د نوي نسل او ځوانانو د سولې لومړنۍ جرګه – لوګر ولایت

د نوي نسل او ځوانانو د سولې لومړنۍ جرګه په لوګر ولایت کې د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو  ګروپ لخوا د پنجشنبې په ورځ د ۱۳۹۹ لمریز کال د وږي په ۶ جوړه شوه. په دې جرګه کې د لوګر ولایت نوي نسل او ځوانان د سولې د بین الافغاني خبرو پر پیلیدو د ټینګار تر څنګ د جګړې پایته رسیدو او د سولې غوښتونه وکړه.

دا جرګه درې برخې درلودل، لومړی د غونډې او جرګې پرانیستنه وه، وروسته بیا د جرګې ګډونوالو ترمنځ په بیلابیلو کمیټو کې د اجندا سره سم بحث او خبرې وشوې. په پای کې ترسره شوي بحثونه د کمیټو د استازو لخوا وړاندې شول او جرګه پایته ورسیده

پریکړه لیک

په لوګر ولایت کې د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه

موږ د لوګر ولایت یو شمېر ځوانان د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه کې، د ۱۳۹۹ لمریز کال د وږي میاشتې په ۶ نیټه د پنجشنبې په ورځ سره را جرګه شوي وو او د سولې په روان بهیر کې له افغان حکومت، د طالبانو تحریک او له نړیوالې ټولنې څخه د ځوانانو پر غوښتنو، د افغانستان د جګړې د پایته رسیدو پر څرنګوالي، په دې ولایت کې له جګړې څخه راټوکیدلو زیانونو او د سولې له بهیر څخه د ځوانانو څارنیز ګروپ رامنځته کیدلو په تړاو خبرې او سلا مشورې وکړې او لاندې پریکړو ته ورسیدلو:

 

۱. موږ د لوګر ولایت اوسیدونکي له روانې جګړې څخه د نورو هېوادوالو په پرتله زیات زیانمن شوي یوو. موږ له اقتصادي، ښوونیز او کرنیزو ستونزو سره مخ شوي یوو. نو له همدې کبله د دې جرګې له لارې پر افغان حکومت، د طالبانو پر تحریک او په جګړه کې پر نورو ښکیلو خواوو غږ کوو، څو ژر تر ژره دې اوربند وکړي؛

۲. موږ د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ګډونوال د افغانستان پر حکومت او د طالبانو پر تحریک غږ کوو، څو په خپلو دریځونو کې نرم والی راولي او د افغانانو ترمنځ د مخامخ خبرو د پیل پر وړاندې دې ټولې پلمې له منځه یوسي؛

۳. موږ په لوګر ولایت کې د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې غړي د افغانستان پر حکومت او د طالبانو پر تحریک غږ کوو، څو ژر تر ژره دې بین الافغاني خبرې پیل کړي او همدارنګه له نړیوالې ټولنې، د امریکا متحده ایالتونو، د اسلامي کنفرانس  او ګاونډیو هیوادونو څخه غوښتنه کوو، څو د طالبانو پر تحریک او افغان حکومت د بین الافغاني خبرو د پیل کیدو لپاره فشار زیات کړي؛

۴.موږ د لوګر ولایت اوسیدونکي له افغان حکومت او د طالبانو تحریک څخه غواړو، څو ځوانانو ته د سولې په بهیر کې ځانګړې پاملرنه وکړي او هغوی ته د دې بهیر د څارنې حق ورکړي؛

۵. موږ د جرګې غړي د ټولو افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو له بنسټیزو حقونو څخه ملاتړ او غوښتنه کوو، څو د سولې په بهیر کې ښځو او ځوانانو ته اغیزناکه رول ورکړل شي؛

۶. موږ د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ګډونوال هڅه کوو، څو د لوګر ولایت د کلیو او بانډو په کچه ځايي څارنیزې ډلې رامنځته کړو، څو وکولای شي، چې د سولې له بهیر څخه څارنه وکړي؛

۷. موږ د جرګې ګډونوال پر افغان حکومت غږ کوو، څو ژر تر ژره دې د مشورتي سولې لویې جرګې پریکړې پلي او ژر تر ژره دې پاتې ۴۰۰ طالب زندانیان خوشې کړي؛

۸. له افغان حکومت څخه غوښتنه کوو، څو د افغانستان د سولې بهیر ټولو افغانانو ته څرګند کړي او موږ ته په دې بهیر کې ابهام او ناڅرګندتیا په هیڅ ډول د منلو وړ نه ده؛

۹. مونږ د جرګې ګډونوال د ټولو هغه اشخاصو، هېوادونو او د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو له هڅو څخه، چې د هېواد د سولې بهیر کې له شخصي اهدافو پرته ترسره کوي؛ مننه او ملاتړ کوو، خو هیڅ فرد، هېواد او ګاونډي ته اجازه نه ورکوو، څو د افغانستان د سولې له بهیر څخه ناوړه ګټه واخلي.

 

د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه

د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ

د ۱۳۹۹ د وږي ۶/ د ۲۰۲۰ د اګست ۲۷

لوګر – افغانستان

د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ رسنیزه اعلامیه

رسنیزه اعلامیه

د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ

 

د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ، له څه باندې یوه کال راهیسې، د سولې په بهیر کې د افغانستان د نوي نسل او ځوانانو ترمنځ د همغږۍ او واحد غږ رامنځته کولو کې هلې ځلې کوي. د اړیکو ګروپ له حکومتي آدرسونو بهر د یوه خپلواک آدرس په توګه تر اوسه یې د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې د جرګو، غونډو او کنفرانسونو په جوړولو سره د پخلاینې په بهیر کې د نوي نسل ریښتینې غږ رامنځته کولو په هڅه کې دي.

 

د اړیکو ګروپ د ملي پخلاینې عالي شورا د رهبري کمیټې له لومړنۍ ناستې څخه ملاتړ کوي او هیله لري، څو دا آدرس پیاوړی شي او د هېواد ملي ګټو په پام کې نیولو سره، د افغانستان اسلامي جمهوریت او د طالبانو د تحریک ترمنځ سولې بهیر چټک کړای شي.

 

د اړیکو ګروپ د سولې په بهیر کې د افغانستان د ځوانانو د ننګ یا عدالت غوښتنې د محور او واحد غږ په توګه، د پخلاینې په بهیر کې د نوي نسل او ځوانانو د ګډون او د ملي اجماع رامنځته کولو او په دې شورا کې ټول شموله جوړښت د رامنځته کولو غوښتنه کوي.

 

په درنښت

د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ

د ۱۳۹۹ لمریز کال د لیندۍ ۱۵ / د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د ډسمبر ۵

پر فوزیه کوفي د برید په تړاو د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ مطبوعاتي اعلامیه

پر فوزیه کوفي د برید په تړاو د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ مطبوعاتي اعلامیه

شنبه د ۱۳۹۹ لمریز کال د زمري ۲۵ / د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د اګسټ ۱۵

د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ د سولې د مرکچي پلاوي پر غړې آغلې فوزیه کوفي برید په کلکو ټکو غندي او دا پر سولې د افغانستان د دښمنانو برید ګڼي او خپله خواخوږي له اغلې کوفي سره شریکوي.

تېره ورځ پر میرمن کوفي د پروان – کابل پر لویه لار برید شوی، چې له بده مرغه په دې برید کې میرمن کوفي ټپي شوې ده، د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ؛ میرمن کوفي ته د خدای تعالی له دربار څخه د بشپړې روغتیا دعا کوي.

میرمن کوفي د هېواد یوه سیاسي فعاله او زړوه ښځه ده، چې اوسمهال د افغان حکومت لخوا له طالبانو سره د سولې په مرکچي پلاوي کې غړیتوب لري. د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ د سولې بهیر کې د نوموړې شتون مهم ګڼي.

دا چې افغان حکومت او طالبان بین الافغاني مذاکراتو ته نېږدې شوي، له همدې امله د سولې ضد او یو شمېر ترهګرۍ کړۍ هڅه کوي، څو د سولې بهیر له خنډ او ځنډ سره مخ کړي، نو له همدې امله د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ د افغان حکومت، طالبانو تحریک او د نړیوالې ټولنې څخه غواړي، څو د سولې مرکچي پلاوي د امنیت په ټینګښت کې کوټلي ګامونه اوچت کړي او موږ د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو لیدونکي و اوسو.

 

په درنښت

د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ

کابل ــ افغانستان

د جگړې ضد او د سولې یو شمېر فعالانو او د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ اعتراضي اعلامیه

د جگړې ضد او د سولې یو شمېر فعالانو او د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ اعتراضي اعلامیه

«د بین الافغاني خبرو لپاره د سولې مرکچي پلاوي د پنځه تنو غړیو د استعفا غوښتنه»

 

د سولې خبرې او بین الافغاني مذاکرات د افغانستان ملت لپاره یو برخلیک ټاکونکی بهیر او زیات اهمیت لري. نو په دې ډول د افغانستان خلک د حکومت او په دې بهیر کې ښکیلو خواوو تمه لري، څو د بین الافغاني مذاکراتو او خبرو په مرکچي پلاوي کې داسې څیرې شتون ولري، چې لږ تر لږه د بیلابیلو خلکو سره د خبرو لپاره کاري فرصت او د غوره استازولۍ وړتیا ولري. دا په داسې حال کې ده، چې د سولې مرکچي پلاوي یو شمېر غړي، په عین وخت کې ګڼ شمېر مسوولیتونه پر مخ وړي او د دې اړین او مهم بهیر لپاره کافي فرصت نه لري. له دې ډلې څخه:

۱. د مالیې وزارت سرپرست او نوماند وزیر، عبدالهادي ارغندیوال؛

۲. د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کمیسیون رئیس احمد نادر نادري؛

۳. په سیاسي او ولسي چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار عبدالمتین بیګ؛

۴. په دیني چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار عنایت الله بلیغ؛

۵. په ټولنییزو چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار محمد رسول طالب؛

هغه کسان دي، چې د سولې ۲۱ کسیزه مرکچي پلاوي کې د غړیتوب سربېره، حکومتي رسمي دندې هم پر مخ وړي. له همدې امله موږ د جګړې ضد او سولې فعالانو او د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ، تر هرڅه وړاندې په جدیت سره له دې کسانو څخه غواړو، څو له دې مهم او برخلیک ټاکونکي وضعیت څخه د پوهاوي او د وطن پالنې احساس سره په مسوولانه ډول له یادو مسوولیتونو څخه له یوه څخه استعفا وکړي او له حکومتي چوکۍ او یا هم د سولې خبرو د مرکچي پلاوي څخه یو وټاکي او په دویم ګام کې له ولسمشر او د هېواد د ملي مصالحې د عالې شورا له رئیس څخه غواړو، څو  ژر تر ژره د یادو پنځو کسانو برخلیک په اړه، چې په حکومت کې پاتې کیږي او یا هم د سولې خبرو په مرکچي پلاوي کې، باید پریکړه وکړي.

 

ومن الله توفیق

د جګړې ضد او د سولې فعالان

د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ

د ۱۳۹۹ د چنګاښ ۷ / د ۲۰۲۰ د جون ۲۷

سوله او اوربند – ننګرهار

په ننګرهار ولایت کې د جګړې ضد او سولې فعالان او د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ، په هېواد کې د جګړې د پایته رسیدو او د ښکیلو خواوو ترمنځ د اوربند غوښتنه کوي او زیاتوي، چې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرې ژر تر ژره پیل او د سولې رامنځته شوی فرصت له لاسه لاړ نشي.

همدارنګه په ننګرهار ولایت کې د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ غړي او د جګړې ضد او سولې فعالان ټینګار کوي، چې د جګړې ښکیلو اړخونو ترمنځ د باور فضا رامنځته کیدو لپاره باید هڅې وشي او د هوکړې پر بنسټ د دواړو اړخونو زندانیان خوشې شي.

په ورته حال کې دا فعالان غواړي، څو د هېواد ملي مصالحې شورا مشرتابه کې د ځوانانو او نوي نسل رول ته جدي پاملرنه وشي.

په درنښت

د جګړې ضد او سولې فعالان

د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ

د ۱۳۹۹ د غبرګولي ۱۴ / د ۲۰۲۰ د جون ۳

سوله او اوربند – کونړ

د جګړې ضد او د سولې فعالانو خبري ناسته – کونړ ولایت

د ۱۳۹۹ کال  د غویي ۳۱/  د ۲۰۲۰ کال د می ۲۰

 

په کونړ ولایت کې د جګړې ضد او د سولې فعالان او د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ او د دې ولایت یو شمېر سیاسي، فرهنګي او  مدني فعالان، په هېواد کې د سولې غوښتنې غږ اوچت کړي او د اورکم او اوربند غوښتنه یې وکړه.

د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ د دارالانشا غړی ساجد الله افغانمل د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د خبري ناستې اړوند معلومات شریک کړل.

د خبري ناستې په بله برخه کې د ناستې ګډونوالو هر یو؛ د پوهنتون استاد محترم عنایت الله، د پوهنتون استاد راحت الله صافي، د پوهنتون استاد حنیف الله صافي، مدني فعال شعیب غروال، مدني فعال آصف ننګ قاضي خیل،استاد ذاهدالله سرتور او د کونړ ولایت مدني فعال صادق الله خبرې وکړې، چې په لاندې کې په مفصل ډول بیانیږي:

• د ولسمشر محمد اشرف غني او د ثبات او همپالنې ډلې مشر عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي هوکړې لاسلیک څخه ملاتړ کوي، او دا د سولې بهیر د چټکیدو لپاره اړین ګڼي؛

• په هېواد کې د جګړې دوام، پر ملکي سیمو او ځایونو بریدونه او د بې ګناه خلکو وژل په هیڅ ډول موږ ته د منلو نه دي. په پکتیا کې برید، په ننګرهار کې برید، په کابل کې پر روغتون برید، او نورو سیمو کې لسګونه افغانان ووژل شول. دا افغان وژنه باید ودرول شي؛

•  موږ تر هرڅه زیات سولې ته نیږدې شوي یوو. خو متاسفانه کورنۍ او بهرنۍ کړۍ غواړي، چې په افغانستان کې سوله و نشي. د طالبانو لخوا د جګړې دوام او همدارنګه د حکومت لخوا د جګړې او عملیاتو اعلان د دې ښکارندوي کوي، چې کورنۍ او بهرنۍ کړۍ نه غواړي په افغانستان کې سوله وشي. دا کړۍ باید روښانه او څرګندې شي؛

• د جګړې ښکیلې خواوې باید ژر تر ژره د سولې په وړاندې شته خنډونه له منځه یوسي. د زندانیانو ازادیدل باید بیرته پیل شي؛

• افغان حکومت او طالبان باید د مخامخ خبرو پیلیدو لپاره هر ډول د باور جوړونې کړنې ترسره کړي. د کرکې ادبیات پایته ورسوي. د اعتماد جوړونې زمینه برابره کړي؛

• د سولې بهیر لپاره باید د افغان حکومت او دولت لخوا پیاوړې اجماع رامنځته شي، چې ټول ګوندونه، ډلې، خوځښتونه، قومونه، مدني ټولنې، ښځې او ځوانان باید په کې ګډون ولري. هیڅ اړخ او قشر باید له دې بهیر څخه بهر و نه ساتل شي. د مصالحې ملي شورا په مشرۍ باید پیاوړې اجماع رامنځته شي؛

• د کونړ ولایت د خلکو بنسټیزه غوښتنه اوربند دی، چې د جګړې ټول ښکیل اړخونه باید اوربند ته غاړه کیږدي او هڅه دې وشي، څو د اختر په ورځو کې لږ تر لږه اوربند وکړي، څو ټول افغانان اختر په خوشحالۍ کې تیر کړي.

خبري ناسته د اعلامیې په لوستلو سره پایته ورسیده.

په درنښت

د جګړې ضد او د سولې فعالان

د سولې لپاره د ځوانانو دا ړیکو ګروپ

کونړ - افغانستان

سوله او اوربند – کابل

نن یو ځل بیا د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ په #کابل کې د سولې د یو شمېر فعالانو سره د #سولې غوښتنې او له #جګړې څخه د کرکې غږ اوچت کړ. وړاندیزونه او غوښتنې مو د یوې اعلامیې په ترڅ کې د افغانستان له حکومت، د طالبانو د اسلامي تحریک او له نړیوالې ټولنې په ځانګړې ډول د امریکا متحده ایالتونو سره په لاندې ډول شریکې کړې:

-------------------------------

د جګړې ضد او د سولې فعالانو د خبري ناستې اعلامیه

د ۱۳۹۹ لمریز کال د غویي ۳۰ / د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د مې ۱۹ 

افغانستان ډیر حساس او غامض وضعیت  کې قرار لري، چې په هېواد کې د جګړې دوام د سولې بهیر له ناورین سره مخ کړی دی. دا وضعیت اړتیا لري، څو د رهبري په لویه کچه ملي اجماع او د نظر همغږي رامنځته شي. څو ورځې وړاندې موږ د ولسمشریزو ټاکنو د دوو مخکښو سیالانو ترمنځ د سیاسي هوکړه لیک د لاسلیک لیدونکي وو، چې له میاشتو ناندریو وروسته، د دواړو ترمنځ د هوکړه لیک لاسلیک سره د افغانستان خلک د رامنځته شوې ستونزې حل ته هیله مند شول.

موږ د جګړې ضد او سولې فعالان، د هېواد د حساس وضعیت په درک سره؛ لکه د جګړې او تاوتریخوالي زیاتیدل، د طالب او حکومت د زندانیانو د خلاصون پر وړاندې خڼډونه او د افغانانو ترمنځ د خبرو په پیل کې ځنډ او خڼډ؛ د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ولسمشر محمد اشرف غني او د مصالحې شورا د مشر په توګه د ډاکټر عبدالله عبدالله ترمنځ د هوکړه لیک له لاسلیک او «د مصالحې عالي شورا» د جوړیدو هرکلی کوو او هغه د افغانانو ترمنځ د سولې د خبرو د دوام او پایلې په برخه کې مهم او اغیزناکه ګام ګڼو او له ښکیلو خواوو څخه د لاندې مواردو د پلي کیدو غوښتنه کوو:

1. په هېواد کې د شخړو دوام؛ پر ملکي ځایونو او بنسټونو برید او د بې پرې خلکو ان د نویو زیږیدلو ماشومانو وژل، د هغوی پر لاملونو د افغانستان د حکومت او د امریکا متحده ایالتونو ترمنځ د اختلاف شتون او د نړیوالې ټولنې چوپتیا د خلکو په منځ کې د ویرې د رامنځته کیدو او زیاتیدلو لامل شوی. موږ د نړیوالې ټولنې او د ملګرو ملتونو د امنیت له شورا څخه غواړو، څو د ملکي خلکو د وژلو لاملین په جدي ډول وڅیړي او د دې پیښو د پټو اړخونو د روڼتیا غوښتنه کوو.

2. موږ د افغان حکومت او طالبانو د تحریک ترمنځ د پوځي عملیاتو د پیل او تاوتریخوالي زیاتیدل د هیڅ اړخ او د افغان ولس په ګټه نه ګڼو او له دواړو خواوو غواړو، څو په هېواد کې د تل پاتې سولې پیاوړتیا لپاره جدي اراده څرګنده کړي، نه د سولې بهیر د کمزورتیا په موخه.

3. موږ د جګړې ضد او سولې فعالان د طالبانو له تحریک څخه غواړو، څو پلمې لیري کړي او د تل پاتې سولې لپاره، اغیزناکه هڅې پیل کړي. همدارنګه د افغانستان له حکومت څخه غواړو، څو د سولې بهیر پیاوړتیا په موخه ملي اجماع رامنځته کولو لپاره هڅه وکړي، څو د سولې خبرې مثبته پایله او د افغانستان د خلکو ښیرازۍ لامل شي.

4. موږ د سولې په بهیر کې له ښکیلو اړخونو په ځانګړې ډول د امریکا له متحده ایالتونو څخه غواړو، څو د سیمه ایزې اجماع رامنځته کولو او پیاوړتیا او د خلاصې ډیپلوماسۍ په کارولو سره، د ګاونډیو او د سیمې هېوادونو د اندیښنو د کمیدو لامل شي او هڅه وشي، څو د افغانستان د سولې بهیر پراخ او ټول ګډونه شي.

5. موږ د سولې په وړاندې د شته خڼډونو د لیري کولو غوښتنه کوو او له ښکیلو اړخونو غواړو، څو زندانیانو د خلاصون په ګډون د رامنځته شویو خڼډونو لیري کولو کې ژر تر ژره ګام پورته کړي او د جګړې او وینې تویونې ته د پای ټکی کیږدي او بین الافغاني خبرې پیل شي.

6. موږ د جګړې ضد او سولې فعالان، د ملي اجماع رامنځته کیدو او د مصالحې په عالي شورا او سولې بهیر کې د ښځو، نوي نسل او ځوانانو، ګوندونو، سیاسي خوځښتونو او مدني ټولنې د اغیزناکه او پام وړ مشارکت غوښتنه کوو.

7. موږ ژر تر ژره د طالبانو د تحریک لخوا د تاوتریخوالي د کمیدو غوښتونکي یوو او د سولې یوې هوکړې ته د رسیدو لپاره د جګړې ښکیلو خواوو د نیت څرګندتیا په موخه د اختر په ورځو او له هغه وروسته د اوربند غوښتنه کوو.

و من الله توفیق

د جګړې ضد او سولې فعالان

د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ

کابل – افغانستان

سوله او اوربند – پکتیکا

د ۱۳۹۹ لمریز کال د غويي ۱۶ مه / د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د مۍ ۴ مه

پکتیکا کې د سولې، اوربند، د امریکا او طالبانو د سولې هوکړه لیک او همدارنګه د وسله والو مخالفینو د وروستیو تهدېدونو  او جګړی شدت په اړوند د خبري ناستې  څو مهم ټکي!

- د پکتیکا ولس او د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ په دې وروستیو کې د طالبانو لخوا د بریدونو زیاتوالی د سولې بهیر پروړاندې خنډ بولي او پر طالبانو غږ کوي چې د روژې مبارکې میاشتې لپاره بریدونه ودروي اوربند او یا کم ترکمه اور کم خو وکړي.

- موږ په پکتیکا کې د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ ملاتړي، ځوانان، دیني عالمان، مخور او د ولایتي شورا غړي د افغانستان له حکومت او د طالبانو د اسلامي تحریک له مشرتابه څخه غوښتنه کوو، څو ژر تر ژره بین الافغاني خبرې پیل کړي او د سولې په پروسه کې شته فرصت باید له لاسه ورنکړل شي.

#اوربند #غواړو!

#سوله #غواړو!

سوله او اوربند – پکتیا

بسم الله الرحمن الرحیم

پکتیا

سولې او د اوربند په هکله دخبري ناستې پرېکړه لیک !

د ۱۳۹۹ لمریز کال د غويي ۹ /د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د اپرېل ۲۸

 

  موږ د پکتیا ولایت یو شمېر قومي مخور، دیني عالمان، ځوانان، ټولنییز، مدني او سیاسي فعالان او په دې ولایت کې د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ ملاتړي، د سولې او اوربند ناسته جوړه او د لاندې  غوښتنو د پلي کیدو تمه لرو:

۱.  په داسې حال کې، چې هره ورځ زموږ ځوانان په دواړو خواوو وژل کیږي، په هېواد کې د کرونا ناروغۍ هم د پراختیا په حال کې ده. موږ د پکتیا ولایت یو شمېر دیني عالمان، ځوانان، ټولنییز، مدني او سیاسي فعالان او په دې ولایت کې د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ ملاتړي د طالبانو له تحریک او افغانستان له حکومت څخه غواړو، څو د روژې مبارکې میاشتې ته د درناوي په پار، ژر تر ژره اوربند لپاره د افغانستان د خلکو غږ ته لبیک ووایي ؛

۲-په ټوله نړۍ(سوریه،عراق،لېبیا یمن) کې د جنګ ښکېلو غاړو د کرونا سره د مبارزې لپاره جګړه درولې اوټول په ګډه د کرونا سره د مبارزې لپاره یو موټي شوي دي. موږ هم د ورته اقدام غوښتنه کوو او له افغان حکومت او طالبانو څخه جدي غوښتنه کوو، چې  د نړۍ نورو هېوادونو په څېر ، ژر تر ژره  اوربند وکړي؛

 ۳- دامریکا متحده ایالات او طالبان دې د لاسلیک شوي هوکړه لیک سره سم عمل وکړي او د افغانستان له حکومت، طالبانو او د امریکا متحده ایالتونو څخه غواړو، څو په هېواد کې د سولې په وړاندې شته خنډونه له منځه یوسي؛

 ۴- موږ په پکتیا ولایت کې د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ ملاتړي د افغانستان له حکومت او د طالبانو د اسلامي تحریک له مشرتابه څخه غوښتنه کوو، څو ژر تر ژره بین الافغاني خبرې پیل کړي؛

 ۵- موږ د پکتیا ولس په تېرو څو لسیزو کې په جګړه کې ډیره قرباني ورکړې او ورکوي یي، نو په دې توګه د جګړې په ښکیلو خواوو غږ کوو، څو سولې ته غاړه کیږدي او افغان وژنه پایته ورسوي او د سولې شته فرصت له لاسه ورنکړي؛

 ۶-په هغه سیمو کې چې د وسله والو مخالفينو تر حاکميت لاندې دي، د کرونا مثبتې پېښې مخ په  زياتېدو دي، که چېرته اوربند ونشي او د کرونا پر وړاندې په ګډه مبارزه ونشي نو لرې نه ده، چې په زرګونه خلک به د مرګ او کرونا ناروغۍ له ګواښ سره مخ شي؛

 ۷- موږ د پکتیا ولایت قومي مشران او ځوانان د هیواد نورو ځوانانو او نوي نسل استازو ترڅنګ د سولې په بهیر کې د ځوانانو پر ګډون د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ د دریځ ملاتړ کوو. له افغان دولت، نړیوالې ټولنې او طالبانو څخه غواړو، څو ځوانانو ته د اغیزمن قشر په توګه د سولې په خبرو او مذاکراتو کې د رول ترڅنګ د مخامخ څارنې مسولیت ورکړل شي.

په درنښت

د پکتیا یو شمېر قومي مخور، دیني عالمان، ټولنییز، مدني او سیاسي فعالان او د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ ملاتړي

پکتیا- افغانستان

د دوحې هوکړه لیک په اړه د اړیکو د ګروپ دریځ

د سولې لپاره د ځوانانو اړیکو ګروپ، د افغانستان نوي نسل او ځوانانو ټول منلي خوځښت په توګه، چې د ۱۳۹۸ لمریز کال زمري میاشتې په ۳۱ نیټه د لسګونه ځوان محوره بنسټونو او د افغانستان د نوي نسل استازو او ځوانانو سره په همغږۍ رامنځته او د تل پاتې، سراسري سولې بنسټیزه کولو او په افغانستان کې د سولې د خبرو او مذاکراتو څخه د ملاتړ په برخه کې یې هلې ځلې کړي او په پلازمینه او ولایتونو کې یې له زرګونه ځوانانو سره سلا مشورې کړي دي.

د " امریکا متحده ایالتونو او طالبانو ترمنځ هوکړه لیک او د بین الافغاني خبرو پیل" 

په تړاو د یو شمېر ځوان محوره خوځښتونو او سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ دریځ

 

د سولې لپاره د ځوانانو اړیکو ګروپ، د افغانستان نوي نسل او ځوانانو ټول منلي خوځښت په توګه، چې د ۱۳۹۸ لمریز کال زمري میاشتې په ۳۱ نیټه د لسګونه ځوان محوره بنسټونو او د افغانستان د نوي نسل استازو او ځوانانو سره په همغږۍ رامنځته او د تل پاتې، سراسري سولې بنسټیزه کولو او په افغانستان کې د سولې د خبرو او مذاکراتو څخه د ملاتړ په برخه کې یې هلې ځلې کړي او په پلازمینه او ولایتونو کې یې له زرګونه ځوانانو سره سلا مشورې کړي دي.

موږ یو شمېر ځوان محوره بنسټونه، د نوي نسل فعالان او د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ، له هغه خبرو او مذاکراتو څخه، چې په پایله کې یې په افغانستان سوله رامنځته او جګړه پایته ورسیږي، ملاتړ کوو؛ د سولې د بهیر د چټکېدو لپاره د لاندې مواردو غوښتونکي یو:

1. موږ د طالبانو تحریک او امریکا متحده ایالتونو ترمنځ د سولې هو کړه لیک د لاسلیک څخه هرکلي ترڅنګ غوښتنه کوو، ترڅو په بین الافغاني خبرو کې د دې هوکړه لیک پر یو شمېر برخو ھر اړخیز بحث وشي۰

2. موږ په جدي ډول د طالبانو له تحریک څخه غواړو، څو د کرکې ادبیات او ناغوښتل شوې جګړه پایته ورسوي. هغه جګړه کې، چې د افغانستان خلک هره ورځ شهیدان او ټپیان ورکوي، هیڅوک فاتح نه دی. نو په دې ډول د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې له هوکړې وروسته، د طالبانو لخوا د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر وړاندې هر ډول پوځي عملیات، نه بښونکی جنایت دی.

3.  موږ د حکومت له مشرتابه او له ولسمشر څخه غواړو، چې د باور چاپیریال او ورورولۍ رامنځته کولو په موخه له هر ډول رکیکو او زشتو ادبیاتو د استعمال څخه، چې د سولې او مذاکراتو بهیر ته زیان رسوي ډډه وکړي۰

4.  ژر تر ژره اوربند او د بین الافغاني خبرو پیل: موږ د دفاعي او امنیتي ځواکونو او همدارنګه د طالبانو له تحریک څخه په جدي ډول غواړو، چې ورور وژنه ودروي او پریږدي، چې بین الافغاني خبرې پیل او مثبتې پایلې ته ورسیږي. همدارنګه موږ له ښکیلو خواوو (د افغانستان حکومت او طالبانو له تحریک) څخه غواړو، څو د یوه بل په وړاندې هر ډول برید په ټپه ودروي او د پخلاینې او تل پاتې سولې ته رسیدو په موخه هڅې وکړي۰

5. په ملي کچه د سولې هوکړې ته مشروعیت ورکولو په موخه د یوې همه شموله لویې جرګې جوړول او همدارنګه په هېواد کې د سولې او جګړې پایته رسیدو د تضمین په موخه په نړیواله کچه په یوه بې پرې هېواد کې د یوه نړیوال کنفرانس جوړول۰

6.  د افغانستان د اسلامي نظام او د جمهوريت ساتل، له اساسي قانون څخه ملاتړ او د یوه همه شمولې لویې جرګې له لارې د هغه تعدیل؛

7. د بین الافغاني خبرو لپاره د همه شمول پلاوي رامنځته کول: موږ د افغانستان له حکومت څخه غواړو، څو د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره یو همه شموله پلاوی، چې د حکومت دننه او بهر پیژندل شویو سیاسي خوځښتونو څخه په رښتیني ډول استازیتوب وکړي او همدارنګه د افغانستان د ځوانانو او نوي نسل استازي په کې ګډون ولري.

 موږ د افغانستان له حکومت، د طالبانو له تحریک، له نړیوالې ټولنې په ځانګړې ډول د امریکا متحده ایالتونو څخه غواړو، چې ځوان نسل ته د سولې په خبرو کې د اغیزناکه ګډون ترڅنګ، د دې بهیر څخه د څارنې حق هم ورکړي. د یادونې وړ ده، چې جهادي تنظیمونه او هغوی ته اړوند شخصیتونه، ازمایل شوي تکنوکراتان او حکومتي کارکوونکي، د سولې په بهیر کې زموږ (نوي نسل) استازي نه دي او زموږ استازیتوب نشي کولای۰

8. د افغانستان د وسله وال ځواک (ملي اردو، ملي پولیس او ملي امنیت) ساتنه او ملاتړ او د یو ځانګړي میکانیزم له لارې په عمومي ډول د وسلو راټولول۰

9. له هېواده په مسوولانه ډول د بهرنیو ځواکونو له وتلو څخه ملاتړ او همدارنګه د همه شمولې لویې جرګې د پریکړو پر بنسټ د نوي پیژند پر اساس د امریکا متحده ایالتونو، نړیواله ټولنې او نړیوالو بنسټونو سره د دوستانه او استراتیژیکو اړیکو او همکاریو دوام۰

10. موږ د افغانستان له ټولو ملګرو او مرستندویه هېوادونو څخه، چې په هېواد کې سولې راوستلو په برخه کې هڅې کوي، مننه کوو. د افغانستان خلک له ګاونډیو هېوادونو سره د متقابلو ګټو پر بنسټ ښې اړیکې غواړي، خو په هیڅ ډول د سولې په بهیر کې د ناوړه لاسوهنې حق نه ورکوو. پخوانیو تجربو موږ افغانانو ته دا ثابته کړې ده، چې پاکستان هیڅکله موږ سره ریښتینی نه دی او په افغانستان کې د ریښتینې سولې پلوي نه کوي. نو په دې ډول موږ په جدي ډول د پاکستان له حکومت، په ځانګړې ډول د دې هېواد د بهرنيو چارو له وزارت څخه غواړو، څو زموږ په کورنیو چارو کې لاسوهنه و نه کړي؛

11. د یوه منطقي او منظم میکانیزم پر بنسټ د طالبانو د تحریک د زندانیانو خوشې کول: د طالب زندانیانو ازادیدل د افغانستان خلک یې اندیښمن کړي دي. نو په دې ډول موږ د افغانستان له حکومت او د امریکا د متحده ایالتونو څخه غواړو، څو د باور چاپیریال رامنځته کولو او اعتماد جوړونې په موخه د طالب زندانیانو د ازادیدو په موخه یو منظم او منطقي کړنلاره جوړه او پلي شي، څو د یادو زندانیانو ازادیدل په هېواد کې د جګړې د زیاتیدو او دوام لامل نشي او پایله یې دا شي، چې په هېواد کې پخلاینه او د ورورولۍ او سولې چاپیریال رامنځته شي؛

12. د ښځو د زدکړې او کار کولو د حق څخه د ملاتړ او همدارنګه په سیاسي، مدني، ټولنییز، اقتصادي او پوځي برخو کې د ښځو، ځوانانو او نوي نسل له ګډون څخه د ملاتړ په موخه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لخوا د پریکړه لیک صادرول.

 

په درنښت

یو شمېر ځوان محوره خوځښتونه او د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ

رسنیزه غونډه – کابل - افغانستان

سه شنبه د ۱۳۹۸ لمریز کال د کب ۱۳ / د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د مارچ ۳