د نیمروز ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه

د نیمروز ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه


په نیمروز ولایت کې د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه د ۱۳۹۹ لمریز کال د لیندۍ میاشتې په ۲۱، چې د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د ډسمبر ۱۱ سره برابره ده، د دې ولایت د سلګونه ځوانانو په ګډون جوړه شوه.

دا جرګه چې د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ لخوا جوړه شوې وه، په کې د دې ولایت د ۶ اداري واحدونو څخه د نوي نسل او ځوانانو استازو ګډون کړی وو.

د نیمروز ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې درې برخې درلودې: پرانیستنه، د کاري کمیټو کارونه، د کاري کمیټو د کارونو او پریکړه لیک لوستل وو.

د جرګې په لومړۍ برخه کې د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ رهبري غړی او د نیمروز جرګې د جوړولو مسؤل توریالي هلمند د اړیکو د ګروپ په اړه د معلوماتو ترڅنګ د افغانستان د ځوانانو او قومونو د یووالي او پیوستون په تړاو خبرې وکړې. وروسته بیا محمد اسحاق شهباز، نقیب الله عظیمي، نظام الدین شمس، امید بلوچ، ګلزاده حقدوست، مسعود اکرمي، شهاب الدین تیموري او محمد عوض محمدي پر ژر تر ژره اوربند، په ملي بهیرونو کې د ځوانانو پر ګډون، د سولې خبرو د مذاکره کوونکیو لخوا د نرمښت څرګندولو او د قومي او مذهبي لږکیو د حقونو پر ساتلو ټینګار وکړ.

د جرګې په دویمه برخه کې، د کاري کمیټو کارونه پیل او د جرګې غړیو د شپږو مشخص شویو موضوع ګانو په اړه خبرې او بحث وکړ. د جرګې د غړیو نظرونو توحید او د پروګرام په درېیمه برخه کې د هرې کمیټې د مسؤل لخوا وړاندې شوې. په همدې حال کې د لسګونو کمیټو منشیانو د نیمروز ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې پریکړه لیک جوړ او ولوستل شو.

د نیمروز ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې پریکړه لیک


     د نیمروز ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه د ۱۳۹۹ لمریز کال د لیندۍ میاشتې په ۲۱ نیټه د نیمروز ولایت په مرکز کې د دې ولایت له ۶ اداري واحدونو څخه د سلګونه ځوانانو په ګډون، جوړه شوه. دا جرګه د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ لخوا جوړه شوې وه، چې په کې د جرګې ګډونوالو د افغانستان له حکومت، د طالبانو له تحریک او نړیوالې ټولنې په ځانګړې ډول د امریکا له متحده ایالتونو څخه یې خپلې غوښتنې او پریکړې په لاندې ډول بیان کړې:

د سولې په بهیر کې د افغانستان له حکومت څخه د نیمروز د ځوانانو غوښتنې:

۱. د فعالې ډیپلوماسۍ کارول؛

۲. د سولې په بهیر کې ښځو او ځوانانو ته ونډه؛

۳. د هېواد د لاسته راوړنو ساتل؛

۴. د ښځو حقونو په پام کې نیول؛

۵. د ټولنې ټولو لږکیو او ډلو لپاره د برابرو فرصتونو رامنځته کول؛

۶. تل پاتې او دوامداره سوله، نه شعاري.

د سولې په بهیر کې د طالبانو له تحریک څخه د نیمروز ولایت د ځوانانو غوښتنې؛

۱. تل پاتې اوربند؛

۲. د سولې خبرو ژمنو ته د طالبانو ژمنتیا کیدل؛

۳. د ښځو د حقونو ساتنه؛

۴. د افغانستان د خلکو د څو کلونو د لاسته راوړنو ساتنه؛

۵. اسلامي امارت دې په منځ کې نه وي، ځکه د افغانستان خلکو دا تجربه تر شاه پريښې ده.

د سولې په بهیر کې د نړیوالې ټولنې، د امریکا له متحده ایالتونو، اسلامي هېوادونو او ګاونډیو هېوادونو څخه د نیمروز د ځوانانو غوښتنې:

۱. د افغانستان د سولې په بهیر کې د نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو جدي مرسته؛

۲. پایلې ته د افغانستان د سولې مذاکراتو رسیدو لپاره پر دواړو خواوو (حکومت او طالبان) باندې د نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول د امریکا متحده ایالتونو لخوا د فشار اچول؛

۳.د افغانستان د سولې په بهیر کې د ګاونډیو، د سیمې او نړۍ هېوادونو ریښتینولي؛

۴. د اسلامي هېوادونو لخوا د افغانستان د کلونو- کلونو ورانونکې جګړې غندل.

پایلې ته د بین الافغاني خبرو رسیدو په موخه د نیمروز ولایت د ځوانانو وړاندیزونه او د هغوی مسوولیت:

۱. د سولې په بهیر کې د بې پرې او سیاسي پوهې لرونکو ځوانانو ګډون؛

۲.د سولې په بهیر کې د نوي نسل او ځوانانو ملي اجماع رامنځته کول؛

۳. اسلامي شریعیت دې د سولې د خبرو بنسټیزه منبع وي؛

۴. د سولې په بهیر کې د مذاکراتو اړخونه (حکومت او طالبان) لخوا د نرمښت څرګندول.

په نمیروز ولایت کې د جګړې له امله راټوکیدلي ځايي ستونزې:

۱.د نیمروز له ولایت څخه د تکړه او پوهه کسانو تیښته؛

۲.د وسله والو جګړو له امله د نیمروز ولایت د خلکو انساني قاچاق او کډوالي؛

۳. د امنیت نه شتون؛

۴. د متوازنې پراختیا نه شتون؛

۵. په نیمروز ولایت کې د جنايي جرمونو زیاتوالی.

په ځايي او ملي کچه د سولې له بهیر څخه د څارنې او په دې برخه کې د نیمروز ولایت د ځوانانو مسوولیتونو په موخه دا وړاندیزونو او نظریاتو وړاندې کیدل:

۱. د سولې خبرو د لا ښه والي لپاره په سیاسي مشارکت کې د عالمانو، مخورو، ځوانانو او ښځو ګډون؛

۲. د سولې خبرو په تړاو د ولایتونو او په ملي کچه د کمیټو او د دوامدرو ناستو جوړول؛

۳. په دوامداره ډول د ملګرو ملتونو او اسلامي کنفرانسونو سازمان لخوا د سولې د بهیر څارل؛

۴.د سولې او ښیرازۍ ته د خلکو بلنه او د سولې غوښتلو اړوند مسائلو خپرول؛

۵.د سولې له بهیر څخه څارنه باید بې پرې وي او لاسوهونکې ډلې باید له دې بهیر څخه ناوړه ګټه پورته نکړي؛

۷. د سولې له بهیر څخه د څارنې په موخه د نوي نسل، ځوانانو، رسنیو او مدني ټولنې ګډون

.

په درنښت

د نیمروز د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه

د ۱۳۹۹ د لیندۍ ۲۱/ د ۲۰۲۰ د ډسمبر ۱۱

د هرات د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه

د هرات د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه


په هرات ولایت کې د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه د ۱۳۹۹ لمریز کال د لیندۍ میاشتې په لومړۍ نيټه، چې د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د نوومبر میاشتې له ۲۱ سره برابره ده، د هرات په ولایت کې د سلګونه ځوانانو په ګډون جوړه شوه.

دا جرګه د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ لخوا جوړه شوې وه، چې په کې د دې ولات د ۲۰ اداري واحدونو څخه د ځوانانو او نوي نسل استازو ګډون کړی وو.

د هرات ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې درې برخې درلودې: پرانیستنه، د کاري کمیټو کارونه، د کاري کمیټو د کارونو او پریکړه لیک لوستل. په پیل کې د جرګې د جوړیدو د کمیسیون مشرتابه پلاوي غړې سونیا احمدي د جرګې په اړه معلومات ورکړې، د سولې له بهیر څخه د ملاتړ ترڅنګ، د اوربند پر ټنګیدو یې ټینګار وکړ. وروسته بیا  د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو  ګروپ رئیس محمد سنګر امیرزاده په هېواد کې د جګړې پر پایته رسیدو ټینګار وکړ او د جګړې له ښکیلو خواوو څخه یې وغوښتل څو د خبرو بهیر پایلې ته ورسوي. د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ مرستیال خلیل احمد متین د ځوانانو پر پیوستون او همپالنې او د قومي او ژبني اختلافاتو پر لیري کیدو یې ټینګار وکړ. د جرګې د پرانیست برخې په دوام کې عزیز احمد کریمي، عبدالبصیر آرین، لینا حیدري، وحیدالله عبید، شفیق الله سلطاني او مهدي پارسا د  اورکم، د بین الافغاني خبرو پر دوام، او په هېواد کې د تل پاتې سولې پر ټینګښت ټینګار وکړ.

د جرګې په دویمه برخه کې، د کاري کمیټو کارونه پیل او د جرګې غړیو د شپږو مشخص شویو موضوع ګانو په اړه خبرې او بحث وکړ. د جرګې د غړیو نظرونو توحید او د پروګرام په درېیمه برخه کې د هرې کمیټې د مسؤل لخوا وړاندې شوې. په همدې حال کې د لسګونو کمیټو منشیانو د هرات ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې پریکړه لیک جوړ او ولوستل شو.

د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې پریکړه لیک – هرات


    د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه د ۱۳۹۹ لمریز کال د لیندۍ میاشتې په لومړۍ نیټه، چې د ۲۰۲۰ زږدیز کال د نوومبر میاشتې له ۲۱ سره برابره ده، په هرات ولایت کې د سلګونه ځوانانو په ګډون جوړه شوه. دا جرګه د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ له لوري جوړه شوې وه، چې په کې د دې ولایت د ۲۰ اداري واحدونو څخه د نوي نسل او ځوانانو استازو ګډون کړی وو؛ د افغانستان له حکومت، د طالبانو له تحریک او نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه د امریکا له متحده ایالتو څخه یې خپلې غوښتنې او پریکړې په دې ډول بیان کړې:

۱. اوسنی ولسواکه او پراخ بنسټه جوړښت دې وساتل شي او د نوي نسل او ځوانانو اغیزناګه سیاسي ګډون لپاره اسانتیاوې په پام کې ونیول شي.

۲. د قومي، سیمه يیز، ژبني، توکم ایز، ګوندي او مذهبي ملحوظاتو په نه پام کې نیولو سره دې د افغان حکومت په مرکچي پلاوي کې د هغه ځوانانو ګډون، چې سیاسي او حقوقي پوهه ولري او د ټولنې منځ څخه را ولاړ شوي وي.

۳. د دوو لسیزو د لاسته راوړنو لکه د هېواد اساسي قانون، د ښځو حقونو، د وینا د خپلواکۍ، مدني حقونو، د قومونو او مذهبونو ترمنځ د یووالي ساتل،

۴. د هېواد د وګړو د امنیت ساتل د حکومت له دندو او لومړیتوبونو څخه دي.

۵. د تاوتریخوالي د کمیدو او د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي په موخه د طالبانو لخوا د ژر تر ژره اوربند اعلانیدل،

۶. له طالبانو څخه غواړو، څو د سولې د خبرو پر مهال په خپلواک ډول مخ ته لاړ شي او د ملي ګټو د ساتلو او رعایت لپاره، د سولې بین الافغاني خبرو لپاره هر اړخیزه او روښانه کړنلاره وړاندې کړي.

۷. د افغانستان له حکومت څخه غواړو، څو د سولې خبرو پر وړاندې خنډونه لري او له طالبانو څخه هم غواړو، څو له هغو هیوادونو او سازمانو سره، چې د جګړې د پراخوالي لپاره هڅه کوي، خپلې اړیکې پرې کړي.

۸. موږ له طالبانو څخه غواړو، څو د سولې په خبرو کې د ښځو د زده کړې او سیاسي ګډون حق په پام کې ونیسي.

۹. موږ له نړیوالې ټولنې څخه غواړو، څو د دایمې سولې او هر اړخیزې پراختیا او ودې پورې د افغانستان د خلکو ترڅنګ ودریږي او د دې هېواد څلویښت کلنې جګړې د پایته رسولو لپاره له ټولو ډیپلوماټیکو لارو څخه ګټه پورته کړي.

۱۰. د وروستیو دوه لسیزو د لاسته راوړنو او ارزښتونو د ساتنې لپاره د نړیوالې ټولنې تضمین؛

۱۱. د هېواد د سترو او برخلیک ټاکونکو مسائلو په برخه کې د خلکو د رایو او غوښتنو ته د سولې مذاکراتو کې د ښکیلو خواوو مراجعه کول.

۱۲. په هرات ولایت کې د فیزیکي او رواني خوندیتوب نه شتون، د بنسټونو ورانیدل او د بې وزلۍ کچې لوړېدل، بې کاري او ټولنییزې ستونزې او...  د جګړې له امله رامنځته شوي.

۱۳. په هېواد کې د دایمي سولې څخه د څارنې او ټینګښت لپاره د ولسي ګډون بستر چمتو کول او د ولسي ډلو رامنځته کولو لپاره د امکاناتو ځانګړي کول.

۱۴. د سولې خبرو په بهیر کې د لا روڼتیا په موخه د رسنیو او مدني ټولنې ګډون.

درنښت

د هرات د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه

د ۱۳۹۹ د لیندۍ ۱ نیټه / د ۲۰۲۰ د نوومبر ۲۱

هرات – افغانستان

د جوزجان د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه

د جوزجان د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه

په جوزجان ولایت کې د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ لخوا د ۱۳۹۹ لمریز کال د لړم میاشتې په ۲ نیټه، چې د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د اکټوبر میاشتې له ۲۳ سره برابره ده، د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه جوړه شوه. دا جرګه د دې ولایت د لسو اداري واحدونو څخه د سلګونو ځوانانو په ګډون جوړه شوې وه.

یادې جرګې درې برخې درلودې: د جرګې پرانیستنه، د کاري کمیټو کارونه، د ترسره شویو بحثونو وړاندې کیدل او وروستۍ، د پریکړه لیک لوستل وو. دا جرګه د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ غړی او د جوزجان ولایت د نوي نسل او ځوانانو د جرګې تنظیمونکی حمید الله مسرور ژر تر ژره د جګړې پر دریدو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې د جوزجان ولایت خلک او ځوانان له کلونو راهیسې د جګړې قربانیان دي او دا وضعیت باید پایته ورسیږي. وروسته بیا د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ رئیس او مرستیال محمد سنګر امیرزاده او خلیل احمد متین د ویډیو کنفرانس له لارې د جوزجان ولایت د سولې جرګې له غړیو سره خبرې وکړې او د جرګې د جوړونکي ډلې څخه د مننې ترڅنګ زیاته کړه، چې د اړیکو ګروپ هڅه کوي، څو د سولې په خبرو کې د نوي نسل او ځوانانو واحد غږ رامنځته کړي، چې تر اوسه یې د هېواد په ۲۰ ولایتونو کې د جرګو، غونډو، کنفرانسونو او مظاهرو له لارې یې بیلابیل پروګرامونه جوړ کړي دي.

همدارنګه نیلاب صادق اوغلي د سولې په خبرو کې د ښځو او ځوانانو د اندیښنو په اړه خبرې وکړې. همدارنګه فرهاد فقیري پر اورکم د ټینګار ترڅنګ زیاته کړه، چې جګړې زموږ ټول ارزښتونه له منځه وړي او د افغانستان خلک له جګړې څخه ستړي او په هېواد کې د سولې غوښتنه کوي.

د جرګې په دویمه برخه کې د کاري کمیټو کارونه پیل او د جرګې غړیو د شپږو ځانګړیو شویو موضوع ګانو په تړاو بحث او خبرې وکړې. د جرګې د غړیو نظرونه توحید او په درېیمه برخه کې د هرې کمیټې د مسوولینو لخوا وړاندې شول. په همدې حال کې د لسګونه کمیټو منشیانو د جوزجان ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې وروستۍ پریکړه لیک جوړ او ګډونوالو ته وړاندې شو.

د جوزجان ولایت د نوي نسل او ځوانانو جرګې پریکړه لیک

     د نوي نسل او ځوانانو جرګه د ۱۳۹۹ لمریز کال د لړم په ۲ نیټه د سلګونه ځوانانو په ګډون په جوزجان کې جوړه شوه. دا جرګه چې د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ لخوا جوړه شوې وه، چې د دې ولایت د لسو اداري واحدونو څخه د نوي نسل او ځوانانو استازو ګډون کړی وو.

    د جرګې غړیو د افغانستان له حکومت، د طالبانو له تحریک او نړیوال ټولنې په ځانګړي ډول د امریکا متحده ایالتونو څخه یې خپلې غوښتنې او پریکړې په لاندې ډول بیان کړې:

۱. د سولې په خبرو کې نرمښت، د دوه لسیزو د لاسته راوړنو ساتنه او ملي ګټو ته دې لومړیتوب ورکړل شي؛

۲. د طالبانو له تحریک څخه غواړو، څو خپله ریښتینولي د اوربند په اعلانولو اوجګړې پایته رسولو سره ثابته کړي؛

۳. موږ له خپلو نړیوالو همکارانو په ځانګړي ډول د امریکا متحده ایالتونو څخه غواړو، څو پر ګاونډيو او د سولې په بهیر کې پر ښکیلو هېوادونو فشار راوړي، څو دې بهیر کې له لاسوهنو څخه ډډه وکړي؛

۴. موږ د تل پاتې سولې غوښتونکي یوو، چې په کې د ښځو، ځوانانو او د ټولنې د نورو وګړیو بنسټیز حقونه وساتل شي؛

۵. موږ د سولې په بهیر کې د ځوانانو اغیزناکه ګډون غوښتنه کوو؛

۶. نا امني، روحي او رواني ستونزې، ښوونې او روزنې ته نه لاس رسی، د کورنیو بې ځایه کیدل او اقتصادي کړکیج هغه ستونزې دي، چې د افغانستان خلک په ځانګړي ډول د جوزجان خلک د وروستیو جګړو له امله ورسره لاس او ګریوان دي؛

۷. موږ ټینګار کوو، چې د افغانستان خلک باید د بین الافغاني مذاکراتو له بهیر څخه د ملي او ځايي رسنیو له لارې خبر او له دې بهیر څخه په کره ډول څارنه وشي.

په درنښت

د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه

جوزجان - افغانستان

د ۱۳۹۹ لمریز کال د لړم ۲ / د ۲۰۲۰ زږدیز کال د اکټوبر ۲۳

د هلمند د نوي نسل او ځوانانو د سولې

د هلمند د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه

په هلمند ولایت کې د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ لخوا د ۱۳۹۹ لمریز کال د تلې میاشتې په ۲۵ نیټه، چې د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د اکټوبر میاشتې له ۱۶ سره برابره ده، د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه جوړه شوه. دا جرګه د دې ولایت د ۱۴ اداري واحدونو څخه د سلګونو ځوانانو په ګډون جوړه شوې وه.

د هلمند ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې درې برخې درلودې: د جرګې پرانیستنه، د کاري کمیټو کارونه، د ترسره شویو بحثونو وړاندې کیدل او وروستۍ برخه، د پریکړه لیک لوستل وو. په پیل کې د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ رهبري غړي انجینیر توریالي هلمند د نوي نسل او ځوانانو له ګډون څخه د مننې ترڅنګ زیاته کړه، چې د هلمند د سولې جرګه په داسې حال کې جوړیږي، چې همدا اوس شدیده جګړه په دې ولایت کې روانه ده او په دې جرګه کې زموږ ګډون د دې معنا ورکوي، چې د هلمند ولایت خلک د ژر تر ژره سولې او د جګړې پایته رسیدو غوښتونکي دي. نوموړي همدارنګه زیاته کړه، چې د جګړې ښکیل خواوې باید ژر تر ژره د خبرو پر کړنلارې هوکړه وکړي او خبرې پیل کړي. عبدالعزیز کاروان هم د جګړې پر دریدو د ټینګار ترڅنګ زیاته کړه، چې د هلمند ځوانان او خلک له کلونو راهیسې د جګړې قربانیان دي او دا وضعیت باید پایته ورسیږي. د جرګې په دوام بریښنا نوري، صفت الله ساروان، نسیمه انوري، محمد احسان فدا، نعمت الله همت، غلام غوث داوري، ثنا الله خادم، حمیده، عبدالرحمن آرین، عبدالوهاب زاهدي، او صفت الله صدیقي د سولې پر اهمیت، د نوي نسل او ځوانانو پر مسؤلیتونو او له حکومت او طالبانو څخه د هلمند ولایت د خلکو د غوښتنو په تړاو یې خبرې وکړې.

د جرګې په دویمه برخه کې د کاري کمیټو کارونه پیل او د جرګې غړیو د شپږو ځانګړیو شویو موضوع ګانو په تړاو بحث او خبرې وکړې. د جرګې د غړیو نظرونه توحید او په درېیمه برخه کې د هرې کمیټې د مسوولینو لخوا وړاندې شول. په همدې حال کې د لسګونه کمیټو منشیانو د هلمند ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې وروستۍ پریکړه لیک جوړ او ګډونوالو ته وړاندې شو.

د هلمند ولایت د نوي نسل او ځوانانو جرګه په داسې حال کې جوړیږي، چې په وروستیو اوونیو کې د طالبانو او حکومت ترمنځ شدیده جګړه روانه ده او زرګونه کورنۍ له دې جګړې څخه زیانمن شوي او د خپلو کورونو څخه کډه کولو ته اړه شوي دي. 

د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې پریکړه لیک - هلمند

     د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه د ۱۳۹۹ لمریز کال د تلې میاشتې په ۲۵، چې د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د اکټوبر میاشتې له ۱۶ سره برابره ده، د سلګونو ځوانانو په ګډون په هلمند ولایت کې جوړه شوه. دا جرګه د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ لخوا جوړه شوې وه، چې په کې د دې ولایت له ۱۴ اداري واحدونو څخه د نوي نسل او ځوانانو استازو ګډون کړی وو او د افغانستان له حکومت، د طالبانو له تحریک او نړیوالې ټولنې په ځانګړې ډول د امریکا متحده ایالتونو څخه یې خپلې غوښتنې او پریکړې په لاندې ډول بیان کړې: 

۱ــ دایمي اوربند او تل پاتې سوله، د نظام ساتنه، اسلامي وجایبو ته درناوی، د ملي او لوړو ارزښتنو ساتنه او د ښځو د حقونو درناوی؛

۲ــ دایمي او واقعي اوربند، عام المنفعه ملکیتونو ساتنه، د بشري حقونو ساتنه او د ښځو لاسته راوړنو او پیشرفت ته درناوی کول؛

۳ــ د نړيوالې ټولنې څخه مو غوښتنه دا ده، چې جنګ په ښکیلو غاړو باندې فشار راوړي تر څو سولې ته ژمن او صادقه اووسي او نړیواله ټولنه دې د سولې اړوند خپلې هڅې ګړندۍ کړي او د بن کنفرانس ټولو تعهداتو ته ژمن پاته سي او همدارنګه د نړیوالې ټولنې څخه مو غوښتنه دا ده ترڅو په افغانستان کې د بهرنیو هېوادونو د مداخلې لاس قطعه کړي؛

۴ــ د ښکیلو غاړو څخه غواړو تر څو د خپلمنځي اختلافاتو او د پاروونکو خبرو څخه تیر شي او ملي ګټو ته ترجیح ورکړي او د سمتي، ژبني مذهبي تعصوباتو څخه تېر شي. د سولې په مورد باید یو نړیوال تضمین موجود وي؛

۵ــ د بشري ناورین او انسان وژنه، د کورنیو بې ځایه کیدل، د کونډو او یتیمانو زیاتوالی، فقر، بېوزلي، اقتصادي بحران، د عام المنفعه تاسیساتو ورانېدل، د ځوانانو بې تعليمه پاته کېدل هغه څه دي، چې د وسلوالو نښتو په ترڅ کې رامنځته شوي دي؛

۶ــ د نړیوالو رسنیو له لارې باید د بین الافغاني مذاکراتو بهیر په ژوندۍ بڼه تر افغان ولسه په ښکاره او څرګند ډول ورسول شي او په ارزښتونو باندې باید معامله ونه شي، دا چې په روانه جګړه کې هلمند زیات ځپل شوی نو باید ورته په روانو خبرو کې مکمله ونډه ورکړل شي.

په درنښت

د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه

هلمند – افغانستان

د ۱۳۹۹ د تلې ۲۵ / د ۲۰۲۰ د اکټوبر ۱۶

د پکتیا ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه

د پکتیا ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه 

 په پکتیا ولایت کې د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه د ۱۳۹۹ لمریز کال د تلي میاشتې په ۲۳، چې د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د اکټوبر میاشتې له ۱۴ سره برابره ده، د ګردیز په ښار کې جوړه شوه.

دا جرګه د دې ولایت د ۱۵ اداري واحدونو څخه د سلګونو ځوانانو او نوي نسل د استازو په ګډون، د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ لخوا جوړه شوه.

د پکتیا ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې درې برخې درلودې: پرانیستنه، د کاري کمیټو کارونه، د کاري کمیټو د کارونو او پریکړه لیک لوستل. په پیل کې سید جمال الدین آصف خیل د جرګې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ زیاته کړه، چې سوله د افغانستان د خلکو بنسټیزه اړتیا ده او دواړه خواوې باید سوله ایز افغانستان لپاره ریښتینې هڅې وکړي.

د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ د رهبري پلاوی غړي احسان الله حکمت وايي، چې د افغانستان جګړه په کلیو کې د ښارونو په پرتله زیاته ده او د دې سیمو خلکو له جګړې څخه ډیر زیانونه لیدلي دي. نوموړي همدارنګه د جګړې پر ښکیلو خواوو غږ وکړ، چې د کرکې او جګړې ادبیاتو له کارولو څخه ډډه وکړي او خپلو دریځونو کې دې نرمښت څرګند کړي. د جرګې د پرانیست برخې په دوام کې عبدالقدیر حماس، جمعه ګل افغان، خالد ځدران، احمدالله احمدي او اصغر مجاهد ځاځي ویناوې وکړې.

د جرګې په دویمه برخه کې، د کاري کمیټو کارونه پیل او د جرګې غړیو د شپږو مشخص شویو موضوع ګانو په اړه خبرې او بحث وکړ. د جرګې د غړیو نظرونو توحید او د پروګرام په درېیمه برخه کې د هرې کمیټې د مسؤل لخوا وړاندې شوې. په همدې حال کې د لسګونو کمیټو منشیانو د پکتیا ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې پریکړه لیک جوړ او ولوستل شو.

د پکتیا ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې پریکړه لیک

     د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه د ۱۳۹۹ لمریز کال د تلې ۲۳، چې د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د اکټوبر میاشتې له ۱۴ سره برابره ده، د پکتیا ولایت د سلګونو ځوانانو په ګډون جوړه شوه. دا جرګه د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ لخوا جوړه شوې وه، چې په کې د دې ولایت له ۱۵ اداري واحدونو څخه د نوي نسل او ځوانانو استازو ګډون کړی وو او د افغانستان له حکومت، د طالبانو له تحریک او نړیوالې ټولنې په ځانګړې ډول د امریکا متحده ایالتونو څخه یې خپلې غوښتنې او پریکړې په لاندې ډول بیان کړې: 

۱. افغان ځوانانو ته دې په مذاکراتي ډله کې ګډون ورکړل شي او د ځوانانو تیرو شل کلنو لاسته راوړنې دې قرباني نه کړي؛

۲. اسلامي شریعت باید له نظره و نه غورځول شي او د سولې هوکړه لیک دې د اسلامي اصولو په رڼا کې ترسره شي؛

۳. د سولې بهیر دې همه شموله وي؛

۴. د افغانستان حکومت او طالبان دې په خپلو دریځونو کې نرمښت او انعطاف څرګند کړي او یو بل ته دې د ورور په سترګه وګوري؛

۵. د افغانستان له حکومت څخه غواړو، څو د سولې بهیر کې شهیدانو او د جګړې قربانیانو کورنیو ته دې ونډه ورکړي؛

۶. افغان حکومت دې د هغه کسانو مخه ډب کړي، چې د سولې په بهیر کې شخصي ګټو ته ارجحیت ورکوي؛

۷. د جمهوریت پر نظام دې معامله ونشي او تل پاتې اوربند دې وشي؛

۸. افغان ځوانان دې په خپلواک ډول له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي او د طالبانو له تحریک، افغان حکومت او نړیوالې ټولنې څخه غواړو، څو له طالبانو سره د افغان ځوانانو د مخامخ خبرو ترسره کولو لپاره زمینه مساعده کړي؛

۹. د سولې بهیر دې له طالبانو سره په ریښتیني ډول پر مخ یوړل شي او ملي ګټې دې له پامه و نه غورځول شي؛

۱۱. له طالبانو غواړو، څو ژر تر ژره اوربند وکړي او د جګړې له دواړو ښکیلو خواوو غوښتنه کوو، څو د افغانانو له وژلو، چې د هېواد دښمنان ورڅخه ګټه اخلي؛ لاس واخلي.

۱۲. د طالبانو له تحریک څخه غواړو، څو د اسلام له نظره د ښځو حقونه دې د سولې مذاکراتو پر مهال په پام کې ونیسي او اجازه ورکړي، څو هغوی تعلیم او کار وکړي؛

۱۳. د طالبانو له تحریک څخه غواړو، څو د افغانستان ملي شتمني «ښوونیز مرکزونه او ټول ګټې پروژې» خرابې نکړې او اجازه ورکړي، څو ټول ګټې پروژې بشپړې شي؛

۱۴. له افغان حکومت او طالبانو له تحریک څخه غواړو، څو په ګډه د ملکي وګړیو او افغانانو د وژنې او زورونې مخنیوی وکړي؛

۱۵. له طالبانو څخه غواړو، څو د پردیو او ګاونډیو هېوادونو تر فشار لاندې را نشي او خپلې اړیکې دې له ټولو ترهګریزو ډلو سره پرې او په خپلواک ډول دې پریکړې وکړي؛

۱۶. د امریکا متحده ایالتونو، اسلامي هېوادونو او ګاونډیو هېوادونو څخه غواړو، څو د افغانستان د سولې په بهیر کې ریښتیني و اوسي او دا بهیر دې بریالیتوب ته ورسوي او همدارنګه له دوی څخه غواړو، څو خپلو مرستو ته دوام ورکړي؛

۱۷. له نړیوالې ټولنې څخه غواړو، څو له هر ډول ګټو پرته دې د افغانستان د سولې له بهیر څخه ملاتړ وکړي او پر افغان حکومت او طالبانو دې فشار راوړوي، څو دا بهیر بریالی شي؛

۱۸. د امریکا متحده ایالتونو څخه غواړو، څو د هر ډول بهرنیو لاسوهنو څخه، چې د افغانستان سولې بهیر له خنډ سره مخ کوي، مخنیوی وکړي؛

۱۹. د سولې په بهیر کې دې ځوانان بیلابیل پروګرامونه په لاره واچوي، او په طالبانو او حکومت دې فشار واچول شي، څو مذاکرات بریالي شي؛

۲۰. نړیواله ټولنه، اسلامي او ګاونډي هېوادونه دې د سولې هوکړې د پلي کولو تضمین وکړي؛

۲۱. پکتیا ولایت د جګړو له امله ځپل شوی او د دې ولایت ټولو وګړيو ژوند له ګواښ سره مخ  او بیلابیلو اقتصادي، ښوونیزو، کرنیزو او پراختیايي برخو کې زیان لیدلی دی.

۲۲. د افغانستان په کچه د ملي اجماع رامنځته شي، څو د سولې له بهیر څخه څارنه وکړي.

 

و من الله توفیق

د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه

پکتیا – افغانستان

د ۱۳۹۹ لمریز کال د تلې ۲۳ / د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د اکټوبر ۱۴

د بلخ ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه

د بلخ ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه 

 

په بلخ ولایت کې د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه د ۱۳۹۹ لمریز کال د تلي میاشتې په ۹، چې د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د سپټمبر میاشتې له ۳۰ سره برابره ده، د مزار شریف په ښار کې جوړه شوه.

دا جرګه د دې ولایت د ۱۵ اداري واحدونو څخه د سلګونو ځوانانو او نوي نسل د استازو په ګډون، د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ لخوا جوړه شوه.

د بلخ ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه درې برخې درلودې: پرانیستنه، د کاري کمیټو کارونه، د کاري کمیټو د کارونو او پریکړه لیک لوستل. په پیل کې فروزان آریا پروګرام پیل او وروسته بیا د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ رئیس محمد سنګر امیرزاده د سولې په بهیر کې د ځوانانو پر مسوولیتونو د ټینګار ترڅنګ زیاته کړه، چې سوله د ټول غوښتنو او انحصار په مانا نه ده، د جګړې ښکیلې خواوې باید له نرمښت څخه کار واخلي او داسې پراخ بنسټه هوکړې ته ورسیږي، چې په هېواد کې د جګړې له دوام څخه مخنیوی وکړي. د جرګې د پرانیست برخې په دوام کې د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ مرستیال خلیل احمد متین، نصیره ثمر، هجرت الله همدرد، ډاکټر محمد حنیف لطفي، ریحانه رابع، سید اسماعیل بلخي، اجمل آرین او استاد محمد نسیم مومند ویناوې وکړې.

د جرګې په دویمه برخه کې، د کاري کمیټو کارونه پیل او د جرګې غړیو د شپږو مشخص شویو موضوع ګانو په اړه خبرې او بحث وکړ. د جرګې د غړیو نظرونو توحید او د پروګرام په درېیمه برخه کې د هرې کمیټې د مسؤل لخوا وړاندې شوې. په همدې حال کې د لسګونو کمیټو منشیانو د بلخ ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې پریکړه لیک جوړ او ولوستل شو.

د بلخ ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې پریکړه لیک

     د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه د ۱۳۹۹ لمریز کال د تلې میاشتې په ۹ نیټه، چې د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د سپټمبر میاشتې له ۳۰ سره برابره ده، په بلخ ولایت کې د سلګونو ځوانانو په ګډون جوړه شوه. دا جرګه د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ لخوا جوړه شوې وه، چې په کې د دې ولایت د ۱۵ اداري واحدونو د نوي نسل او ځوانانو استازو ګډون کړی وو او خپلې پریکړې او غوښتنې یې د افغانستان له حکومت، د طالبانو له تحریک او نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول د امریکا متحده ایالتونو څخه په لاندې ډول کړې:

1.موږ د سولې په بهیر کې د ځوانانو د ریښتینو استازو د ګډون غوښتونکي یو؛

2.موږ د سولې بهیر کې د ښکیلو خواوو څخه د ملي ګټو، اسلامي او انساني ارزښتونو په رڼا کې د وروستیو دوه لسیزو لاسته راوړنو د ساتلو غوښتونکي یو؛

3.موږ د سراسري، تل پاتې او با عزته سولې غوښتونکي یوو، چې په کې د اسلامي او انساني ارزښتونو ساتنه او د وګړیو، د ښځو حقونه، قومي، مذهبي توپیرونه او د لږکیو حقونه رعایت شي؛

4.موږ له ښکیلو اړخونو؛ له افغان حکومت او د طالبانو له تحریک څخه غواړو، څو د سولې په خبرو کې له ځانه نرمښت وښيي او ټولییز هوکړې ته د رسیدو لپاره په ریښتیني ډول هڅه وکړي؛

5.موږ د طالبانو له تحریک څخه غواړو، څو د وګړیو حقونو او مذهبي او قومي توپیرونو ته درناوی وکړي او خپل فردي او ډله ایزې غوښتنې پر نورو و نه تپي؛

6.موږ د طالبانو له تحریک څخه غواړو، څو د افغانستان خلکو د دوه وروستیو لسیزو لاسته راوړنو ته درناوی وکړي او د سولې په خبرو کې خپل نیک نیت څرګند کړي؛

7.موږ له ښکیلو خواوو څخه غواړو، څو پراخ بنسټه، ګډ او سراسري حکومت د جوړولو لپاره، چې په کې د افغانستان د خلکو مادي او معنوي ارزښتونه خوندي وي، هڅه وکړي؛

8.موږ د جګړې له ښکیلو خواوو څخه غواړو، څو د اسلام مبارک دین او عام وګړیو څخه د سولې په خبرو کې ناوړه ګټه وا نخلي؛

9.موږ د طالبانو له تحریک څخه غواړو، څو خپل مرکچي پلاوي ټول شموله جوړ کړي، چې په کې ښځې او ځوانان په فعال او اغیزناکه ډول ګډون ولري؛

10.موږ له نړیوالې ټولنې او د افغانستان د سولې په بهیر کې له ښکیلو هېوادونو په ځانګړي ډول د امریکا له متحده ایالتونو څخه غواړو، څو د سولې بهیر اجرايي تضمین ورکړي؛

11.موږ له خپلو نړیوالو همکارانو څخه غواړو، څو د افغانانو د خپل منځي خبرو پایلې ته رسیدو لپاره، د جګړې پر ښکیلو خواوو دیپلوماتیک فشار وارد کړي؛

12.موږ د امریکا له متحده ایالتونو او نړیوالو همکارانو څخه غواړو، څو په افغانستان کې قراردادي د سولې هوکړه و نه کړي او تل پاتې سولې ته د رسیدو لپاره د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي؛

13.موږ له خپلو نړیوالو همکارانو څخه غواړو، څو د جګړې د قربانیانو کورنیو څخه ملاتړ او ښوونیزې مرستې وکړي؛

14.موږ له ګاونډیو هېوادونو څخه غواړو، څو زموږ په کورنیو چارو کې لاسوهنه و نه کړي او پریږدي، چې افغانان په خپلواک ډول تل پاتې هوکړې ته ورسیږي؛

15.موږ له اسلامي او خپلو ګاونډیو هېوادونو څخه غواړو، څو هغه هوکړې ته درناوی وکړي، چې د افغانانو خپل منځي خبرو کې ترلاسه کیږي او له سیاسي او استخباراتي لاسوهنو څخه ډډه وکړي؛

16.د افغانستان د نوي نسل د همپالني او همغږۍ په موخه د ځوانانو د سولې مشورتي جرګو جوړول؛

17.موږ د سولې خبرو څخه د څارنې په موخه د ځوانانو د استازو د خپلواک او ځانګړي کمیسیون جوړول غواړو؛

18. د سولې نه شتون له امله د افغانستان خلک په ځانګړي ډول د بلخ ولایت خلک د ګڼ شمېر ستونزو لکه: نا امني، وزګاري، نفاق ته لمن وهل، قومي تعصب ته لمن وهل، د غیر مسؤلو وسله والو زیاتوالی، په رڼا ورځ کې غلاوې، د ښوونیزو او عام المنفعه ځایونو ورانول، د ملکي او پوځي مرګ ژوبلې زیاتوالی، د عشر او ذکات په نوم له خلکو څخه باج اخیستل، د لویو لارو نا امني، له زدکړو څخه د ځوانانو بې برخه کیدل او ویرې سره مخ دي، چې روحي او رواني ناروغیو د رامنځته کیدو لامل شوی.

19.د افغانانو خپل منځي خبرو څخه د افغانستان خلکو خبرولو په موخه، په بې ساري ډول د رسنیو ګډون.

په درنښت

د بلخ ولایت د نوي نسل او ځوانانو جرګه

د۱۳۹۹ د تلې ۹ / د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د سپټمبر ۳۰

د سمنګان ولایت د نوي نسل او ځوانانو جرګه

د سمنګان د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه 

د نوي نسل او د ځوانانو جرګه د ۱۳۹۹ لمریز کال د تلي میاشتې په ۳ نیټه، چې د ۲۰۲۰ زږدیز کال د سپټمبر میاشتې له ۲۴ سره برابره ده، د سمنګان ولایت د سلګونه ځوانانو په ګډون په دې ولایت کې جوړه شوه. د سمنګان ولایت د نوي نسل او ځوانانو جرګه، د هېواد په کچه نوولسم پروګرام ده، چې د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ او د سمنګان ولایت د فعاله ځوانانو په زیار جوړیږي.

په دې جرګه کې د دې ولایت د ۷ اداري واحدونو څخه د ځوانانو او نوي نسل استازو ګډون کړی وو. دې جرګې درې برخې لرلي: پرانیستنه، د کاري کمیټو کارونه، د کمیټو د نظرونو وړاندې کول او د پریکړه لیک لوستل وو، چې په پیل کې د پوهنتون استاد ضیاءالدین جهیش د سمنگان ولایت د ځوانانو په استازیتوب د دې ولایت د ځوانانو ترمنځ د یووالي او همپالنې په تړاو خبرې وکړې او د سولې له بهیر څخه یې ملاتړ وکړ. د جرګې په پرانیست برخه کې د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ مشر محمد سنګر امیرزاده د جرګې له جوړونکیو څخه د مننې ترڅنګ زیاته کړه، چې د ځوانانو یووالي او انسجام د دې لامل کیږي، چې د افغانستان نوی نسل د راتلونکي تحول کې مهم او بنسټیز رول ولري. نوموړي همدارنګه د افغانستان د جګړې له ښکیلو اړخونو وغوښتل، چې د افغانستان جګړه مشروعیت نه لري او پر اوربند هوکړه وکړي او په هېواد کې د ورور وژنې دوام مخنیوی وکړي.

وروسته بیا شکیلا حنفي خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې سوله او ټیکاو د هېواد د پراختیا او پرمختګ لامل ده او ټينګار یې وکړ، چې د جګړې د ښکیلو اړخو منځ کې باید سوله پیاوړې او دود شي.

د پرانیست برخې په دوام کې د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ مرستیال خلیل احمد متین د ځوانانو پر یووالي او همغږۍ د ټینګار ترڅنګ د افغانستان له حکومت او طالبانو له تحریک څخه وغوښتل، څو خپل کارونکیو ادبیاتو کې بدلون راوړي او د افغانستان دیني، مذهبي، فکري او قومي توپیرونه په پام کې ونیسي او د سولې په خبرو کې خپل شخصي او ډله ایزې غوښتنې پر یو بل و نه تپي.

د جرګې په دویمه برخه کې کاري کمیټو د شپږو ځانګړیو شویو موضوع ګانو په تړاو بحث او خبرې وکړې او خپلې غوښتنې او اندیښنې یې له یو بل سره شریک او راټولې کړې. د جرګې په درېیمه برخه کې د کاري کمیټو مسوولینو د خپلو کمیټو نظرونه وړاندې او د لسګونه کمیټو منشیانو د سمنګان ولایت د نوي نسل او ځوانانو جرګې پریکړه لیک جوړ او ولوستل شو.

د جرګې په پای کې، د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ مشرتابه د جرګې ټولو ګډونوالو ته د سولې د سفیرانو تصدیق پاڼه تفویض کړه او د سمنګان ولایت د جرګې له جوړونکیو څخه یې مننه او ستاینه وکړه.

د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ د کړنلارې پر بنسټ، د جرګې پریکړه لیک درې آدرسونو؛ د افغانستان حکومت، د طالبانو تحریک او نړیوالې ټولنې په ځانګړې ډول د امریکا متحده ایالتونو سره شریک کیږي. په همدې بنسټ د سمنګان ولایت د نوي نسل او ځوانانو جرګې په پای کې، د دې جرګې پریکړه لیک د نوي نسل او ځوانانو د جرګې د جوړونکیو، د لسګونو کاري کمیټو د مسؤلینو او منشیانو لخوا د د افغانستان اسلامي جمهوريت د استازي په توګه د سمنګان ولایت مقام ته وسپارل شوو.

 


د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې پریکړه‌لیک - سمنګان

 

      د سمنګان ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه د ۱۳۹۹ لمریز کال د تلې په ۳ نېټه د دې ولایت د سلګونو ځوانانو په ګډون جوړه شوه. دا جرګه د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ لخوا جوړه شوې وه، چې پدې جرګه کې د سمنګان ولایت د ۷ اداري واحدونو څخه د نوي نسل او ځوانانو استازو ګډون درلود او خپلې غوښتنې او پریکړې یې د افغانستان حکومت، د طالبانو تحریک او له نړیوالې ټولنې په ځانګړي توګه د امریکا متحده ایالتونو څخه په لاندې ډول بیان کړې: 

۱. موږ د دواړو مذاکرکونکو ټیمونو څخه غواړو، چې ځوانان له سولې وروسته په راتلونکي حکومت کې بنسټیز رول ولري؛

۲. د جګړې پایته رسیدل او دایمي اوربند زموږ له مهمو غوښتنو څخه دی؛

۳.  په نرمښت د مرکچي پلاوو ترمنځ د خبرو ترسره کیدل او د کرکې او زورزیاتي د ادبیاتو نه کارول؛

۴. د سولې خپل منځي خبرو د ترسره کونکیو لخوا ټولو مذهبونو ته درناوی؛

۵.  د افغانانو د خپل منځي خبرو پایلې ته رسیدو لپاره د نړیوالې ټولنې د فشار راوړل؛

۶. د طالبانو تحریک پر پوځي ملاتړ کوونکیو هېوادونو د نړیوالې ټولنې د فشار راوړل؛

۷. د وروستیو ۱۹ کلونو د لاسته راوړنو ساتنې ته د مذاکره کوونکو لخوا ژمنتوب؛

۸. موږ د دواړو خواوو له مرکچیانو څخه غواړو، چې د سولې بهیر کې ترلاسه شوی فرصت د ډله اییزو او شخصي ګټو قرباني نه کړي؛

۹. موږ له ځوانانو څخه غواړو، چې د سولې په بهیر کې مرسته وکړي؛

۱۰. موږ له حکومت څخه غواړو، چې د سولې بهیر تر پای ته رسیدو پورې د تاوتریخوالي کمولو په موخه امنیتي ځواکونه پیاوړي او ملاتړ ترې وکړي.

۱۱. موږ له ګاونډیو هېوادونو څخه غواړو، چې د افغانستان خلکو سره د سولې په بهیر کې مرسته وکړي او د سولې په بهیر کې له لاسوهنو څخه ډډه وکړي؛

۱۲. موږ له دواړو خواو څخه غواړو، چې د شخصي او فردي ګټو په پرتله د هېواد ملي ګټې غوره کړي؛

۱۳. موږ د طالبانو تحریک څخه غواړو، چې سولې ته رسیدو لپاره خپل حسن نیت، په عمل کې وښيي.

۱۴. امریکا متحده ایالاتونه باید د سولې په بهیر کې حسن نیت ولري، د سولې په بهیر کې ریښتني عمل وکړي او د سولې په بهیر کې د افغانستان د خلکو ګټې په پام کې ونیسي؛

۱۵. موږ له دواړو مرکچي پلاوو څخه غواړو، چې د سولې په خبرو کې له خپلو دریځونو څخه تېر شي او د ځان غوښتنې او پر یو بل د خپلو دریځونو منلو او تحمیل څخه ډډه وکړي؛

۱۶. موږ له نړیوالې ټولنې څخه غواړو، چې د سولې خبرو څخه د څارنې په موخه د متخصصو، تجربه لرونکو، د باسواده ځوانانو، ښځو او د ټولنې زیانمنو کسانو څخه د یوه ګډ کمیسیون له جوړیدو ملاتړ وکړي؛

۱۷. موږ داسې سوله غواړو، چې اسلامي، فرهنګي، ملي او انساني ارزښتونه له لاسه ورنکړو؛

۱۸. موږ له افغان حکومت څخه غواړو، چې د کابل ـ سمنګان د لویې لارې د امنیت ټینګښت ته جدي پاملرنه وکړي. په همدې حال کې د طالبانو تحریک څخه غواړو، چې د خپل واک په سیمو کې له ویرې پرته د خلکو تګ راتګ ته زمینه برابره کړي.

درنښت

د سمنګان ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه

۱۳۹۹کال د تلې ۳ / د ۲۰۲۰ کال د سپټمبر ۲۴