د بلخ ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت

د بلخ د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت د رهبري بورد جوړول

د بلخ ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت د رهبري بورد د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ لخوا د دوشنبې په ورځ د ۱۴۰۰ لمریز کال د غويي میاشتې په ۷ نیټه د دې ولایت د جرګې جوړولو د کمیسیون غړیو، د جرګې د لسګونو کمیټو د مسوولینو او منشیانو په ګډون، د ټاکنو د ترسره کولو د موظف پلاوي، په ټاکنییز شکل رامنځته شو.

د سکرتریت د #رهبري‌بورد:

۱. د بلخ ولایتي سکرتریت مشره، فروزان آریا

۲. د بلخ ولایتي سکرتریت مرستیال، رفیع الله وردګ

۳. د بلخ ولایتي سکرتریت مرستیال، استاد عبدالحمید انصاري

۴. د بلخ ولایتي سکرتریت سیاسي سلاکار، استاد هجرت الله همدرد

۵. د بلخ ولایتي سکرتریت مطبوعاتي سلاکار، سید اسماعیل بلخي

۶. د بلخ ولایتي سکرتریت حقوقي سلاکاره، نصیره ثمر

۷. د بلخ ولایتي سکرتریت د دارالانشاء مسوول، سید مجتبی عنایت

۸. د درالانشاء مرستیاله، نجیبه کریمي

۹. د دارالانشاء غړی، احمد فرید علمي

۱۰. د درالانشا‌ء غړی، ابراهیم خلیفي

۱۱. د بلخ ولایتي سکرتریت د رسنیو او ویاندوی کمیټې مسوول، امید بلخي

۱۲. د بلخ ولایتي سکرتریت د رسنیو او ویاندوی کمیټې مرستیال، بشیر بدلون

۱۳. د رسنیو کمیټې غړې، منیره زاهدي

۱۴. د رسنیو کمیټې غړی، ولید کریمي

۱۵. د رسنیو کمیټې غړی، حمید الله کاتب

#یادونه: د ولایتي سکرتریت د کړنلارې د شپاړسمې مادې پر بنسټ، د رسنیو کمیټې د مسوول سربېره، د کمیټې مرستیال او غړي هم د ویاندوي دنده او مسوولیت پر غاړه لري.

۱۶. د بلخ ولایتي سکرتریت د اړیکو کمیټې مسوول، عبدالهادي بلخوال

۱۷. د سکرتریت د اړیکو کمیټې مرستیال، محمد بشیر امیني

۱۸. د اړیکو کمیټې غړی، اجمل آرین

۱۹. د اړیکو کمیټې غړی، عبدالغني غني زاده

۲۰. د اړیکو کمیټې غړی، ګل محمد حریق

۲۱. د اړیکو کمیټې غړی، جواد عطايي

۲۲. د بلخ ولایتي سکرتریت د جګړې له قربانیانو سره د همغږي کمیټې رئیسه، دریا رووفي

۲۳. د جګړې له قربانیانو سره د همغږۍ کمیټې مرستیال، امین حقجو

۲۴. د جګړې له قربانیانو سره د همغږۍ کمیټې غړې، پروین خاوري

۲۵. د جګړې له قربانیانو سره د همغږۍ کمیټې غړی، امید صالح زاده

په درنښت

د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ د رسنیو او ویاندوی دفتر

د بلخ د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت

د ۱۴۰۰ لمریز کال د غويي ۷ / د ۲۰۲۱ کال د اپریل ۲۷

 

د بامیان ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت جوړول

د بامیان ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې سکرتریت د دوشنبې په ورځ د ۱۴۰۰ لمریز کال د غويي میاشتې په ۶ نیټه، د جرګې د جوړولو کمسیون د غړیو، د لسګونو کمیټو د مسؤلانو او منشیانو په ګډون، د یوې ناستې په ترڅ کې جوړ شو.
د ناستې په پیل کې د اړیکو د ګروپ مرستیال خلیل احمد متین او د اړیکو د ګروپ د ولایتي همغږۍ د دفتر مشر وحید الله سهیل د سولې جرګې فعالیتونو او دوام، د ولایتي سکرتریتونو راتلونکي پروګرامونو او فعالیتونو څرنګوالي په اړه معلومات وړاندې کړل. د دې ناستې ګډونوالو د فعالیتونو پراختیا په موخه د نظرونو ورکولو ترڅنګ د ولایتي سکرتریتونو له جوړولو څخه ملاتړ وکړ.
د ناستې ګډونوالو څلور تنه د سکرتریت د ټاکنو د مسولینو په توګه وټاکل، څو د سکرتریت ټاکنې ترسره کړي. د ټاکنو په پایله کې ۱۵ تنه د بامیان ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې او د اړیکو ګروپ د ولایتي سکرتریت د رهبري بورد په توګه وټاکل شول، چې ۷ تنه د جرګې د جوړولو د کمیسیون له غړیو، ۵ تنه د کمیټو د مسوولینو او ۳ تنه د لسګونه کمیټو د منشیانو څخه وټاکل شول.
د ناستې په دوام، د ولایتي سکرتریت د رهبري بورد ۱۵ تنه غړیو له خپل منځ څخه د ټاکنو له لارې رئیس، مرستیالان، د کمیټو مسوولین او د کمیټو غړي وټاکل، چې په لاندې ډول دي:
• د ولایتي سکرتریت رییس، محمد امان رهگذر
• د ولایتي سکرتریت مرستیالان، طاهر محمدي او حمیده محسني
• سیاسي سلاکار، محمد عالم فاضل
• مطبوعاتي سلاکار، عبدالله شایگان
• د درالانشا‌ء مسوول، مجتبی شهیداني
• د درالانشاء مرستیاله، ملکه امیني
• د رسنیو او ویاندوی کمیټې مسوول، حبیب الله محرابي
• د رسنیو د کمیټې مرستیاله، قدسیه محبي
• د جګړې له قربانیانو سره د همغږۍ کمیټې مسوول، صادق عادلي
• د جګړې له قربانیانو سره د همغږۍ کمیټې مرستیال، عقیل عرفاني
• د اړیکو د کمیټې مسوول سید بشیر محمدي
• د اړیکو د کمیټې مرستیال، قربان راسخ
ټاکل شوې، چې د ولایتي سکرتریت د رهبري بورد د مرکزي – کابل دفتر سره په همغږۍ، د سولې په بهیر کې د ځوانانو د همغږي او واحد غږ رامنځته کولو په موخه د بامیان ولایت د ځوانانو د سولې غوښتلو پروګرامونو او فعالیتونو ته دوام ورکړي.
په درنښت
د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ د رسنیو او ویاندوی دفتر
د بامیانو د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت
د ۱۴۰۰ لمریز کال د غويي ۶ / د ۲۰۲۱ کال د اپریل ۲۶