د اړیکو ګروپ رهبري د کندهار ولایت مدني ځوانانو بنسټ سره وکتل

د اړیکو ګروپ رهبري د کندهار ولایت مدني ځوانانو بنسټ سره وکتل

د ۱۳۹۹ د سلواغې په ۱۸ نېټه د اړیکو ګروپ رهبري د کندهار ولایت مدني ځوانانو بنسټ سره وکتل او د  کندهار ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې د جوړېدو پرڅرنګوالي، چې په پام کې ده ډېره ژر جوړه شي، خبرې او نظرونه شریک کړل.


د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ رهبري د سولې عامه کتابون څخه لیدنه وکړه

د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ رهبري د سولې عامه کتابون څخه لیدنه وکړه

د ۱۳۹۹ د سلواغې ۱۵ د چهارشنبې په ورځ د سولې عامه کتابتون مسوول منور احمد واحدي سره وکتل او د کندهار ولایت د نوي نسل او ځوانانو  جرګې د جوړولو پر څرنګوالي، چې په پام کې ده ‌‌‌‌‌‌ډېر ژر د دې ولایت د ټولو اداري واحدونو ځوانانو په حضور کې جوړه شي، بحث او  نظرونه شریک کړل.


د جګړې ناوړه اغېزې او د سولې شته فرصتونه – هرات

 د جګړې ناوړه اغېزې او د سولې شته فرصتونه   

د جګړې ناوړه اغېزې او د سولې شته فرصتونه د هغې خبري ناستې سرلیک دی، چې د ۱۴۰۰ کال د چنګاښ په ۱۶ نېته د هرات ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت لخوا جوړه شوې وه. په دې ناسته کې ځوانانو، مدني فعالینو، د پوهنتون استادانو او رسنیو استازو ګډون کړی وو.

د هرات ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت رئیس آرش بشریار په هیواد کې د روانې جګړې په اړه خبرې وکړې. نوموړي زیاته کړه، چې تر اوسه په زرګونه کورنۍ د هرات ولایت له ولسوالیو څخه بې ځایه او خپلو کورونو پرېښوده ته اړ شوي دي.

د هرات ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت د څارنې پلاوي غړي عبدالهادي قانع په هیواد کې د ناټو ځواکونو د شتون پای په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې اوس په هیواد کې بهرني ځواکونه شتون نه لري او په هیواد کې د ناټو ځواکونو د نشتون په هکله د طالبانو شرط هم منل شوی دی، نو  په دې توګه باید د جګړې د پایته رسېدو لپاره له رامنځته شوي فرصت څخه ګټه پورته شي. نوموړي زیاته کړه، چې د هیواد په لويدیځ کې تر ۳۰ زیاتې ولسوالۍ د طالبانو په واک کې دي او په خواشینۍ سره زیات عامه او ټول ګټي بنسټونه له منځه تللي دي او د ورته وضعیت دوام، په هیواد کې موږ سولې ته له رسېدو څخه لري ساتي.

د هرات ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې سکرتریت د رهبري بورد غړې مریم ابرام د بهرنیو ځواکونو د وتلو او د افغانستان د جګړې دوام ته یې اشاره وکړه. نوموړې په هیواد کې د ښځو مخکیني تور وضعیت ته په اشارې زیاته کړه، چې د افغانستان ښځې او نجونې نه غواړي مخکیني تور وضعیت ته وګرځي او له نړیوالې ټولنې او نړیوالو بنسټونو وغوښتل، چې لومړني حقوق او په تېرو دوه لسیزو کې تر لاسه شوې لاسته راوړونې باید ضایع نشي.

د هرات ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې د سکرتریت سیاسي سلاکار عبدالله فیروزي د سولې خبرې او د هیواد راتلونکي په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې اوسني ځوانان د تېرو ۲۰ کلونو ځوانان نه دي، موږ عصري زده کړې او د تاریخ مطالعې سره نور تېر ته نه ګرځو.

د هرات ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې سکرتریت د رهبري بورد غړې ګل افروز اکبري د خلکو په ځانګړې توګه په ځوانانو د جګړې د منفي تبلیغاتو او اغېزو په هکله خبرې وکړې. نوموړې زیاته کړه د جګړې زیاتېدل، د خلکو کډه کېدل، د تلفاتو لوړېدل او د ملي بنسټونو له منځه تلل له یو لوري او د جنګي خبرونو خپرېدل له بل لوري د خلکو په روان باندې منفي اغېزې لرې او د خلکو په منځ کې وېره او ډار خپروي.

د دې ناستې په دوام د هرات ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې د سکرتریت د مشورتي بورد مسوول سید بشیر طارق، حقوقي مشاور عبدالله شهیدزاده، عبدالوحید مفکر، الهام احمدي او د دې ناستې غړو د جګړې دوام، سراسري اوربند، د ښځو حقونه او د تېرو څو کلونو لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې او خپل نظریات یې شریک کړل.

په پای کې د هرات ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې سکرتریت د مشورتي بورد غړي احمد طاهر ناب د هرات ولایتي سکرتریت رهبري له لوري جوړ شوی پرېکړه لیک ولوست.

د جګړې ناوړه اغېزې او د سولې شته فرصتونو د خبري کنفرانس پرېکړه لیک

د افغانستان د جګړې اوږدېدل په هیواد کې د ګڼ شمېر ټولنیزو او اقتصادي بنسټونو د له منځه تلو لامل شوی او د هیواد رغونه او پرمختګ یې سلګونه کلونه شاته کړی دی.

د دې ترڅنګ د دې له ویجاړونکې جګړې زغمل زموږ د باعزته خلکو لپاره نه جبرانېدونکی دی، خو سربېره پر دې زموږ هیوادوال سولې ته هیله مند دي او په هیواد کې د سولې راتک ته له رامنځته شوي فرصت څخه ملاتړ کوي.

موږ د هرات ځوانان په هيواد کې د جګړې پای او د سولې ټینګښت ترڅنګ د لاندې مواردو غوښتنه کوو:

1.د طالبانو له تحریک څخه غواړو، څو د جګړې پر مهال عامه بنسټونه په نښه نه کړي او دا ودانۍ د افغانانو د ملي پانګې په توګه وپیژني.

2.تر څو لسیزو جګړې وروسته اوس د افغانانو لپاره د سولې د ټینګښت وړ فرصت رامځته شوی، موږ له حکومت او طالبانو څخه په جدي ډول غواړو، څو د سولې ټینګښت او د جګړې د پایته رسیدو په تړاو له رامنځته شوي فرصت څخه ګټه پورته کړي.

3.د افغانستان حکومت او د طالبانو د تحریک رهبران باید د دواړو اړخونو د سیاسي او نظامي مشرانو په منځ کې د یوې ملي لویې اجماع د جوړېدو لپاره هڅې وکړي، څو په هیواد کې نور د خونړۍ او ناتمامې جګړې څخه مخنیوی وشي.

4.د طالبانو تحریک باید په ولسواليو خپل یرغلیز بریدونه، چې د سولې بهیر د ګډوډېدو لامل شوی بند کړي او د دواړو لورو مرکچیانو څخه غواړو، څو په عاجل ډول د سولې خبرو ته را وګرځي.

5.موږ له نړیوالې ټولنې، د سیمې له هیوادونو او د سولې په بهیر کې نورو ښکېلو هیوادونو څخه غواړو، څو د دې بهیر په بریالیتوب او د سولې خبرو او په افغانستان کې د سراسري اوربند په ټینګیدو کې ریښتینې همکاري وکړي، بې له دې به په افغانستان کې د جکړې دوام د ګاونډیو او سیمې هیوادونو لپاره هم جدي تاوانونه واړوي.

په درنښت

د هرات د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې سکرتریت

د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ

هرات – افغانستان

۱۴۰۰د چنګاښ ۱۸/ ۲۰۲۱جولای ۷

د جګړې زیاتوالی او د سولې خبرو پر وړاندې د خنډونو په تړاو اندېښنې

د جګړې زیاتوالی او د سولې خبرو پر وړاندې د خنډونو په تړاو اندېښنې

د هرات ولایت د سولې فعالانو او یو شمېر ځوانانو «د جګړې زیاتوالی او د سولې خبرو پر وړاندې د خنډونو په تړاو اندېښنې» په نوم رسنیزه ناسته جوړه کړه. دا ناسته د روان ۱۳۹۹ لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۱۶ نېټه د هرات ولایت د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ لخوا جوړه شوې ده. په دې ناسته کې ارش بشریار، عبدالله شهیدزاده، لینا حیدري، صدیقه نظري، فیروز احمد بهزاد، عبدالوحید مفکر او عزیز احمد احمدي د اوربند، د سولې د خبرو بیا پیل، د جګړې پر زیاتیدو، هدفي وژنو او د سولې پر وړاندې خنډونو په تړاو خبرې وکړې. په پای کې سونیا احمدي د دې ناستې اعلامیه ولوسته، چې په دې ډول ده:

 

د جګړې زیاتوالی او د سولې خبرو پر وړاندې د خنډونو په تړاو اندېښنې د خبري کنفرانس اعلامیه

موږ د سولې یو شمېر فعالانو او ځوانانو د هرات ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه کې، چې د ۱۳۹۹ لمریز کال د لیندۍ میاشتې په لومړۍ نېټه په دې ولایت کې د سلګونو ځوانانو په ګډون د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ لخوا جوړه شوې وه، ګډون کړی وو. موږ د سولې په بهیر کې د حکومتي او شخص محوره برنامو څخه بهر، نوی نسل او ځوانان منسجم او همغږي کوو او د سولې هوکړې پلي کېدو او په هیواد کې د جګړې پایته رسیدو او د سوله ییزې فضاء جوړیدو، ملي روغې جوړې او يو بل منلو لپاره کار او فعالیت کوو.

موږ د هرات ولایت نوی نسل او ځوانان د جګړې زیاتوالی او د سولې خبرو پر وړاندې د خنډونو په تړاو خپلې اندېښنې د جګړې دواړو اړخونو (د افغانستان حکومت او طالبانو تحریک) او نړیوالې ټولنې سره په لاندې ډول شریک کوو:

1موږ د جګړې له دواړو لورو په ځانګړې ډول د طالبانو له اسلامي تحریک څخه غواړو، څو د مذاکرې مېز ته را وګرځي او جدي او برخلیک ټاکوونکي مذاکرات ژر تر ژره پیل کړي.

2. موږ د طالبانو له تحریک او د افغانستان له حکومت څخه غواړو، څو ژر تر ژره اوربند وکړي او یا هم لږ تر لږه تاوتریخوالي پر کمیدو او د خلکو د زیاتې قربانۍ څخه د مخنیوي په موخه هوکړه وکړي.

3. موږ د جګړې له دواړو لورو غواړو، چې هېڅ یو لوری پر لوري د بریالیتوب په فکر کې ونه اوسي. په هیواد کې د جګړې د ختمېدو یوازینۍ حل لاره د د جګړې د ښکیلو اړخونو ترمنځ خبرې او سیاسي هوکړه ده.

4. موږ د افغانستان له حکومت او سیاستوالو څخه غواړو، څو د خبرو لپاره د واحد صف جوړېدو ترڅنګ، خپلو دریځونو کې نرمښت وښيي او په هیواد کې د تلپاتې او سراسري سولې د راتلو لپاره قربانۍ ته چمتو شي.

5. همدارنګه موږ له طالبانو هم غواړو، څو پر خپل دریځ باندې له زیات ټینګار څخه ډډه وکړي او سولې ته د رسېدو او د جګړې پایته رسیدو لپاره نرمښت وښيي.

6. موږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو او د نظام د بنسټیزو ستنو د فعالیت د دوام او ساتنې څخه د ملاتړ تر څنګ په دې باور یو، چې یوازې سیاسي هوکړې کولای شي، چې د راتلونکې لارې نقشه مشخصه کړي، نه د جګړې پر دوام ټینګار.

7. موږ له دواړو لورو څخه په ډېر درنښت غواړو، چې یو بل لوري ته له تندو، سختو، سپکاوي، او نفاق اچوونکو کلیمو له کارولو څخه ډډه وکړي او د یو بل منلو او د سیاسي هوکړو زمینه برابره کړي.

8. موږ په کابل او نورو ولایتونو کې هدفي وژني یو جنایتکارانه عمل ګڼو. د جکړې زیاتیدو او د افغان وګړو قرباني کېدل د یوې اوږدې جګړې لپاره زمینه برابروي او موږ له هوکړو او تلپاتې او سراسري سولې څخه لرې کوي. په دې توګه موږ د افغاستان حکومت، د طالبانو تحریک او اسلامي هیوادونو څخه غواړو، څو د سولې خبرې چټکې او بریالۍ کړي.

9. له نړیوالې ټولنې په ځانګړې ډول د امریکا له متحده ایالاتونو او اسلامي هیوادونو څخه غواړو، څو هوکړې ته د دواړو لورو رسېدو لپاره عاجل او اړین فشارونه وکاروي.

موږ ځوانان، د سولې فعالان او د هرات ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې مسؤلین د بین الافغاني مذاکراتو د سیاسي هوکړې پورې د سولې په بهیر کې د د نوي نسل، ځوانانو او د ښځو د اغیزناکه ونډې، مشارکت او ګډون پورې خپل سوله غوښتونکي فعالیت دوام ته ژمن یو.

درنښت

د هرات د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه

د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ سکرټریت-هرات

د ۱۳۹۹ کال د سلواغې ۱۶ / د 2021 د فبروري 4

د هرات د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې د غړیو ناسته

د هرات د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې د غړیو ناسته

د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې د غړیو ناسته، د جرګې د جوړنکیو غړیو، د کمیټو د رئیسانو، منشیانو او د هرات ولایت د فعاله ځوانانو په ګډون جوړه شوه. د غونډې ګډونوالو پر راتلونکیو پروګرامونو، طرحو او د سولې بهیر کې د ځوانانو د ونډې پر څرنګوالي خبرې وکړې.

په ټولیز ډول په دې ناسته کې د لاندې شپږو موضوع ګانو اړوند پریکړې وشوې:

۱. دا ډله باید له پخوا څخه پیاوړې عمل وکړي او د هرات او پلازمینې ځوانانو ترمنځ اړیکې ټینګې کړي؛

۲. د هرات د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې د ستونزو په اړه خبرې وشوې او پریکړه وشوه، چې د ځوانانو د سولې جرګه، چې ټاکل شوې په نیږدې راتلونکي کې د زون په کچه په دې ولایت کې جوړه شي، په بریالیتوب سره جوړه شي؛

۳. په راتلونکي جرګه کې د جګړې قربانیانو نظرونه باید ډیر منعکس شي او په فعالانه ډول ونډه ولري؛

۴. د زیاتو خلکو د خبرولو او په ډله ایز ډول د خپریدو په موخه د هرات د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې پریکړه لیک دې چاپ او د ولسوالیو په کچه دې خلکو ته ورسیږي؛

۵. د سولې په مذاکراتو کې د ځوانانو ونډې د عدالت غوښتنې او فعاله ګډون لپاره، د هرات د مخورو سره ناستې او کتنې زیاتې شي؛

۶. د سولې په بهیر کې د هرات د ځوانانو د نظرونو د منعکس کولو لپاره دې ډیر ژر په پر لیکه ډول له مذاکراتي پلاوي سره ویډیويي ناسته جوړه شي.

د هرات د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ لخوا د ۱۳۹۹ لمریز کال د لیندۍ میاشتې په ۱ نیټه د دې ولایت د ټولو اداري واحدونو څخه د سلګونه ځوانانو په ګډون جوړه شوې وه.

د هرات د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه

هرات – افغانستان

د ۱۳۹۹ د مرغومې ۱۰ / د ۲۰۲۰ د ډسمبر ۳۰


مشورتي ناسته – بلخ

 

مشورتي ناسته - بلخ

د اړیکو د ګروپ مشرتابه د بلخ ولایت د نوي نسل او ځوانو د سولې جرګې له جوړونکي ټیم، د لسګونو کمیټو د رئیسانو او منشیانو سره مشورتي ناسته وکړه.

په دې ناسته کې د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ له فعالیتونو څخه راپور وړاندې شوو او د جرګې د غړیو ترمنځ د زیاتې همغږۍ په موخه وړاندیز وشو، څو د بلخ د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې سکرتریت رامنځته او په دې ولایت کې راتلونکي پروګرامونه او فعالیتونه جوړ او پراخه شي.

د بلخ د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه

بلخ – افغانستان

د ۱۳۹۹ لمریز کال د مرغومې ۱۰ / د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د ډسمبر ۳۰

د جګړې له شدت او د سولې مذاکراتو نا څرګند بهیر څخه د جوزجان د خلکو اندیښنې

د جګړې له شدت او د سولې مذاکراتو نا څرګند بهیر څخه د جوزجان د خلکو اندیښنې

د جوزجان ولایت یو شمېر ځوانان، د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې غړي او د جرګې ولایتي سکرتریت، د دوشنبې په ورځ د ۱۴۰۰ لمریز کال د غويي میاشتې په ۲۰ نیټه، چې د ۲۰۲۱ کال د مې له ۱۰سره سمون خوري، « د جګړې له شدت او د سولې بهیر نا څرګند وضعیت په اړه د جوزجان ولایت د خلکو اندیښنې » تر سرلیک لاندې مطبوعاتي کنفرانس جوړ کړ.

د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ د رهبري غړی حمید الله مسرور د درې ورځني اوربند له اعلان څخه د هرکلي ترڅنګ زیاته کړه، چې په هېواد کې د دایمي اوربند ټینګښت لپاره هڅه وشي.

د جوزجان ولایتي سکرتریت د رهبري بورد رئیس جاوید دوستي وايي، چې ځوانان د دې جګړې قربانیان دي او ځوانان باید هڅه وکړي، چې دې جګړې ته د پای ټکی کیږدي.

د اړیکو کمیټې مسؤل صاحب نظر نظري او د جوزجان ولایتي سکرتریت د مشورتي بورد مسؤل عبدالصبور خادم د استانبول ناسته د افغانستان د سولې لپاره ښه فرصت ګڼي او هیله لري، چې دا ناسته د افغانستان لپاره غوره پایلې ولري.

د جوزجان ولایتي سکرتریت  د څارنې پلاوې مسؤل سید رسول سادات او د جوزجان ولایتي سکرتریت د مشورتي بورد مرستیال عبدالقادر فولاد وايي، چې افغانستان د قومي کیدو خوا ته رهي دی، چې دا د سولې بهیر او ملي ګټو په زیان دی.

امین الله بابری د جنګ قربانیانو سره د همغږۍ کمیټې مسول په هیواد کې د جګړې د ډیرېدو او د جګړې د قربانیانو د وضعیت په اړه خبرې وکړې.

د مدني ټولنې فعاله ملالی غفوري او د مدني ټولنې فعاله بهشته فدا د افغانستان د خلکو ترمنځ پر یووالي او همپالنې د ټینګار ترڅنګ زیاتوي، چې د افغانستان خلک په یوه حساس پړاو کې دي او باید هڅه وشي، چې خپل اتحاد له لاسه ورنکړي

د ناستې اعلامیه

۱‌‌. د جوزجان ولایت خلکو د جګړې د زیاتوالي په هکله اندېښنه وښوده او له ټولو لورو څخه غواړي تر څو جګړې او وینې بهونې ته د پای ټکی کيږدي.

۲. ټول لوري د سولې د راتلو لپاره د لاسته راغلي موقع څخه ګټه واخلي او د هغې د ټینګښت لپاره هڅه وکړي.

۳. په افغانستان کې د سولې خبرې اترې د جګړې د پای ته رسولو لپاره زمینه برابره او هر څه ژر د جګړې د زیاتوالي مخنیوی وکړي.

۴. جګړه هېڅ ستونزه نشي حل کولای برعکس د جګړې د تکرار سبب کیږي او د سولې د تحقق په موخه باید غیر عملي شرطونه غاړې ته شي.

۵. د سیمې او نړۍ هیوادونه باید په افغانستان کې د دې بهیر د بریالیتوب لپاره خپلې هڅې ممکنه لوړې کچې ته پورته کړي.

۶. د حکومت او طالبانو د تحریک ترمنځ هر ډول هوکړه د ټولو افغانانو له هغې ډلې څخه د ښځو، ځوانانو او لږکیو د حقونو څخه ملاتړ وکړي.

۷. د استانبول ناستې ګډونکوونکي د سملاسي اوربند د پلي کېدو لپاره هڅه وکړي او دا هڅې په هیواد کې د سولې د تحکیم لپاره زمینه برابره او سبب شي.

۸. هر ډول تروریستي کړنې په کلکه غندو او هر یو زمونږ د هیواد د مسوول وګړي په توګه د تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره هڅه وکړو.

۹. د دواړو لورو له مذاکراتي پلاوي څخه غواړو تر څو ژر په استانبول کې د سولې مذاکراتو ناسته پیل او د افغانستان خلک د هغو مثبتې پایلې لیدونکي وي.

۱۰. د سولې مرکچیان د جوزجان ځوانانو سلا مشورو او تصمیم ته درناوی ولري او د سولې په خبرو کې طرحې په پام کې ونیسي.

۱۱د لویو لارو ناامني د جوزجان د خلکو د لویو اندېښنو څخه ده او سملاسي اوربند او سوله به د لویو لارو د امنیت سبب او پوره امنیت به ټینګ شي.

۱۲. طالبانو په خپله بیانیه کې د اختر درې ورځې اوربند اعلان کړ او مونږ دا تصمیم هیله بښوونکی او د سولې لپاره پیل ګڼو او له هغه څخه ګرم استقبال کوو.

په درنښت

د اړیکو ګروپ د رسنیو او ویاندوی دفتر

د جوزجان ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت

د ۱۴۰۰ کال د غويي ۲۰ - د ۲۰۲۱ کال د مې ۱۰

اوربند او دایمي سوله- جوزجان

اوربند او دایمي سوله- جوزجان

د جوزجان ولایت مدني ټولنو، قومي مشرانو او ځوانانو د ۱۴۰۰ لمریز کال د  غبرګولي ۳۰مه نېټه،چې د ۲۰۲۱کال د جون میاشتې له ۲۰ سره برابره ده، د دې  ولایت په مرکز کې د "اوربند او دایمي سولې" تر سرلیک لاندې ګډه ناسته ترسره کړه.

د جوزجان د مدني ټولنې د بنسټونو مشر، عبدالقادر فولاد په هېواد کې د سولې ټینګښت او جګړې پایته رسیدو لپاره د ځوانانو او مدني ټولنو د سازمانونو د هلو ځلو په اړه خبرې وکړې.

د جوزجان ولایت د سرحدونو ، قومونو او قبایلو چارو رییس میرویس ابدالي د ناستې ګډونوالو ته د هرکلی ترڅنګ زیاته کړه چې موږ د داسې سولې ملاتړ کوو چې د خلکو غوښتنې او اراده په پام کې ونیول شي. نوموړي پر حکومت او طالبانو غږ وکړ چې یوې هر اړخیزې هوکړې ته ورسیږي او هڅه وشي، څو د دوه لسیزو لاسته راوړنې او ارزښتونه خوندي شي.

د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ - د جوزجان ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت رییس جاوید دوستي د سوله ییزې

ټولنې د فرصتونو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې په هیواد کې روانه جګړه د افغانستان له خلکو څخه زیاته قرباني اخیستې او هره ورځ سلګونه ځوانان ، ماشومان او میرمنې بې ګناه قرباني کیږي.

په جوزجان کې د پښتنو ټولنیزې شورا رییس شیرشاه بابري په داسې حال کې چې د سولې له هڅو ملاتړ کوي، په هېواد کې د اوربند او تلپاتې سولې ټینګښت لپاره د خلکو د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د جوزجان ولایت د ښځو چارو ریاست استازې ، خجسته کریمي په هیواد کې د سولې لپاره د ښځو دوامداره ملاتړ څرګند کړ او پر حکومت او طالبانو یې غږ وکړ چې د خبرو میز ته را وګرځي او د یوه سیاسي هوکړې او خبرو اترو له لارې په هېواد کې روانه جګړه پای ته ورسوي.

د ناستې په دوام په جوزجان کې د مدني ټولنې فعال سید عباس سادات ، محمد فیاض ، د جوزجان د مدني ټولنې د بنسټونو مرستیال محمد تمیم شاهد ، او د معلولینو په استازیتوب انجینر محمد امین بابري په هېواد کې د اوربند او تلپاتې سولې په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې، د جګړې له ښکیلو خواو یې وغوښتل چې ژر تر ژره دې خبرو میز ته راشي او دا ناروا جګړه پای ته ورسوي او د افغانانو قربانۍ ودروي.

د جوزجان د مدني ټولنو ، قومي مشرانو او ځوانانو د ګډې غونډې #پریکړه لیک

"په هیواد کې اوربند او تل پاتې سوله"

۱- موږ له حکومت او طالبانو له تحریک څخه غواړو، څو د خبرو میز ته را وګرځي او خپلې ستونزې د تفاهم او سیاسي لارې حل او دې ویجاړونکي جګړې ته د پای ټکی کېږدي.

۲- موږ د جګړې په ښکیلو خواو غږ کوو چې پایلې ته د سولې د خبرو رسیدو پورې، په ټول هیواد کې اوربند اعلان کړي او په ارامه چاپیریال کې د سولې خبرې پیل کړي.

۳- موږ پر ملکي وګړو، ماشومانو، ښځو، زده کونکو، ډاکټرانو، د مدني فعالانو، خبریالانو او دیني عالمانو بریدونه او د هغوی وژل په کلکه غندو.

۴- د عامه تاسیساتو، پلونو او پلچکونو، زیارتونو، ښوونځیو او روغتونونو ویجاړول باید له هر ډول ځنډ پرته ودریږي.

۵- موږ له دواړو اړخونو (حکومت او طالبانو) څخه غواړو، څو د ترکیې او یا هم نورو ناستو کې ژر تر ژره خپل ګډون اعلان او په هېواد کې د تل پاتې سولې ټینګښت لپاره ریښتینې هڅې وکړي.

په درنښت

د جوزجان ولایت ځوانانو او مدني بنسټونه، قومي مشران

د ۱۴۰۰ کال د غبرګولي ۳۰ / د ۲۰۲۱ کال د جون ۲۰

د سولې بهیر او په دې بهیر کې د میدان، وردګو او بهسودو خلکو او ځوانانو غوښتنې

 

د سولې بهیر او په دې بهیر کې د میدان، وردګو او بهسودو خلکو او ځوانانو غوښتنې

د میدان، وردګو او بهسودو خلکو او ځوانانو د "سولې بهیر او په دې بهیر کې د میدان، وردګو او بهسودو د خلکو او ځوانانو غوښتنې" تر سرلیک لاندې، د ۱۴۰۰ لمریز کال د وري (حمل) میاشتې په ۱۹نېټه، چې د ۲۰۲۱زیږدیز کال د اپریل میاشتې ۸ مې سره برابره ده، په میدان وردګو ولایت کې غونډه وکړه.دغه غونډه د میدان وردګو ولایت د ځوانانو لخوا د سولې لپاره د ځوانانو د اړېکو د ګروپ په مرسته جوړه شوې وه.

نجي الله سمون له ښکېلو غاړو څخه غواړي، څو روانه جګړه پای ته ورسوي او د سولې د ټېنګښت لپاره دې ریښتیني هڅې وکړي.

د اړیکو د ګروپ د مشرتابه غړی توریالی هلمند، د سولې پر اهمیت د ټینګار ترڅنګ زیاته کړه، چې سوله د فردي هڅو له لارې نه راځي، اړتیا ده، چې هڅې په متحدانه ډول ترسره شي، کوم، چې د ټول افغانستان یې غوښتنه کوي.

سیاسي فعال ظاهر محبوب وايي: چې سوله یوه داسې کړنلارې ته اړتیا لري چې په کې د ټولنې ټول خلک په کې ونډه ولري، او هیڅ اړخ په دې بهیر کې خپل تشه احسان نه کړي.

صابره حسیني د سولې بهیر کې د ځوانانو پر ګډون او د ښځو د حقونو پر ساتلو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې ښځو په تیرو شلو کلونو کې سترې لاسته راوړنې درلودې او دا باید قرباني نه شي.

ممتاز الهام وايي چې جګړې د دې ولایت هره کورنۍ ویرجنه کړې او سوله باید د ویرونو ځای ناستی شي.

شریف الله هوتک وايي، چې اوربند باید د مذاکراتو د ښکیلو اړخونو ته لومړیتوب ولري، څو په یوه خوندي چاپیریال کې خبرو ته لاره هواره شي او د جګړې پر مهال کې د سولې خبرې کومه ګټه نه لري.

د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ تر دې مهاله د هېواد ۲۹ ولایتونو ته سفرونه کړي او هڅه کوي، څو د سولې په بهیر کې د حکومتي پروګرامونو بهر نوي نسل او ځوانانو ترمنځ همغږي او واحد غږ رامنځته کړي.

 

د میدان وردګو ولایت د خلکو او ځوانانو غونډه

#پریکړه‌لیک

د میدان، وردګو او بهسودو خلکو او ځوانانو د پنجشنبې په ورځ د ۱۴۰۰ لمریز کال د وري په ۱۹ نیټه، چې د ۲۰۲۱ زیږدیز کال د اپریل له ۸ سره برابره ده، په میدان وردګو ولایت کې د سولې بهیر او په دې بهیر کې د میدان، وردګو او بهسودو خلکو او ځوانانو غوښتنې، ترسرلیک لاندې په جوړه شوې غونډه کې خپلې غوښتنې په دې ډول بیان کړې:

۱. که هر نظام وي، خو نظام او پوځ دې وساتل شي.

۲. د میدان وردګو ولایت ځوانانو ته دې د سولې په بهیر کې رغنده رول ورکړل شي.

۳. د اسلام مبارک دین په چوکاټ کې د ښځو د حقونو په ګډون، ټولنییز او بشري حقونه دي خوندي شي.

۴. د بیان آزادي، په ځانګړي ډول د رسنیو آزادي دې خوندي شي.

۵. د افرادو تغییر او تبدیل مهم نه دی، خو داسې سوله دې وشي، چې د بلې جګړې د پیل لامل نشي.

۶. داسې میکانیزم دې جوړ شي، چې ټول خلک په کې خپل ځان وویني.

۷. داسې سوله دې وشي، چې مدیران یې د یو ځانګړي قوم او ډلې پورې اړوند نه وي.

۸. د سرتاسري سولې لپاره باید له ټولو خلکو نظرونه واخیستل شي.

۹. تیرې لاسته راوړنې دې وساتل شي.

۱۰. تر هرڅه وړاندې سرتاسري اوربند باید وشي.

۱۱. دواړه لوري باید نرمښت وښيي.

و من الله التوفیق

د میدان وردګو ولایت د خلکو او ځوانانو غونډه

د ۱۴۰۰ د وري ۱۹ / د ۲۰۲۱ د اپریل ۸

میدان ښار – افغانستان

د سولې بهیر او د نورستان ولایت خلکو، عالمانو او ځوانانو غوښتنې

د سولې بهیر کې د نورستان ولایت خلکو، عالمانو او ځوانانو غوښتنې


د نورستان ولایت خلکو، عالمانو او ځوانانو د ۱۴۰۰د زمري په ۹، چې د ۲۰۲۱ د جولای ۳۱ نېټې سره برابره د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ په همکاري «د سولې بهیر او د نورستان ولایت خلکو، عالمانو او ځوانانو غوښتنې» تر عنوان لاندې غونډه جوړه او په هیواد کې د جګړې پای او سولې راوستلو غوښتونکي شول.

د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ د رهبري غړي ساجدالله افغانمل زیاته کړه، چې په اوس وخت کې د نورستان په ګډون په ټول هیواد کې ټول خلک د جګړې د شدت له امله له جدي ستونزو سره مخ دي، پدې توګه باید دولت په ځانګړې توګه د طالبانو تحریک خپل یرغلیز بریدونه ودروي او اوربند وکړي.

دیني عالم عنایت الله رحماني، د نورستان ولایتي شورا رییس سعیدالله پایندزي، د نورستان ولایت د ځوانانو امر صبغت الله جناح، د بې ځایه شوو شورا رییس مولوي سلیمان نورستاني، قومي مشر شیردالي کشتنیار، عبید الله صافی، شمس پاچا، دیني عالم عبدالرحمان سبحاني، مدني فعال بشیر احمد جلالي، امان الله غازي، دیني عالم مولوي نجیب الله، دیني عالم عبدالکبیر، د نورستان پوهنتون د محصلینو اتحادیې مسوول هنر شاه نوري، مدني فعال عارف الله عادل، نورالهدا فکور، قومي مشر ملک جان محمد، زهرا علي، ډاکتر محمد نور نوري او یحی ځواک هر یو په خپل وار سره روانه جګړه د اسلامي شرعیت سره په ټکر کې وبلله او د عامه تاسیساتو ړنګولو مخنیوی، ملکي وژني، د سولې او اوربند رامنځته کول، په هیواد کې ورور وژني ته پای ورکول، د سولې د جدي خبرو پیل او سیاسي هوکړو ته په رسېدو یې تاکید وکړ.

د غونډې پرېکړه‌لیک

د سولې بهیر او د نورستان ولایت د خلکو، عالمانو او ځوانانو غوښتنې

د سولې لپاه د ځوانانو د اړیکو ګروپ په همکاري مونږ د نورستان ځوانانو «د سولې بهیر او د نورستان ولایت د خلکو، عالمانو او ځوانانو غوښتنې» تر عنوان لاندې غونډه د ۱۴۰۰ د زمري په ۹ ، چې د ۲۰۲۱ د جولای له ۳۱ نېټې سره برابرده، د دې ولایت په مرکز کې جوړه کړه.

مونږ د قران کریم متبرک ایات څخه په اقتباس او الهام (فَاتَّقُوا اللَّهَ وَأَصْلِحُوا ذَاتَ بَيْنِكُمْ / وَالصُّلحُ خَیْرٌ/ وَإِنْ طَائِفَتَانِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ اقْتَتَلُوا فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا) د محدثینو، مفسرینو او د اسلامي فقهې عالمانو، چې د مسلمانو ورونو ترمنځ د سولې او پخلاینې بیانوونکي دي، اوربند او د هیواد جګړې پای د خبرو اترو او سیاسي هوکړې له لارې د افغانستان د کړکېچ د حل په توګه پیژنو او د لاندې مواردو غوښتونکي یو:

1. د وروستۍ څلویښت کلنې خونړۍ او بدمرغې جګړې، چې بغیر له وراني، کډوالي او دربدري یې بل څه مونږ افغانانو او په ځانګړې توګه ځوانانو ته ندي پریښي، په پرېکنده ډول ودریږي او یو نظام او سوله ییزه ټولنه د ټولنې د ټولو قشرونو د حقونو ساتنې لپاره رامنځته شي.

2. له دواړو لورو (حکومت او طالبانو) د بې قید او شرطه تلپاتې اوربند غوښتونکي یو.

3. د سولې مذاکراتو عاجل پیل؛ مهمو او برخلیک ټاکوونکو مسایلو ته پاملرنه.

4. مونږ د نورستان ځوانان د مذاکرې له دواړو لورو څخه غواړو، چې ملي شتمنیو ته درناوی ولري او شخصي، فرمایشي او ځان غوښتنې څخه تېر او د سولې په یوې ټولیزې هوکړې، هوکړه وکړي.

5. مونږ د نورستان ځوانان د مذاکرې له دواړو لورو څخه غواړو د دوحې او یا د بل بهرني هیواد پر ځای د افغانستان له ولایتونو څخه یو، چې د جرګو تاریخ ولري غوره او هر څه ژر د سولې مذاکرې پیل او په پرېکنده ډول یې پرمخ یوسي.

6. ځای، منصب، نفوذ او قدرت د یو افغان د وینې بهیدو ارزښت نلري، دواړه لوري په ځانګړې توګه طالبان باید په عاجل ډول له جګړې څخه لاس واخلي او دې ورور وژنې ته د پای ټکی کیږ دي.

7. د افغانستان اساسي قانون، چې په نړۍ کې یو له غوره اسلامي قوانینو څخه دی، باید له منځه لاړ نشي، تعدیل یې باید د افغانستان د خلکو د ارادې پر بنسټ تر سره شي.

8. د سولې بهیر کې باید تول دخیل وي، چې د ټولنې ټول قشرونه باید خپل موجودیت حس کړي او قومي او مذهبي اقلیتونه باید په هغې کې دخیل وي.

9. مونږ د سولې په هوکړه کې د اسلامي شریعیت او نړۍ والو موازینو او قوانینو په رڼا کې د ښځو او ماشومانو د حقونو د تضمین غوښتونکي یو.

10. د جګړې په ډګر کې دواړه لوري په ځانګړې توګه طالبان د عامه او شخصي تاسیساتو او له عامه او د خلکو له منقولو او غیر منقولو شتمنیو له ړنګولو څخه ډډه وکړي.

11. مونږ د نورستان ځوانان په قضیه کې له ښکېلو لورو څخه د جګړې په ډګر کې د اسلامي شریعت ضوابطو د نړۍ والو بشردوستانه حقونو- د وسله والو مخاصماتو حقونو په پام کې نیولو غوښتونکي یو.

12. مونږ د نورستان ځوانان غواړو تر څو د وروستیو دوه لسیزو لاسته راوړنو، چې په هغه کې زمونږ د هیواد افغانستان ارامي پکې وي او د محمدي غرا شریعت سره په ټکر او تضاد کې نه وي ساتل، ملاتړ، تکمیل او دوام ومومي.

13. مونږ د نورستان ځوانان د سیمې او ګاونډیو پیاوړو هیوادونو څخه غواړو، چې افغانستان د خپلو نیابتي جګړو په ډګر تر دې څخه زیات بدل نکړي. با ثباته افغانستان کولای شي د سیمه ییز او نړۍ وال پرمختګ ضامن شي.

په درنښت

د نورستان ولایت خلک، عالمان او ځوانان

۱۴۰۰ د زمري ۹/ د ۲۰۲۱ د جولای۳۱