سرلېک

د سولې لپاره د اړیکو ګروپ د مشرتابه اعلامیه؛ د مارچ ۸ ، د ښځو د پیوستون نړیواله ورځ – 2023

کټګورې

ټګونه

د سولې لپاره د اړیکو ګروپ د مشرتابه اعلامیه؛ د مارچ ۸ ، د ښځو د پیوستون نړیواله ورځ – 2023
March8

د مارچ ۸، د ښځو د پیوستون نړیواله ورځ د نړۍ ټولو ښځو، په ځانګړې توګه د افغانستان زړورو او اتلو ښځو ته مبارک وي!

دا ورځ په افغانستان کې د هغو ننګونو، مبارزو، قربانیو او لوړو او ژورو یادونه کوي، چې افغان ښځې ورسره مخ شوې دي. د افغانستان باشهامته ښځې د هغو محدودیتونو او محرومیتونو سره – سره، چې د تاریخ په اوږدو په ځانګړې توګه په وروستیو څلورو لسیزو کې ورسره مخ وې، د نرانو تر څنګ یې د ټولنې د پرمختګ او آبادۍ لپاره د پام وړ هلې ځلې کړې دي.

دا ورځ په داسې حال کې د نړۍ د ملتونو او هېوادونو له لوري نمانځل کېږي، چې د افغانستان ښځې پکې له خپلو بنسټیزو حقونو، لکه د زده کړې، تعلیم، کار له حق او په سیاسي، ټولنیزو، مدني او کلتوري برخو کې له ګډون څخه محرومې شوې دي. د اسلام سپېڅلي دين لارښوونې ښيي، چې ښځې او نجونې له بنسټیزو انساني او بشري حقونو برخمنې دي او د ښځو او نجونو پر وړاندې هر ډول ظلم، بې عدالتي او نا برابري رد او ناوړه عمل دی.

د اړیکو ګروپ مشرتابه له مسوولو چارواکو څخه هیله لري، چې د افغانستان د ښځو او نجونو پر مخ د ښوونیزو او تحصیلي ادارو دروازې پرانیزي او د ټولو افغانانو، په ځانګړې توګه د ښځو لپاره په سیاسي، ټولنیزو، مدني او کلتوري برخو کې د کار او ګډون زمینه برابره کړي، ترڅو ټول افغانان هم نارینه او هم ښځینه د هېواد په ابادۍ او سوکالۍ کې فعاله ونډه واخلي.

له نړیوالې ټولنې او هغو هېوادونو څخه، چې د افغانستان د سولې او ثبات ملاتړ کوي، هم غواړو، چې د افغان ښځو، نوي نسل او ځوانانو د انساني حقونو او همدارنګه په پراخه کچه د سیاسي، ټولنیز، مدني او فرهنګي ګډون په برخو کې ملاتړ وکړي.

په پای کې هیله لرو، چې په راتلونکي ښوونیز او تحصیلي کال کې د افغان نجونو او ښځو لپاره به د تعلیمي او تحصیلي بنسټونو دروازې پرانستل شي.


درنښت

 د سولې لپاره د اړیکو ګروپ مشرتابه


 او د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه