مطبوعاتي کنفرانس – خوست

د ترکیې غونډه د افغانستان د غميزې د پای لپاره ښه فرصت دی


د خوست ولایت یو شمېر ځوانان، د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې او سکرتریت غړي د ۱۴۰۰ لمریز کال د غويي میاشتې په ۱۵ نیټه، چې د ۲۰۲۱ زیږدیز کال د مې میاشتې له ۵ نیټې سره سمون لري، په خوست کې «د ترکیې غونډه د افغانستان د غميزې د پای لپاره ښه فرصت دی» تر سرلیک لاندې مطبوعاتي کنفرانس جوړ کړ.

د خوست د نوي نسل او ځوانانو د سولې ولایتي سکرتریت طاهر جان خیال، د رسنیو او ویاندوی کمیټې مسؤل زرولي خوشنود، د اړیکو د کمیټو مسؤل علي شاه آماده، د جګړې له قربانیانو سره د همغږۍ کمیټې مسؤل اختر ګل وفا او د ولایتي سکرتریت د رهبري بورد غړی محمد ایوب حقمل، په هېواد کې د سترو خونړیو پیښو په ځانګړي ډول د لوګر خونړۍ پيښې او په ټول هېواد کې د هدفي وژنو د غندلو ترڅنګ، د افغانستان د سولې بهیر او بین الافغاني مذاکراتو په تړاو یې خپلې غوښتنې او اندیښنې شریکې کړې.

د ترکیې ناستې او سولې مذاکراتو په تړاو

د خوست ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې ولایتي سکرتریت مطبوعاتي #اعلامیه

د خوست ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه، چې د ۱۳۹۹ لمریز کال د کب میاشتې په ۱۴ نیټه د دې ولایت د سلګونه ځوانانو په ګډون جوړه شوې وه، د هېواد د سولې په بهیر کې د خوست د ځوانانو بې ساري ډله ایز خوځښت پیل وو. د سولې په تړاو د خوست د ځوانانو د مخکینیو فعالیتونو په دوام، د خوست ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ په مرسته جوړ شو.

د خوست ولایت ځوانان او د دې ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت، په هېواد کې د سترو بریدونو په ځانګړي ډول د لوګر ولایت خونړی برید او په د افغانستان په ګوټ ګوټ کې هدفي وژنې په کلکو ټکو غندي او د هېواد د سولې بهیر په تړاو خپلې غوښتنې او اندیښنې په لاندې ډول بیانوي:

۱. سوله د ټولو افغانانو یوه ملي غوښتنه او ضرورت دی او بدون د سیاسي جوړجاړې د افغان کشالې حل ناممکن بریښي بناً د خوست ولایت ځوانان او د دې ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې غړي، د جګړې له ښکیلو اړخونو غوښتنه لري چې یو ځل بیا، د سولې درولي خبرې بدون له کومه ځنډه بیا پیل او هیڅ لوری د سولې له مذاکراتو تېښته ونکړي، څو افغانان خپلو کې یو سوله ییز ،سیاسي او بنسټیز حل ته ورسیږي.

۲موږ د جګړې له ټولو ښکیلو اړخونو (وسله وال طالبانو، افغان حکومت او امریکا ) څخه غواړو، څو پایلې ته د سولې خبرو رسیدو لپاره هڅې وکړي او د ترکیې کنفرانس چې د افغان کشالې د سیاسي حل او غمیزې د پای لپاره د یو ښه فرصت دی فعاله برخه واخلي.

۳.   څنګه چې پوهیږو د افغان حکومت لخوا د سولې مزکراتو په ټاکل شوي مزکراتي پلاوي کې د لویې پکتیا، خصوصاً د خوست ولایت خلکو ونډه کم رنګه ده. موږ پر افغان حکومت غږ کوو، چې د سولې په مذاکراتي ډله کې د خوستوالو ونډه د هغوی نفوس او په جرګو او مرکو کې د هغوی بارز رول ته په کتو ور زیاته کړي.

۴. ځوانان د سولې لپاره د ښې ارادې ترڅنګ د ښو طرحو له اړخه هم د یوې قوي ارادې څښتنان دي. دوی د سوله ییز فکر پر بنیاد مؤثر نظریات وړاندې کولای شي، نو د دې لپاره چې د سولې روانې هڅې ټول شموله وي، او موږ ژر یوې پایلې ته ورسیږو؛ د خوست ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې غړي د نړیوالو ټولنې څخه غواړي چې، د سولې په روانو هڅو کې د افغان ځوانانو ونډه ور زیاته کړي.

ومن الله التوفیق

په درنښت

د اړیکو د ګروپ د رسنیو او ویاندوی دفتر

د خوست ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت

خوست – افغانستان

د ۱۴۰۰ کال د غويي ۱۵ / د ۲۰۲۱ کال د مې ۵

مطبوعاتي کنفرانس -بغلان

 

د جګړې زیاتیدو او د سولې مذاکراتو ناڅرګند وضعیت په تړاو د بغلان د ځوانانو اندیښنې


د بغلان ولایت یو شمېر ځوانان، د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې غړي او سکرتریت د سې شنبې په ورځ د ۱۴۰۰ لمریز کال د غويي میاشتې په ۱۴ نیټه، چې د ۲۰۲۱ کال د مې له ۴ سره برابره ده، په بغلان ولایت کې « د جګړې زیاتیدو او د سولې مذاکراتو ناڅرګند وضعیت په تړاو د بغلان د ځوانانو د اندیښنو»  تر سرلیک لاندې مطبوعاتي کنفرانس جوړ کړ.

د بغلان د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت د مشورتي بورد مسؤل احمد فواد فروغ، سیاسي سلاکار عبدالله قادري، د رسنیو کمیټې مسؤلې آریانا پارسي، د رسنیو کمیټې مرستیال محمد عالم بارکزي، او د رسنیو کمیټې غړې آمنه وردک د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او خپلې اندیښنې یې په هېواد کې د جګړې او تاوتریخوالي زیاتیدو او د سولې بهیر نا څرګند وضعیت په تړاو څرګندې کړې.

د جګړې زیاتیدو او د سولې مذاکراتو ناڅرګند وضعیت په هکله د بغلان د ځوانانو د اندیښنو په تړاو

د بغلان ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت مطبوعاتي کنفرانس #اعلامیه

د بغلان د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت د بغلان د جرګې په دوام، چې د ۱۳۹۹ لمریز کال د مرغومې میاشتې په ۸ نیټه د دې ولایت د سلګونه ځوانانو په ګډون جوړه شوې وه، د سولې په بهیر کې د دې ولایت د ځوانانو د ګډ غږ په توګه رامنځته شوی دی.

موږ د بغلان ولایت یو شمېر ځوانان او د بغلان ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې او ولایتي سکرتریت غړي د جګړې او تاوتریخوالي زیاتیدو او د سولې خبرو د نا څرګند وضعیت په اړه خپلې اندیښنې څرګندوو او د لاندې مواردو غوښتونکي یوو:

۱. د جګړې پایته رسیدو او د پایلې ته د سولې خبرو رسیدو لپاره طالبان باید د مذاکراتو  میز ته را وګرځي او شخړې د خبرو او هوکړو له لارې حل کړي.

۲. د ترلاسه شویو فرصت څخه باید د خبرو دواړه خواوې ګټه واخلي او روانې جګړې ته د پای ټکی کیږدي.

۳. د طالبانو له تحریک څخه غواړو، څو د دواړه ښکیلو خواوو ترمنځ د باور رامنځته کولو په موخه، ژر تر ژره اوربند اعلان کړي او خبرې په سوله ایزه فضا کې مخ ته یوسي.

۴. د مذاکراتو ښکیلې خواوې له خپلو شخصي او ډله ایزو ګټو څخه تېر شي او د خلکو د سوله غوښتلو غږونه واوري.

۵. د سولې د ټینګښت او د سولې هوکړو د ټول شموله توب لپاره باید ځوانان او ښځې په دې بهیر کې ګډون او مشارکت ولري.

۶. له دواړو اړخونو (حکومت او طالبانو) څخه غواړو، څو د سولې په خبرو کې نرمښت څرګند کړي.

۷. د افغانستان له حکومت او طالبانو له تحریک څخه غواړو، څو د خبریالانو، مدني فعالانو او دیني عالمانو هدفي وژنو مخنیوی وکړي.

۸. له ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو څخه غواړو، څو سولې ته د رسیدو لپاره د افغانستان له خلکو سره په ریښتیني ډول مرسته وکړي او پایلې ته د افغانستان د سولې بهیر رسیدو لپاره له خپلو اغیزو څخه ګټه واخلي.


په درنښت

د اړیکو د ګروپ د رسنیو او ویاندوی دفتر

د بغلان ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت

سه شنبه، د ۱۴۰۰ کال د غويي ۱۴  - د ۲۰۲۱ کال د مې ۴

بغلان-افغانستان

مطبوعاتي کنفرانس – جوزجان

مطبوعاتي کنفرانس - جوزجان

د جګړې له شدت او د سولې مذاکراتو نا څرګند بهیر څخه د جوزجان د خلکو اندیښنې


د جوزجان ولایت یو شمېر ځوانان، د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې غړي او د جرګې ولایتي سکرتریت، د دوشنبې په ورځ د ۱۴۰۰ لمریز کال د غويي میاشتې په ۲۰ نیټه، چې د ۲۰۲۱ کال د مې له ۱۰سره سمون خوري، « د جګړې له شدت او د سولې بهیر نا څرګند وضعیت په اړه د جوزجان ولایت د خلکو اندیښنې » تر سرلیک لاندې مطبوعاتي کنفرانس جوړ کړ.

د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ د رهبري غړی حمید الله مسرور د درې ورځني اوربند له اعلان څخه د هرکلي ترڅنګ زیاته کړه، چې په هېواد کې د دایمي اوربند ټینګښت لپاره هڅه وشي.

د جوزجان ولایتي سکرتریت د رهبري بورد رئیس جاوید دوستي وايي، چې ځوانان د دې جګړې قربانیان دي او ځوانان باید هڅه وکړي، چې دې جګړې ته د پای ټکی کیږدي.

د اړیکو کمیټې مسؤل صاحب نظر نظري او د جوزجان ولایتي سکرتریت د مشورتي بورد مسؤل عبدالصبور خادم د استانبول ناسته د افغانستان د سولې لپاره ښه فرصت ګڼي او هیله لري، چې دا ناسته د افغانستان لپاره غوره پایلې ولري.

د جوزجان ولایتي سکرتریت  د څارنې پلاوې مسؤل سید رسول سادات او د جوزجان ولایتي سکرتریت د مشورتي بورد مرستیال عبدالقادر فولاد وايي، چې افغانستان د قومي کیدو خوا ته رهي دی، چې دا د سولې بهیر او ملي ګټو په زیان دی.

امین الله بابری د جنګ قربانیانو سره د همغږۍ کمیټې مسول په هیواد کې د جګړې د ډیرېدو او د جګړې د قربانیانو د وضعیت په اړه خبرې وکړې.

د مدني ټولنې فعاله ملالی غفوري او د مدني ټولنې فعاله بهشته فدا د افغانستان د خلکو ترمنځ پر یووالي او همپالنې د ټینګار ترڅنګ زیاتوي، چې د افغانستان خلک په یوه حساس پړاو کې دي او باید هڅه وشي، چې خپل اتحاد له لاسه ورنکړي

مطبوعاتي کنفرانس - جوزجان

د جګړې له شدت او د سولې مذاکراتو نا څرګند بهیر څخه د جوزجان د خلکو اندیښنو د مطبوعاتي کنفرانس اعلامیه


۱‌‌. د جوزجان ولایت خلکو د جګړې د زیاتوالي په هکله اندېښنه وښوده او له ټولو لورو څخه غواړي تر څو جګړې او وینې بهونې ته د پای ټکی کيږدي.

۲. ټول لوري د سولې د راتلو لپاره د لاسته راغلي موقع څخه ګټه واخلي او د هغې د ټینګښت لپاره هڅه وکړي.

۳. په افغانستان کې د سولې خبرې اترې د جګړې د پای ته رسولو لپاره زمینه برابره او هر څه ژر د جګړې د زیاتوالي مخنیوی وکړي.

۴. جګړه هېڅ ستونزه نشي حل کولای برعکس د جګړې د تکرار سبب کیږي او د سولې د تحقق په موخه باید غیر عملي شرطونه غاړې ته شي.

۵. د سیمې او نړۍ هیوادونه باید په افغانستان کې د دې بهیر د بریالیتوب لپاره خپلې هڅې ممکنه لوړې کچې ته پورته کړي.

۶. د حکومت او طالبانو د تحریک ترمنځ هر ډول هوکړه د ټولو افغانانو له هغې ډلې څخه د ښځو، ځوانانو او لږکیو د حقونو څخه ملاتړ وکړي.

۷. د استانبول ناستې ګډونکوونکي د سملاسي اوربند د پلي کېدو لپاره هڅه وکړي او دا هڅې په هیواد کې د سولې د تحکیم لپاره زمینه برابره او سبب شي.

۸. هر ډول تروریستي کړنې په کلکه غندو او هر یو زمونږ د هیواد د مسوول وګړي په توګه د تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره هڅه وکړو.

۹. د دواړو لورو له مذاکراتي پلاوي څخه غواړو تر څو ژر په استانبول کې د سولې مذاکراتو ناسته پیل او د افغانستان خلک د هغو مثبتې پایلې لیدونکي وي.

۱۰. د سولې مرکچیان د جوزجان ځوانانو سلا مشورو او تصمیم ته درناوی ولري او د سولې په خبرو کې طرحې په پام کې ونیسي.

۱۱د لویو لارو ناامني د جوزجان د خلکو د لویو اندېښنو څخه ده او سملاسي اوربند او سوله به د لویو لارو د امنیت سبب او پوره امنیت به ټینګ شي.

۱۲. طالبانو په خپله بیانیه کې د اختر درې ورځې اوربند اعلان کړ او مونږ دا تصمیم هیله بښوونکی او د سولې لپاره پیل ګڼو او له هغه څخه ګرم استقبال کوو.

په درنښت

د اړیکو ګروپ د رسنیو او ویاندوی دفتر

د جوزجان ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت

د ۱۴۰۰ کال د غويي ۲۰ - د ۲۰۲۱ کال د مې ۱۰

مطبوعاتي کنفرانس -بلخ

مطبوعاتي کنفرانس -بلخ

د سولې په بهیر کې شته اندیښنې او د مذاکراتو له اړخونو څخه د بلخ ولایت د ځوانانو غوښتنې

د بلخ د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت د چهارشنبې په ورځ د ۱۴۰۰ لمریز کال د غويي میاشتې په ۱۵ نیټه، چې د ۲۰۲۱ کال د مې له ۵ سره سمون خوري، په بلخ ولایت کې د ځوانانو، ښځو او مدني فعالانو په ګډون « د سولې په بهیر کې شته اندیښنې او د مذاکراتو له اړخونو څخه د بلخ ولایت د ځوانانو غوښتنې» تر سرلیک لاندې مطبوعاتي کنفرانس جوړ کړ.

په پیل کې د بلخ جرګې د ولایتي سکرتریت بورد رئیسې فروزان آریا د « د مطبوعاتي ناستې او سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ او د نوي نسل او ځوانانو جرګې د موخو» په تړاو معلومات وړاندې کړل.

په دې ناسته کې د بلخ ولایتي سکرتریت د رسنیو او ویاندوی کمیټې مسؤل امید بلخي د افغانستان سولې پر وړاندې د فرصتونو او خنډونو په اړه، د رسنیو کمیټې مرستیال بشیر بدلون د سولې په بهیر کې د ځوانانو رول په اړه، د بلخ د ولایتي سکرتریت مرستیال عبدالحمید انصاري د سولې خبرو په برخه کې د شته خنډونو او فرصتونو په اړه، د بلخ ولایتي سکرتریت مطبوعاتي سلاکار سید اسماعیل صالحي بلخي د سولې او په سترو ملي پریکړو کې د ځوانانو ونډې په اړه، د بلخ ولایتي سکرتریت د اړیکو کمیټې مسؤل عبدالهادي بلخوال د سولې مذاکراتو کې د ښکیلو اړخونو څخه د ځوانانو غوښتنو په تړاو خبرې وکړې او د بلخ ولایتي سکرتریت حقوقي سلاکارې نصیره ثمر د دې مطبوعاتي ناستې اعلامیه ولوستله.

د سولې خبرو د دریدو او په بلخ او هېواد په کچه د تاوتریخوالي زیاتیدو په تړاو

د بلخ ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت رسنیزه اعلامیه

 

د بلخ ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت، چې د ۱۳۹۹ لمریز کال د تلې میاشتې د ۹ نیټې د جرګې پر دوام، د سولې په بهیر کې د نوي نسل او ځوانانو د همغږي او واحد غږ رامنځته کولو په موخه جوړه شوې وه، د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ په مرسته جوړ شوی دی.

د بلخ ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت د افغان حکومت او طالبانو د تحریک ترمنځ د مذاکراتو له دریدو، په هېواد کې د جګړې له تاودیدو او تاوتریخوالي زیاتیدو په تړاو خپلې اندیښنې څرګندوي:

1.      موږ د مذاکراتو له ښکیلو اړخونو غواړو، څو ژر تر ژره تاوتریخوالي دوام ته د پای ټکی کیږي او پرته له ځنډ څخه د سولې خبرې پیل کړي.

2.      موږ د بلخ ولایت ځوانان د مذاکراتو له ښکیلو اړخونو غواړو، چې په مذاکراتو کې د ښه نیت اصل رعایت کړي او د مذاکراتو میز د افغانستان د جګړې ناورین د حل لپاره وروستي حل لارې په توګه وګڼي.

3.      د جګړې له ډګرونو او شخړو زیاتوالي څخه نه باید د خبرو په میز کې د امتیاز اخیستلو لپاره کار واخیستل شي، ځکه د دې وضعیت دوام د افغانستان د خلکو لپاره د منلو نه دی.

4.      د بلخ ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت د سولې په بهیر کې د بلخ ځوانانو د مشخص آدرس او د هغوی د عدالت غوښتنې محور په توګه، په ټول هېواد کې له هر ډول قید او شرط پرته د اوربند د ټینګښت ترڅنګ د مذاکراتو له ښکیلو غاړو غواړو، چې ځوانانو ته په سترو ملي مسائلو او د سولې بهیر کې ونډه ورکړي او د سولې په بهیر کې د ښځو، ماشومانو، د جګړې قربانیانو او دیني – مذهبي اقلیتونو حقونه په رسمیت وپیژني.

 

په درنښت

د اړیکو ګروپ د رسنیو او ویاندوی دفتر

د بلخ ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت

مزار شریف-افغانستان

د ۱۴۰۰ کال د غويي ۱۵ / د ۲۰۲۱ کال د مې ۵

د بلخ د ځوانانو خبرې اترې

د بلخ ځوانانو خبرې اترې

«د جګړې له زیاتوالي اندېښنې؛ د سولې په بهیر کې فرصتونه او خنډونه»

د اړیکو ګروپ په همکاري د بلخ ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت «د جګړې له زیاتوالي اندېښنې؛ د سولې په بهیر کې فرصتونه او خنډونه» تر عنوان لاندې د بلخ ځوانانو خبرې اترې د ۱۴۰۰ د زمري په ۱۰/ د ۲۰۲۱ داګسټ ۱ د یکشنبې په ورځ د بلخ ولایت د ځوانانو په ګډون جوړې شوې.

د بلخ ولایتي سکرتریت رییسې فروزان اریا د پرانیستې ترڅنګ یې د بلخ ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت د فعالیتونو په هکله معلومات وړاندې کړل.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت د شمال زون ریاست مرستیال غلام علي میلاد او د بلخ ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس مطیع الرحمن کریمي د بلخ ولایت ځوانانو څخه یې د سولې غوښتنې د اواز پورته کولو په هکله مننه وکړه، له حکومت او طالبانو څخه یې وغوښتل، چې هر څومره ژر هیواد کې د خبرو له لارې یوې مثبتې پایلې او سرتاسري سولې ته ورسیږي.

د بلخ ولایت د حج او اوقافو ریاست استازې مرسل شریفي په هیواد کې د روانې جګړې په عدم مشروعیت تاکید وکړ، زیاته یې کړه، چې روانه جګړه هېڅ ډول دیني بنسټ نلري او ژر  په هیواد کې جنایت، وژنې او وینه بهېدنه ودریږي.

د شمال زون د خبریالانو د مصؤنیت کمېټې رییس محمد بشیر انصاري د خلکو په پاڅونونو او د دې حرکتونو په ناڅرګندو عواقبو باندې خبرې وکړې. ښاغلي انصاري د سولې موضوعاتو پوښښ په اړه خبرې وکړې او د بیان ازادي او د رسنیو ازادي په هکله یې خپله اندېښنه څرګنده کړه.

په شمال زون کې د نی دفتر مسوولې مبینې ساعي ښځې او د سولې خبرو کې د هغوی د رول په اړه خبرې وکړې او زیاته کړه، چې افغانستان په یوه نیابتي جګړه کې ښکېل دی او افغانان له دې جګړې څخه بېزاره او د کلنو په لړ کې یې زیات تاوانونه ګاللي دي.

مدني فعال سید محمد یزدان پرست د مدني ټولنو رول او د افغانستان د سولې په وړاندې د هغوی دریځ ته په اشاره زیاته کړه، چې روانې جګړې د مالي تاوانونو ترڅنګ د عامو وګړو د وژنې او د زیاتو کورنیو د ګدوالۍ سبب شوي دي. نوموړي له نړۍ والو بنسټونو په ځانګړې توګه ملګرو ملتونو څخه وغوښتل تر څو د مذاکراتو په لورو باندې فشار راوړي تر څو د سولې بهیر یوې مطلوبې پایلې ته ورسوي.

د بلخ ولایتي سکرتریت حقوقي سلاکارې نصیرې ثمر د سولې په خبرو کې د ځوانانو په رول خبرې وکړې، زیاته یې کړه، د دې ترڅنګ، چې ځوانان د ټولنې بنسټیز ځواک جوړوي، ولې د سولې بهیر کې د ځوانانو رول سمبولیک دی او د سولې په مذاکراتو او تصمیم نیونه کې یې غوښتنې په پام کې نه نیول کیږي.

په پای کې د بلخ ولایتي سکرتریت سیاسي سلاکار استاد هجرت الله همدرد د سولې بهیر کې په شته فرصتونو او ننګونو په اړه خبرې وکړې، د جګړې د پای لپاره د افغانستان دولت او طالبانو تحریک لپاره رامنځته شوي فرصت مهم او اساسي یاد کړ او دواړه لوري باید له دې فرصت څخه ګټه پورته کړي.

د بلخ ځوانانو د خبرو اترو لنډیز او غوښتنې:

1.د سولې خبرو په بهیر کې د ځوانانو او ښځو ګډون.

2.د جګړې بندېدل او د خبرو او مذاکرې له لارې د طرفینو (حکومت او طالبان) سیاسي هوکړې ته رسېدل.

3.د سولې په خبرو کې د طالبانو نرمښت.

4.د بیان او رسنیو ازادي، د وروستیو دوه لسیزو لاسته راوړنو ساتنه او د سولې په هوکړو کې د ښځو رول، قومي او مذهبي تفاوتونه په پام کې نیول.

5.د امنیتي او دفاعي ځواکونو په چوکاټ کې د خلکو پاڅونونو مدیریت لپاره د کړنلارې او برنامې جوړول.

6.په نړۍ والو ترهګرو باندې د نړۍ والې ټولنې فشار زیاتېدل.

7.د نظام ساتنه او د هیواد امنیتي ځواکونو څخه هر اړخیز ملاتړ.

په درنښت

د بلخ ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت

د ۱۴۰۰ د زمري ۱۰/ د ۲۰۲۱ د اګسټ ۱

بلخ - افغانستان

د ننګرهار د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت

د ننګرهار ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې د ولایتي سکرتریت رهبري بورد جوړ شو


د ننګرهار ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت رهبري بورد د ۱۴۰۰ لمریز کال د غبرګولي(جوزا) میاشتې په ۱۸ نیټه د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ په مرسته، د جرګې جوړولو کمیسیون د غړيو، د دې ولایت جرګې د لسو کمیټو مسؤلینو او منشیانو په ګډون د ټاکنو د ترسره کولو پلاوي لخوا په ټاکنییز ډول جوړ شوو، چې ۴۶ غړي لري.

د سکرتریت د رهبري بورد:

۱. د ننګرهار ولایتي سکرتریت رئیس، محمد اقبال سخی

۲. د ننګرهار  ولایتي سکرتریت مرستیال، فردوس بشرمل

۳. د ننګرهار ولایتي سکرتریت مرستیاله، یاسمین کریمی

۴. د ننګرهار ولایتي سکرتریت مرستیال، موسم عبدالرحیمزی

۵. د ننګرهار ولایتي سکرتریت سیاسي سلاکار، رشاد سلطانزی

۶. د ننګرهار ولایتي سکرتریت مطبوعاتي سلاکار، سباوون ملکزی

۷. د ننګرهار ولایتی سکرتریت حقوقي سلاکار، عزیزالرحمان مهبت

۸. د ننګرهار  ولایتي سکرتریت د څارني پلاوي مسؤل، داوود وفا

۹. د ننګرهار ولایتي سکرتریت د څارنې پلاوي مرستیال، منهاج افغان

۱۰. د ننګرهار ولایتی سکرتریت د څار نې پلاوي غړی، سبحان الله ارباب

۱۱. د ننګرهار ولایتی سکرتریت د څار نې پلاوي غړی، سراج الدین کاکړ

۱۲. د ننګرهار ولایتی سکرتریت د څار نې پلاوي غړی، قدرت الله نوري

۱۳. د ننګرهار ولایتي سکرتریت د دارالانشاء مسؤل، احمد خالد زیرک

۱۴. د دارالانشاء مرستیاله، نازیه سیرت

۱۵. د دارالانشا‌ء غړی، فرهاد بشردوست

۱۶. د دارالانشا‌ء غړې، صایمه مومند

۱۷. د دارالانشا‌ء غړی، خیرآباد خیرخواه

۱۸. د دارالانشا‌ء غړې، ذکیه سادات

 

۱۹د ننګرهار ولایتي سکرتریت د رسنیو او ویاندوی دفتر مسؤل، انعام الحق احساس

۲۰د رسنیو او ویاندوی کمیټې مرستیاله، فاطمه صمیمی

۲۱. د رسنیو او ویاندوی کمیټې مرستیال، حفیظ الله سحر

۲۲. د رسنیو او ویاندوی کمیټې غړی، استاد لطیف الله قمری

۲۳. د رسنیو او ویاندوی کمیټې غړې، مژده باران

۲۴د رسنیو او ویاندوی کمیټې غړی، احمد ظاهر زهیر

۲۵د رسنیو او ویاندوی کمیټې غړی، میرویس رحمانی

۲۶. د رسنیو او ویاندوی کمیټې غړی، جمال ثاقب

۲۷. د رسنیو او ویاندوی کمیټې غړی، سباوون مشال

#یادونه: د ولایتي سکرتریت د کړنلارې اوه‌لسمې مادې پر بنسټ د رسنیو د کمیټې مسؤل سربیره، د رسنیو کمیټې مرستیالان او غړي یې د ولایتي سکرتریت د ویاندویانو دنده او مسؤلیت لري.

۲۸. د ننګرهار ولایتي سکرتریت د اړیکو کمیټې مسؤل، دیدار صافی

۲۹. د سکرتریت د اړیکو کمیټې مرستیال، حقنواز حقیار

۳۰. د سکرتریت د اړیکو کمیټې مرستیاله، فاطمه سبا

۳۱. د سکرتریت د اړیکو کمیټې غړی، ګوهر شینواری

۳۲. د سکرتریت د اړیکو کمیټې غړي، جمشید مولوی زاده

۳۳. د سکرتریت د اړیکو کمیټې غړی، زلمی نوری

۳۴. د سکرتریت د اړیکو کمیټې غړی، زاهد الله حیات

۳۵. د سکرتریت د اړیکو کمیټې غړی،  فواد احمدی

۳۶. د سکرتریت د اړیکو کمیټې غړې، نادیه بارکزۍ

۳۷. د جګړې له قربانیانو سره د همغږۍ کمیټې مسؤل، محب الله محب

۳۸. د جګړې له قربانیانو سره د همغږۍ کمیټې مرستیال، خواجه رفیع الله صدیقی

۳۹د جګړې له قربانیانو سره د همغږۍ کمیټې غړی، لمر مومند

۴۰. د جګړې له قربانیانو سره د همغږۍ کمیټې غړی، شفیق ننګرهاري

۴۱. د جګړې له قربانیانو سره د همغږۍ کمیټې غړی، پسرلی حبارخیل

۴۲. د جګړې له قربانیانو سره د همغږۍ کمیټې غړې، وږمه بارکزۍ

 

۴۳د ننګرهار ولایتي سکرتریت د مشورتي بورد مسؤل، عبدالبصیر اتل

۴۴. د مشورتي بورد مرستیال، زاهدالله حنیفی

۴۵. د مشورتي بورد مرستیال، صفی الله فاني

۴۶. د مشورتي بورد منشي، عبدالرحمن شفق


په درنښت

د ننګرهار  ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت

د اړیکو ګروپ د رسنیو او ویاندوی دفتر

د ۱۴۰۰ کال د غبرګولي  ۱۸ / د ۲۰۲۱ کال د جون ۸

د تخار ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه

د تخار ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه


د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه د ۱۳۹۹ لمریز کال د مرغومې میاشتې په ۲۸ نیټه، چې د ۲۰۲۱ زیږدیز کال د جنوري میاشتې له ۱۷ سره برابره ده، په تخار ولایت کې د سلګونه ځوانانو په ګډون جوړه شوه. دا جرګه د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ لخوا جوړه شوې وه، چې په کې د دې ولایت د ټولو اداري واحدونو څخه د نوي نسل او ځوانانو استازو ګډون کړی وو.

د تخار د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې درې برخې درلودې: د جرګې پرانیستنه، د کاري کمیټو کارونه، د ترسره شویو بحثونو وړاندې کیدل او وروستۍ، د پریکړه لیک لوستل وو.

د اړیکو د ګروپ د مشرتابه غړی او د تخار د جرګې د جوړولو د کمیسیون مشر اکمل مونس، د سولې په بهیر کې د ځوانانو پر رول د ټینګار تر څنګ زیاته کړه، چې مرکچي پلاوي باید له ځانه نرمښت څرګند کړي او ډیر ژر په هېواد کې د اوربند اسانتیا برابره کړي.

د جرګې لومړۍ برخې په دوام کې د اړیکو د ګروپ غړې آصفه کریمي، مولوي حکمت الله، آرین رویین او سیاه موی نوري د سولې په بهیر کې د ښځو پر اندیښنو، د جګړې پایته رسیدو او د ځوانانو پر ګډون او ژر تر ژره اوربند په تړاو یې خبرې وکړې.

د جرګې په دویمه برخه کې د کاري کمیټو کارونه پیل او د جرګې غړیو د شپږو ځانګړیو شویو موضوع ګانو په تړاو بحث او خبرې وکړې. د جرګې د غړیو نظرونه توحید او په درېیمه برخه کې د هرې کمیټې د مسوولینو لخوا وړاندې شول. په همدې حال کې د لسګونه کمیټو منشیانو د بامیان ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې وروستۍ پریکړه لیک جوړ او ګډونوالو ته وړاندې شو.

د تخار د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې پریکړه لیک

     د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه د ۱۳۹۹ لمریز کال د مرغومې میاشتې په ۲۸ نیټه، چې د ۲۰۲۱ زیږدیز کال د جنوري میاشتې له ۱۷ سره برابره ده، د سلګونو ځوانانو په ګډون په تخار ولایت کې جوړه شوه. دا جرګه د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ لخوا جوړه شوې وه، چې په کې د دې ولایت د ټولو اداري واحدونو څخه د نوي نسل او ځوانانو استازو ګډون کړی وو او خپلې غوښتنې او پریکړې یې د افغانستان له حکومت، د طالبانو له تحریک او نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه د امریکا متحده ایالتونو څخه په لاندې ډول بیان کړې:

۱. د وروستیو دوه لسیزو د لاسته راوړنو او ارزښتونو ساتنه؛

۲. د جګړې د ښکیلو خواوو ترمنځ په ځانګړي ډول د طالبانو لخوا د سراسري اوربند اعلانول؛

۳. د افغانستان حکومت او سیاستوال دې د واک غوښتل څنډې ته کړي او پر خپلو شخصي ګټو د هېواد ملي ګټو ته لومړیتوب ورکړي؛

۴. د سولې د خبرو بهیر او له سولې وروسته بهیر کې د ښځو او ځوانانو اغیزناکه ګډون؛

۵. موږ د تخار ولایت ځوانان د امریکا د متحده ایالتونو، د ملګرو ملتونو، ناټو او د سیمې له هېوادونو څخه غواړو، څو د سولې له بین الافغاني خبرو څخه په جدي ډول ملاتړ وکړي؛

۶. د سولې خبرې دې په افغانستان کې دننه د افغانستان د ځوانانو او نوي نسل په پراخه ګډون ترسره شي؛

۷.  د پخلاینې ملي عالي شورا کې د ځوانانو او ښځو فعاله ګډون.

په درنښت

د تخار ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه

تخار- افغانستان

د ۱۳۹۹ کال د مرغومې ۲۸ / د ۲۰۲۱ کال د جنوري ۱۷

د فاریاب د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه

د فاریاب د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه


د فاریاب ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ لخوا د ۱۳۹۹ لمریز کال د مرغومي میاشتې په ۲۵ نیټه، چې د ۲۰۲۱ زیږدیز کال د جنوري میاشتې له ۱۴ سره سمون خوري، جوړه شوه. دا جرګه د دې ولایت د لسو اداري واحدونو څخه د سلګونو ځوانانو په ګډون جوړه شوې وه.

د فاریاب د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې درې برخې درلودې: د جرګې پرانیستنه، د کاري کمیټو کارونه، د ترسره شویو بحثونو وړاندې کیدل او وروستۍ، د پریکړه لیک لوستل وو. په پیل کې د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ رهبري غړی حمید الله مسرور د سولې په بهیر کې د ځوانانو پر رول او ونډې خبرې وکړې. وروسته بیا استاده ملاحت علمي د اړیکو د ګروپ له فعالیتونو او جرګې جوړولو څخه د ستاینې ترڅنګ د سولې په بهیر کې د ښځو د اندیښنو په تړاو خبرې وکړې. د غونډې په دوام کې د جرګې د جوړولو د کمیسیون غړی خالد ادیب د سولې ټینګښت او جګړې پایته رسیدو لپاره د افغانستان د خلکو د یووالي او انسجام په اړه یې خبرې وکړې.

د جرګې په دویمه برخه کې د کاري کمیټو کارونه پیل او د جرګې غړیو د شپږو ځانګړیو شویو موضوع ګانو په تړاو بحث او خبرې وکړې. د جرګې د غړیو نظرونه توحید او په درېیمه برخه کې د هرې کمیټې د مسوولینو لخوا وړاندې شول. په همدې حال کې د لسګونه کمیټو منشیانو د فاریاب ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې وروستۍ پریکړه لیک جوړ او وړاندې شو.

د فاریاب ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې پریکړه لیک


    

     د فاریاب د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه د ۱۳۹۹ لمریز کال د مرغومې میاشتې په ۲۵ نیته، چې د ۲۰۲۱ زیږدیز کال د جنوري میاشتې له ۱۴ سره برابره ده، د دې ولایت د سلګونه ځوانانو په ګډون جوړه شوه. دا جرګه د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ لخوا جوړه شوې وه، چې په کې د دې ولایت د ټولو اداري واحدونو څخه د نوي نسل او ځوانانو استازو ګډون کړی وو، خپلې غوښتنې او پریکړې یې د افغانستان له حکومت، د طالبانو له تحریک او نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول د امریکا متحده ایالتونو څخه په لاندې ډول بیان کړې:

۱. د سولې په بهیر کې د افغانستان له حکومت څخه د فاریاب ولایت د ځوانانو غوښتنې:

·        انحصار او د قومونو ترمنځ توپیري چلند ته نه ویل، د پراخ بنسټه ټیم جوړول او د سولې په بهیر کې د ځوانانو، ښځو او د ټولنې د ټولو اقشارو ګډون؛

·        د هېواد د سیاستوالو او مخورو انسجام او یووالۍ او د ملي یووالي رامنځته کول؛

·         د سولې د خبرو په بهیر کې د اسلامي تعادل په اډانه کې د نرمښت څرګندول؛

·        د هېواد د ملي ګټو په پام کې نیول؛

·        له سولې وروسته سیاسي جوړښت باید ملي وي.

۲. د سولې په بهیر کې د طالبانو له تحریک څخه د فاریاب ولایت د ځوانانو غوښتنې:

·        اوربند باید د سولې د خبرو بنسټ وي؛

·        د افغانستان د خلکو او حکومت د تېرو ۲۰ کلونو لاسته راوړنو ته درناوی؛

·        په خبرو کې خپلواکي او له هغو هېوادونو سره دې اړیکې پرې کړي، چې په افغانستان کې د جګړې د دوام غوښتونکي دي؛

·        د اسلام مبارک دین او د هېواد اساسي قانون پر بنسټ د سولې خبرو ښکیلو خواوو لخوا نرمښت.

۳. د سولې په بهیر کې له نړیوالې ټولنې، د امریکا متحده ایالتونو، اسلامي هېوادونو او ګاونډیو هېوادونو څخه د فاریاب ولایت د ځوانانو غوښتنې:

·        د سولې له بهیر څخه ملاتړ، د هېوادونو له لاسوهنې څخه مخنیوی او د هېواد ځمکني بشپړتیا ته درناوی؛

·        د سولې بهیر لپاره د نړیوالې ټولنې د اجماع رامنځته کول؛

·        د افغانستان د سولې په خبرو کې د ښکیلو اړخونو ترمنځ ژمنو ته ژمنتیا؛

·        د سولې له بهیر څخه د نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول د امریکا متحده ایالتونو ملاتړ او د نړیوال څارونکي په توګه، د خپل دریځ ساتل؛

·        د سولې له بهیر څخه د ملاتړ په موخه د اسلامي هېوادونو اجماع او په افغانستان کې د جګړې ناروا ګڼلو په موخه د اسلامي کنفرانس لخوا د پریکړه لیک صادریدل؛

·        د افغانستان د سولې له بهیر څخه د ملاتړ په موخه د ګاونډیو هېوادونو په کچه سیمه ایزه اجماع.

۴. پایلې ته د بین الافغاني خبرو رسیدو څرنګوالي په موخه وړاندیزونه او په دې اړه د فاریاب ولایت د ځوانانو مسؤلیتونه:

·        موږ د فاریاب ځوانان د سولې له خبرو څخه ملاتړ کوو؛

·        د ملي ګټو او تېرو ۲۰ کلونو لاسته راوړنو ته درناوی؛

·        د نوي او همه شموله کړنلارې جوړول، چې په هغه کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت له طالبانو او همدارنګه اغیزناکه ګوندونه ګډون ولري او د عبوري حکومت یو جوړښت ولري؛

·         د سولې خبرو اړخونه باید د ملي ګټو او نرمښت د اصولو په رڼا کې، خبرې پر مخ یوسي.

۵. په فاریاب ولایت کې د وسله والو جګړو څخه را ټوکیدلي سیمه ایزو ستونزو وړاندې کیدل:

·        د دوامداره جګړو له امله د فاریاب ولایت له ولسوالیو څخه خلک ښار ته کډواله شوي؛

·        د ټول ګټو بنسټونو له منځه تلل، روغتیايي او ښوونیزو خدمتونو ته د خلکو نه لاسرسی، د پراختیايي پروګرامونو وروسته پاتې کیدل؛

·        د فاریاب ولایت په لویو لارو کې د امنیت نه شتون او په دوامداره ډول د بریښنا د مزو پرې کیدل.

۶. په ځايي او ملي کچه د سولې له بهیر څخه د څارنې په موخه د نظرونو او وړاندیزونو وړاندې کول او د فاریاب ولایت د ځوانانو مسؤلیتونه:

·        د افغانستان د دولت او طالبانو لخوا د سولې د بهیر چټکتیا؛

·        د سولې خبرو د اجندا خپرول؛

·        د ټولیز او همه شموله آدرس لخوا د خبرو پر مخ وړل (د ملي مصالحې عالي شورا)؛

·        د سولې د خبرو له بهیر څخه د څارنې په موخه د ټولنې د ټولو اقشارو څخه د پراخ بنسټه کمېټې جوړول؛

·        په غوڅ ډول د نړیوالو شریکانو او نړیوالې ټولنې لخوا د سولې د بهیر څارل.

درنښت

د فاریاب ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه

د ۱۳۹۹ د مرغومې ۲۵ / د ۲۰۲۱ د جنوري ۱۴

د بغلان ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه

د بغلان ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه


په بغلان ولایت کې د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه د ۱۳۹۹ لمریز کال د مرغومې میاشتې په ۸، چې د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د ډسمبر میاشتې له ۲۸ سره برابره ده، په بغلان ولایت کې د سلګونه ځوانانو په ګډون جوړه شوه. دا جرګه د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ لخوا جوړه شوې وه، چې په کې د دې ولایت د ټولو اداري واحدونو څخه د نوي نسل او ځوانانو استازو ګډون کړی وو.

د بغلان ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې درې برخې درلودې: پرانیستنه، د کاري کمیټو کارونه، د کاري کمیټو د کارونو او پریکړه لیک لوستل. په پیل کې د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ مرستیال خلیل احمد متین د هېواد وروستي امنیتي وضعیت په ځانګړي ډول په کابل کې په نښه شویو بریدونو په تړاو خپلې اندیښنې څرګندې او ټینګار یې وکړ، چې په هیڅ ډول د دې بریدونو دوام د سولې خبرو مخه نشي نیولای.

د اړیکو د ګروپ د رهبري غړی احمد بکتاش بریالی، عبدالله قادري، آریانا پارسي، نورګل اندړوال، محمد همکار په هېواد کې د جګړې پر پایته رسیدو، اوربند اعلانیدل، د سولې په بهیر کې د ځوانانو پر مسؤلیتونو او په بغلان ولایت کې د جګړې څخه د راټوکیدلو زیانونو په تړاو خبرې وکړې.

د جرګې د لومړۍ برخې په دوام کې د اړیکو د ګروپ رئیس محمد سنګر امیرزاده د لومړۍ برخې د پایلې د اعلان ترڅنګ زیاته کړه، چې موږ له حکومتي او شخص محوره بهیرونو څخه بهر د ځوانانو او نوي نسل د استازو ترمنځ د همغږۍ او همپالنې هڅه کوو.

د جرګې په دویمه برخه کې، د کاري کمیټو کارونه پیل او د جرګې غړیو د شپږو مشخص شویو موضوع ګانو په اړه خبرې او بحث وکړ. د جرګې د غړیو نظرونو توحید او د پروګرام په درېیمه برخه کې د هرې کمیټې د مسؤل لخوا وړاندې شوې. په همدې حال کې د لسګونو کمیټو منشیانو د بغلان ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې پریکړه لیک جوړ او ولوستل شو.

د بغلان د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې پریکړه لیک


     د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه د ۱۳۹۹ لمریز کال د مرغومي میاشتې په ۸ نیټه، چې د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د ډسمبر میاشتې له ۲۸ نیټې سره برابره ده، د بغلان ولایت د سلګونو ځوانانو په ګډون جوړه شوه. دا جرګه د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ لخوا جوړه شوې وه، چې د دې ولایت د ټولو اداري واحدونو د نوي نسل او ځوانانو استازو پکې ګډون کړی وو، چې د افغانستان حکومت، د طالبانو تحریک او د نړیوالې ټولنې په ځانګړې ډول د امریکا متحده ایالتونو ته یې خپلې غوښتنې او اندیښنې په لاندې ډول وړاندې کړې.

۱. موږ د افغانستان حکومت او د طالبانو تحریک څخه غواړو، څو د سولې په بهیر کې ځوانانو ته ګډون ورکړي او د سولې په بهیر کې، ځوانان باید په اغیزناکه او خپلواکه توګه خپل استازیتوب ولري؛

۲. د مذاکراتو له ښکیلو خواوو څخه غواړو، څو له هر ډول ځنډ پرته، په ریښتینې ارادې سره د سولې خبرې پر مخ یوسي؛

۳. سوله د افغانستان د خلکو حق دی او له ټولو اړخونو څخه غواړو، چې د خلکو دې حق ته درناوی وکړي او هغوی ته په سوله ییزه فضا کې د ژوند اسانتیاوې برابره کړي؛

۴. موږ د افغانستان له حکومت څخه غواړو، څو د ملي اجماع په رامنځته کولو سره، ټول شموله او تل پاتې سولې ته د رسیدو زمینه برابره کړي؛

۵. د جګړې له ښکیلو اړخونو څخه غواړو، څو تاوتریخوالی کم او تل پاتې اوربند ته زمینه برابره کړي؛

۶. د مذاکراتو له ښکیلو خواوو څخه غواړو، څو د وګړیو د امنیت په ټینګښت، د مدني خپلواکیو او ښیرازۍ لپاره هڅه وکړي؛

۷. د مذاکراتو له ښکیلو خواوو غواړو، چې د سولې خبرې په هېواد کې دننه ترسره او دا بهیر، یو ملي بهیر ته واړوي؛

۸. له طالبانو څخه غواړو، څو په خپل مذاکراتي پلاوي کې ښځو او ځوانانو ته ونډه ورکړي، څو د طالب لوري د ځوانانو او ښځو نظرونه هم پام کې ونیول شي؛

۹. د مذاکراتو له ښکیلو خواوو څخه غواړو، څو د سولې په خبرو کې له نرمښت او انعطاف څخه کار واخلي؛

۱۰. له افغان حکومت او د طالبانو تحریک څخه غواړو، څو د خلکو ارزښتونو، د وګړیو اساسي حقونو په ځانګړي ډول د ښځو حقونو ته درناوی ولري او د سولې په خبرو کې د وروستیو دوه لسیزو لاسته راوړنې وساتل شي؛

۱۱. له دواړو خواوو غواړو، څو خپلو ژمنو او تړونونو ته ژمن پاتې شي او په دې بهیر کې د هر ډول نا باوري مخه ونیسي؛

۱۲. له نړیوالې ټولنې او ګاونډیو هېوادونو غواړو، څو د افغانستان خپلواکي او د دې هېواد د خلکو ملي ارزښتونو ته درناوی ولري او سولې ته د رسیدو لپاره د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي؛

۱۳. موږ له خپلو نړیوالو همکارانو څخه غواړو، څو د ترهګریزو ډلو د ملاتړ مخنیوی وکړي او پر هغو هېوادونو، چې د ترهګرو ملاتړي دي، فشار راوړي؛

۱۴. موږ د بین الافغاني مذاکراتو پایلو ته د رسیدو لپاره د افغانستان د قومونو د یووالي، له مدني خوځښتونو څخه د ملاتړ، په پریکړو کې د خپلواکۍ د اصل ساتل، د هېواد د ملي حاکمیت او ارزښتونو دفاع، په هېواد کې د جګړې پایته رسیدو لپاره د نړیوالې اجماع رامنځته کولو، د دیني عالمانو او قومي مخورو د ګډون او د جګړې د قربانیانو د حقونو څخه د ملاتړ لپاره د حقوقي متخصصینو د ګډون غوښتنه کوو؛

۱۵. روغتیايي اسانتیاو ته نه لاسرسی، د ښونځیو، روغتونونو ورانیدل، د پراختیايي پروژو نه پلي کیدل او له منځه تلل، کډوالي، د خلکو بې ځایه کیدل، امنیتي ګواښونه، په هېواد په ځانګړي ډول په بغلان ولایت کې د جګړې څخه را ټوکیدلي لاملونه دي؛

۱۶. د سولې بهیر څخه د څارنې په موخه د بې پرې خلکو، د نړیوالې ټولنې د استازو، د جګړې د ښکیلو اړخونو او رسنیو ګډون او د نوي نسل او ځوانانو د استازو د مشارکت غوښتنه کوو.

په درنښت

د بغلان د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه

د ۱۳۹۹ لمریز کال د مرغومي ۸، / د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د ډسمبر ۲۸

پلخمري ښار، بغلان – افغانستان

د فراه ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه

د فراه ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه

په فراه ولایت کې د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه د ۱۳۹۹ لمریز کال د لیندۍ میاشتې په ۲۸، چې د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د ډسمبر میاشتې له ۱۸ سره برابره ده، په فراه ولایت کې د سلګونه ځوانانو په ګډون جوړه شوه. دا جرګه د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ لخوا جوړه شوې وه، چې په کې د دې ولایت د ټولو اداري واحدونو څخه د نوي نسل او ځوانانو استازو ګډون کړی وو.

د فراه ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې درې برخې درلودې: پرانیستنه، د کاري کمیټو کارونه، د کاري کمیټو د کارونو او پریکړه لیک لوستل.

په پیل کې د فراه د سولې جرګې د جوړلو د کمیسیون غړی محمد عوض دانیال د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ او جرګې به تړاو معلومات وړاندې کړل. وروسته بیا عبدالصمد وزیري، نفیسه بارکزۍ، مفتي عبدالکریم ناصح، انجینیر ضیا الدین نورزی، علي کلانتري او محمد قاسم حمیدي د سولې په ټینګښت کې د ځوانانو پر مسوولیتونو او د سولې د اهمیت او اړتیا او په دې ولایت کې له جګړې د راټوکیدلو زیانونو په تړاو خبرې وکړې

 

د فراه ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې پرېکړه لیک

     د فراه ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه د ۱۳۹۹ لمریز کال د لیندۍ میاشتې په ۲۸، چې د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د ډسمبر میاشتې له ۱۸ سره سمون خوري، د فراه ولایت په مرکز کې د دې ولایت له ټولو اداري واحدونو څخه د سلګونه ځوانانو په ګډون جوړه شوه. دا جرګه د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ لخوا جوړه شوې وه، چې د جرګې غړیو د افغانستان له حکومت، د طالبانو له تحریک او نړیوالې ټولنې په ځانګړې ډول د امریکا له متحده ایالتونو څخه خپلې غوښتنې او پریکړې په لاندې ډول بیان کړې:

     سریزه: سوله په خپل کلاسیک مفهوم کې د جکړې د نشتون په معنی تعبیر شوې ده، چې نن هغه ته  »منفي سوله » هم ویل کیږي. په همدې ډول د ملګرو ملتونو په منشور کې سولې ته درناوی شوی د ملګرو ملتونو ادارې مهمه موخه د ۱ مادې په ۱ بند کې د سولې ساتنه او نړۍ وال امنیت ځای شوی دی او د امنیت شورا هم د دې موخې د لوړو اختیارونو په لرلو سره کم نظیره ده. له بل لوري د دې منشور د ۲ مادې په ۳ بند کې د ملګرو ملتونو له ټولو غړو څخه غواړي، چې خپل اختلافات په سوله ییز ډول حل تر څو نړۍ واله سوله او امنیت په خطر کې نشي.

     له کومه ځایه، چې جګړه او کړکېچ د ټولنو د پراختیا، پرمختیا او پیاوړتیا خنډ ګرځېدلې او افغانستان، چې له ۳۰ کالو زیات د جګړې په اور کې هر څه له لاسه ورکړي. په شدت سره د جګړې او کړکېچ له دوام څخه بېزاره ده، چې په پایله کې سوله او امنیت یې خپله لویه ورکه ګڼلې او په شدت سره په خپل هیواد کې د سولې غوښتونکي دي. پدې توګه د افغانستان لپاره د جګړې او تاوتریخوالي دوام لپاره زیاتې منفي پایلې درلودې او لري. څنګه، چې کولای شو ووایو: د اوسنیو جګړو او ناامنیو لویې پایلې زمونږ د هیواد په کورنیو چارو کې د بهرنیو مداخلو زیاتوالی، د ورځې تر ۲۰۰ زیاتو بې ګناه افغانانو شهادت، د اداري فساد زیاتوالی، په نړۍ والو عمومي افکارو کې د افغانستان د نوم زیانمنېدل، بهرنیو هیوادونو ته د افغانانو کډوالېدل، د نړۍ په درې نا امنو هېوادونو کې د افغانستان شاملیدل، د نړۍ په لسو وروسته پاتې هېوادونو کې د افغانستان شاملیدل، د هیواد د زیربنايي سرچینو له منځه وړل او د ملي پانګې؛ د هغې له ډلې د افغانستان د ارزښت وړ کلتوري او لرغونو اثارو غلا ... څخه یادونه کولای شو.

    په خواشینۍ تر اوسه د افغانستان کړکېچ سره د ملګرو ملتونو له منشور، د بشر حقونو نړۍ والې اعلامیې او نړۍ والو حقونو بنسټیز اصولو، چې د ملګرو ملتونو د سرنوشت ټاکل، د هیوادنو په کورنیو چارو کې نه لاسوهنه او ... ده تر اوسه پورې متناسب چلند ندی شوی. که چېرې دا ستونزې همداسې دوام ومومي او بین الافغاني مذاکراتو ته د حل لارې ونه لټول شي؛ بې له وېرې به د افغانستان، سیمې او حتی نړۍ لپاره منفي پایلې او نتیجه له ځان سره ولري. زمونږ هیواد به مجداً د جګړې او تاوتریخوالي په بنسټ به بدل شي او نړۍ واله سوله او امنیت به په شدت سره زیان وویني.

    د فراه ولایت د نوي نسل او ځوانانو جرګې د جوړېدو موخه، چې د لیندۍ میاشتې په ۲۸ (۲۰۲۰ ډسمبر۱۸) جوړه شوې وه، خلکو په ځانګړې توګه ځوانانو د سولې او بین الافغاني مذاکراتو کې د افغانستان اسلامي حمهوري دولت او د طالبانو تحریک، له نړۍ والې ټولنې، د امریکا متحده ایالاتو، اسلامي هیوادونو او ګاونډیو هیوادونو، د بین الافغاني مذاکراتو له طرفینو څخه د دوی د نظر غوښتنه وه.

    همدارنګه دا جرګه غواړي پوهه شي، چې د جګړې له دوام او بحران څخه د فراه ولایت د خلکو ستونزې څه دي؟ او د هغوی د حل لارې کومې دي؟ خلک او مدني ټولنې، سیاسي حزبونه او تر ټولو مهم د افغانستان ښځې، چې د هیواد نیم نفوس تشکیلوي؛ ایا کولای شي په بین الافغاني مذاکراتو څارنه وکړي او د دې مذاکراتو په سم او د هیواد ملي منافعو په لوري سوق کړي؟

    پدې توګه لازمه ده تر څو افغانان په ځاکړې توګه زمونږ د هیواد ځوانان یو بل ته لاس ورکړي او له طالبانو سره د امریکا متحده ایالاتو هوکړه لیک او د بین الافغاني مذاکراتو له راولاړ شوي فرصت څخه ګټه پورته کړي او د هیواد لپاره یې د تلپاتې سولې ټینګښت لپاره د تعالیم اسلام، ملي، اغېزمنو او ريښتینو اقداماتو، چې په اوسنیو شرایطو کې تر نورو مسایلو اړین دي، غوره کړي.

پدې توګه د سولې جرګه په هیواد کې د تلپاتې سولې استقرار په موخه لاندې موارد، چې اوه مادې لري د سولې جرګې د پرېکړه لیک په توګه یې غوښتونکي شول:

۱ ماده: د فراه ولایت خلک په ځانګړي ډول ځوانان، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت څخه غواړي، څو د طالبانو له تحریک سره د سولې او بین الافغاني خبرو کې، د ملي ګټو پر بنسټ عملي اقدامات او غوره پریکړې وکړي. د یوه معتدل اسلامي نظام رامنځته کولو په موخه د هوکړې لپاره خبرې او هڅې، د وروستیو ۱۹ کلونو مهمو لاسته راوړنو ساتنه او ملاتړ، د سولې بهیر کې د اجماع او سولې ته د ژمن او واحد دریځ د رامنځته کولو، د تل پاتې سولې څخه د جامع پیژند وړاندې کول، د واحدې تګلارې او هغه سره متناسبې دیپلوماسۍ جوړول، د افغانستان له حکومت څخه د فراه ولایت د ځوانانو غوښتنې دي.

۲ ماده: د فراه ولایت خلک په ځانګړي ډول ځوانان د طالبانو له تحریک څخه په ډیر درناوي غواړي، څو اوربند د خبرو او تل پاتې سولې د پیلامې په توګه ومني. ځکه له اوربند څخه پرته، د سولې بهیر په شدت سره زیان ویني. د افغانستان د ډیرکیو خلکو غوښتنو ته په پام سره، د ښځو د حقونو رعایت او مشروع لاسته راوړنو ساتل؛ د طالبانو له تحریک څخه د جرګې د غړیو مهمې غوښتنې دي.

۳ ماده:له نړیوالې ټولنې په ځانګړي توګه د امریکا متحده ایالتونو، اسلامي هېوادونو او ګاونډیو هېوادونو څخه د فراه ولایت د ځوانانو اساسی غوښتنې دا دي، چې د افغانستان ملي ګټې په خپلو ټولو کړنو کې په پام کې ونیسي او د نړیوالو حقوقو د بنسټیز حق په توګه د ملتونو د برخلیک ټاکلو حق په عمل کې پلي کړي او د افغانستان ملت ته اجازه ورکړي، څو خپل برخلیک په خپله وټاکي. د افغانستان په جګړه کې د ښکیلو هېوادونو او اړخونو باندې مثبت فشار او د افغانستان د تل پاتې سولې له بهیر څخه د نړیوالې ټولنې هر اړخیز ملاتړ دوام د جرګې د غړیو مهمې غوښتنې دي.

۴ ماده: د فره ولایت ځوانانو د بین الافغاني مذاکراتو له دواړو اړخونو څخه غوښتنه دا ده، چې ژر تر ژره دې اوربند اعلان او رعایت کړي، څو د هېواد ملي مصالح او ګټې د بنسټیزې غوښتنې په توګه په پام کې ونیسي او پر خپلو ګټو، ملي ګټو ته ترجیح ورکړي او له دې لارې د خپل هېواد پر وړاندې خپل مسؤلیت ترسره کړي.

۵ ماده: په سیمه ییزه کچه په فراه ولایت کې له وسلوالو جګړو څخه د راټوکیدلو زیانونو په اړه د فراه ولایت د ځوانانو غوښتنه دا ده، څو تر هرڅه وړاندې، د انساني، مالي او ځاني تلفاتو، اداري فساد، بوروکرسي، او په بیلابیلو برخو کې وروسته پاتې کیدل کم او پایته ورسیږي، ځکه فراه ولایت د جګړو او وسلوالو نښتو له امله، زیات ځاني او مالي زیانونه لیدلي او ګالي.

۶ ماده: په ځايي او ملي کچه د سولې له بهیر څخه د څارنې څرنګوالي په تړاو د فراه ولایت د ځوانانو ځانګړي وړاندیزونه او نظرونه دا دي، چې د نوي نسل او ځوانانو استازي، د هېواد د جیدو عالمانو استازي، د مدني ټولنې استازي، د رسنیو استازي، د هېواد د علمي ټولنې استازي، د افغانستان د ښځو ټاکل شوي استازي او د ولسي جرګې استازي او مشرانو جرګې استازي دې په دې خبرو کې د بین الافغاني مذاکراتو د ښکیلو اړخونو د کړنو څخه د څارلو په موخه ښکیل شي او څارنه د وکړي.

۷ ماده: دا پریکړه لیک یوه سریزه او ۷ مادې لري، چې د فراه ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې د غړیو لخوا، د لسګونه کمیټو د منشیانو په واسطه، په کاري کمیټو کې د را ټولو شویو نظرونو پر بنسټ جوړ او وړاندې شو.

و من الله توفیق

درنښت

د فراه ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه

د ۱۳۹۹ د لیندۍ ۲۸ / د ۲۰۲۰ د ډسمبر ۱۸