د سمنګان ولایت د نوي نسل او ځوانانو جرګه

د سمنګان د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه 

د نوي نسل او د ځوانانو جرګه د ۱۳۹۹ لمریز کال د تلي میاشتې په ۳ نیټه، چې د ۲۰۲۰ زږدیز کال د سپټمبر میاشتې له ۲۴ سره برابره ده، د سمنګان ولایت د سلګونه ځوانانو په ګډون په دې ولایت کې جوړه شوه. د سمنګان ولایت د نوي نسل او ځوانانو جرګه، د هېواد په کچه نوولسم پروګرام ده، چې د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ او د سمنګان ولایت د فعاله ځوانانو په زیار جوړیږي.

په دې جرګه کې د دې ولایت د ۷ اداري واحدونو څخه د ځوانانو او نوي نسل استازو ګډون کړی وو. دې جرګې درې برخې لرلي: پرانیستنه، د کاري کمیټو کارونه، د کمیټو د نظرونو وړاندې کول او د پریکړه لیک لوستل وو، چې په پیل کې د پوهنتون استاد ضیاءالدین جهیش د سمنگان ولایت د ځوانانو په استازیتوب د دې ولایت د ځوانانو ترمنځ د یووالي او همپالنې په تړاو خبرې وکړې او د سولې له بهیر څخه یې ملاتړ وکړ. د جرګې په پرانیست برخه کې د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ مشر محمد سنګر امیرزاده د جرګې له جوړونکیو څخه د مننې ترڅنګ زیاته کړه، چې د ځوانانو یووالي او انسجام د دې لامل کیږي، چې د افغانستان نوی نسل د راتلونکي تحول کې مهم او بنسټیز رول ولري. نوموړي همدارنګه د افغانستان د جګړې له ښکیلو اړخونو وغوښتل، چې د افغانستان جګړه مشروعیت نه لري او پر اوربند هوکړه وکړي او په هېواد کې د ورور وژنې دوام مخنیوی وکړي.

وروسته بیا شکیلا حنفي خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې سوله او ټیکاو د هېواد د پراختیا او پرمختګ لامل ده او ټينګار یې وکړ، چې د جګړې د ښکیلو اړخو منځ کې باید سوله پیاوړې او دود شي.

د پرانیست برخې په دوام کې د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ مرستیال خلیل احمد متین د ځوانانو پر یووالي او همغږۍ د ټینګار ترڅنګ د افغانستان له حکومت او طالبانو له تحریک څخه وغوښتل، څو خپل کارونکیو ادبیاتو کې بدلون راوړي او د افغانستان دیني، مذهبي، فکري او قومي توپیرونه په پام کې ونیسي او د سولې په خبرو کې خپل شخصي او ډله ایزې غوښتنې پر یو بل و نه تپي.

د جرګې په دویمه برخه کې کاري کمیټو د شپږو ځانګړیو شویو موضوع ګانو په تړاو بحث او خبرې وکړې او خپلې غوښتنې او اندیښنې یې له یو بل سره شریک او راټولې کړې. د جرګې په درېیمه برخه کې د کاري کمیټو مسوولینو د خپلو کمیټو نظرونه وړاندې او د لسګونه کمیټو منشیانو د سمنګان ولایت د نوي نسل او ځوانانو جرګې پریکړه لیک جوړ او ولوستل شو.

د جرګې په پای کې، د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ مشرتابه د جرګې ټولو ګډونوالو ته د سولې د سفیرانو تصدیق پاڼه تفویض کړه او د سمنګان ولایت د جرګې له جوړونکیو څخه یې مننه او ستاینه وکړه.

د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ د کړنلارې پر بنسټ، د جرګې پریکړه لیک درې آدرسونو؛ د افغانستان حکومت، د طالبانو تحریک او نړیوالې ټولنې په ځانګړې ډول د امریکا متحده ایالتونو سره شریک کیږي. په همدې بنسټ د سمنګان ولایت د نوي نسل او ځوانانو جرګې په پای کې، د دې جرګې پریکړه لیک د نوي نسل او ځوانانو د جرګې د جوړونکیو، د لسګونو کاري کمیټو د مسؤلینو او منشیانو لخوا د د افغانستان اسلامي جمهوريت د استازي په توګه د سمنګان ولایت مقام ته وسپارل شوو.

 


د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې پریکړه‌لیک - سمنګان

 

      د سمنګان ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه د ۱۳۹۹ لمریز کال د تلې په ۳ نېټه د دې ولایت د سلګونو ځوانانو په ګډون جوړه شوه. دا جرګه د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ لخوا جوړه شوې وه، چې پدې جرګه کې د سمنګان ولایت د ۷ اداري واحدونو څخه د نوي نسل او ځوانانو استازو ګډون درلود او خپلې غوښتنې او پریکړې یې د افغانستان حکومت، د طالبانو تحریک او له نړیوالې ټولنې په ځانګړي توګه د امریکا متحده ایالتونو څخه په لاندې ډول بیان کړې: 

۱. موږ د دواړو مذاکرکونکو ټیمونو څخه غواړو، چې ځوانان له سولې وروسته په راتلونکي حکومت کې بنسټیز رول ولري؛

۲. د جګړې پایته رسیدل او دایمي اوربند زموږ له مهمو غوښتنو څخه دی؛

۳.  په نرمښت د مرکچي پلاوو ترمنځ د خبرو ترسره کیدل او د کرکې او زورزیاتي د ادبیاتو نه کارول؛

۴. د سولې خپل منځي خبرو د ترسره کونکیو لخوا ټولو مذهبونو ته درناوی؛

۵.  د افغانانو د خپل منځي خبرو پایلې ته رسیدو لپاره د نړیوالې ټولنې د فشار راوړل؛

۶. د طالبانو تحریک پر پوځي ملاتړ کوونکیو هېوادونو د نړیوالې ټولنې د فشار راوړل؛

۷. د وروستیو ۱۹ کلونو د لاسته راوړنو ساتنې ته د مذاکره کوونکو لخوا ژمنتوب؛

۸. موږ د دواړو خواوو له مرکچیانو څخه غواړو، چې د سولې بهیر کې ترلاسه شوی فرصت د ډله اییزو او شخصي ګټو قرباني نه کړي؛

۹. موږ له ځوانانو څخه غواړو، چې د سولې په بهیر کې مرسته وکړي؛

۱۰. موږ له حکومت څخه غواړو، چې د سولې بهیر تر پای ته رسیدو پورې د تاوتریخوالي کمولو په موخه امنیتي ځواکونه پیاوړي او ملاتړ ترې وکړي.

۱۱. موږ له ګاونډیو هېوادونو څخه غواړو، چې د افغانستان خلکو سره د سولې په بهیر کې مرسته وکړي او د سولې په بهیر کې له لاسوهنو څخه ډډه وکړي؛

۱۲. موږ له دواړو خواو څخه غواړو، چې د شخصي او فردي ګټو په پرتله د هېواد ملي ګټې غوره کړي؛

۱۳. موږ د طالبانو تحریک څخه غواړو، چې سولې ته رسیدو لپاره خپل حسن نیت، په عمل کې وښيي.

۱۴. امریکا متحده ایالاتونه باید د سولې په بهیر کې حسن نیت ولري، د سولې په بهیر کې ریښتني عمل وکړي او د سولې په بهیر کې د افغانستان د خلکو ګټې په پام کې ونیسي؛

۱۵. موږ له دواړو مرکچي پلاوو څخه غواړو، چې د سولې په خبرو کې له خپلو دریځونو څخه تېر شي او د ځان غوښتنې او پر یو بل د خپلو دریځونو منلو او تحمیل څخه ډډه وکړي؛

۱۶. موږ له نړیوالې ټولنې څخه غواړو، چې د سولې خبرو څخه د څارنې په موخه د متخصصو، تجربه لرونکو، د باسواده ځوانانو، ښځو او د ټولنې زیانمنو کسانو څخه د یوه ګډ کمیسیون له جوړیدو ملاتړ وکړي؛

۱۷. موږ داسې سوله غواړو، چې اسلامي، فرهنګي، ملي او انساني ارزښتونه له لاسه ورنکړو؛

۱۸. موږ له افغان حکومت څخه غواړو، چې د کابل ـ سمنګان د لویې لارې د امنیت ټینګښت ته جدي پاملرنه وکړي. په همدې حال کې د طالبانو تحریک څخه غواړو، چې د خپل واک په سیمو کې له ویرې پرته د خلکو تګ راتګ ته زمینه برابره کړي.

درنښت

د سمنګان ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه

۱۳۹۹کال د تلې ۳ / د ۲۰۲۰ کال د سپټمبر ۲۴