د سولې غږ – کونړ

د کونړ ولایت  یو شمير قومي مشران، دیني عالمان، ځوانان، مدني او سیاسي فعالان او اوسیدونکي د یوې غونډې په ترڅ کې د اوربند، د افغانانو ترمنځ د مخامخ خبرو او مذاکراتو د پیل، د سولې په بهیر کې د ځوانانو اغیزناکه ګډون او د افغانستان د سولې له بهیر څخه د ځوانانو د څارنې غوښتنه وکړه.

د دې غونډې ګډونوالو همدارنګه له جګړې څخه کرکه څرګنده کړه او د افغانستان له حکومت، د طالبانو تحریک او د امریکا متحده ایالتونو څخه وغوښتل، څو په افغانستان کې د سولې راوستو او ژر تر ژره اوربند لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

د سولې او ځوانانو د غونډې پریکړه لیک – کونړ ولایت

 

موږ د کونړولایت یو شمېر دیني عالمان، ځوانان، ټولنییز، مدني او سیاسي فعالان او په دې ولایت کې د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ ملاتړي د سولې او مذاکراتو په بهیر کې د لاندې مواردو  غوښتونکي یوو:

1. د خوښۍ او خوشالۍ ځای دی، چې د امریکا متحده ایالتونو او د طالبانو د تحریک ترمنځ د سولې خبرو په پایله کې، د افغانستان د دردېدلو خلکو لپاره د یوې اوونۍ اورکم نوی څپرکۍ رامنځته شو او موږ د دې بهیر غوښتونکي او ملاتړ کوونکي وو او یو؛

2. د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او د طالبانو د اسلامي تحریک له مشرتابه څخه د ستاینې ترڅنګ هیله مند دی، څو د امریکا متحده ایالتونو او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړه لیک تر لاسلیک وروسته، د بین الافغاني مذاکراتو بهیر، چې ډیر زیاد اړین دی، ژر تر ژره  پیل شي؛

3.  د کونړ ولس په څو لسیزو کی د جنګ ډیره قرباني ورکړې او ورکوي یی، نوپدی توګه د جګړې په ښکیلو خواو غږ کوي، چی سولې ته غاړه کیږدي او باید نور افغان وژنه ختمه او دايمي اوربند وشي؛

4. دا چی د جنګ یو اړخ بی روزګاره ده، د دې لپاره د کونړ ځوانان په نړیواله مرستندویه بنسټونو او خصوصي سکتورونو غږ کوي، چی د کونړ ځوانانو لپاره کاري فرصتونه برابر کړي؛

5.  موږ د کونړ ولایت ځوانان د هیواد نورو ځوانانو او نوي نسل استازي ترڅنګ د سولې په بهیر کی د ځوانانو په ګډون د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ د دریځ ملاتړ څخه ملاتړ کوو او افغان دولت نړیوالې ټولنې او د طالبانو څخه غواړو څو ځوانانو ته د اغیزمن قشر په توګه د سولې په خبرو او مذاکراتو کې د رول ترڅنګ د مخامخ څارنې مسولیت ورکړل شي؛

6. د سولې په بهیر کې د نوي نسل او ځوانانو د استازو په نوم جهادي تنظیمونه او د هغوی اړوند شخصیتونه، ازمویل شوي تکنوکراتان او  حکومتي کارکونکي؛ زموږ (د ځوانانو  او نوي نسل) استازي نه دي او له موږ څخه استازيتوب نشي کولای؛

7. د کونړ ولسونه په کونړ د پاکستان توغندیز بریدونه ښکاره تیری ګڼي او ژر ترژره یې د بندیدو غوښتنه کوي.


په درنښت

یو شمېر دیني عالمان، ټولنییز، مدني او سیاسي فعالان او د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ ملاتړي

کونړ - افغانستان

د ۱۳۹۸ لمریز کال د کب ۴ / د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د فبروري ۲۳

د سولې غږ – خوست

د خوست ولایت  یو شمير قومي مشران، دیني عالمان، ځوانان، مدني او سیاسي فعالان او اوسیدونکي د یوې غونډې په ترڅ کې د اوربند، د افغانانو ترمنځ د مخامخ خبرو او مذاکراتو د پیل، د سولې په بهیر کې د ځوانانو اغیزناکه ګډون او د افغانستان د سولې له بهیر څخه د ځوانانو د څارنې غوښتنه وکړه.

د دې غونډې ګډونوالو همدارنګه له جګړې څخه کرکه څرګنده کړه او د افغانستان له حکومت، د طالبانو تحریک او د امریکا متحده ایالتونو څخه وغوښتل، څو په افغانستان کې د سولې راوستو او ژر تر ژره اوربند لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

د سولې او ځوانانو د غونډې پریکړه لیک - خوست ولایت

پرېکړه لیک


موږ د خوست ولایت ولسونه، ځوانان، ټولنییز، مدني، سیاسي او د ښځو فعالین او په دې ولایت کې د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ ملاتړي د سولې او مذاکراتو په بهیر کې د لاندې مواردو  غوښتونکي یوو:

 

1. د خوست ولسونه او ځوانان د اورکم د اونۍ د ملاتړ تر څنګ پر ښکیلو اړخونو غږ کوي، چې د تل پاتې اوربند ته زمینه سازي وکړي؛

2. د خوست ولسونه د افغانستان پر ګاونډیو هېوادونو غږ کوي، چې نور د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس وهنې څخه ډډه وکړي او افغانستان سوله ایز ژوند ته پریږدي؛

3.  د خوست ولسونه په نړیوالو ادارو په خاصه توګه د ملګرو ملتونو سازمان، اروپايي ټولنه، امریکا متحده ایالتونو او ګاونډیو هېوادونو باندې غږ کوي چی د افغانستان د سولې د پروسې سره ریښتينې همکاري وکړي؛

4. د خوست ولسونه او ځوانان د دایمي او تل پاتې سولې چې د ټولو افغانانو حقوق او ارزښتونو په کې ساتل شوي وي ملاتړ کوي؛

5.  د سولې خبرې باید ښکاره وي، نه دې پر دې شاته، څو ولس خپل ځان په کې وګوري؛

6.  د خوست با شعوره او ویښ ولس غواړي، چې د سولې خبرې باید په داخل د هېواد کې وي، نه په بهرنیو هېوادونو کې؛

7. د بین الافغاني خبرو د ژر تر ژره د پیلیدو تر څنګ، موږ د اوربند غوښتونکې یو؛

8. موږ د خوست ولایت ځوانان، ښځې او مدني فعالان د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ څخه بشپړ ملاتړ اعلانوو او ټینګار کوو، چې په بین الافغاني مذاکراتو کې ځوانان ګډون ولري او د افغانستان د سولې له بهیر څخه ځوانانو ته د څارنې حق ورکړل شي.

په درنښت

د خوست ولایت ولسونه، ځوانان، ټولنییز، مدني، سیاسي او د ښځو فعالین او په دې ولایت کې د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ ملاتړي

خوست - افغانستان

د ۱۳۹۸ لمریز کال د کب ۳ / د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د فبروري ۲۲

د سولې غږ – هلمند

د هلمند ولایت یو شمېر قومي مشران، دیني عالمان، ښځې، ځوانان، مدني او سیاسي فعالان د یوې غونډې په ترڅ کې، په هېواد کې د جګړې د ښکیلو خواوو ترمنځ د ژر تر ژره اوربند او افغانانو ترمنځ د مخامخ خبرو او مذاکراتو د پیل غوښتنه وکړه او د سولې په بهير کې د ځوانانو اغیزناکه ګډون او له دې بهیر څخه یې د هغوی پر څارنې ټینګار وکړ.

په دې غونډه کې د سولي  لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ د دارالانشاء غړي انجینر توریالي هلمند، د هلمند ولایت فعال ځوان عبدالعزیز کاروان، په هلمند کې د ځوان فکر مدني ټولنې مشر نور علي نوري، استاد جان محمد شیرزاد، دیني عالم الحاج مولوی عبدالغفار، د هلمند ډاکټرانو د اتحادیې رییس ډاکټر نورمحمد، د ګرشک د ځوانانو استازي نورالله مشعل، د ښځو د حقونو فعالې شهناز فایز، په هلمند کې د ۲۱ قومونو مشر محمد نبي الفت، مدني فعالې فوزیه علومي، د هلمند پوهنتون د محصلینو اتحادیې مشر عبدالوهاب زاهدي، په هلمند کې د غور ولایت د محصلینو استازي اصف ضیاء او د فرهنګي او علمي مرکز مشر جاوید قاسمي هر یو په خپل وار سره خبرې وکړې او د سولې پر ټینګښت، د افغانانو ترمنځ د مخامخ خبرو د پیل، په هېواد کې جګړې د ښکیلو خواوو ترمنځ د ژر تر ژره اوربند پیلیدل، د سولې په بهیر کې د ځوانانو د ګډون او د ځوانانو څخه د یوه همه شموله پلاوي رامنځته کیدو په تړاو یې خبرې وکړې، څو د سولې له بهیر څخه څارنه وکړي او د غونډې پرېکړه لیک د سردار محمد سمسور له لوري ولوستل شو.

په درنښت

د ویاندوی دفتر

د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ

د ۱۳۹۸  د مرغومي ۱۳ / د ۲۰۲۰ د جنوری ۳

د اړیکو د ګروپ د کاري کمیټو غونډې

د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ د کاري کمیټو غونډې د پنجشنبې او جمعې په ورځو د ۱۳۹۸ لمریز کال د لیندۍ په ۲۸ او ۲۹ جوړې شوې. په دې ناستو کې د ارتباطاتو او نړیوالو اړیکو کمیټو او رسنیو دفتر، د اړیکو د ګروپ نویو پروګرامونو په اړه بحث او خبرې وکړې او د هرې برخې د کاري لومړیتوبنو پر بنسټ، دندې وویشل شوې.

په درنښت

د ویاندوی دفتر

د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ

د اړیکو ګروپ د درالانشاء ناسته جوړه شوه.

رد سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ د دارالانشاء ناسته د سې شنبې په ورځ، د ۱۳۹۸ لمریز کال د لیندۍ میاشتې ۲۶ نیټه د غړیو ټولنو د یو شمېر مشرانو په ګدون په کابل کې جوړه شوه.

د غونډې په پیل کې د اړیکو د ګروپ د دارالانشاء مشر سنګر امیرزاده لخوا د پخوانیو پروګرامونو او فعالیتونو راپور وړاندې شوو. د غونډې په دوام، د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ د دارالانشاء غړیو د مخکینیو فعالیتونو او نورو ولایتونو ته د ګروپ د فعالیتونو د غځولو په تړاو نظرونه وړاندې کړل. د غونډې په بله برخه کې د اړیکو د ګروپ راتلونکي پروګرامونه جوړ او پلي کولو لپاره یې اړینې پریکړې وشوې.

په درنښت

د ویاندوی دفتر

د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ

د ۱۳۹۸ کال د لیندۍ ۲۶ / د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر ۱۷

د سولې غږ – لغمان

 د لغمان ولایت یو شمير قومي مشران، دیني عالمان، ځوانان، مدني او سیاسي فعالان او اوسیدونکي د یوې غونډې په ترڅ کې د اوربند، د افغانانو ترمنځ د مخامخ خبرو او مذاکراتو د پیل، د سولې په بهیر کې د ځوانانو اغیزناکه ګډون او د افغانستان د سولې له بهیر څخه د ځوانانو د څارنې غوښتنه وکړه.

د دې غونډې ګډونوالو همدارنګه له جګړې څخه کرکه څرګنده کړه او د افغانستان له حکومت، د طالبانو تحریک او د امریکا متحده ایالتونو څخه وغوښتل، څو په افغانستان کې د سولې راوستو او ژر تر ژره اوربند لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

د سولې او ځوانانو د غونډې پریکړه لیک - لغمان ولایت

پرېکړه لیک

موږ د لغمان ولایت یو شمېر دیني عالمان، ځوانان، ټولنییز، مدني او سیاسي فعالان او په دې ولایت کې د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ ملاتړي؛ د سولې د خبرو او مذاکراتو بیا ځلې پیل او د لاندې مواردو غوښتونکي یوو:

1. د لغمان ولایت خلک د نورو هېوادوالو په شان د جګړې او نا امنیو له امله زیات زیانونه ګاللي، چې د دې زیانونو ډېره برخه یې د جګړې په دواړو خواوو کې ځوانان وو او دي؛ نو په دې توګه موږ ځوانان او د دې ولایت اوسېدونکي د جګړې ښکیلو خواوو (د امریکا متحده ایالتونو، د افغانستان دولت او طالبانو تحریک) ترمنځ د جګړې پای او ژر تر ژره د اوربند غوښتنه کوو؛

2. موږ د لغمان ولایت ځوانان او خلک د امریکا متحده ایالتونو او طالبانو د تحریک ترمنځ د سولې خبرو او مذاکراتو د بیا پیل غوښتنه کوو، چې په دې مذاکراتو کې د افغانستان دولت هر اړخیز پلاوی او نور اغیزناکه افغانان ګډون ولري او د تل پاتې سولې د ټینګښت لپاره د هر ډول ریښتینو هڅو څخه خپل ملاتړ اعلانوو؛

3. موږ د لغمان ولایت ځوانان د هېواد د نورو ځوانانو او نوي نسل استازو ترڅنګ، د سولې په بهیر کې د ځوانانو پر ګډون د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ له دریځ څخه ملاتړ کوو او د افغانستان دولت، نړیوالې ټولنې او د طالبانو تحریک څخه غواړو، تر څو ځوانان د اغیزناکه ټولنییز قشر په توګه د سولې په مذاکراتو او خبرو کې مهم رول او د مخامخ څارنې ونډه ورکړل شي؛

4. په لغمان ولایت کې زیات شمېر ملکي خلک او کورنۍ په جګړو کې زیاتې قربانۍ ورکړي دي، موږ د جګړې له ښکیلو خواوو (حکومت او طالبانو) غواړو، تر څو د خلکو له کورونو څخه د پټنځایونو په توګه ګټه وانخلي او د بې ګناه او ملکي خلکو د قربانۍ لامل نشي؛

5. موږ د لغمان ولایت ځوانان او خلک د هغه شپنیو عملیاتو، چې په پایله کې یې ملکي او بې ګناه خلک له منځه ځي، خپل مخالفت اعلانوو او له چارواکیو، په ځانګړې توګه له امنیتي بنسټونو څخه غواړو، څو په دې برخه کې جدي پاملرنه وکړي؛

6. په لغمان ولایت کې د جګړې له امله، زیات شمېر بې ګناه خلکو او کورنیو خپل کورونه پریښي او بې ځایه شوي دي. موږ د خلکو او نورو مرستندویه بنسټونو څخه غواړو، تر څو بې ځایه شویو کورنیو ته ژر تر ژره پاملرنه وکړي؛

7. موږ د لغمان ولایت ځوانان او خلک د جګړې د ښکیلو خواوو ( افغان دولت، د امریکا متحده ایالتونو او د طالبانو تحریک) ترمنځ د باور رامنځته کولو هر ډول اقدام څخه، چې په پایله کې یې په هېواد کې تل پاتې سوله رامنځته شي، ملاتړ اعلانوو.

په درنښت

یو شمېر دیني عالمان، ټولنییز، مدني او سیاسي فعالان او د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ ملاتړي

لغمان - افغانستان

د ۱۳۹۸ کال د لیندۍ ۱۵ / د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر ۶

د سولې چیغه – کندهار

د کندهار ولایت یو شمير قومي مشران، دیني عالمان، ځوانان، مدني او سیاسي فعالان او اوسیدونکي د یوې غونډې په ترڅ کې د اوربند، د افغانانو ترمنځ د مخامخ خبرو او مذاکراتو د پیل، د سولې په بهیر کې د ځوانانو اغیزناکه ګډون او د افغانستان د سولې له بهیر څخه د ځوانانو د څارنې غوښتنه وکړه.

د دې غونډې ګډونوالو همدارنګه له جګړې څخه کرکه څرګنده کړه او د افغانستان له حکومت، د طالبانو تحریک او د امریکا متحده ایالتونو څخه وغوښتل، څو په افغانستان کې د سولې راوستو او ژر تر ژره اوربند لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي

پریکړه لیک:

د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ

د سولې او ځوانانو غونډه – کندهار

موږ د بېلابېلو قومونو یو شمېر مشرانو، عالمانو، ځوانانو، مدني او سیاسي فعالانو او په کندهار کې د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ ملاتړو، د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د سولې غوښتونکیو خوځښتونو وروسته، په دې ولایت کې د سولې خبرو او مذاکراتو په تړاو د لاندې مواردو غوښتنه کوو:

1. په تېرو څو کلونو کې لوی کندهار (کندهار، اروزګان، زابل او هلمند) د شدید او خونړۍ جګړې ډګر وو او د افغانستان د نورو خلکو په شان یې زیاته قرباني ورکړې ده. نو په دې ډول موږ په زغرده اعلان کوو، چې نور د جګړې او ورور وژنې زغم نه لرو او د افغانستان د حکومت، د امریکا متحده ایالتونو او د طالبانو د تحریک ترمنځ د ژر تر ژره اوربند غوښتنه کوو. او همدارنګه له هغه ټولو کړنو او فعالیتونو څخه ملاتړ کوو، چې د طالبانو د تحریک، د امریکا متحده ایالتونو او د افغانستان د حکومت ترمنځ د باور فضا رامنځته کوي؛

2. موږ د امریکا متحده ایالتونو او طالبانو د تحریک ترمنځ د خبرو او مذاکراتو څخه ملاتړ کوو او غواړو، چې له هر ډول شرط پرته د افغانانو ترمنځ هم مخامخ خبرې پیل شي او د افغانستان حکومت د یوه همه شمول پلاوي سره (د پیژندل شویو سیاسي خوځښتونو، د ځوانانو، ښځو او مدني بنسټونو څخه جوړ وي) په دې خبرو کې ګډون وکړي؛

3. موږ د لوی کندهار قومي مشرانو او مخورو، او دیني عالمانو د افغانستان له دولت او د طالبانو له تحریک څخه غواړو، چې د افغانستان ځوانان او نوی نسل، چې د جګړې او نا امنیو اصلي قربانیان دي، په ملي پروسو په ځانګړې ډول د سولې د خبرو او مذاکراتو کې ښکیل کړي او ورته ونډه ورکړي؛

4. موږ د لوی کندهار د بیلابیلو قومونو مشرانو، دیني عالمانو او ځوانان د هېواد بیلابیلو قومونو سره، ملي یووالي او همپالنې ته ژمن او پرې باور لرو او غواړو، چې د دایمي سولې د ټینګښت لپاره له هر ډول قومي، ژبني او مذهبي تعصباتو څخه په ځانګړې ډول د سولې په مذاکراتو او خبرو کې ډډه وشي؛

5. له هغه ځایه، چې لوی کندهار د تاریخ د نومیالو ټاټوبی دی، لکه میرویس خان نیکه او احمد شاه بابا او همدارنګه د سترو تاریخي پیښو او جرګو ځای دی، نو موږ د کندهار ولایت خلک په ویاړ سره اعلان کوو، چې دا ولایت چمتو دی، څو د طالبانو د تحریک او د افغانستان حکومت د همه شموله پلاوي او د سولې په بهیر کې د نورو مطرحو شخصیتونو د بین الافغاني خبرو لپاره کوربتوب وکړي؛

6. د سولې لپاره د ځوانانو اړیکو ګروپ د یوه خپلواکه آدرس په توګه، چې هیڅ ډول کورني او بهرني ډلې پورې تړاو نه لري، د خپلو منظمو پروګرامونو سره هڅه کوي، څو په هېواد کې دایمي سوله راشي او موږ د کندهار ولایت ځوانان د نورو ولایتونو د ځوانانو په شان د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ له دریځ په ځانګړې ډول د سولې په خبرو او له دې پروسې څخه د څارنې په موخه د افغانستان د ځوانانو او نوي نسل د استازو اغیزناکه ګډون څخه ملاتړ کوو

په درنښت

د بیلابیلو قومونو یو شمېر مشران، عالمان، ځوانان او د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ ملاتړي

کندهار - افغانستان

د ۱۳۹۸ لمریز کال د لیندۍ ۱۱/ د ۲۰۱۹ زیږدیز کال د ډسمبر ۲

د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ د دارالانشاء ناسته جوړه شوه

د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ د دارالانشاءناسته د پنجشنبې په ورځ د ۱۳۹۸ لمریز کال د لیندۍ میاشتې په ۷ نیټه په کابل کې جوړه شوه. دا ناسته په مختصر ډول د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ د دارالانشاء د یو شمېر غړیو په ګډون، د دندو د ویش او په ښه ډول د فعالیتونو ترسره کولو په موخه جوړه شوه، چې په کې د ګروپ درې مهمې برخې مشخصې او د پر مخ وړلو لپاره یې غړي وټاکل شول.

د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ د افغانستان د یو شمېر بنسټونو، ځوانانو او نوي نسل له استازو څخه رامنځته شوی، چې د منظمو پروګرامونو په لرلو سره هڅه کوي، څو د سولې په خبرو او له دې ملي بهیر څخه د څارنې په موخه د افغانستان د ځوانانو او نوي نسل په استازولۍ واحد آدرس رامنځته کړي.

 

په درنښت

د ویاندوی دفتر

د سولې لپاره د ځوانانو اړیکو ګروپ

د ۱۳۹۸ کال د لیندۍ ۷ / ذ ۲۰۱۹ کال د نوامبر ۲۸

د سولې غږ – ننګرهار

سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ ولایتي مسوولین او د ځوانانو او نوي نسل یو شمېر استازو په ننګرهار ولایت کې د یوې غونډې پر مهال، یو ځل بیا د اوربند او د افغانستان د دولت د استازو په ګډون ( هر اړخیز او د مهمو سیاسي اړخونو، ځوانانو او ښځو سره د سلا مشورو وروسته پلاوی رامنځته شي) د امریکا متحده ایالتونو او طالبانو ترمنځ د سولې رسمي خبرو بیا ځلې پیلیدو غوښتنه وکړه. په دې غونډه کې، چې د جلال آباد ښار او د ننګرهار ولایت یو شمېر ولسوالیو ځوانانو په کې ګډون کړي وو، د سولې له بهیر څخه د څارنې پر څرنګوالي هم خبرې وشوې او ټینګار وشو، چې د سولې په خبرو کې باید د نوي نسل استازي په بې ساري او اغیزناکه ډول ګډون ولري.

په درنښت

د ویاندوی دفتر

د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ

د ۱۳۹۸ لمریز کال د لیندۍ ۴ / د ۲۰۱۹ زیږدیز کال د نوامبر ۲۵

د جودرې له کلي څخه د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ د استازو لیدنه

یو شمېر فعالانو، ځوانانو او د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ استازو د سولې غږ اوچتولو په موخه د ننګرهار ولایت د هسکې مینې د ولسوالۍ د جودرې له کلي څخه لیدنه وکړه. په دې لیدنه کې هغه شهیدانو ته، چې په یوه جومات کې د ځانمرګي برید په پایله کې شهیدان شوي وو، دعا وشوه او ترڅنګ یې د دې کلي له مخورو او خلکو سره خبرې وشوې.

د جودرې خلکو او مخورو له حکومت څخه دوه څرګندې غوښتنې لرلې:

1- په دې کلي کې د داعش له خونړي برید وروسته، د افغانستان ولسمشر له دې سیمې څخه لیدنه وکړه، خو په خواشینۍ سره باید وویل شي، چې تر اوسه د ولسمشر هیڅ کومه ژمنه نه ده پلي، نو له ټولو حکومتي چارواکیو او په ځانګړي ډول له ولسمشر څخه غواړي، څو د دې سیمې خلکو او پاتې شونو ته، چې ډیری یې ښځې او ماشومان دي، جدي پاملرنه وکړي؛

2- د جودرې خلکو له څو کلونو راهیسې د داعش په وړاندې په میړانې او پرته له هیڅ ډول امکاناتو څخه دریدلي او جګړه یې کړې ده. په خواشینۍ سره، د دولت نه همکارۍ او د داعش ډلې شتون له کبله، د دې سیمې پر خلکو باندې اوبه بندې شوي، چې په دې برخه کې هم د جودرې خلکو له حکومت او نورو اړوندو چارواکیو څخه د جدي پاملرنې غوښتنه کوي.

د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ د افغانستان د ځوانانو او نوي نسل په استازیتوب د جودرې له اتلو خلکو او په ځانګړې ډول د شینوارو له ستر او ویاړلي قوم څخه، چې د داعش او نورو سیمه ایزو او نړیوالو ترهګرو په وړاندې دریدلي مننه کوو او د هغوی په ویر او درد کې ځان شریک ګڼو.

په درنښت

د سولې لپاره د ځوانانو اړیکو ګروپ

د ۱۳۹۸ لمریز کال د لړم ۲۲ / د ۲۰۱۹ زیږدیز کال د نوامبر ۱۲