کې شتون درلود؛۱ جهادي رهبران او ګوندونه ۲ د طالبانو اسلامي تحریک ۳ په واک کې شریک ټکنوکراټان او ۴ د افغانستان نوی نسل او ځوانان. له دې څخه، لومړني درې اړخونو د افغانستان په ټولو سیاسي او پوځي پریکړو کې فعالانه ګډون درلود. خو څلورم اړخ ـ د افغانستان نوی نسل او ځوانان په داسې حال کې، چې ملي او اسلامي ارزښتونو ته ژمن دي، په سترو سیاسي پریکړو کې د ټولو قومونو، ښځو او ځوانانو د ګډون او ملي مشارکت غوښتونکي دي؛ تر اوسه فعاله ونډه نه لري او په پریکړو کې شریک نه دي او تل د یادو دریو اړخونو د پریکړو قرباني شوي دي. 

د اړیکو ګروپ د مشرتابه په اند «د افغانستان ناورین پوځي حل نه لري او د خبرو او سیاسي هوکړې له لارې کولای شوو، چې د هېواد په سیاسي واک او ثبات کې د ټولو خلکو او د ټولنې د ټولو برخو ګډون ته زمینه برابره کړو.» د اړیکو ګروپ خپلو موخو ترلاسه کولو او په هېواد کې د تل پاتې سولې او دوامداره ثبات ټینګښت لپاره؛ (په ګډه د افغانستان لپاره) تر شعار لاندې خپلو فعالیتونو او هڅو ته دوام ورکوي.

د اړیکو ګروپ له دې وړاندې (د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ) په نوم فعالیت کاوه، چې ۱۴۰۰ کال د زمري ۲۴ – د ۲۰۲۱ کال د اګسټ  ۱۵ له سیاسي او پوځي بدلون وروسته، د اړیکو ګروپ او د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې مشرتابه او همکارانو د پریکړې پر بنسټ د (سولې لپاره د اړیکو ګروپ) په نوم مختصر شو. 

د اړیکو ګروپ د کړنو څرنګوالی:

۱.  د اسلامي امارت/د طالبانو اړخ له مشرتابه، د اغیز لرونکو سیاسي شخصیتونو، خوځښتونو او اړخونو، عالمانو، مشرانو، قومي مخورو، ښځو، مدني بنسټونو او فعالانو، نوي نسل او ځوانانو سره خبرې او د ناستو ترسره کول.

۲.  له نوي نسل او ځوانانو سره د جرګو، کنفرانسونو او غونډو جوړول.

۳.  په سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو، فرهنګي او ښوونیزو برخو کې د ښځو اغیزناکه ګډون او مشارکت لپاره عدالت غوښتنه.

۴.  د افغانستان لپاره د نړیوالو مالي او بشردوستانه مرستو ترلاسه کولو لپاره عدالت غوښتنه

 برگزاری جرگه‌‌ها و جلسات در مناطق مختلف و تلاش جهت آشتی و ختم دشمنی‌های محلی و شخصی.

۵.  په بیلابیلو سیمو کې د جرګو او غونډو جوړول او د پخلاينې په موخه د  سيمه‌ييزو او شخصي دښمنیو پایته رسیدو لپاره هڅې.

۶.  د پروګرامونو، سیمنارونو، د لنډمهاله تخصصي او کار موندنې ښوونیزو ورکشاپونو، د بشري حقونو او سولې جوړولو ښوونیزو پروګرامونو جوړول، د مشاعرو، کتاب لوستلو، مقالو لیکلو او سپورتي سیالیو په لاره اچول.

۷.  په افغانستان کې د اقتصادي او سوداګریزو فرصتونو رامنځته کولو څرنګوالي لپاره د سیمنارونو جوړول.

د اړیکو ګروپ جوړښت:

د سولې لپاره د اړیکو ګروپ جوړښت په لاندې ډول دی:

۱. د رهبري/اجرايي بورد

۲. د اړیکو ګروپ مشر

۳. دفترونه او کاري کمیټې

۴. مشورتي جرګه

۵. ولایتي سکرتریتونه

۶. له هېواد بهر استازي

۷. د فکر خونه

مخینه

مخینه

افغانستان په وروستۍ نیمه پیړۍ کې زیات بدلونونو سره لاس او ګریوان دی. دا بدلونونه د کودتا، یرغل او ښکیلاک، د مشروعیت بحران، د ختیځ او لویدیځ نظامونو او سیاسي ایدیولوژیو تپل او پراخ بنسټه او پایښت لرونکي سیاسي نظام نه رامنځته کېدل؛ تل یې د جګړې او منازعاتو اور بل ساتلی دی. د دې اوږدمهاله جګړې لمبې له نیمې پیړۍ څخه زیاته موده کیږي، چې بل ساتل شوی او په دې دوام لرونکي جګړه کې، ملیونونه افغانان کډوال، بې ځایه، شهیدان او ټپیان شوي دي. په هېواد کې له څو لسیزو منازعاتو وروسته کومه هېله، چې د پایښت لرونکې سولې لپاره رامنځته شوې وه، هم ناکامه شوه او د سراسري سولې او پایښت لرونکي ټیکاو لپاره د افغانستان د خلکو هیله پوره نه شوه.

په دې موده کې د افغانستان نوي نسل او ځوانانو، له څو لسیزو بې ثباتي او د نظام نه پایښت او تحولاتو څخه تر ټولو زیات زیان ګاللی دی. د نوي نسل او ځوانانو ترمنځ نه همغږي او موخه ایزو خوځښتونو نه رامنځته کېدل له یوې خوا او په سیاسي پریکړو کې د اغیزناکه واک او ونډې نه درلودل له بلې خوا؛ نوی نسل او ځوانان یې د هېواد د دوام لرونکیو منازعاتو اصلي قربانیان بدل کړي دي.

نو په دې ډول، د افغانستان نوي نسل او ځوانانو یو شمېر فعالانو له ۱۳۸۴ کال راهیسې د نوي نسل او ځوانانو ترمنځ د همغږۍ او همپالنې او په هېواد کې د سولې او پایښت لرونکي ټیکاو رامنځته کیدو لپاره د عدالت غوښتنې په موخه، د مدني او ټولنییزو فعالیتونو په چوکاټ کې په سوله ایز ډول؛ ګام کیښود.

 

دې خوځښتونو د وخت په تېریدو او په هېواد کې د سیاسي وضعیت او شرایطو سره سم، د مدني بنسټونو په چوکاټ کې له فعالیت څخه، ملي پروګرام محوره خوځښتونو او فعالیتونو ته پراخه شول او د پام وړ مهم فعالیتونه یې ترسره کړي دي:

انجمن جوانان موفق

د افغانستان د موفق ځوانانو ټولنه - ۱۳۸۴

د افغانستان د موفقو ځوانانو ټولنه، په مدني او سیاسي برخو کې د بنسټ جوړولو لپاره له لومړنیو خوځښتونو څخه وو، چې په ۱۳۸۴ لمریز کال کې، چې ۲۰۰۵ زیږدیز کال سره سمون خوري، په کابل کې جوړ شوو. له لسګونو کنفرانسونو او ناستو له جوړولو وروسته، د ځوانانو ترمنځ د لا همغږي او انسجام رامنځته کولو په موخه، د پراخو فعالیتونو لپاره د افغانستان ځوانانو د بنسټونو همغږي شورا رامنځته شوه. 

د افغانستان د ځوانانو د بنسټونو د همغږۍ شورا- ۱۳۸۷

شورای هماهنگی

د افغانستان ځوانانو بنسټونو د همغږي شورا، په ۱۳۸۷ کال کې، چې ۲۰۰۸ زیږدیز سره سمون خوري، د ۲۵ فعاله مدني ټولنو لخوا د ځوانانو د حقونو تر لاسه کولو او عدالت غوښتنې په موخه رامنځته شوه او خپلو مدني فعالیتونو ته یې دوام ورکړ.

د افغانستان ځوانانو د بنسټونو همغږۍ شورا د خپلو فعالیتونو د دوام او نوي نسل لپاره د همغږۍ او عدالت غوښتنې د توحید او د ځواکمن او منسجم ملي مرکزیت رامنځته کولو لپاره، د افغانستان ځوانان د ملي همغږۍ مرکز جوړ کړ.

مرکز هماهنگی

د افغانستان د ځوانانو د همغږۍ ملي مرکز - ۱۳۸۹

د افغانستان ځوانانو د ملي همغږۍ مرکز په ۱۳۸۹ کال کې، چې له ۲۰۱۰ سره سمون خوري، جوړ شو. د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د افغانستان ځوانانو ګډ غږ رامنځته کړ او وتوانید، څو پوه او فعاله ځوانان په یوه محور کې را ټول کړي او د لسګونو ناستو، کنفرانسونو او ملي او تاریخي فعالیتونو په ترسره کولو سره د ځوانانو په برخه کې د پام وړ بریالیتوبونه ترلاسه کړي، چې له دې څخه د افغانستان ځوانانو ملي کنفرانس او د افغانستان ځوانانو د سولې ملي جرګې یادونه کولای شو.

د ځوانانو دغه خوځښتونه په مدني – سیاسي برخو کې د بنسټ جوړولو لپاره وو، چې د ځوانانو د انسجام، همغږي، د هغوی د حقونو ترلاسه کولو او عدالت غوښتنې لپاره جوړ او لسګونه ناستې، کنفرانستونو او ملي او تاریخي فعالیتونو فعالیتونه لکه د افغانستان ځوانانو ملي کنفرانس او د افغانستان ځوانانو د سولې ملي جرګه یې جوړه او له هغه وروسته یې خوځښتونه منظم او اغیزناکه کړل. 

د افغانستان د ځوانانو ملي کنفرانس - ۱۳۹۰

کنفرانس ملی

د افغانستان ځوانانو ملي کنفرانس په ۱۳۹۰ کال کې د ټیکاو ټینګښت، په پریکړو کې د ځوانانو ګډون او مهمو ملي مسائلو په تړاو د هېواد له ۳۴ ولایتونو څخه د سلګونه ځوانانو په ګډون جوړ شو، چې پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د دې کنفرانس په پرانیست برخه کې ګډون کړی وو.

د دې کنفرانس ګډونوالو د پخلاینې بهیر، د ټیکاو ټینګښت، د عدالت ټینګښت، غوره حکومتوالي، د قانون حاکمیت، د روڼوالي او حساب ورکونې اصل، له نشه یي توکیو سره مبارزه، ځوانانو لپاره د کارموندنې او په پریکړو کې د ځوانانو ګډون په تړاو، خپل نظرونه او وړاندیزونه د یوه ۲۰ ماده ایز پریکړه لیک په چوکاټ کې د وخت له حکومت او نړیوالې ټولنې سره شریک کړل. 

نور ولولی
جرگه ملی صلح جوانان افغانستان

د افغانستان د ځوانانو د سولې ملي جرګه - ۱۳۹۱

د افغانستان ځوانانو د سولې ملي جرګه په ۱۳۹۱ په زمري کې د څلورو ورځو لپاره جوړه شوه، چې په کې له ټولو ولایتونو څخه د ځوانانو ۱۷۰۰ استازو او سلګونه میلمنو په ګډون د لویې جرګې په تالار او ولسمشرۍ ماڼۍ په سلام خانه کې جوړه شوه.

د جرګې غړیو د هېواد مهمو او ارزښتناکو خنډونو په تړاو لکه د سولې بهیر، په افغانستان کې د امریکا شتون، له اداري فساد سره مبارزه، وزګاري او په هېواد کې د ښوونیزو او زده کړیزو ستونزو په اړه خپل نظرونه شریک او خپلې غوښتنې یې په یو دیرش ماده ایز پریکړه لیک کې جوړ او د وخت ولسمشر ته تسلیم کړې. 

نور ولولی
logo_network-removebg-preview

د سمون او بدلون شبکه - ۱۳۹۱

د افغانستان ځوانانو د سولې ملي جرګې له جوړیدو وروسته، د جرګې لنډمهاله او ټاکل شوي مشرانو، د اداري پلاوي او جوړولو دارالانشاء ډیری غړیو او د شلګونه کمېټو یو شمېر مسولینو او منشیانو او یو شمېر خپلواکه مدني بنسټونو؛ د عدالت غوښتنې خوځښتونو دوام، ځوانانو لپاره د ګډ او اغیزناکه ادرس رامنځته کولو او په افغانستان کې ملي او حیاتي موخو ته د رسیدو لپاره، د سمون او بدلون شبکه جوړه کړه.

د سمون او بدلون شبکه د سیاسي – مدني لیدلوري په لرلو او مسولیت لرونکي روحیې او د ټولو قومونو په ګډون د جوړښت په درلودو سره په کابل کې د ۱۳۹۱ وږي په ۲۰، چې د ۲۰۱۲ کال د سپټمبر ۱۰ سره سمون خوري، «نوي او ځوان نسل ته د سیاسي مدیریت لیږد» په موخه جوړه شوه.

د سمون او بدلون شبکې تر دې مهاله په ټاکنییز ډول د پنځه کاري دورو په بشپړولو او د مدني فعالیتونو او مبارزو او عدالت غوښتنې او د سراسري سولې ټینګښت، سوله ایز ژوند، اساسي او بنسټیزو حقونو ته د وګړیو لاسرسی، د قانون پر بنسټ د حکومت رامنځته کیدو، غوره، مسؤل او ځواب ویونکي حکومتوالي په برخو کې د ناستو، کنفرانسونو او لاریونونو په ترسره کولو سره هڅه کړې ده. با ثباته او پرمختللي افغانستان ته د رسیدو لپاره او اږودمهاله موخو ترلاسه کولو په موخه د سمون او بدلون شبکې فعالیت او عدالت غوښتنه په متحد ډول دوام لري. 

د سولې لپاره د اړیکو ګروه - ۱۳۹۸

CGPNewLogoBzd

بلاخره د نوي نسل او ځوانانو یو شمېر فعالان، ځوان محوره یو شمېر بنسټونه او سیاسي – مدني خوځښتونو د شته وضعیت او په هېواد کې د پایښت لرونکي نظام رامنځته کېدو او د سولې او تل پاتې ثبات ټینګښت لپاره د جدي او اغیزناکو اړتیاوو په درک سره، د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ (په هېواد کې د ۱۴۰۰ کال د زمري ۲۴ – د ۲۰۲۱ د اګسټ ۱۵ سیاسي او پوځي تحولاتو وروسته، د اړیکو ګروپ او د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې د مشرتابه او همکارانو د مشورې او پریکړې پر بنسټ «سولې لپاره د اړیکو ګروپ» ته اختصار شو. ) او د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه – په هېواد کې د سولې غوښتلو ستر خوځښت او پروګرام په لاره واچاوه.

 

د اړیکو ګروپ د سولې غوښتلو ملي خوځښت په توګه، خپلواکه او افرادو یا سیاسي ډلو پورې تړاو نه لري، چې د نوي نسل او ځوانانو له فعالانو څخه جوړ او د ۱۳۹۸ کال د زمري په ۳۱، د نوي نسل او ځوانانو د ټول ګډونه ادرس رامنځته کېدو او پیاوړتیا، په هېواد کې د سولې او تل پاتې ثبات ټینګښت لپاره عدالت غوښتنې، د خبرو او سیاسي حل لارو له لارې هوکړې، د ښځو د ځای او سیاسي ګډون پیاوړتیا، د وګړیو رایو او غوښتنو ته د ورګرځیدو، د ولسواکۍ بهیر ساتلو او د ټاکنو له لارې د سیاسي واک ترلاسه کولو او له اساسي قانون څخه، چې په کې د ټولو وګړیو حقونه خوندي وي، ملاتړ په موخه رامنځته شوو. 

د سولې لپاره د اړیکو د ګروپ پاڼه

د افغانستان د ځوانانو ملي کنفرانس

sangar.1

د لوی او سپېڅلي خدای په نامه

د ځوانانو ملي کنفرانس پرېګړه لیک

د ۱۳۹۰ هـ ش کال د چنګاښ ۲مه نېټه

د ځوانانو ملي کنفرانس د سولي او ثبات ساتلو، د هیواد په کچه د مهمو ملي او نړیوالو مسایلو په اړه په تصمیم نیولو کې د ګډون په موخه د دوو ورځو لپاره ( ۱۳۹۰ ه ش کال د غبرګولي د میاشتې ۲۸ او ۲۹ مه)، چي د افغانستان اسلامي جمهوریت د جلالتماب ولسمشر حامد کرزي په ګډون د هیواد له ۳۴ ولایتونو څخه له پنځوسو څخه زياتو فعالو ځوانانو پکښي برخه اخستې وه په کابل کي جوړ شو. په دغه کنفرانس کي د ځوانانو د بنسټونو د لاسته را وړنو، کړنو او د هغوی پر مسؤلیتونو، د ځوانانو په مخ کې د پرتو ستونزو او موانعو په اړه بحث وشو او نظرونه تبادله شول، چي دا تشریحي او توضیحي بحثونه د ثبات د ټینګولو پر څرنګوالي، د عدالت تامین، د سولي پروسې، له امریکا سره ستراتیژیک تړون، د ځوانانو د حقونو تامین، ښې حکومتدارۍ، د قانون حاکمیت، د روڼوالي او حساب ورکولو اصل، متوازنه پراختیا، د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزه، لوړ کیفیت لرونکې ښوونه او روزنه، د ځوانانو لپاره د کاري زمینې برابرول، د اداري اصلاحاتو د کمیسیون پروسې تدقیق، ځوانان خپلو مسولیتونو ته متوجه کول او د تصمیم نیولو په برخه کي د ځوانانو پر لارښوونه باندي یې ټینګار در لود. موږ د دې کنفرانس ګډونوال ځوانان د لسو کمیټو لکه: معارف او لوړي زده کړي، وټه ییزو چارو، له مخالفینو سره د سولې خبرو اترو، ملکي زیانونو، دینې رسنیزو او کلتوري چارو، سپورت او روغتیا، د ژوند چاپیریال، کار او ټولنیزو چارو، د نشه یي موادو پر وړاندې مبارزه او د قدرت د لیږد بهیر له لاري په دي اړه مو تصمیم و نیو، تر څو لاندي موارد د افغانستان ملت، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او نړیوالې ټولنې ته وړاندي کړو
 موږ د دې کنفرانس ګډونوال ځوانان د لسو کمیټو لکه: معارف او لوړي زده کړي، وټه ییزو چارو، له مخالفینو سره د سولې خبرو اترو، ملکي زیانونو، دینې رسنیزو او کلتوري چارو، سپورت او روغتیا، د ژوند چاپیریال، کار او ټولنیزو چارو، د نشه یي موادو پر وړاندې مبارزه او د قدرت د لیږد بهیر له لاري په دي اړه مو تصمیم و نیو، تر څو لاندي موارد د افغانستان ملت، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او نړیوالې ټولنې ته وړاندي کړو
:1
د معارف او لوړو زده کړو د پیاوړي کیدو لپاره باید د دې دواړو وزارتونو د بودیجې زیاتوالي ته پاملرنه وشي. ځکه پوهنه او لوړې زده کړې د هیواد بنسټ جوړوي. د لوړو زده کړو او پوهنې چارو د کېفي کولو او موثرولو تر څنګ د دولت د ملی ثبات او تقوې لپاره موږ د لوړو دولتي ادارو په ځانګړي ډول د لوړو زده کړو، پوهنې، کار او ټولنیزو چارو وزارتونو تر منځ د همغږۍ غوښتونکي یو
:2
د زده کوونکو او محصلانو لپاره د اوسنیو شرایطو په نظر کې نیولو سره د درسي توکو برابرول، په تعلیمي او تحصیلي مؤسسو کې د ناسیاسي، مسلکي او ژمنو کسانو ګومارنه او په ټول هیواد کي د یوه تعلیمي نصاب پلي کول، له خصوصي ښوونځیو او پوهنتونونو څخه د کیفیت په لحاظ جدي نظارت، فیس او سالمه ښوونه او روزنه، په اکاډمیکو مرکزونو( پوهنتونونو) کې د اصلاحاتو بهیر په کار اچول او په دولتي او نا دولتي پوهنتونو کې د درسي توکو غني کول، د تحصیلي بورسونو په عادلانه ډول ویش او په پوهنتونونو کې په ځانګړي ډول په کابل پوهنتون کې د ماسترۍ او دکتورا دورو فعالول، د دولت څخه غواړو
:3
په ټول هیواد کي له متوازن معارف څخه ملاتړ او ددې تر څنګ تجربه لرونکو او هغو ښوونکو ته، چې د هیواد په ليري پرتو ولایتونو کې د تعلیم سپېڅلۍ وظیفه ترسره کوي د ځانګړي امتیاز ور کول، په مرکز او ولایتونو کې د دیني مدرسو جوړول، ترڅو زموږ ځوانان په خپل هیواد کې زده کړې و کړي او له بهرنیو هیوادونو د مدرسو څخه د ځانمرګو له ننوتلو څخه مخنیوی و شي
:4
لکه څرنګه، چي ځوانان د ځوانانو معینیت له کارو څخه نه دي خوښ نو په همدې بنسټ موږ د ځوانانو معینیت د ژر تر ژره منحل کیدو او د ځوانانو د یوې خپلواکي ادارې د رامنځ ته کیدو غوښتونکي یو، چي په سر کي یې یو ځوان وي
:5
د اعتیاد، دولت د مخالفینو د زیاتوالي او لسګونو نورو مصیبتونو څخه د خلاصون په موخه ځوانانو ته د کار زمینې برابرول او په دولتي ادارو کي له ځوانانو څخه د بې ځایه کاري تجربې د غوښتلو له منځه وړل یو اړین شرط دی، چې باید تر سره شي
:6
دولت باید له طبیعي سرچینو څخه د ګټي اخستلو، کرهڼي او برېښنا د تولید لپاره د اوبو بندونو جوړلو او د اوبو ایسارولو، او همدارنګه د کانونو را ویستلو لپاره د پانګه اچوونکو تشویق او مدیریت ته ځانګړې پاملرنه وکړي. او ددې لپاره یو پیاوړی میکانیزم جوړ کړي. او له هیواد څخه بهر د خامو موادو د نا قانونه صادریدلو مخنیوي و کړي
:7
لکه څرنګه، چې افغانستان یو کرهڼیز هیواد دی دولت باید د کرهڼې او مالدارۍ په ماشیني کولو، د کرهڼيزو کوپراتیفونو په کار اچولو، د سیلوګانو فعالولو، د شنو او یخو خونو جوړولو، د مالدارۍ فارمونو رواجولو، مرغدارۍ، او د شاتو مچۍ ساتل او داسې نورو کارونو لپاره زمینه برابره کړي، د څیړنیزو فارمونو لا ډیر پیاوړي کول، مال لرونکو او بزګرانو ته د روغتیايي چوپړتیا وو وړاندې کول، د زراعتي توکو د کیفیت لوړول او د هغه لپاره د بازار موندنې کار ته باید اولویت ور کړي او د کیدون تر بریده هڅه وشي، چي افغانستان نور بهرنیو مرستو ته اړ نه شي
:8
د علاقې وړ هیوادونو سره د ګډو صنعتي شرکتونو جوړول په ځانګړي ډول د درنو صنایعو په برخه کي د خامو موادو د ورود پر سر د ګمرکي تعرفې له منځه وړل، د لاسي صنایعو پراختیا، د هغو لپاره د هیواد د ننه او بهر بازار پيدا کول او د دې صنایعو له سره مالیه کمول، په پولو کي د ګودامونو جوړول، هیواد ته د حرامو او هغو توکو د ورود مخه نیول، چې په هیواد کي تولیدیږي، د قرضونو ورکولو لپاره د یوې کره تګلاري جوړول، پر ښکلاییزو او مصرفي توکو باندي د ډيري مالیې اخیستل، د عامه ژوند د تامین لپاره د ټولنیزې بیمې په کار اچول زموږ له هغو غوښتنو څخه دي، چي ټينګار پر کوو او د اقتصادي ستونزو له منځه وړلو او اقتصادي پراختیا په موخه د ترانزیتي تړونوو او د اوسپنیزو پټلیو په واسطه د منځنۍ آسیا له لاري له نړۍ سره د هیواد نښلول او بالاخره د هیواد د حلقوي سړکونو جوړول او د آزاد بازار پر ځای د ګډ یا مختلط اقتصادی سیستم په کار اچول، په اقتصادی برخه کې مهم موضوعات دي
:9
د سولې په خبرو اترو کې د افغانستان د دولت لس کلني لاسته راوړنې باید له لاسه ور نه کړل شي او نه هم ضرر ورته ورسیږي. په هغو ټولو بهیرونو کې، چي د سولي لپاره کار کوي د ځوانانو فعال ګډون او د اربکیانو پر ځای باید ملي پولیسو پیاوړي شي. د سولي په هلو ځلو کې د اغیزناکو کسانو ځای پر ځای کول او په دې ډول فعالیتونو کي باید ټول قومونه ګډون و لري. سوله باید له داسي ځایونو پیل شي چې ډېر زیانمن دي، او د هغوی اجراییوی کارونه باید سمبولیک نه وي. د سولي د پیاوړي کولو او په هیواد کې د ثبات د تامین په موخه ملا په مسجد، ژورنالست په رسنۍ، ښوونکی په ښوونځي او ښوواند په پوهنتون کې خپله ملي او وجداني دنده تر سره او د سولي بهیر ملاتړ و کړي او په دې اړه دولت مکلف دی، چې لازمه همغږي را منځ ته کړي
:10
په ملکي تلفاتو کې کورني، بهرني او سیمه ییز ( ګاونډیو هیوادونو) استخبارات لاس لري. او باید د دې کارونو له مرتکبیونو سره د ملي او نړیوالو قوانینو په رڼا کې تحقیق و شي او هغه اغیزناک کورني عوامل تشخیص کړي، چي په ملکي تلفاتو کې رول لري او د نظامي او استخباراتي قواوو خپلواکي زموږ له غوښتنو څخه دي. په دې وروستیو کي ځینې کړۍ او د پردیو ګوډاګیان زموږ تر منځ نفاق ته لمن وهي او زموږ تر منځ قومي مسایل را منځته کوي تر څو زموږ ملي یو والی له منځه یوسي او یا زیان ورته ورسوي، چې د دې کار لپاره زموږ پيژندل سوي څیرې وژني تر څو افغان دولت کمزوری کړي. نو موږ د افغانستان له اسلامي جمهوریت څخه غواړو تر څو داسي کسان تر جدي عدلي او قضايي څارني لاندي ونیسي
:11
د هستوي او کیمیاوي وسلو د کارولو سخت مخالف یو او د هغه کارول په جدي توګه محکوموو، په دې اړه د دولت، نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو پاملرنه غواړو د کورنیو او بهرنیو ځواکونو نه همغږي، په بهرنیو ځواکونو کې د اروايي ناروغانو شتون او د مخالفانو له خوا د خلکو په منځ کې ځای نیول، نوموړو ځواکونو ته د راپور ور کولو پر مهال د شخصي دښمنیو شتون د ملکي و ګړو د مرګ ژوبلې لاملونه دي. نو له همدې امله د ټول وژنې پر مرتکبینو باید د ملي او نړیوالو کنوانسیونونو ټولې مادې پلې شي. او له مخالفینو هم غواړو، چې د جنګ په وخت کې له عامه ځایونو څخه ګټه وا نه خلي
:12
بومي کلتور باید اصلاح، ملي هویت او د وینا آزادي باید تعریف شي، د نورو د کلتوري تیري، سریالونو ، فلمونو او اسلام ضد خپرونو مخنیوی دې و شي او د دې پر وړاندې افغاني سریالونه او فلمونه پیاوړي شي او د بهرنیو سریالونو او فلمونو ځای دې افغاني فلمونو او سریالونو ته پریښودل شي. همدا رنګه د سینما او رسنیو د کمي او کیفي پرمختګ لپاره باید پر رسنیو د څار او سینمايي اکاډمۍ عالي کمیسیون جوړ شي د ژورنالستانو ځاني مصؤنیت دې تضمین شي. په رسنیو کې باید د بې ځایه نیوکو په ځای اصلاح کوونکي مسایل مطرح شي او ځینې مسايل نقد شي
:13
د المپیک د ملي کمېټې د بودیجې زیاتوالی، د روزشي کلپونو او فدراسیونونو لپاره مناسب ځای په واک کې ور کول د ورزشکارانو مادي او معنوي تشویق او د دوی د وړتیاؤ د لوړاوي په موخه بهرنیو هیوادونو ته د ورزشکارانو او د هغوی د روزونکو لیږل، د مرکز او ولایتونو د ورزشي تشکیلاتو پراختیا، له نړیوالو معیارونو سره سم د ورزشکارانو د عصریې او قرنطین د مودې زیاتوالی او په آخر کې د سپورت د ځانګړي ښوونځي جوړول او د بدنې روزنې د انستیتیوت بیا فعالول د ورزش په برخه کې د ځوانانو غوښتنې دي
:14
په روغتیايي ډګر کې د عدالت پلي کول، د روغتیايي کادر روزنه، د کتنځایونو او درملتونونو جدي مراقبه، د وړتیا پر بنسټ د تخصص د پروګرامونو پلي کېدل، تر معالجې مخکې وقایوي پروګرام پلي کول، له هر ډول پوړیز تعصب پرته د هیواد په کچه د واکسین پروګرامونو پلي کول، روغتیايي اوبو ته لاسرسی، د روغتیايي خدمتونو کیفیت لوړل، د ساري ناروغیو روغتونونو ته جدي پاملرنه کول او هغو ډاکټرانو ته د ډیر آسانتیاؤ برابرول، چې د هیواد په لرې برخو کې د خلکو چوپړ کوي دا هغه موارد دي، چې باید جدي پاملرنه ورته وشي
:15
په ټوله کې د قدرت لیږد له بهیر سره موافق یو، خو په دې شرط، چې د وسله والو ځواکونو تر منځ لازمه همغږي را منځته، د افغانستان دښمنانو ته یو مشخص سیاست تعمیل، د مکافاتو او مجازاتو سیستم پیاوړی او تعقیب، د یوې اغیزناکې دیپلوماسۍ له لارې د ګاونډیو هیوادنو لاسوهنې بندې، د قدرت لیږد په بهیر کې د وسله والو ځواکونو د وړتیا لوړاوي لپاره پوره ګټه، د هیواد په کچه د یوې پياوړې قوې رامنځ ته کولو لپاره هڅې،او د نړیوالې ټولنې همیشنی پام را واړوو او د عسکري مکلفیت دوره بیا را ژوندۍ شي
:16
د موازي ادارو شتون له مخدره توکو سره مبارزه له ستونزو سره مخ کړې ده د اغیزمنې همغږۍ لپاره دې د مخدره توکو سره د مبارزې وزارت له منځه یو وړل شي او په پخواني ډول دې د امنیت شورا په چوکاټ کې له مخدره توکو سره د مبارزې په ریاست بدل شي تر څو د کوکنارو په له منځه وړلو کې د ښې همغږۍ په در لودلو سره ښه بریا تر لاسه شي
:17
که څه هم په مخدره توکو د روږدو کسانو لپاره روغتونونه جوړ شوي دي خو نشي کولای، چې هغوی ته ښه خدمتونه وړاندې کړي د حل لاره داده، چې د هیواد په مرکزي نقطو کې آته کپملکس جوړ شي تر څو نږدې ولایتونه هم هغه ته لاسرسی و لري. او دا کمپلکسونه باید د مجهزو روغتونونو، د سپورت ځانګړو ځایونو، د مختلفو مسلکي زده کړو په برخه کې د زده کړه ځایونو در لودل تر څو تر درملنې وروسته په ټولنه کې یوه سالمه بوختیا تر لاسه کړي ځکه، چې د اعتیاد تر ټولو لوی لامل همدا د ځوانانو بې کاري ده
:18
د مخدره توکو له ضررونو خبرول د هرې دولتي او نا دولتي ادارې دنده ده. د مخدره توکو د قاچاق او ترافیک د مخنیوي لپاره باید د افغانستان په پولو او د نشه يي توکو پر لګوونکو هیوادونو فشار را وړل شي. د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو پياوړي کول او د سرحدي پولیسو وخت په وخت بدلول د نشه یي توکو د ترافیک او قاچاق پر وړاندې یوه بله اغیزناکه لاره ده
:19
له مختلفو لارو چارو څخه په ګټه اخستو سره د خلکو ذهنونه روښانه کول او د ژوند چاپیریال ته متوجه کول، غږیزې او هوايي ککړتیا ته پاملرنه، د بې کیفیته مواد د واردولو د مخنیوي لپاره د نورم او ستندرد د ادارې د دویمې او دریمې څانګې زر تر زره فعالول، په سرحدونو کې د اموالو، مصرفی اجناسو او د بی کیفیته نفتی موادو و واردولو ممانعت، د هوا د پاکولو او یا تصفیې په موخه د ښار په مختلفو برخو کې د شنو ساحو جوړل، د دود تولیدونکو موټرونو چک او کنترول او په چاپیریال کې د هغو ماشینونو درول، چې دود تولیدوي باید په پام کې و نیول شي
:20
موږ ځوانان د عنعنوي لويې جرګې له جوړیدو ملاتړ کوو، په لویه جرګه او د بن په دویم کنفرانس کې د ځوانانو د ګډون غوښتونکي یو
و من الله التوفيق
و من الله التوفيق د افغانستان ځوانانو د فعالو مدني ټولنو استازي

د افغانستان د ځوانانو د سولې ملي جرګه

DSCN2327

د لوی خدای ج په نامه

د افغانستان ځوانانو د سولې ملي جرګه

پرېکړه‌لیک

د ۱۳۹۱ ل.ل چنګاښ ۱۵ نېټه - کابل

د افغانستان ځوانانو د سولې ملي جرګه د سولې ټینګښت، د تلپاتې سولې د راوستو او په پریکړو کې د ګډون او د هېواد مهمو ملي او نړیوالو مسایلو په اړه د درېیو ورځو ( ۱۳۹۱ ل.ل د چنګاښ په ۱۲، ۱۳ او ۱۵) د هېواد له بیلابیلو ولایتونو څخه د شاوخوا اولس سوه (۱۷۰۰) ځوانانو او څلور سوه (۴۰۰) میلمنو په ګډون په کابل کې جوړه شوه. د افغانستان ځوانانو د سولې ملي جرګې غړيو د حکومت له وسله والو مخالفینو سره د خبرو اترو د بهیر، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د دایمي شتون څرنګوالي، له اداري فساد سره د مبارزې، وزګارۍ او د هېواد په ښونځیو او پوهنتونونو کې د ښوونیزو او پوهنیزو ستونزو په اړه هر اړخیز او ګتور بحثونه کړي دي. د افغانستان ځوانانو د سولې ملي جرګې، چې د هېواد په تاریخ کې یو له ارزښتناکو فعالیتونو څخه ګڼل کیږي، په هېواد مئینو ځوانانو د ۲۰ کاري کمېټو له لارې پر اړینو او محوري مسایلو خبرې وکړې او د افغان ملت په ځانګړي ډول د دې خاورې د ځوانانو ريښتینو غوښتنو پلي کولو لپاره هر اړخیزې او اغېزمنې حل لارې د یوه پرېکړه لیک په اډانه کې اعلانوي
لومړی څپرکی
والصلح خیر

څرنګه، چې سوله د افغانستان ملت او دولت له مهمو مسائلو څخه ګڼل کېږي، د افغانستان ځوانانو د سولې ملي جرګه په هېواد کې د تلپاتې سولې او ثبات د ټینګښت او رامنځته کیدو په موخه دولتي چارواکو او نړيوالې ټولنې ته د لاندې حل لارو وړاندیز کوي.

لومړۍ ماده: سوله یو اسلامي امر دی، د سولې بهیر کې د ښکېلو اړخونو معقول شرایط باید په پام کې ونیول شي.

1.    د پخلاینې بهیر مخ ته وړلو کې دې اغېزمن، ملي او ښکیلو اړخونو ته منل شوي کسان رول ولوبوي.

2.    د پخلاینې بهیر دې له پروژې څخه عملي پروګرام ته واړول شي.

3.    د سولې په پروګرامونو کې دې د ځوانانو متناسب نسبي رول په پرېکنده ډول په پام کې ونیول شي.

 

دویمه ماده: د افغانستان دولت باید د پخلاینې په بهیر کې د افغانستان ټولو قومونو ګډون په پام کې ونیسي

درېمه ماده: د افغانستان ځوانانو د سولې ملي جرګه له افغان حکومت او د افغاني سولې مخالفينو څخه غواړي، چې د پخلاینې په بهیر کې د بهرنیو لاسوهنو مخه ونیسي او دا بهیر بین الافغاني کړي.

څلورمه ماده: هغه پروګرامونه، چې افغان حکومت تر اوسه په هېواد کې د سولې د ټینګښت لپاره په لاره اچولي دي، ډیری یې په لنډمهال کې د جګړې کمزوري کولو لپاره دي. نه په هیواد کې د تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره. نو په دې توګه د پخلاینې بهیر باید د یوه مناسب او کاري میکانېزم پر بنسټ مخ ته یوړل شي.

پنځمه ماده: د افغانستان ځوانانو د سولې ملي جرګه له نړیوالې ټولنې غواړي، څو د افغان امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا، سمبالښت او روزني په برخه کې ريښتینې هڅې وکړي.

شپږمه ماده: افغان ځواکونو ته د بهرنیو ځواکونو لخوا د شپنیو عملياتو د سپارلو هوکړه لیک پر لاسلیک سربېره، اوس هم بهرنی ځواکونه له شپنیو بریدونو څخه لاس په سر شوي نه دي، چې دا کار د افغان حکومت او نړیوالو ځواکونو پر وړاندې د خلکو د ناخوښۍ لامل شوی دی. د افغانستان ځوانانو د سولې ملي جرګه له افغان حکومت څخه غواړي، څو د بهرنیو ځواکونو شپني عمليات ودروي، څو دا کار د خلکو د نا خوښۍ او د مخالفینو د زیاتېدو لامل نه شي.

اوومه ماده: د افغانستان دولت باید ځوانانو ته د کاري زمینې په برابرولو سره، د دولت د وسله والو مخالفینو په لیکو کې د هغوی یوځاي کیدو مخه ونیسي.

اتمه ماده: د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته، په افغانستان کې د تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره باید ملي اونړیوال ضمانتونه شتون ولري

نهمه ماده: د افغانستان ځوانانو د سولې ملي جرګه د اسلامي هېوادونو کنفرانس له سازمان څخه غواړي، چې په افغانستان کې د سولې د راوستلو لپاره هر اړخیزې دیني او ورورولي هڅې او مرستې وکړي. که چیري د هېواد امنیت له ګواښ سره مخ شي، افغان حکومت باید له ناپيېلو اسلامي هېوادونو څخه د پوځي مرستو غوښتنه وکړي.

لسمه ماده: د افغانستان ځوانانو د سولې ملي جرګه له ټولو هغو خوځښتونو څخه، چې په هېواد کې د سولې د ټینګښت لامل کېږي ملاتړ کوي او له بلې خوا د افغانستان د ستر ملګري په توګه د امریکا متحده ایالتونو له حکومت څخه غواړي، څو د ثبات ټینګښت په برخه کې ريښتینی عمل وکړي
دویم څپرکی

یوولسمه ماده: د افغانستان ځوانانو د سولې ملي جرګه په هېواد کې د امریکايي پوځيانو دایمي شتون سره خپل بشپړ مخالفت اعلانوي، خو په هېواد کې د امریکايي ځواکونو د لنډ مهاله شتون په اړه د افغان حکومت او خلکو له پرېکړو ملاتړ کوي.

دولسمه ماده: که چیرې د افغانستان او امریکا ترمنځ لنډ مهاله امنیتي تړون لاسلیک شي، د افغانانو سیاسي خپلواکي، ملي حاکمیت، دیني او اسلامي ارزښتونه باید په کې رعایت او خوندي وي.

دیارلسمه ماده: د امریکا حکومت باید د افغانستان حکومت او خلکو ته پیاوړې ژمنه او تضمین ورکړي، چې د سیمې د هېوادونو پر ضد به د افغانستان له ځمکني او هوايي حریم څخه هېڅ ډول پوځي برید او ګټه نه پورته کوي. خو د نړیوالو اصولو او د افغان حکومت د هوکړې په رڼا کې له ترهګرۍ سره مبارزه کولای شي.

څوارلسمه ماده: د افغانستان ځوانانو د سولې ملي جرګه له افغان حکومت او د امریکا له دولت څخه غواړي، چې د لنډمهاله امنیتي تړون د لاسلیک په صورت کې دې د امریکايي ځواکونو پوځي اډې له ملکي سیمو لرې جوړې او په خپل سري توګه د امریکايي ځواکو له تګ راتګ څخه مخنیوی وشي.

پنځلسمه ماده: د افغان حکومت د ستر سټراټیژيک ملګري په توګه، امریکا باید له ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان د پولو ستونزې په ځانګړې توګه له پاکستان او ایران سره د ډیورنډ کرښې او د هیرمند د اوبو ستونزه حل کړي.

شپاړسمه ماده: که چېرې په افغانستان کې شته بهرني پوځي ځواکونه کوم جرم وکړي، باید د نړیوالو قوانینو او اصولو او د افغانستان د نافذه قوانینو له مخې محاکمه او مجازات شي

دریم څپرکی
له فساد سره مبارزه

فساد، چې د افغانستان خلکو او حکومت پر وړاندې یو ستر ګواښ دی له لسو کالو راهیسې په هېواد کې د ډېرو اساسي او بنستیزو پرمختګونو مخه نیولې ده، په دې ډول د فساد له منځه وړلو په ځانګړې توګه اداري فساد له منځ وړلو په تړاو د افغانستان ځوانانو د سولې ملي جرګه له افغان حکومت او نړیوالې ټولنې څخه غواړي، څو لاندې ټکي په پام کې ونیسي:

اولسمه ماده: پر اړیکو د وړتیاوو حاکمیت او د وړتیا پر بنسټ د کارکوونکو ګمارنه.

اتلسمه ماده: د فساد مجرمینو او لامیلنو محاکمه او هغوی ته جزا ورکول او په ټولو يو شان د قانون حاکمیت او پلي کول.

نولسمه ماده: په دولتي جوړښت کې د مافیايي کړیو پر وړاندې جدي مبارزه او د دولتي امتیازانو او معاشونو زیاتوالی.

شلمه ماده: د حکومت له لوري د بهرنیو مرستو، عادي او پراختیايي بودجې له لګولو څخه کره څارنه او کنټرول.

یوویشتمه ماده: په دولتي ادارو کې له پورته څخه ښکته اصلاحات، نه له ښکته څخه پورته.

دوه ویشتمه ماده: د افغانستان حکومتي جوړښت څخه د موازي دولتي ادارو له منځه وړل.

درویشتمه ماده: په مهمو دولتي پوستونو کې د دوه ګوني تابعیت لرونکو کسانو د ګمارنې مخنیوی

څلورم څپرکی
د ځوانانو د وزګاری ستونزې

زمونږ ځوانان، چې د دې هېواد د وګړو ډېره برخه جوړوي، له ډېرو ستونزو او خنډونو سره مخ دي، چې له دغو ننګونو څخه یوه هم په تېرو لسو کلنو کې د کارموندنې او کاري فرصتونو نشتوالی دی، چې د افغانستان ځوانانو د سولې ملي جرګې له انده لاندې ټکي د وزګارۍ په را کمولو کې کولای شي ګټور وي:

څلورویشتمه ماده: د افغانستان ځوانانو د سولې ملي جرګه پر دې باور ده، چې زموږ هېواد د ازاد بازار اقتصادي نظام منلو ته چمتو نه دی، نو له افغان حکومته غواړي څو هغه په مختلط اقتصادي نظام بدل کړي.

پنځه ویشتمه ماده: د زیاتې پانګونې لپاره د ملي او نړیوالو سوداګرو د امنیت، مالي او ځاني خوندیتوب برابرول اغېزمن رول لري او د وزګاري له منځه وړلو او د بې‌روزګارۍ اوسنیو شمېرو په کمولو کې اغېزمن رول لري.

شپږویشتمه ماده: د طبیعي زیرمو ویستل، د کرنې میکانېزه کول، د اقتصادي بنسټونو رامنځته کول او بهر ته د ځوانو کارګرانو د لېږلو لپاره د هوکړو لاسلیک کول د بېوزلي او بېکاري د کمولو لامل کیږي.

اوه ویشتمه ماده: د افغانستان ځوانانو د سولې ملي جرګه له حکومت څخه غواړي، څو د ملکي خدمتونو د کارکوونکو قانون پلي کولو ته جدي پاملرنه وکړي او لاندې ټکي په پام کې ونیسي:

۱: په دولتي بنسټونو کې د ځوانانو د ګمارلو لپاره د کاري تجربې د لرلو شرط له منځه وړل.

۲: د تقاعد د اصولو بشپړ او پر وخت پلي کول او په بیلابیلو نومونو د تقاعد شویو کسانو د بیا ګمارلو مخنیوی

پنځم څپرکی
د ځوانانو شونیزې او پوهنیزې ستونزې

د افغانستان ځوانانو د سولې ملي جرګه په هېواد کې د ښوونیزو او پوهنیزو ستونزو د څېړلو ترڅنګ لاندې ټکي

د وړاندیز په توګه وړاندې کوي:

اته ویشتمه ماده: د دولتي پوهنتونونو پراخول او د ملکي مرکزونو جوړول او پوهنتونونو ته د دارالمعلمینو لوړول.

نهه ویشتمه ماده: د خصوصي لوړو زده کړو له موسسو او خصوصي ښوونځیو څخه کلکه څارنه او د تعلیمي او تحصیلي لګښتونو کمیدل.

دېرشمه ماده: د افغانستان ځوانانو د سولې ملي جرګې غړي د افغان کډوالو لپاره د لازیاتو ښوونیزو او پوهنیزو اسانتیاوو د برابرولو غوښتنه کوي او د کورنیو او بهرنیو پوهنتونونو ترمنځ بايد پراخې علمي اړیکې ټینګې شي.

یودېرشمه ماده: د ښوونځیو په ښوونیز او د پوهنتونونو په زده‌کړه‌ییز نصاب کې دې اړین او معیاري سمون رامنځته شي او د لیسانس په کچه د استاذانو پرځای د لوړو علمي کچو وړ کسان وټاکل شي.

او په پای کې:

د افغانستان ځوانان د ملي یووالي او د هېواد سترو ملي موخو ترلاسه کولو لپاره د روحیې په لرلو سره راټول شوي، څو وښيي، چې د خپلې خاورې اړوند د مهمو ملي مسایلو په اړه بې غوره نه دي او د دغو ستونزو د حل په لټه کې دي.

موږ ځوانان، چې د افغانستان ځوانانو د سولې ملي جرګې په ستره تاریخي غونډه کې جرګه شوي یو، ژمنه کوو، چې د هر هغه خوځښت ملاتړ کوو، چې په پایله کې يې په هیواد کې تلپاتې سولې رامنځته کېږي او هیچاته به اجازه ورنکړو، چې زموږ له ملي ګټو څخه د کس، ډلې او ګوند لپاره ګټه پورته کړي. یو ځل بیا د لوی خدای (ج) له درباره د افغانستان غیور ملت لپاره د ريښتینې، ورورګلوۍ او دوستانه کړنو د غوښتنه کوو او د افغان ملت سرلوړي غواړو. له دې ځایه موږ د دې پرېکړه لیک د مادو د تعقیب لپاره پر خپلو ملي پالو کړنو پر دوام ټینګار کوو او د پخلاینې د پلانونو پروګرامونو ناکامېدو په صورت کې به له ۲۰۱۴ کال وروسته سولې ته د رسېدو لپاره بايد یوه بدیله تګلاره ولرو

ومن الله التوفیق

د افغانستان ځوانانو د سولې ملي جرګه

د لویې جرګې تالار- کابل، افغانستان

د ۱۳۹۱ د چنګاښ ۱۵مه

د سولې لپاره د اړیکو ګروپ د مشرتابه اعلامیه؛ د مارچ ۸ ، د ښځو د پیوستون نړیواله ورځ – 2023

March8

د مارچ ۸، د ښځو د پیوستون نړیواله ورځ د نړۍ ټولو ښځو، په ځانګړې توګه د افغانستان زړورو او اتلو ښځو ته مبارک وي!

دا ورځ په افغانستان کې د هغو ننګونو، مبارزو، قربانیو او لوړو او ژورو یادونه کوي، چې افغان ښځې ورسره مخ شوې دي. د افغانستان باشهامته ښځې د هغو محدودیتونو او محرومیتونو سره – سره، چې د تاریخ په اوږدو په ځانګړې توګه په وروستیو څلورو لسیزو کې ورسره مخ وې، د نرانو تر څنګ یې د ټولنې د پرمختګ او آبادۍ لپاره د پام وړ هلې ځلې کړې دي.

دا ورځ په داسې حال کې د نړۍ د ملتونو او هېوادونو له لوري نمانځل کېږي، چې د افغانستان ښځې پکې له خپلو بنسټیزو حقونو، لکه د زده کړې، تعلیم، کار له حق او په سیاسي، ټولنیزو، مدني او کلتوري برخو کې له ګډون څخه محرومې شوې دي. د اسلام سپېڅلي دين لارښوونې ښيي، چې ښځې او نجونې له بنسټیزو انساني او بشري حقونو برخمنې دي او د ښځو او نجونو پر وړاندې هر ډول ظلم، بې عدالتي او نا برابري رد او ناوړه عمل دی.

د اړیکو ګروپ مشرتابه له مسوولو چارواکو څخه هیله لري، چې د افغانستان د ښځو او نجونو پر مخ د ښوونیزو او تحصیلي ادارو دروازې پرانیزي او د ټولو افغانانو، په ځانګړې توګه د ښځو لپاره په سیاسي، ټولنیزو، مدني او کلتوري برخو کې د کار او ګډون زمینه برابره کړي، ترڅو ټول افغانان هم نارینه او هم ښځینه د هېواد په ابادۍ او سوکالۍ کې فعاله ونډه واخلي.

له نړیوالې ټولنې او هغو هېوادونو څخه، چې د افغانستان د سولې او ثبات ملاتړ کوي، هم غواړو، چې د افغان ښځو، نوي نسل او ځوانانو د انساني حقونو او همدارنګه په پراخه کچه د سیاسي، ټولنیز، مدني او فرهنګي ګډون په برخو کې ملاتړ وکړي.

په پای کې هیله لرو، چې په راتلونکي ښوونیز او تحصیلي کال کې د افغان نجونو او ښځو لپاره به د تعلیمي او تحصیلي بنسټونو دروازې پرانستل شي.


درنښت

 د سولې لپاره د اړیکو ګروپ مشرتابه


 او د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه

ځیړنه او نشرات

د افغانستان منازعه او مصالحه

» د افغانستان منازعه او پخلاینه؛ د نوي نسل او ځوانانو د غوښتنو ځانګړې څیړنه  « 

څیړنه « د افغانستان منازعه او پخلاینه؛ د نوي نسل او ځوانانو د غوښتنو ځانګړې څیړنه » د منځپانګې کیفي ارزونې په میتود ترسره شوی دی. دا څیړنه په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره د نوي نسل او ځوانانو د کړنو، هڅو او غوښتنو د څیړلو، په لنډ دول د افغانستان د سولې بهیرونو ته کتنه او په دوحه کې د افغانستان د سولې بهیر نه بریالیتوب لاملونو ارزول او په افغانستان کې د اوږدمهاله کړکیچ او واک ترلاسه کولو پر سر د شخړو د لاملونو څیړل دي، چې په څلورو څپرکیو کې ترتیب شوې ده. لومړۍ څپرکی، د څیړنې نظري چوکاټ. دویم څپرکی، د واک پر سر شخړې او د افغانستان د سولې بهیرونو ته کتنه. دریم څپرکی، د معلوماتو تحلیل؛ د نوي نسل او ځوانانو د غوښتنو موندلو په موخه د پریکړه لیکونو تحلیل او ګروپي مرکې. بلاخره، څلورم څپرکی د څیړنې پایلې او وړاندیزونو ته ځانګړی شوی دی.

BookEnglish
د کتاب نوم: Conflict and Reconciliation of Afghanistan

ژبه: انګلیسې

پاڼې: ۱۵۶ پاڼې

اندازه: ۱۵ ام بی

ښکته کول
BookDari

د کتاب نوم: منازعه و مصالحه افغانستان

ژبه: دری

پاڼې: ۱۴۹ پاڼې

اندازه: ۱۷ ام بی

ښکته کول
BookPashto

د کتاب نوم: د افغانستان منازعه او پخلاینه

ژبه: پښتو

پاڼې: ۱۵۶ پاڼې

اندازه: ۱۵ ام بی

ښکته کول

د څیړنې لنډ راپور

cover EN
ژبه: انګلیسې

اندازه: ۴ ام بی

ښکته کول
cover fr

ژبه: دری

اندازه: ۳ ام بی

ښکته کول
cover ps

ژبه: پښتو

اندازه: ۳ ام بی

ښکته کول

ویډیوګانې

د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه

برنامې او کانفرانسونه

د ځوانانو غوښتنې