د سولې غږ – شبرغان – جوزجان

په جوزجان ولایت کې یو شمېر مدني فعالانو، ښځې، مخور، دیني عالمانو، ځوانانو او د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ ملاتړو؛ د سولې او پخلاینې، اوربند، د جګړې پایته رسیدو او د سولې خبرو بیا ځلې پیلیدو په اړه په شبرغان ښار کې غونډه وکړه. د غونډې ویناوالو په هېواد کې په ځانګړې توګه په جوزجان ولایت کې د اوربند او جګړې پایته رسیدو په تړاو خبرې وکړې او د افغانستان له حکومت، نړیوالې ټولنې او طالبانو له تحریک څخه یې خپلې غوښتنې مطرح کړې.

د غونډې پریکړه لیک: سوله او ځوانان-جوزجان

موږ یو شمېر ځوان فعالان، ښځې، مخور، عالمان او د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ ملاتړي په جوزجان ولایت کې د "سولې او ځوانان" تر سرلیک لاندې د غونډې په ترسره کولو سره د لاندې مواردو د پلي کیدو غوښتونکي یوو:

۱. د جوزجان ولایت اوسیدونکي له څو کلونو راهیسې د تپل شوې او ناڅرګنده جګړې قرباني شوي دي. موږ د جګړې له ښکیلو غاړو څخه د اوربند او د جګړې پایته رسیدو او په هېواد په ځانګړې ټوګه په جوزجان ولایت کې د سراسري امنیت ټینګښت په موخه د ژر تر ژره د سولې د خبرو د بیا پیلیدو غوښتنه کوو؛

۲. د جوزجان ولایت خلک هره ورځ د جګړې په دواړو خواوو کې وژل کیږي، موږ د ښکیلو خواوو په ځانګړې ډول د امریکا له متحده ایالتونو، د افغانستان له حکومت او طالبانو څخه غواړو، څو د سولې ټینګښت ته زمینه برابره کړي، څو خلک وتوانیږي، چې خپلو کورونو ته ور وګرځي؛

۳. موږ د افغانانو ترمنځ د مخامخ خبرو څخه ملاتړ کوو او د سولې په خبرو او مذاکراتو کې د ځوانانو او نوي نسل د اغیزناکه او ریښتیني ګډون غوښتنه کوو؛

۴. موږ د افغانستان له دولت، د امریکا متحده ایالتونو او د طالبانو له تحریک څخه غواړو، څو پر یوه فوري اوربند هوکړه وکړي، ځکه د دې جګړې اصلي قربانیان یوازې د افغانستان خلک دي او هره ورځ زموږ ځوانان او خلک د جګړې په دواړو خواوو کې له منځه ځي؛

۵. موږ د جوزجان ځوانان او خلک له هر هغه مشروع اقداماتو څخه، چې د سولې د ټینګښت لامل شي، هرکلي او ملاتړ کوو؛

۶. موږ له حکومت او کورنیو او نړیوالو مرستندویه بنسټونو څخه غواړو، څو د جوزجان ولایت کډوالو لپاره اړین اقدامات ژر تر ژره ترسره کړي.

په درنښت

یو شمېر ځوان فعالان، ښځې، مخور، دیني عالمان او د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ ملاتړي

جوزجان – افغانستان

د ۱۳۹۸ لمریز کال د لړم ۲۶ / د ۲۰۱۹ زیږدیز کال د نوامبر ۱۷

د سولې چیغه – پکتیا

د پکتیا ولایت یو شمېر مدني فعالان، قومي مشران، دیني عالمان، ځوانان او د سولې لپاره د ځوانانو اړیکو د ګروپ ملاتړي، د پکتیا ولایت په ګردیز ښار کې د سولې په تړاو سوله ایز لاریون ترسره کړ او خپلې غوښتنې یې د افغانستان له حکومت، نړیوالې ټولنې او د طالبانو له تحریک څخه یې مطرح کړې.

لاریونوالو د سولې د خبرو د بیا پیل، د ژر تر ژره اوربند پلي کولو او  د سولې په خبرو کې د ځوانانو د ګډون غوښتنه کوله او ټینګار یې وکړ، چې سولې لپاره د افغانستان ځوانانو لخوا  د ټول افغانستان څخه داسې یو پلاوی رامنځته شي، چې د سولې له بهیر څخه څارنه وکړي.

 

د دې لاریون پریکړه لیک:

۱-   موږ د افغانستان  له دولت، د امریکا متحده ایالتونو او د طالبانو له تحریک څخه غواړو، چې ژر تر ژره په اوربند هوکړه وکړي او ورپسې د سولې خبرې اترې پیل کړي؛

۲-  افغانان نور له جګړې ستړي شوي، جګړه یوه تپل شوې پدېده ده، افغانان د سولې خلک دي او سوله غواړي؛

۳- د پکتیا ځوانان د جنګ له ښکېلو لوریو غواړي، چې نور له زورزیاتي، کرکې او وژنو څخه لاس واخلي او سولې ته غاړه کېږدي؛

۴- د افغانستان دولت او طالبانو تر منځ  د سولې خبرې اترې باید ژر تر ژره پیل شي او د مذاکراتو په پلاوي کې باید ځوانانو ته زیاته ونډه ورکړل شی؛

۵-  موږ نه غواړو چې نور د ورور وژنې، ځوان وژنې او افغان وژنې دغه ناورین دلته دوام وکړي. موږ امن کې ژوند غواړو؛

۶-  د سیمې له هېوادونو او له نړیوالې ټولنې مو غوښتنه ده، چې په جګړه کې ښکېلو لوریو باندې فشار راوړي تر څو د تل پاتې سولې لپاره خبرو اترو ته کښېني؛

۷-  موږ له هر ډول کړنو څخه چې پر بنسټ یې د جګړې ښکیلو غاړو (حکومت، د امریکا متحده ایالتونو او د طالبانو تحریک) ترمنځ د باور زیاتیدو او د اعتماد فضا رامنځته کیدو لامل کیږي، ستاینه او ملاتړ کوو. موږ په دې باور یوو، چې د زندانیانو وروستۍ تبادله، سولې ته د رسیدو په برخه کې مثبت ګام دی او همدارنګه غوښتنه کوو، څو نور زندانیان هم د یوه منظم او قانوني پلان پر بنسټ خلاص شي؛

۸ -موږ ځوان فعالان، مشران، عالمان او د سولې لپاره د ځوانانو اړیکو ګروپ ملاتړي، د ځوانانو او نوي نسل له نورو فعالانو سره یو ځای په مرکز او ولایتونو کې د ځوان فعالانو او نوي نسل له منځ څخه یو پلاوی رامنځته کوو، څو د سولې له خبرو او د مذاکراتو له پرمختګ څخه څارنه وکړي.

 

په درنښت

 د پکتیا ولسونه، ځوانان او د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ ملاتړي

ګردیز پکتیا - افغانستان

د ۱۳۹۸ لمریز کال د لړم ۲۷

د سولې لپاره د ځوانانو اړیکو ګروپ مظاهره

په ننګرهار کې د اړیکو د ګروپ د اعتراضیه ناستې اعلامیه 

موږ ځوان فعالان، عالمان، مشران او د سولې لپاره د ځوانانو اړیکو ګروپ ملاتړي، په ننګرهار ولایت کې د دې  غونډې په ترڅ کې لاندې غوښتنې لرو:

1 – موږ د امریکا متحده ایالتونو او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو د ژر تر ژره بیا پیلیدو غوښتنه کوو، چې په دې خبرو کې د افغانستان حکومت هم ګډون ولري ( درې اړخیزه خبرې)؛

2-  باید ژر تر ژره د افغانستان دولت مرکچي پلاوی وټاکل شي او همدارنګه په جدي ډول غوښتنه کوو، چې په دې پلاوي کې د ځوانانو او نوي نسل ریښتیني استازي په اغیزناکه ډول شتون او ګډون ولري؛

3- موږ د افغانستان دولت، د امریکا متحده ایالتونو او د طالبانو تحریک څخه غواړو، چې پر یو فوري اوربند هوکړه وکړي او درې واړو غاړو تر منځ د جګړې پایته رسیدو غوښتونکي یو، ځکه د دې جګړې اصلي قربانیان د افغانستان خلک دي او پدې جګړه کې هره شپه او ورځ د دواړو لورو څخه ځوانان وژل کیږي؛ 

4- موږ د جګړې له اصلي اړخونو په ځانګړې توګه د افغانستان له حکومت او د طالبانو له تحریک څخه غواړو، څو د یو بل په وړاندې د کرکې، زورزیاتي او ناوړه ادبیاتو له کارولو څخه ډډه وکړي، څو د مینې او باور فضا رامنځته شي. همدارنګه د سولې د ټینګښت او د باور فضا پیاوړتیا په موخه له حکومت او طالبانو څخه غواړو، څو دواړه خواوې په خپل دریځ کې نرمښت او انعطاف څرګند کړي؛

5- موږ له هر ډول کړنو څخه چې پر بنسټ یې د جګړې ښکیلو غاړو (حکومت، د امریکا متحده ایالتونو او د طالبانو تحریک) ترمنځ د باور زیاتیدو او سالمې فضا رامنځته کیدو لامل کیږي، ستاینه او ملاتړ کوو. موږ په دې باور یوو، چې د زندانیانو وروستۍ تبادله، سولې ته د رسیدو په برخه کې مثبت ګام دی او همدارنګه غوښتنه کوو، څو نور زندانیان هم د یوه منظم او قانوني پلان پر بنسټ خلاص شي؛

6- موږ ځوان فعالان، مشران، عالمان او د سولې لپاره د ځوانانو اړیکو ګروپ ملاتړي، د ځوانانو او نوي نسل له نورو فعالانو سره یو ځای په مرکز او ولایتونو کې د ځوان فعالانو او نوي نسل له منځ څخه یو پلاوی رامنځته کوو، څو د سولې له خبرو او د مذاکراتو له پرمختګ څخه څارنه وکړي؛

7- په پای کې موږ د ننګرهار ولایت اوسیدونکي د جګړې له ښکیلو غاړو په ځانګړي ډول له حکومت او طالبانو څخه غواړو، څو د سوله غوښتنې او اوربند په لومړني ګام کې د ننګرهار ولایت د سولې او امن د کور په توګه اعلان کړي.

 

په درنښت

 ځوان فعالان، مشران، عالمان او د سولې لپاره د ځوانانو اړیکو ګروپ ملاتړي

ننګرهار - افغانستان- د امیر شهید باغ

د ۱۳۹۸ لمریز کال د لړم ۲۲ / د ۲۰۱۹ زیږدیز کال د نوامبر ۱۲

د سولې لپاره د ځوانانو اړیکو ګروپ د دارالانشاء ناسته

د سولې لپاره د ځوانانو اړیکو ګروپ د دارالانشاء ناسته جوړه شوه. دا ناسته، چې د ګروپ د ډیرو غړیو، د ځوان فعالانو او نوي نسل د استازیو په ګډون سره په کابل کې جوړه شوې وه؛ د لاندې موضوع ګانو اړوند یې خبرې او سلا مشورې وشوې:

1. د مخکینیو فعالیتونو او په کابل، زابل او ارزګان ولایتونو کې د اړیکو ګروپ د ناستو ارزونه او راپور؛

2. په پلازمینه او ولایتونو کې د راتلونکیو فعالیتونو او پروګرامونو ترسره کول؛

3. اوربند او د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو بیا پیلیدل، چې افغان دولت د دې خبرو اصلي اړخ و اوسي. ( د درې اړخونو ناسته)؛

4. د سولې خبرو لپاره د کورني اجماع رامنځته کولو په برخه کې د حکومت کمزوري؛

5. د دولت د مرکچي پلاوي ټاکل، په دې پلاوي کې د ځوانانو او نوي نسل شتون او له طالبانو سره د سولې خبرو له بهیر څخه د څارنې څرنګوالې.

په درنښت

د سولې لپاره د ځوانانو اړیکو ګروپ  د رسنیز دفتر

۱۳۹۸ لمریز کال د لړم ۱۶ / د ۲۰۱۹ زیږدیز کال د نوامبر 

د سولې غږ – زابل

د زابل یو شمېر ځوانانو او د نوي نسل پیژندل شویو څیرو د ۱۳۹۸ لمریز کال د وږي میاشتې په ۲۹، چې د ۲۰۱۹ زیږدیز کال د سپټمبر میاشتې له ۲۰ سره برابره ده، د "سوله او ځوانان" تر سرلیک لاندې په جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ او لاندې وړاندیزونه او غوښتنې یې وړاندې کړې:

1- زابل یو له هغه ولایتونو څخه دی، چې تل په کې جګړه او نا امنۍ شتون درلوده او په ځانګړې توګه په وروستیو کلونو کې یې له دې امله زیاتې قربانۍ ورکړي دي. موږ د دې ولایت له ټولو مشرانو او مخورو، چې د غیر مسوولو وسله والو او یا هم د طالبانو په خوځښت کې فعالیت کوي او یا هم د حکومت یوه برخه ده، غواړو، څو د سولې ټینګښت او د سولې بین الافغاني خبرو پیل لپاره هڅه وکړي؛

2- د زابل ولایت خلک په ځانګړې توګه د دې ولایت ځوانان هره ورځ د جګړې او نا امنیو له امله قربانۍ ورکوي. دا د دې لامل شوی، چې زموږ ځوانان او نوی نسل د زدکړو، ښوونې او روزنې له ډګر څخه لیري پاتې شي؛

3-  امنیت زموږ د بنسټیزو او مهمو حقونو څخه دی. له همدې امله موږ د زابل ولایت له خلکو، هم له ښځو او نارینه وو او په ځانګړې ډول د هېواد له نوي نسل څخه غواړو، څو خپل غږ پورته کړي او په یوه غږ د جګړې پایته رسیدو او سولې د خبرو پیل غوښتونکي شي؛

4-  د زابل خلکو په دې تپل شوې جګړه کې له هر چا ډیره قربانۍ ورکړې ده. د خپلو کورنیو غړي یې له لاسه ورکړې. خپل ملکیتونه یې له لاسه ورکړي دي. له خپلو سیمو کډوال او خواره شوي دي. موږ د زابل ځوانان له خپلو ټولو هېوادوالو غواړو، څو په دې برخه کې زموږ سره ګډ غږ اوچت کړي؛

5-  ځوانان د افغانستان د وګړیو د ستري برخې په توګه د سولې په خبرو کې هیڅ ډول ونډه نه لري او یا هم ډیره کمه ده. موږ غواړو، چې ځوانان د سولې په برخه کې فعالانه او اغیزناکه ګډون ولري، ځکه ځوانانو په دې جګړه کې ډیره قربانۍ ورکړې او هیڅ بل اړخ نشي کولای، څو له ځوانانو څخه استازیتوب وکړي او یا هم د هغوی له وضعیت څخه سم درک ولري؛

6-  د جګړې او نا امنیو په برخه کې زموږ د ځوانانو اصلي مسوولیت دا دی، څو د افغانستان په کلیو او بانډیو کې د روانې جګړې اصلي انځور نړیوالو او ارګ میشتو ته ښکاره کړو. دا تپل شوې جګړه زموږ نه ده، خو قرباني موږ ورکوو؛ اور د بل دی، خو په کې موږ سوځیږو. قرباني او سرښندنې زموږ دي، خو ګټې د بل دي. هیڅوک موږ ته سوله نشي راوستلای، خو تر هغه مهال، څو د افغانانو په محوریت د سوله غوښتونکې هڅې پیل نه شي؛

7- د سولې ټینګښت او د سولې خبرو لپاره د ځوانانو یوازینۍ آدرس  سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ دی. سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ د افغانستان د ځوانانو په استازیتوب غوښتنه کوي، څو بیا ځلې نیابتي جګړې پر افغانانو و نه تپل شي او بیا ځلې قرباني نه شو.

په پای کې یو ځل بیا ټینګار کیږي، څو ورته غونډې او ناستې دوام وکړي او له ټولو عالمانو، مشرانو، استادانو، ځوانانو، کسبه کارانو او د هېواد له نورو وګړیو څخه غواړو، څو خپل د سوله غوښتونکې غږونه اوچت کړي او په دې برخه کې خپل ایماني او وجداني مسوولیت ترسره کړي. د امریکا له متحده ایالتونو، دولتي چارواکیو او د طالبانو له تحریک څخه غواړو، څو د سولې خبرې بیا ځلې پیل او د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره هڅه وکړي او د افغانستان د سولې په بهیر کې له اغیز لرونکیو هېوادونو غواړو، څو د افغانستان د سولې د بهیر ښکیل اړخونه وهڅوي، څو بین الافغاني خبرې بیا ځلې پیل کړي.

 

په درنښت

سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ رسنیز دفتر

د سولې غږ – ارزګان

د ارزګان ولایت ځوانان او د نوي نسل اغیزناکه څیرو د روان ۱۳۹۸ لمریز کال د وږي میاشتې په ۲۱ نیټه، چې د ۲۰۱۹ زیږدیز کال د سپټمبر میاشتې ۱۲ سره برابره وه، د "سوله او ځوانان " تر سرلیک لاندې غونډه وکړه او د ژر تر ژره اوربند او د بین الافغاني سولې خبرو پر پیلیدو یې ټينګار وکړ. په ارزګان ولایت کې ځوانو فعالانو ټینګار وکړ، چې د هېواد د روانې ورانونکې جګړې اصلي قربانیان خلک په ځانګړې توګه د هېواد ځوانان او نوی نسل دی. د ارزګان ولایت ځوانانو په دې غونډه کې لاندې غوښتنې وکړې:

1- د هېواد په لویو ملي مسائلو، د سولې بهیر او بین الافغاني خبرو کې د ځوانانو او نوي نسل د اغیزناکه ګډون غوښتونکي یو؛

2- موږ د تل پاتې سولې ټینګښت په موخه په افغانستان کې د بین الافغاني خبرو د پیلیدو غوښتونکي یو؛

3- له طالبانو سره د سولې له خبرو، چې په هېواد کې جګړه پایته ورسوي؛ د افغانستان د تولو خلکو غوښتنه ده او ملاتړ یې کوو؛

4- موږ له با عزته او تل پاتې سولې ملاتړ کو، خو په هیڅ ډول د لنډمهاله سولې، چې د بلې جګړې لامل شي، پلوي نه یوو؛

5- د سولې لپاره د سالم چاپیریال را منځته کولو په موخه د افغانستان ټول وګړي، په جګړه کې ښکیل اړخونه او نړیواله ټولنه باید په منظم ډول هڅه وکړي؛

6- په جګړه کې ښکیل اړخونه باید پوه شي، چې جګړه د حل لار نه ده او د دې  نا مشروع جګړې دوام د هیڅ ښکیل اړخ په ګټه نه ده.

په پای کې د دې ناستې ګډونوالو یو ځل بیا د اوربند او د سولې او سترو ملي پریکړو کې د ځوانانو اغیزناکه ګډون ټینګار وکړ. دا ناسته د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ډلې د (ارزګان) ولایتي دفتر د رهبري پلاوي په ټاکلو او د افغانستان خلکو ته د خیر او هوساینې په دعایې سره پایته ورسیده.

 

په درنښت

سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ رسنیز دفتر

سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ پرانیستل شو

سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ د پنجشنبې په ورځ د ۱۳۹۸ لمریز کال د زمري میاشتې په ۳۱، چې د ۲۰۱۹ زیږدیز کال داګسټ میاشتې له ۲۲ سره برابره ده، د نوي نسل او د ځوان محوره بنسټونو د استازو په ګډون، په رسمي ډول پرانیستل شوو. دا ناسته دوه برخې لرلې، چې په لومړۍ برخه کې  سولې لپاره د اړیکو د ګروپ موخې، فعالیتونه او غوښتنې شریکې شوې او په دویمه برخه کې ګډونوالو د یو شمېر پوښتنو په رڼا کې د دې ګروپ د پیاوړتیا او ملاتړ په موخه خپل نظرونه شریک کړل.

 سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ موخه د افغانستان په اوسني او راتلونکو مهمو ملي پریکړو، په ځانګړې توګه د سولې په بهیر کې د افغانستان د نوي نسل او ځوانانو (ښځینه او نارینه) د رول او ځای پیاوړتیا او په دې بهیر کې د هغوی د اغیزناکه ګډون او ښکیلتیا څخه د دفاع په موخه د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د لوړپوړو چارواکو، د نړۍوالې ټولنې او د طالبانو د اسلامي تحریک د سیاسي دفتر سره خبرې او له سولې او د طالبانو له اسلامي تحریک سره د خبرو له ترسره کولو څخه ملاتړ او په افغانستان کې د تل پاتې ټیکاو او سراسري سولې د ټینګښت لپاره د نوي نسل د همغږۍ پیاوړتیا ده.

 

د سولې په بهیر کې د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ غوښتنې:


1- اوربند، د بین الافغاني خبرو د بهیر چټکتیا او جدي ګڼل؛

2- د افغانستان د اسلامي جمهوري نظام ساتل؛

3- د اساسي قانون ملاتړ او په اساسي قانون کې د منل شوې لارې څخه د هغه تعدیل؛

4- د اساسي قانون د دویم فصل مطابق د افغانستان د وګړو د اساسي حقونو او مسوولیتونو ساتنه؛

5- د اغېزناکه لوري په توګه د سولې په خبرو کې د نوي نسل او ځوانانو د استازو اغېزمن ګډون او تینګار کیږي، چې د سولې په بهیر کې جهادي تنظیمونه او د هغوی اړوند اشخاص، ازمویل شوي تکنوکراتان او طالبان زموږ استازي نه دي او له موږ څخه استازيتوب نشي کولای؛

6- د سولې له بهیر څخه د فرصت غوښتونکو اشخاصو او د سولې د مخالفو کسانو د ناوړه ګټې اخیستنې مخنیوی؛

7- د ښځو د زدکړې، ښوونې، کار او په سیاسي، مدني، ټولنبیز، اقتصادي او نظامي برخو کې د ښځو د فعاله ګډون څخه ملاتړ؛

8- د ولسواکۍ له بهیرونو او د قانون پر بنسټ د ټاکنو له لارې د سیاسي واک د تر لاسه کولو څخه ملاتړ؛

9- له نوماندۍ، نوماند کېدل او د رایې ورکونې له حق څخه ملاتړ؛

10- په سیاسي اقتدار کې ملي او هر اړخیز ګډون «سیاسي پلورالیسم»؛

11- د قانون په چوکاټ کې د وینا د خپلواکۍ، د مطبوعاتو، رسنیو او معلوماتو ته د لاسرسي ساتنه؛

12- د ملي او ټولییزو ارزښتونو ساتنه؛

13- د افغانستان د وسله وال ځواک (ملي اردو، ملي پولیس او ملي امنیت) ساتنه او ملاتړ او د یو ځانګړي میکانیزم پربنسټ د ملیشو، د غیر مسوول وسله والو او د طالبانو ټولو ګروپونو څخه د وسلو راټولولو لپاره د زمینې برابرول؛

14- د سولې او مذاکراتو په بهیر کې د ښځو او د افغانستان د نوي او ځوان نسل د اغیزناکه ګډون په ملاتړ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري د یو پرېکړه لیک صادرولو لپاره هڅې؛

15- د دوه اړخیزو ملي ګټو پر بنسټ له نړیوالې ټولنې، اسلامي هیوادونو، نړیوالو بنسټونو، ګاونډیانو او د سیمې له هیوادونو سره د همکاریو او دوستانه او ستراتیژیکو اړیکو له دوام څخه ملاتړ.

 

په درنښت

د ویاندوی دفتر

 سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ

د اړیکو د ګروپ خبري ناسته

د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ د خبري ناستې اعلامیه 

 سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ د افغانستان د نوي نسل او ځوانانو د سوله غوښتونکیو او فعالانو خوځښت په توګه، په افغانستان کې د سولې ټینګښت لپاره د امریکا متحده ایاالتونو او طالبانو ترمنځ د سولې له خبرو او بهیر څخه ملاتړ کوي او د افغانستان په جګړه کې له ښکیلو خواوو غواړي، څو ژر تر ژره بین الافغاني خبرې پیل، اوربند پلی شي او د افغانستان دولت مرکچي پلاوی وټاکل شي. سولې لپاره د ځوانانو اړیکو ګروپ د هېواد د سولې په بهیر کې د افغانستان نوي نسل او ځوانانو د استازي په توګه یو شمېر وړاندیزونه د افغانستان له اسلامي جمهوري دولت، نړیوالې ټولنې او د طالبانو له تحریک سره شریکوي او د لاندې مواردو غوښتونکي یو:

 

1- د نوي نسل او ځوان فعالانو په ګډون د خبرو او مذاکراتو لباره هر اړخیز او ملي پلاوي رامنځته کول، چې د افغانستان د خلکو او اسلامي جمهوري نظام څخه ریښتیني استازیتوب وکولای شي، همدارنګه ټینګار کوو، چې د افغانستان اسلامي جمهوريت څخه باید یو واحد او ټول منلای پلاوی باید له طالبانو سره خبرې مخ ته یوسي.

2- اوربند او ژر تر ژره د بین الافغاني رسمي خبرو پیل.

3- موږ د سولې په خبرو کې د اغیزلرونکي اړخ په توګه د نوي نسل او ځوانانو د استازو د ګډون غوښتونکي یو، ټینګار کوو، چې د سولې په بهیر کې جهادي تنظیمونه او د هغوی غړي، ازمویل شوي تکنوکراتان او طالبان زموږ استازي نه دي او د افغانستان له نوي نسل او ځوانانو څخه استازیتوب نشي کولای.

4- د سولې په بهیر کې د ازمویل شویو او ناوړه ګټه اخیستونکیو او د هغه کسانو، چې په هېواد کې د ریښتیني سولې مخه نیسي، له ناوړه ګټه اخیستنې مخنیوی.

5- څرنګه چې د مرکچي پلاوی باید کوچنی وي، موږ همدارنګه د سولې په خبرو کې د مرکچي پلاوي لپاره د مشورې او څارنې پلاوي د جوړیدو غوښتونکي یو، څو هغه ټول اړخونه، چې د افغانستان اسلامي جمهوري نظام څخه ملاتړ او استازیتوب کوي، څنډې ته نشي.

6- د سولې بهیر په ځانګړې توګه د وروستیو مذاکراتو او د امریکا متحده ایالتونو او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک په اړه د افغانستان رهبر او لومړۍ درجه مسوول په توګه د ولسمشر لخوا د دولت د حل لارو او نظر وړاندې کول؛ که چیرې د افغانستان د خلکو لپاره قانع کونکی ځواب او هوساینه نه وي، د مخالفت او نه منلو دلایل باید روښانه شي.

7- له طالبانو سره د سولې هوکړه لیک په اړه د افغانستان د خلکو په ځانګړې ډول نوي نسل ته د افغانستان اسلامي جمهوریت د ولسمشر او د امریکا متحده ایالتونو لخوا د وضاحت ورکول.

8- د افغانستان اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي د همغږي کوونکي او د غونډو تسهیلونکي په توګه د سولې په چارو کې د دولت وزارت پیاوړتیا او فعاله کیدل.

9- د ولسواکۍ او ټاکنو له بهیر څخه ملاتړ او له نړیوالې ټولنې غواړو، څو د افغانستان د زعیم ټاکل د ټاکنو او رای ورکولو له لارې، له ستونزو سره مخ نه کړي، خو که چیري موږ د خبرو او مذاکراتو له لارې له طالبانو سره ریښتینې سولې او هوکړې ته نیږدې و اوسو، د افغانستان د اسلامي جمهوریت له ولسمشر څخه غواړو، څو نوښت وکړي او د افغانستان له سیاسي مشرانو او اغیزناکو څیرو سره د سلا مشورو لړئ پیل کړي.

10-  د سولې او مذاکراتو په بهیر کې د افغانستان د ښځو، نوي نسل او ځوانانو د اغیزناکه ګډون څخه د ملاتړ په موخه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لخوا د رسمي پریکړه لیک صادرول.

11- له طالبانو غواړو، څو د جګړې د پایته رسیدو په فکر، له ځانغوښتنې او انحصارتوب پرته او د هېواد د تېرو ۱۸ کلونو نیکو واقعیتونو په رڼا کې خبرو او هوکړې ته چمتو شي، نه دا چې د خپلو پخوانیو کړنو او  تفکر تپلو پر بنسټ وي.

و من الله توفیق

سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ خبري ناسته

د ۱۳۹۸ کال وږی ۱۳/ د ۲۰۱۹ کال سپټمبر ۴

کابل- افغانستان