سرلېک

د افغانستان د ځوانانو ملي کنفرانس

کټګورې

ټګونه

د افغانستان د ځوانانو ملي کنفرانس
sangar.1

د لوی او سپېڅلي خدای په نامه

د ځوانانو ملي کنفرانس پرېګړه لیک

د ۱۳۹۰ هـ ش کال د چنګاښ ۲مه نېټه

د ځوانانو ملي کنفرانس د سولي او ثبات ساتلو، د هیواد په کچه د مهمو ملي او نړیوالو مسایلو په اړه په تصمیم نیولو کې د ګډون په موخه د دوو ورځو لپاره ( ۱۳۹۰ ه ش کال د غبرګولي د میاشتې ۲۸ او ۲۹ مه)، چي د افغانستان اسلامي جمهوریت د جلالتماب ولسمشر حامد کرزي په ګډون د هیواد له ۳۴ ولایتونو څخه له پنځوسو څخه زياتو فعالو ځوانانو پکښي برخه اخستې وه په کابل کي جوړ شو. په دغه کنفرانس کي د ځوانانو د بنسټونو د لاسته را وړنو، کړنو او د هغوی پر مسؤلیتونو، د ځوانانو په مخ کې د پرتو ستونزو او موانعو په اړه بحث وشو او نظرونه تبادله شول، چي دا تشریحي او توضیحي بحثونه د ثبات د ټینګولو پر څرنګوالي، د عدالت تامین، د سولي پروسې، له امریکا سره ستراتیژیک تړون، د ځوانانو د حقونو تامین، ښې حکومتدارۍ، د قانون حاکمیت، د روڼوالي او حساب ورکولو اصل، متوازنه پراختیا، د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزه، لوړ کیفیت لرونکې ښوونه او روزنه، د ځوانانو لپاره د کاري زمینې برابرول، د اداري اصلاحاتو د کمیسیون پروسې تدقیق، ځوانان خپلو مسولیتونو ته متوجه کول او د تصمیم نیولو په برخه کي د ځوانانو پر لارښوونه باندي یې ټینګار در لود. موږ د دې کنفرانس ګډونوال ځوانان د لسو کمیټو لکه: معارف او لوړي زده کړي، وټه ییزو چارو، له مخالفینو سره د سولې خبرو اترو، ملکي زیانونو، دینې رسنیزو او کلتوري چارو، سپورت او روغتیا، د ژوند چاپیریال، کار او ټولنیزو چارو، د نشه یي موادو پر وړاندې مبارزه او د قدرت د لیږد بهیر له لاري په دي اړه مو تصمیم و نیو، تر څو لاندي موارد د افغانستان ملت، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او نړیوالې ټولنې ته وړاندي کړو
 موږ د دې کنفرانس ګډونوال ځوانان د لسو کمیټو لکه: معارف او لوړي زده کړي، وټه ییزو چارو، له مخالفینو سره د سولې خبرو اترو، ملکي زیانونو، دینې رسنیزو او کلتوري چارو، سپورت او روغتیا، د ژوند چاپیریال، کار او ټولنیزو چارو، د نشه یي موادو پر وړاندې مبارزه او د قدرت د لیږد بهیر له لاري په دي اړه مو تصمیم و نیو، تر څو لاندي موارد د افغانستان ملت، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او نړیوالې ټولنې ته وړاندي کړو
:1
د معارف او لوړو زده کړو د پیاوړي کیدو لپاره باید د دې دواړو وزارتونو د بودیجې زیاتوالي ته پاملرنه وشي. ځکه پوهنه او لوړې زده کړې د هیواد بنسټ جوړوي. د لوړو زده کړو او پوهنې چارو د کېفي کولو او موثرولو تر څنګ د دولت د ملی ثبات او تقوې لپاره موږ د لوړو دولتي ادارو په ځانګړي ډول د لوړو زده کړو، پوهنې، کار او ټولنیزو چارو وزارتونو تر منځ د همغږۍ غوښتونکي یو
:2
د زده کوونکو او محصلانو لپاره د اوسنیو شرایطو په نظر کې نیولو سره د درسي توکو برابرول، په تعلیمي او تحصیلي مؤسسو کې د ناسیاسي، مسلکي او ژمنو کسانو ګومارنه او په ټول هیواد کي د یوه تعلیمي نصاب پلي کول، له خصوصي ښوونځیو او پوهنتونونو څخه د کیفیت په لحاظ جدي نظارت، فیس او سالمه ښوونه او روزنه، په اکاډمیکو مرکزونو( پوهنتونونو) کې د اصلاحاتو بهیر په کار اچول او په دولتي او نا دولتي پوهنتونو کې د درسي توکو غني کول، د تحصیلي بورسونو په عادلانه ډول ویش او په پوهنتونونو کې په ځانګړي ډول په کابل پوهنتون کې د ماسترۍ او دکتورا دورو فعالول، د دولت څخه غواړو
:3
په ټول هیواد کي له متوازن معارف څخه ملاتړ او ددې تر څنګ تجربه لرونکو او هغو ښوونکو ته، چې د هیواد په ليري پرتو ولایتونو کې د تعلیم سپېڅلۍ وظیفه ترسره کوي د ځانګړي امتیاز ور کول، په مرکز او ولایتونو کې د دیني مدرسو جوړول، ترڅو زموږ ځوانان په خپل هیواد کې زده کړې و کړي او له بهرنیو هیوادونو د مدرسو څخه د ځانمرګو له ننوتلو څخه مخنیوی و شي
:4
لکه څرنګه، چي ځوانان د ځوانانو معینیت له کارو څخه نه دي خوښ نو په همدې بنسټ موږ د ځوانانو معینیت د ژر تر ژره منحل کیدو او د ځوانانو د یوې خپلواکي ادارې د رامنځ ته کیدو غوښتونکي یو، چي په سر کي یې یو ځوان وي
:5
د اعتیاد، دولت د مخالفینو د زیاتوالي او لسګونو نورو مصیبتونو څخه د خلاصون په موخه ځوانانو ته د کار زمینې برابرول او په دولتي ادارو کي له ځوانانو څخه د بې ځایه کاري تجربې د غوښتلو له منځه وړل یو اړین شرط دی، چې باید تر سره شي
:6
دولت باید له طبیعي سرچینو څخه د ګټي اخستلو، کرهڼي او برېښنا د تولید لپاره د اوبو بندونو جوړلو او د اوبو ایسارولو، او همدارنګه د کانونو را ویستلو لپاره د پانګه اچوونکو تشویق او مدیریت ته ځانګړې پاملرنه وکړي. او ددې لپاره یو پیاوړی میکانیزم جوړ کړي. او له هیواد څخه بهر د خامو موادو د نا قانونه صادریدلو مخنیوي و کړي
:7
لکه څرنګه، چې افغانستان یو کرهڼیز هیواد دی دولت باید د کرهڼې او مالدارۍ په ماشیني کولو، د کرهڼيزو کوپراتیفونو په کار اچولو، د سیلوګانو فعالولو، د شنو او یخو خونو جوړولو، د مالدارۍ فارمونو رواجولو، مرغدارۍ، او د شاتو مچۍ ساتل او داسې نورو کارونو لپاره زمینه برابره کړي، د څیړنیزو فارمونو لا ډیر پیاوړي کول، مال لرونکو او بزګرانو ته د روغتیايي چوپړتیا وو وړاندې کول، د زراعتي توکو د کیفیت لوړول او د هغه لپاره د بازار موندنې کار ته باید اولویت ور کړي او د کیدون تر بریده هڅه وشي، چي افغانستان نور بهرنیو مرستو ته اړ نه شي
:8
د علاقې وړ هیوادونو سره د ګډو صنعتي شرکتونو جوړول په ځانګړي ډول د درنو صنایعو په برخه کي د خامو موادو د ورود پر سر د ګمرکي تعرفې له منځه وړل، د لاسي صنایعو پراختیا، د هغو لپاره د هیواد د ننه او بهر بازار پيدا کول او د دې صنایعو له سره مالیه کمول، په پولو کي د ګودامونو جوړول، هیواد ته د حرامو او هغو توکو د ورود مخه نیول، چې په هیواد کي تولیدیږي، د قرضونو ورکولو لپاره د یوې کره تګلاري جوړول، پر ښکلاییزو او مصرفي توکو باندي د ډيري مالیې اخیستل، د عامه ژوند د تامین لپاره د ټولنیزې بیمې په کار اچول زموږ له هغو غوښتنو څخه دي، چي ټينګار پر کوو او د اقتصادي ستونزو له منځه وړلو او اقتصادي پراختیا په موخه د ترانزیتي تړونوو او د اوسپنیزو پټلیو په واسطه د منځنۍ آسیا له لاري له نړۍ سره د هیواد نښلول او بالاخره د هیواد د حلقوي سړکونو جوړول او د آزاد بازار پر ځای د ګډ یا مختلط اقتصادی سیستم په کار اچول، په اقتصادی برخه کې مهم موضوعات دي
:9
د سولې په خبرو اترو کې د افغانستان د دولت لس کلني لاسته راوړنې باید له لاسه ور نه کړل شي او نه هم ضرر ورته ورسیږي. په هغو ټولو بهیرونو کې، چي د سولي لپاره کار کوي د ځوانانو فعال ګډون او د اربکیانو پر ځای باید ملي پولیسو پیاوړي شي. د سولي په هلو ځلو کې د اغیزناکو کسانو ځای پر ځای کول او په دې ډول فعالیتونو کي باید ټول قومونه ګډون و لري. سوله باید له داسي ځایونو پیل شي چې ډېر زیانمن دي، او د هغوی اجراییوی کارونه باید سمبولیک نه وي. د سولي د پیاوړي کولو او په هیواد کې د ثبات د تامین په موخه ملا په مسجد، ژورنالست په رسنۍ، ښوونکی په ښوونځي او ښوواند په پوهنتون کې خپله ملي او وجداني دنده تر سره او د سولي بهیر ملاتړ و کړي او په دې اړه دولت مکلف دی، چې لازمه همغږي را منځ ته کړي
:10
په ملکي تلفاتو کې کورني، بهرني او سیمه ییز ( ګاونډیو هیوادونو) استخبارات لاس لري. او باید د دې کارونو له مرتکبیونو سره د ملي او نړیوالو قوانینو په رڼا کې تحقیق و شي او هغه اغیزناک کورني عوامل تشخیص کړي، چي په ملکي تلفاتو کې رول لري او د نظامي او استخباراتي قواوو خپلواکي زموږ له غوښتنو څخه دي. په دې وروستیو کي ځینې کړۍ او د پردیو ګوډاګیان زموږ تر منځ نفاق ته لمن وهي او زموږ تر منځ قومي مسایل را منځته کوي تر څو زموږ ملي یو والی له منځه یوسي او یا زیان ورته ورسوي، چې د دې کار لپاره زموږ پيژندل سوي څیرې وژني تر څو افغان دولت کمزوری کړي. نو موږ د افغانستان له اسلامي جمهوریت څخه غواړو تر څو داسي کسان تر جدي عدلي او قضايي څارني لاندي ونیسي
:11
د هستوي او کیمیاوي وسلو د کارولو سخت مخالف یو او د هغه کارول په جدي توګه محکوموو، په دې اړه د دولت، نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو پاملرنه غواړو د کورنیو او بهرنیو ځواکونو نه همغږي، په بهرنیو ځواکونو کې د اروايي ناروغانو شتون او د مخالفانو له خوا د خلکو په منځ کې ځای نیول، نوموړو ځواکونو ته د راپور ور کولو پر مهال د شخصي دښمنیو شتون د ملکي و ګړو د مرګ ژوبلې لاملونه دي. نو له همدې امله د ټول وژنې پر مرتکبینو باید د ملي او نړیوالو کنوانسیونونو ټولې مادې پلې شي. او له مخالفینو هم غواړو، چې د جنګ په وخت کې له عامه ځایونو څخه ګټه وا نه خلي
:12
بومي کلتور باید اصلاح، ملي هویت او د وینا آزادي باید تعریف شي، د نورو د کلتوري تیري، سریالونو ، فلمونو او اسلام ضد خپرونو مخنیوی دې و شي او د دې پر وړاندې افغاني سریالونه او فلمونه پیاوړي شي او د بهرنیو سریالونو او فلمونو ځای دې افغاني فلمونو او سریالونو ته پریښودل شي. همدا رنګه د سینما او رسنیو د کمي او کیفي پرمختګ لپاره باید پر رسنیو د څار او سینمايي اکاډمۍ عالي کمیسیون جوړ شي د ژورنالستانو ځاني مصؤنیت دې تضمین شي. په رسنیو کې باید د بې ځایه نیوکو په ځای اصلاح کوونکي مسایل مطرح شي او ځینې مسايل نقد شي
:13
د المپیک د ملي کمېټې د بودیجې زیاتوالی، د روزشي کلپونو او فدراسیونونو لپاره مناسب ځای په واک کې ور کول د ورزشکارانو مادي او معنوي تشویق او د دوی د وړتیاؤ د لوړاوي په موخه بهرنیو هیوادونو ته د ورزشکارانو او د هغوی د روزونکو لیږل، د مرکز او ولایتونو د ورزشي تشکیلاتو پراختیا، له نړیوالو معیارونو سره سم د ورزشکارانو د عصریې او قرنطین د مودې زیاتوالی او په آخر کې د سپورت د ځانګړي ښوونځي جوړول او د بدنې روزنې د انستیتیوت بیا فعالول د ورزش په برخه کې د ځوانانو غوښتنې دي
:14
په روغتیايي ډګر کې د عدالت پلي کول، د روغتیايي کادر روزنه، د کتنځایونو او درملتونونو جدي مراقبه، د وړتیا پر بنسټ د تخصص د پروګرامونو پلي کېدل، تر معالجې مخکې وقایوي پروګرام پلي کول، له هر ډول پوړیز تعصب پرته د هیواد په کچه د واکسین پروګرامونو پلي کول، روغتیايي اوبو ته لاسرسی، د روغتیايي خدمتونو کیفیت لوړل، د ساري ناروغیو روغتونونو ته جدي پاملرنه کول او هغو ډاکټرانو ته د ډیر آسانتیاؤ برابرول، چې د هیواد په لرې برخو کې د خلکو چوپړ کوي دا هغه موارد دي، چې باید جدي پاملرنه ورته وشي
:15
په ټوله کې د قدرت لیږد له بهیر سره موافق یو، خو په دې شرط، چې د وسله والو ځواکونو تر منځ لازمه همغږي را منځته، د افغانستان دښمنانو ته یو مشخص سیاست تعمیل، د مکافاتو او مجازاتو سیستم پیاوړی او تعقیب، د یوې اغیزناکې دیپلوماسۍ له لارې د ګاونډیو هیوادنو لاسوهنې بندې، د قدرت لیږد په بهیر کې د وسله والو ځواکونو د وړتیا لوړاوي لپاره پوره ګټه، د هیواد په کچه د یوې پياوړې قوې رامنځ ته کولو لپاره هڅې،او د نړیوالې ټولنې همیشنی پام را واړوو او د عسکري مکلفیت دوره بیا را ژوندۍ شي
:16
د موازي ادارو شتون له مخدره توکو سره مبارزه له ستونزو سره مخ کړې ده د اغیزمنې همغږۍ لپاره دې د مخدره توکو سره د مبارزې وزارت له منځه یو وړل شي او په پخواني ډول دې د امنیت شورا په چوکاټ کې له مخدره توکو سره د مبارزې په ریاست بدل شي تر څو د کوکنارو په له منځه وړلو کې د ښې همغږۍ په در لودلو سره ښه بریا تر لاسه شي
:17
که څه هم په مخدره توکو د روږدو کسانو لپاره روغتونونه جوړ شوي دي خو نشي کولای، چې هغوی ته ښه خدمتونه وړاندې کړي د حل لاره داده، چې د هیواد په مرکزي نقطو کې آته کپملکس جوړ شي تر څو نږدې ولایتونه هم هغه ته لاسرسی و لري. او دا کمپلکسونه باید د مجهزو روغتونونو، د سپورت ځانګړو ځایونو، د مختلفو مسلکي زده کړو په برخه کې د زده کړه ځایونو در لودل تر څو تر درملنې وروسته په ټولنه کې یوه سالمه بوختیا تر لاسه کړي ځکه، چې د اعتیاد تر ټولو لوی لامل همدا د ځوانانو بې کاري ده
:18
د مخدره توکو له ضررونو خبرول د هرې دولتي او نا دولتي ادارې دنده ده. د مخدره توکو د قاچاق او ترافیک د مخنیوي لپاره باید د افغانستان په پولو او د نشه يي توکو پر لګوونکو هیوادونو فشار را وړل شي. د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو پياوړي کول او د سرحدي پولیسو وخت په وخت بدلول د نشه یي توکو د ترافیک او قاچاق پر وړاندې یوه بله اغیزناکه لاره ده
:19
له مختلفو لارو چارو څخه په ګټه اخستو سره د خلکو ذهنونه روښانه کول او د ژوند چاپیریال ته متوجه کول، غږیزې او هوايي ککړتیا ته پاملرنه، د بې کیفیته مواد د واردولو د مخنیوي لپاره د نورم او ستندرد د ادارې د دویمې او دریمې څانګې زر تر زره فعالول، په سرحدونو کې د اموالو، مصرفی اجناسو او د بی کیفیته نفتی موادو و واردولو ممانعت، د هوا د پاکولو او یا تصفیې په موخه د ښار په مختلفو برخو کې د شنو ساحو جوړل، د دود تولیدونکو موټرونو چک او کنترول او په چاپیریال کې د هغو ماشینونو درول، چې دود تولیدوي باید په پام کې و نیول شي
:20
موږ ځوانان د عنعنوي لويې جرګې له جوړیدو ملاتړ کوو، په لویه جرګه او د بن په دویم کنفرانس کې د ځوانانو د ګډون غوښتونکي یو
و من الله التوفيق
و من الله التوفيق د افغانستان ځوانانو د فعالو مدني ټولنو استازي