د سولې بهیر او په دې بهیر کې د میدان، وردګو او بهسودو خلکو او ځوانانو غوښتنې

 

د سولې بهیر او په دې بهیر کې د میدان، وردګو او بهسودو خلکو او ځوانانو غوښتنې

د میدان، وردګو او بهسودو خلکو او ځوانانو د "سولې بهیر او په دې بهیر کې د میدان، وردګو او بهسودو د خلکو او ځوانانو غوښتنې" تر سرلیک لاندې، د ۱۴۰۰ لمریز کال د وري (حمل) میاشتې په ۱۹نېټه، چې د ۲۰۲۱زیږدیز کال د اپریل میاشتې ۸ مې سره برابره ده، په میدان وردګو ولایت کې غونډه وکړه.دغه غونډه د میدان وردګو ولایت د ځوانانو لخوا د سولې لپاره د ځوانانو د اړېکو د ګروپ په مرسته جوړه شوې وه.

نجي الله سمون له ښکېلو غاړو څخه غواړي، څو روانه جګړه پای ته ورسوي او د سولې د ټېنګښت لپاره دې ریښتیني هڅې وکړي.

د اړیکو د ګروپ د مشرتابه غړی توریالی هلمند، د سولې پر اهمیت د ټینګار ترڅنګ زیاته کړه، چې سوله د فردي هڅو له لارې نه راځي، اړتیا ده، چې هڅې په متحدانه ډول ترسره شي، کوم، چې د ټول افغانستان یې غوښتنه کوي.

سیاسي فعال ظاهر محبوب وايي: چې سوله یوه داسې کړنلارې ته اړتیا لري چې په کې د ټولنې ټول خلک په کې ونډه ولري، او هیڅ اړخ په دې بهیر کې خپل تشه احسان نه کړي.

صابره حسیني د سولې بهیر کې د ځوانانو پر ګډون او د ښځو د حقونو پر ساتلو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې ښځو په تیرو شلو کلونو کې سترې لاسته راوړنې درلودې او دا باید قرباني نه شي.

ممتاز الهام وايي چې جګړې د دې ولایت هره کورنۍ ویرجنه کړې او سوله باید د ویرونو ځای ناستی شي.

شریف الله هوتک وايي، چې اوربند باید د مذاکراتو د ښکیلو اړخونو ته لومړیتوب ولري، څو په یوه خوندي چاپیریال کې خبرو ته لاره هواره شي او د جګړې پر مهال کې د سولې خبرې کومه ګټه نه لري.

د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ تر دې مهاله د هېواد ۲۹ ولایتونو ته سفرونه کړي او هڅه کوي، څو د سولې په بهیر کې د حکومتي پروګرامونو بهر نوي نسل او ځوانانو ترمنځ همغږي او واحد غږ رامنځته کړي.

 

د میدان وردګو ولایت د خلکو او ځوانانو غونډه

#پریکړه‌لیک

د میدان، وردګو او بهسودو خلکو او ځوانانو د پنجشنبې په ورځ د ۱۴۰۰ لمریز کال د وري په ۱۹ نیټه، چې د ۲۰۲۱ زیږدیز کال د اپریل له ۸ سره برابره ده، په میدان وردګو ولایت کې د سولې بهیر او په دې بهیر کې د میدان، وردګو او بهسودو خلکو او ځوانانو غوښتنې، ترسرلیک لاندې په جوړه شوې غونډه کې خپلې غوښتنې په دې ډول بیان کړې:

۱. که هر نظام وي، خو نظام او پوځ دې وساتل شي.

۲. د میدان وردګو ولایت ځوانانو ته دې د سولې په بهیر کې رغنده رول ورکړل شي.

۳. د اسلام مبارک دین په چوکاټ کې د ښځو د حقونو په ګډون، ټولنییز او بشري حقونه دي خوندي شي.

۴. د بیان آزادي، په ځانګړي ډول د رسنیو آزادي دې خوندي شي.

۵. د افرادو تغییر او تبدیل مهم نه دی، خو داسې سوله دې وشي، چې د بلې جګړې د پیل لامل نشي.

۶. داسې میکانیزم دې جوړ شي، چې ټول خلک په کې خپل ځان وویني.

۷. داسې سوله دې وشي، چې مدیران یې د یو ځانګړي قوم او ډلې پورې اړوند نه وي.

۸. د سرتاسري سولې لپاره باید له ټولو خلکو نظرونه واخیستل شي.

۹. تیرې لاسته راوړنې دې وساتل شي.

۱۰. تر هرڅه وړاندې سرتاسري اوربند باید وشي.

۱۱. دواړه لوري باید نرمښت وښيي.

و من الله التوفیق

د میدان وردګو ولایت د خلکو او ځوانانو غونډه

د ۱۴۰۰ د وري ۱۹ / د ۲۰۲۱ د اپریل ۸

میدان ښار – افغانستان