د هلمند ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت

د هلمند ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې د ولایتي سکرتریت رهبري بورد جوړ شو


د هلمند ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت رهبري بورد د ۱۴۰۰ لمریز کال د غويي میاشتې په ۳۰ نیټه د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ په مرسته، د جرګې جوړولو کمیسیون د غړيو، د دې ولایت جرګې د لسو کمیټو مسؤلینو او منشیانو په ګډون د ټاکنو د ترسره کولو پلاوي لخوا په ټاکنییز ډول جوړ شوو، چې ۱۸ غړي لري او د اړتیا پر مهال په کې بدلون راتلای شي.

#د سکرتریت د رهبري بورډ:

۱. د هلمند د ولایتي سکرتریت رئیس، عبدالعزیز کاروان

۲. د هلمند د ولایتي سکرتریت مرستیال، عبدالجبار نومیال

۳. د هلمند د ولایتي سکرتریت مرستیاله، سامعه حسن زاده

۴. د هلمند د ولایتي سکرتریت سیاسي سلاکاره، شازیه فروغ یاوری

۵. د هلمند د ولایتي سکرتریت مطبوعاتي سلاکار، نعمت الله همت

۶. د هلمند د ولایتي سکرتریت د څارنې پلاوي مسؤل، ثناءالله خادم

#یادونه: د دې پلاوي نور غړي د هلمند ولایتي سکرتریت د رهبري بورد په مشوره ټاکل کیږي.

۷. د هلمند د ولایتي سکرتریت د دارالانشاء مسؤل، عبدالوهاب زاهدي

۸. د دارالانشاء مرستیال، توریالی حکیمي

۹. د دارالانشاء غړې، سلیمه

#یادونه: د اړتیا پر مهال د دارالانشاء نور غړي د هلمند ولایتي سکرتریت د رئیس په مشوره ټاکل کیږي.

۱۰. د هلمند ولایتي سکرتریت د رسنیو او ویاندوی کمیټې مسؤل، محمد احسان فدا

۱۱. د رسنیو او ویاندوی کمیټې مرستیال، عزیزالله رحیمي

۱۲. د رسنیو او ویاندوی کمیټې غړې، راحله

#یادونه: د ولایتي سکرتریت د کړنلارې اوه‌لسمې مادې پر بنسټ د رسنیو د کمیټې مسؤل سربیره، د رسنیو کمیټې مرستیال او غړي یې د ولایتي سکرتریت د ویاندویانو دنده او مسؤلیت لري. د اړتیا پر مهال د دې کمیټې نور غړي د هلمند ولایتي سکرتریت د رهبري بورد په مشوره ټاکل کیږي.

۱۳. د هلمند د ولایتي سکرتریت د اړیکو کمیټې مسؤل، محمد اکبر بارکزی

۱۴. د سکرتریت د اړیکو کمیټې مرستیال، حکمت الله مسلم

۱۵د سکرتریت د اړیکو کمیټې غړی، حضرت عمر شېرزاد

۱۶. د سکرتریت د اړیکو کمیټې غړی، صفت الله صدیقي

#یادونه: د اړتیا پر مهال د دې کمیټې نور غړي د هلمند ولایتي سکرتریت د رهبري بورد په مشوره ټاکل کیږي.

۱۷. د هلمند ولایتي سکرتریت د جګړې له قربانیانو سره د همغږۍ کمیټې مسؤل، برکت الله سرشار

۱۸. د هلمند ولایتي سکرتریت د جګړې له قربانیانو سره د همغږۍ کمیټې مرستیال، محمد عاطف عبرت

#یادونه: د اړتیا پر مهال د دې کمیټې نور غړي د هلمند ولایتي سکرتریت د رهبري بورډ په مشوره ټاکل کیږي.

په درنښت

د هلمند د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت

د اړیکو د ګروپ د رسنیو او ویاندوی دفتر

د ۱۴۰۰ کال د غويي ۳۰ / د ۲۰۲۱ کال د مې ۲۰

د فراه د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت

د فراه ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې د ولایتي سکرتریت رهبري بورد جوړ شو


د فراه ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت رهبري بورد د ۱۴۰۰ لمریز کال د غويي میاشتې په ۲۸ نیټه د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ په مرسته، د جرګې جوړولو کمیسیون د غړيو، د دې ولایت جرګې د لسو کمیټو مسؤلینو او منشیانو په ګډون د ټاکنو د ترسره کولو پلاوي لخوا په ټاکنییز ډول جوړ شوو، چې ۱۷ غړي لري او د اړتیا پر مهال په کې زیاتوالی راتلای شي.

#د سکرتریت د رهبري بورډ:

۱. د فراه ولایتي سکرتریت رئیس، محمد عوض دانیال

۲. د فراه ولایتي سکرتریت مرستیاله، فریما فریور

۳. د فراه ولایتي سکرتریت مرستیال، حامد آریا زماني

۴. د فراه ولایتي سکرتریت سیاسي سلاکاره، طیبه سلیماني

۵. د فراه ولایتي سکرتریت مطبوعاتي سلاکار، امان الله امین

۶. د فراه ولایتي سکرتریت د څارني پلاوي مسؤل حمید الله حمیدي

#یادونه: د فراه ولایتي سکرتریت د څارني پلاوي مرستیال او یو غړی د فراه ولایتي سکرتریت د رهبري بورد په مشوره ټاکل کیږي.

۷. د فراه ولایتي سکرتریت د دارالانشاء مسؤل، مجتبی نوري

۸. د دارالانشاء مرستیاله، فرشته ابراهیمي

#یادونه: د اړتیا پر مهال د دارالانشاء نور غړي د فراه ولایتي سکرتریت د رئیس په مشوره ټاکل کیږي.

۹. د فراه ولایتي سکرتریت د رسنیو او ویاندوی دفتر مسؤله، فریبا شریفي

۱۰. د رسنیو او ویاندوی کمیټې مرستیال، حکمت الله حمدي

#یادونه: د ولایتي سکرتریت د کړنلارې اوه‌لسمې مادې پر بنسټ د رسنیو د کمیټې مسؤل سربیره، د رسنیو کمیټې مرستیال او غړي یې د ولایتي سکرتریت د ویاندویانو دنده او مسؤلیت لري. د اړتیا پر مهال د دې کمیټې نور غړي د فراه ولایتي سکرتریت د رهبري بورد په مشوره ټاکل کیږي.

۱۱. د فراه ولایتي سکرتریت د اړیکو کمیټې مسؤله، صابره هاشمي

۱۲. د سکرتریت د اړیکو کمیټې مرستیال، علي کلانتري

#یادونه: د اړتیا پر مهال د دې کمیټې نور غړي د فراه ولایتي سکرتریت د رهبري بورد په مشوره ټاکل کیږي.

۱۳. د فراه ولایتي سکرتریت د جګړې له قربانیانو سره د همغږۍ کمیټې مسؤل، عبدالجبار جبران

۱۴. د جګړې له قربانیانو سره د همغږۍ کمیټې مرستیاله، سبنا هاشمي

#یادونه: د اړتیا پر مهال د دې کمیټې نور غړي د فراه ولایتي سکرتریت د رهبري بورد په مشوره ټاکل کیږي.

۱۵. د فراه ولایتي سکرتریت د مشورتي بورد مسؤل، محمد قاسم حمیدي

۱۶. د مشورتي بورد مرستیال، نورشاه قانع

۱۷. د مشورتي بورد منشي، شبنم مجیدي

په درنښت

د فراه ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت

د اړیکو ګروپ د رسنیو او ویاندوی دفتر

د ۱۴۰۰ کال د غويي ۲۸ / د ۲۰۲۱ کال د مې ۱۸