د سولې غږ – سرپل

د سولې غږ – سرپل

په سرپل ولایت کې یو شمېر دیني عالمانو، مشرانو، ښځو، ځوانانو او د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ ملاتړو، د ۱۳۹۸ لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۲۹ نیټه، چې د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د فبروري میاشتې له ۱۸ سره برابره ده، د یوې غونډې به ترسره کولو سره یې د تاوتریخوالي کمیدو، د سولې بهیر او د بین الافغاني مذاکراتو پیلیدو څخه یې خپل ملاتړ اعلان کړ او د تل پاتې اوربند، سراسري سولې او د سولې او بین الافغاني مذاکراتو بهیر کې د ځوانانو او نوي نسل د ګډون غوښتونکي شول.

د دې ناستې ګډونوالو خپلې غوښتنې د پریکړه لیک په چوکاټ کې په لاندې ډول مطرح کړي دي: 

د سولې او ځوانانو غونډه

سرپل

پریکړه لیک

موږ د سرپل ولایت یو شمېر ځوانان، ښځې، مخور، دیني عالمان او د سولې لپاره د ځوانانو د ګروپ غړي او ملاتړي د سولې او ځوانانو تر سرلیک لاندې د سولې غوښتلو غونډې په ترسره کولو سره، د سولې د خبرو او مذاکراتو د غوښتلو ترڅنګ د لاندې مواردو غوښتونکي یوو:

1.   موږ د سرپل ولایت خلک، له هر هغه ګام څخه چې په هېواد کې د تاوتریخوالي د کمیدو لامل شي، ملاتړ کوو او د تل پاتې اوربند او سراسري سولې غوښتونکي یوو.

2.   بین الافغاني مذاکرات باید له هر ډول ځنډ او شرط پرته پیل شي.

3.   موږ د سولې په خبرو او مذاکراتو کې د نوي نسل او ځوانانو د استازو د ګډون غوښتونکي یوو. لوړپوړي حکومتي چارواکي د افغانستان د نوي نسل له آدرسه نشي کولای، چې د سولې په خبرو کې زموږ (نوي نسل) استازیتوب وکړي.

4.   موږ د سرپل خلک محرومه یوو، که چیري په هېواد کې سراسري سوله او ثبات ټینګ شي، موږ کولای شوو، څو د پوهې، مالداري، کرنې، او ... له لارې د افغانستان د هوساینې او په ځان بسیاینې کې اغیزناکه رول ولرو.

 

په درنښت

دیني عالمان، ځوانان، ښځې، مخور او د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ ملاتړي

د ۱۳۹۸ کال د سلواغې ۲۹ / د ۲۰۲۰ کال د فبروري ۱۸

د جګړې ناوړه اغېزې او د سولې شته فرصتونه – هرات

 د جګړې ناوړه اغېزې او د سولې شته فرصتونه   

د جګړې ناوړه اغېزې او د سولې شته فرصتونه د هغې خبري ناستې سرلیک دی، چې د ۱۴۰۰ کال د چنګاښ په ۱۶ نېته د هرات ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت لخوا جوړه شوې وه. په دې ناسته کې ځوانانو، مدني فعالینو، د پوهنتون استادانو او رسنیو استازو ګډون کړی وو.

د هرات ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت رئیس آرش بشریار په هیواد کې د روانې جګړې په اړه خبرې وکړې. نوموړي زیاته کړه، چې تر اوسه په زرګونه کورنۍ د هرات ولایت له ولسوالیو څخه بې ځایه او خپلو کورونو پرېښوده ته اړ شوي دي.

د هرات ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت د څارنې پلاوي غړي عبدالهادي قانع په هیواد کې د ناټو ځواکونو د شتون پای په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې اوس په هیواد کې بهرني ځواکونه شتون نه لري او په هیواد کې د ناټو ځواکونو د نشتون په هکله د طالبانو شرط هم منل شوی دی، نو  په دې توګه باید د جګړې د پایته رسېدو لپاره له رامنځته شوي فرصت څخه ګټه پورته شي. نوموړي زیاته کړه، چې د هیواد په لويدیځ کې تر ۳۰ زیاتې ولسوالۍ د طالبانو په واک کې دي او په خواشینۍ سره زیات عامه او ټول ګټي بنسټونه له منځه تللي دي او د ورته وضعیت دوام، په هیواد کې موږ سولې ته له رسېدو څخه لري ساتي.

د هرات ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې سکرتریت د رهبري بورد غړې مریم ابرام د بهرنیو ځواکونو د وتلو او د افغانستان د جګړې دوام ته یې اشاره وکړه. نوموړې په هیواد کې د ښځو مخکیني تور وضعیت ته په اشارې زیاته کړه، چې د افغانستان ښځې او نجونې نه غواړي مخکیني تور وضعیت ته وګرځي او له نړیوالې ټولنې او نړیوالو بنسټونو وغوښتل، چې لومړني حقوق او په تېرو دوه لسیزو کې تر لاسه شوې لاسته راوړونې باید ضایع نشي.

د هرات ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې د سکرتریت سیاسي سلاکار عبدالله فیروزي د سولې خبرې او د هیواد راتلونکي په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې اوسني ځوانان د تېرو ۲۰ کلونو ځوانان نه دي، موږ عصري زده کړې او د تاریخ مطالعې سره نور تېر ته نه ګرځو.

د هرات ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې سکرتریت د رهبري بورد غړې ګل افروز اکبري د خلکو په ځانګړې توګه په ځوانانو د جګړې د منفي تبلیغاتو او اغېزو په هکله خبرې وکړې. نوموړې زیاته کړه د جګړې زیاتېدل، د خلکو کډه کېدل، د تلفاتو لوړېدل او د ملي بنسټونو له منځه تلل له یو لوري او د جنګي خبرونو خپرېدل له بل لوري د خلکو په روان باندې منفي اغېزې لرې او د خلکو په منځ کې وېره او ډار خپروي.

د دې ناستې په دوام د هرات ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې د سکرتریت د مشورتي بورد مسوول سید بشیر طارق، حقوقي مشاور عبدالله شهیدزاده، عبدالوحید مفکر، الهام احمدي او د دې ناستې غړو د جګړې دوام، سراسري اوربند، د ښځو حقونه او د تېرو څو کلونو لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې او خپل نظریات یې شریک کړل.

په پای کې د هرات ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې سکرتریت د مشورتي بورد غړي احمد طاهر ناب د هرات ولایتي سکرتریت رهبري له لوري جوړ شوی پرېکړه لیک ولوست.

د جګړې ناوړه اغېزې او د سولې شته فرصتونو د خبري کنفرانس پرېکړه لیک

د افغانستان د جګړې اوږدېدل په هیواد کې د ګڼ شمېر ټولنیزو او اقتصادي بنسټونو د له منځه تلو لامل شوی او د هیواد رغونه او پرمختګ یې سلګونه کلونه شاته کړی دی.

د دې ترڅنګ د دې له ویجاړونکې جګړې زغمل زموږ د باعزته خلکو لپاره نه جبرانېدونکی دی، خو سربېره پر دې زموږ هیوادوال سولې ته هیله مند دي او په هیواد کې د سولې راتک ته له رامنځته شوي فرصت څخه ملاتړ کوي.

موږ د هرات ځوانان په هيواد کې د جګړې پای او د سولې ټینګښت ترڅنګ د لاندې مواردو غوښتنه کوو:

1.د طالبانو له تحریک څخه غواړو، څو د جګړې پر مهال عامه بنسټونه په نښه نه کړي او دا ودانۍ د افغانانو د ملي پانګې په توګه وپیژني.

2.تر څو لسیزو جګړې وروسته اوس د افغانانو لپاره د سولې د ټینګښت وړ فرصت رامځته شوی، موږ له حکومت او طالبانو څخه په جدي ډول غواړو، څو د سولې ټینګښت او د جګړې د پایته رسیدو په تړاو له رامنځته شوي فرصت څخه ګټه پورته کړي.

3.د افغانستان حکومت او د طالبانو د تحریک رهبران باید د دواړو اړخونو د سیاسي او نظامي مشرانو په منځ کې د یوې ملي لویې اجماع د جوړېدو لپاره هڅې وکړي، څو په هیواد کې نور د خونړۍ او ناتمامې جګړې څخه مخنیوی وشي.

4.د طالبانو تحریک باید په ولسواليو خپل یرغلیز بریدونه، چې د سولې بهیر د ګډوډېدو لامل شوی بند کړي او د دواړو لورو مرکچیانو څخه غواړو، څو په عاجل ډول د سولې خبرو ته را وګرځي.

5.موږ له نړیوالې ټولنې، د سیمې له هیوادونو او د سولې په بهیر کې نورو ښکېلو هیوادونو څخه غواړو، څو د دې بهیر په بریالیتوب او د سولې خبرو او په افغانستان کې د سراسري اوربند په ټینګیدو کې ریښتینې همکاري وکړي، بې له دې به په افغانستان کې د جکړې دوام د ګاونډیو او سیمې هیوادونو لپاره هم جدي تاوانونه واړوي.

په درنښت

د هرات د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې سکرتریت

د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ

هرات – افغانستان

۱۴۰۰د چنګاښ ۱۸/ ۲۰۲۱جولای ۷

د جګړې زیاتوالی او د سولې خبرو پر وړاندې د خنډونو په تړاو اندېښنې

د جګړې زیاتوالی او د سولې خبرو پر وړاندې د خنډونو په تړاو اندېښنې

د هرات ولایت د سولې فعالانو او یو شمېر ځوانانو «د جګړې زیاتوالی او د سولې خبرو پر وړاندې د خنډونو په تړاو اندېښنې» په نوم رسنیزه ناسته جوړه کړه. دا ناسته د روان ۱۳۹۹ لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۱۶ نېټه د هرات ولایت د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ لخوا جوړه شوې ده. په دې ناسته کې ارش بشریار، عبدالله شهیدزاده، لینا حیدري، صدیقه نظري، فیروز احمد بهزاد، عبدالوحید مفکر او عزیز احمد احمدي د اوربند، د سولې د خبرو بیا پیل، د جګړې پر زیاتیدو، هدفي وژنو او د سولې پر وړاندې خنډونو په تړاو خبرې وکړې. په پای کې سونیا احمدي د دې ناستې اعلامیه ولوسته، چې په دې ډول ده:

 

د جګړې زیاتوالی او د سولې خبرو پر وړاندې د خنډونو په تړاو اندېښنې د خبري کنفرانس اعلامیه

موږ د سولې یو شمېر فعالانو او ځوانانو د هرات ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه کې، چې د ۱۳۹۹ لمریز کال د لیندۍ میاشتې په لومړۍ نېټه په دې ولایت کې د سلګونو ځوانانو په ګډون د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ لخوا جوړه شوې وه، ګډون کړی وو. موږ د سولې په بهیر کې د حکومتي او شخص محوره برنامو څخه بهر، نوی نسل او ځوانان منسجم او همغږي کوو او د سولې هوکړې پلي کېدو او په هیواد کې د جګړې پایته رسیدو او د سوله ییزې فضاء جوړیدو، ملي روغې جوړې او يو بل منلو لپاره کار او فعالیت کوو.

موږ د هرات ولایت نوی نسل او ځوانان د جګړې زیاتوالی او د سولې خبرو پر وړاندې د خنډونو په تړاو خپلې اندېښنې د جګړې دواړو اړخونو (د افغانستان حکومت او طالبانو تحریک) او نړیوالې ټولنې سره په لاندې ډول شریک کوو:

1موږ د جګړې له دواړو لورو په ځانګړې ډول د طالبانو له اسلامي تحریک څخه غواړو، څو د مذاکرې مېز ته را وګرځي او جدي او برخلیک ټاکوونکي مذاکرات ژر تر ژره پیل کړي.

2. موږ د طالبانو له تحریک او د افغانستان له حکومت څخه غواړو، څو ژر تر ژره اوربند وکړي او یا هم لږ تر لږه تاوتریخوالي پر کمیدو او د خلکو د زیاتې قربانۍ څخه د مخنیوي په موخه هوکړه وکړي.

3. موږ د جګړې له دواړو لورو غواړو، چې هېڅ یو لوری پر لوري د بریالیتوب په فکر کې ونه اوسي. په هیواد کې د جګړې د ختمېدو یوازینۍ حل لاره د د جګړې د ښکیلو اړخونو ترمنځ خبرې او سیاسي هوکړه ده.

4. موږ د افغانستان له حکومت او سیاستوالو څخه غواړو، څو د خبرو لپاره د واحد صف جوړېدو ترڅنګ، خپلو دریځونو کې نرمښت وښيي او په هیواد کې د تلپاتې او سراسري سولې د راتلو لپاره قربانۍ ته چمتو شي.

5. همدارنګه موږ له طالبانو هم غواړو، څو پر خپل دریځ باندې له زیات ټینګار څخه ډډه وکړي او سولې ته د رسېدو او د جګړې پایته رسیدو لپاره نرمښت وښيي.

6. موږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو او د نظام د بنسټیزو ستنو د فعالیت د دوام او ساتنې څخه د ملاتړ تر څنګ په دې باور یو، چې یوازې سیاسي هوکړې کولای شي، چې د راتلونکې لارې نقشه مشخصه کړي، نه د جګړې پر دوام ټینګار.

7. موږ له دواړو لورو څخه په ډېر درنښت غواړو، چې یو بل لوري ته له تندو، سختو، سپکاوي، او نفاق اچوونکو کلیمو له کارولو څخه ډډه وکړي او د یو بل منلو او د سیاسي هوکړو زمینه برابره کړي.

8. موږ په کابل او نورو ولایتونو کې هدفي وژني یو جنایتکارانه عمل ګڼو. د جکړې زیاتیدو او د افغان وګړو قرباني کېدل د یوې اوږدې جګړې لپاره زمینه برابروي او موږ له هوکړو او تلپاتې او سراسري سولې څخه لرې کوي. په دې توګه موږ د افغاستان حکومت، د طالبانو تحریک او اسلامي هیوادونو څخه غواړو، څو د سولې خبرې چټکې او بریالۍ کړي.

9. له نړیوالې ټولنې په ځانګړې ډول د امریکا له متحده ایالاتونو او اسلامي هیوادونو څخه غواړو، څو هوکړې ته د دواړو لورو رسېدو لپاره عاجل او اړین فشارونه وکاروي.

موږ ځوانان، د سولې فعالان او د هرات ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې مسؤلین د بین الافغاني مذاکراتو د سیاسي هوکړې پورې د سولې په بهیر کې د د نوي نسل، ځوانانو او د ښځو د اغیزناکه ونډې، مشارکت او ګډون پورې خپل سوله غوښتونکي فعالیت دوام ته ژمن یو.

درنښت

د هرات د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه

د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ سکرټریت-هرات

د ۱۳۹۹ کال د سلواغې ۱۶ / د 2021 د فبروري 4

د هرات د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې د غړیو ناسته

د هرات د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې د غړیو ناسته

د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې د غړیو ناسته، د جرګې د جوړنکیو غړیو، د کمیټو د رئیسانو، منشیانو او د هرات ولایت د فعاله ځوانانو په ګډون جوړه شوه. د غونډې ګډونوالو پر راتلونکیو پروګرامونو، طرحو او د سولې بهیر کې د ځوانانو د ونډې پر څرنګوالي خبرې وکړې.

په ټولیز ډول په دې ناسته کې د لاندې شپږو موضوع ګانو اړوند پریکړې وشوې:

۱. دا ډله باید له پخوا څخه پیاوړې عمل وکړي او د هرات او پلازمینې ځوانانو ترمنځ اړیکې ټینګې کړي؛

۲. د هرات د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې د ستونزو په اړه خبرې وشوې او پریکړه وشوه، چې د ځوانانو د سولې جرګه، چې ټاکل شوې په نیږدې راتلونکي کې د زون په کچه په دې ولایت کې جوړه شي، په بریالیتوب سره جوړه شي؛

۳. په راتلونکي جرګه کې د جګړې قربانیانو نظرونه باید ډیر منعکس شي او په فعالانه ډول ونډه ولري؛

۴. د زیاتو خلکو د خبرولو او په ډله ایز ډول د خپریدو په موخه د هرات د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې پریکړه لیک دې چاپ او د ولسوالیو په کچه دې خلکو ته ورسیږي؛

۵. د سولې په مذاکراتو کې د ځوانانو ونډې د عدالت غوښتنې او فعاله ګډون لپاره، د هرات د مخورو سره ناستې او کتنې زیاتې شي؛

۶. د سولې په بهیر کې د هرات د ځوانانو د نظرونو د منعکس کولو لپاره دې ډیر ژر په پر لیکه ډول له مذاکراتي پلاوي سره ویډیويي ناسته جوړه شي.

د هرات د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ لخوا د ۱۳۹۹ لمریز کال د لیندۍ میاشتې په ۱ نیټه د دې ولایت د ټولو اداري واحدونو څخه د سلګونه ځوانانو په ګډون جوړه شوې وه.

د هرات د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه

هرات – افغانستان

د ۱۳۹۹ د مرغومې ۱۰ / د ۲۰۲۰ د ډسمبر ۳۰


خبرې؛ سولې ته د رسیدو لار

مطبوعاتي کنفرانس‌#هرات

خبرې؛ سولې ته د رسیدو لار


د هرات ولایت یو شمېر ځوانان او د دې ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت د ۱۴۰۰ لمریز کال د غويي میاشتې په ۱۸ نیټه، چې د ۲۰۲۱ زږدیز کال د مې میاشتې له ۸ نیټې سره برابره ده، د دغه ولایت د رسنیو، د پوهنتون استادانو، د مدني فعالانو او د ټولنیزو بنسټونو په ګډون «خبرې؛ سولې ته د رسیدو لار» تر سرلیک لاندې خبري ناسته جوړه کړه .

د هرات ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت رئیس، آرش بشریار  د هرات د جرګې د سولې غوښتلو فعالیتونو دوام او په هېواد کې د جګړې شدت په اړه د هرات د ځوانانو او د هغوی مسؤلیتونو په اړه خبرې وکړې.

د هرات ولایتي سکرتریت مرستیاله لیلا امیري او حقوقي سلاکار عبدالله شهیدازه د سولې په بهیر کې د د خلکو غوښتنو او اندیښنو په تړاو خبرې وکړې. د جرګې ولایتي سکرتریت مطبوعاتي سلاکار او د څارنې پلاوي مسؤل عزیز احمد کریمي د اوربند پر ټینګښت او خبرو او مذاکراتو له لارې د جګړې پایته رسیدو ټینګار وکړ.

د هرات ولایتي سکرتریت د مشورتي بورد مسؤل استاد بشیر طارق د دین له اړخه د سولې پر ارزښت او په هېواد کې د جګړې نه مشروعیت په اړه، د سکرتریت د رسنیو او ویاندوی کمیټې مسؤلې صدیقه نظري د سولې په بهیر کې د ځوانان ونډې، د اړیکو کمیټې مرستیال مسعب امیریان او د رسنیو او ویاندوی کمیټې غړی عبدالوحید مفکر د تعارضي بریدونو زیاتوالي، د روانې جګړې پایته رسیدو او د خبرو او سیاسي هوکړو له لارې د شته کړکیچ پایته رسیدو په اړه خبرې وکړې.

د سکرتریت د دارالانشا مسؤل فیروز احمد بهزاد د شخړو کمیدو او د خبرو میز ته د طالبانو پر بیا را ګرځیدلو ټینګار وکړ. په پای کې د هرات جرګې ولایتي سکرتریت مرستیال غلام رسول نیازي، د ناستې اعلامیه ولوستله، چې په دې ډول ده:

د سولې خبرو د دریدو او په هېواد کې د جګړې زیاتیدو په تړاو د هرات د  ځوانانو د اندیښنو په اړه

د هرات ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې د ولایتي سکرتریت مطبوعاتي کنفرانس اعلامیه

د هرات د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت د هرات د جرګې چې د ۱۳۹۹ لمریز کال د لیندۍ میاشتې په ۱ نیټه د دې ولایت د سلګونه ځوانانو په ګډون جوړه شوه؛ په دوام د سولې په بهیر کې د هرات ولایت د ځوانانو د ګډ غږ په توګه رامنځته شو.

موږ د هرات ولایت یو شمېر ځوانان، د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې او سکرتریت غړي د سولې د خبرو ناڅرګند وضعیت او په ټول هېواد کې د جګړې له زیاتیدو څخه اندیښنه لرو. له همدې امله موږ د «خبرو؛ سولې ته د رسیدو لار» تر سرلیک لاندې مطبوعاتي کنفرانس جوړ او د سولې په بهیر کې خپلې غوښتنې او اندیښنې په دې ډول بیان کوو:

۱. تاریخ ټولو ته څرګنده کړې، چې په افغانستان کې هیڅ کومه ډله نشي کولای، چې د زور له لارې واک ترلاسه کړي، نو په همدې دلیل له ښکیلو اړخونو غواړو، څو دا زرین فرصت له لاسه ورنکړي او د خبرو میز ته را وګرځي.

۲. په هېواد کې روان تاوتریخوالی د سولې پر خبرو ستر زیانونه رسولي دي. د جګړې له ښکیلو غاړو څخه غواړو، څو د کوچني اختر په ورځو کې په هېواد کې سراسري اوربند اعلام کړي، له ورور وژنې لاس په سر شي.

۳. له ښکیلو اړخونو غواړو، څو د استانبول په ناسته کې ګډون وکړي او د خبرو او سیاسي هوکړو له لارې دې جګړې ته د پای ټکی کیږدي.

۴. له نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول د امریکا متحده ایالتونو څخه غواړو، څو افغانستان په حساس وضعیت کې یوازې پرینږدي او بیلابیلې ډلې اړې کړي، څو د استانبول په ناسته کې ګډون وکړي.

۵. په داسې حال کې، چې بهرني ځواکونه افغانستان پریږدي، په افغانستان کې د جګړې دوام لپاره هیڅ ډول دلیل شتون نه لري، نو له حکومت او طالبانو څخه غواړو، څو د سولې له ترلاسه شوي فرصت څخه په اغیزناکه ډول ګټه واخلي.

۶د خبرو د میز پریښودل د حکومت او طالبانو په ګته نه دي، دواړه اړخونه باید د یو بل واقعیتونه درک او وپیژني او د سولې په بهیر کې خپل اغیزناکه ګډون څرګند کړي، څو موږ د جګړې قرباني و نه اوسو.

۷. نړیواله ټولنه او ملګري ملتونه باید د مذاکراتو پر مهال او له هغه وروسته د افغانستان خلکو ملاتړ وکړي، اجازه ورنکړي، چې تېر تاریخ بیا ځلې تکرار شي.

۸. یو ځل بیا له ښکیلو غاړو غواړو، څو د دیني، انساني اوامرو، د بشري حقونو د اصولو پر بنسټ، د افغانستان خلکو دیني، مذهبي، ژبني او قومي توپیرونو ته درناوی وکړي او د افغانستان خلکو لپاره خوندي ژوند اسانتیا برابره کړي.


په درنښت

د اړیکو د ګروپ د رسنیو او ویاندوی دفتر

د هرات ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت

د ۱۴۰۰ کال د غويي (ثور) ۱۸ / د ۲۰۲۱ کال د مې ۸

د هرات د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت

د هرات ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت د رهبري بورد جوړیدل

د هرات ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت رهبري بورد د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ لخوا د شنبې په ورځ د ۱۴۰۰ لمریز کال د غويي میاشتې په ۱۱ نیټه، د ټاکنو د ټاکل شوي پلاوي لخوا د دې ولایت د جرګې د جوړولو کمیسیون د غړیو، د جرګې د لسو کمیټو د مسؤلینو او منیشانو په ګډون په ټاکنییز ډول جوړ شوو، چې ۳۰ غړي لري.

 

د سکرتریت د رهبري بورډ:

۱. د هرات ولایتي سکرتریت رئیس آرش بشریار

۲. د هرات ولایتي سکرتریت مرستیال غلام رسول نیازي

۳. د هرات ولایتي سکرتریت مرستیاله لیلا امیري

۴. د هرات ولایتي سکرتریت مرستیاله سونیا احمدي

۵. د هرات ولایتي سکرتریت سیاسي سلاکار عبدالله فیروزي

۶. د هرات ولایتي سکرتریت مطبوعاتي سلاکار عزیز احمد عزیزي

۷. د هرات ولایتي سکرتریت حقوقي سلاکار عبدالله شهیدزاده

۸. د هرات ولایتي سکرتریت د څارنې پلاوي مسؤل استاد عزیز احمد کریمي

۹. د څارنې پلاوي غړی عبدالهادي قانع غوري

۱۰. د څارنې پلاوې غړې مریم ابرام

۱۱. د د هرات ولایتي سکرتریت د دارالانشا مسؤل فیروز احمد بهزاد

۱۲. د درالانشا مرستیال یلدا هژیر امیني

۱۳. د دارالانشا غړې نازنین جامع

۱۴. درالانشا غړې ګل افروز اکبري

۱۵. د د هرات ولایتي سکرتریت د رسنیو او ویاندوی کمیټې مسؤله صدیقه نظري

۱۶. د رسنیو او ویاندوی کمیټې مرستیال سهیل سهیل

۱۷. د رسنیو او ویاندوی کمیټې غړی عبدالوحید مفکر

۱۸. د رسنیو او ویاندوی کمیټې غړی محمد طاهر تره کي

۱۹. د رسنیو او ویاندوی کمیټې غړې پریسا نوري

۲۰. د رسنیو او ویاندوی کمیټې غړې الیناز امیني

 

#یادونه: د ولایتي سکرتریت د کړنلارې د شپارسمې مادې پر بنسټ، د رسنیو کمیټې د مسول سربېره، د کمیټې مرستیال او غړي هم د ویاندوي دنده او مسولیت پر غاړه لري.

۲۱. د هرات ولایتي سکرتریت د اړیکو کمیټې مسؤل سورج عرب

۲۲. د سکرتریت د اړیکو کمیټې مرستیال مصعب امیریان

۲۳. د سکرتریت د اړیکو د کمیټې غړی فرید احمد فرهمند

 

#یادونه: د اړتیا پر مهال په دې کمیټه کې د هرات ولایتي سکرتریت له مشورتي بورد څخه نور غړي هم زیاتیدی شي.

۲۴. د هرات ولایتي سکرتریت د جګړې له قربانیانو سره د همغږۍ کمیټې مسؤل صادق اسلام یار

۲۵. د جګړې له قربانیانو سره د همغږۍ کمیټې مرستیال فرشید رحیمي

۲۶. د جګړې له قربانیانو سره د همغږۍ کمیټې غړی عزیز احمد سروري

#یادونه: د اړتیا پر مهال په دې کمیټه کې د هرات ولایتي سکرتریت له مشورتي بورد څخه نور غړي هم زیاتیدی شي.

 

#د هرات ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې د ولایتي سکرتریت د مشورتي بورد مشرتابه پلاوی:

۲۷. د هرات ولایتي سکرتریت د مشورتي بورد رئیس استاد بشیر طارق

۲۸. د مشورتي بورد مرستیاله استاد لینا حیدري

۲۹. د مشورتي بورد مرستیال کاوس هاشمي

۳۰. د مشورتي بورد منشي ماریا جامي الاحمدي

 

په درنښت

د اړیکو د ګروپ د رسنیو او ویاندوی دفتر

د هرات د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت

د ۱۴۰۰ کال د غويي ۱۱ / د ۲۰۲۱ کال د مې ۱