د سولې بهیر پر وړاندې د شته خنډونو په اړه د پکتیا د خلکو او ځوانانو اندېښنې

د سولې بهیر پر وړاندې د شته خنډونو په اړه د پکتیا د خلکو  او ځوانانو اندېښنې

  د اړیکو ګروپ د سکرتریت په همکاري د پکتیا ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې مسوولینو او یو شمېر د سولې فعالینو د « سولې بهیر پر وړاندې د شته خنډونو په اړه  د پکتیا د خلکو او ځوانانو اندېښنې» تر عنوان لاندې خبري ناسته تر سره شوه. دا خبري ناسته د روان ۱۳۹۹ د کب په ۶، چې د ۲۰۲۱ د فبروري ۲۴ سره برابره ده، د دې ولایت د ځوانانو او سولې فعالینو په ګډون جوړه شوه.

د خبري ناستې اعلامیه - پکتیا

د پکتیا د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه او د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ سکرتریت - پکتیا

د سولې بهیر پر وړاندې د شته خنډونو په اړه د پکتیا د خلکو او ځوانانو اندیښنې

موږ د سولې او ځوانانو یو شمېر فعالان، چې د پکتیا ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې په جرګه کې، چې د ۱۳۹۹ لمریز کال د تلې میاشتې په ۲۳ نیټه، چې د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د اکټوبر میاشتې له ۱۴ سره برابره ده، ګډون کړی. دا جرګه د سلګونه ځوانانو په ګډون د پکتیا د ځوانانو لخوا د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ په مرسته جوړه شوې وه. موږ د سولې په بهیر کې له حکومتي او شخص محوره پروګرامونو څخه بهر د نوي نسل او ځوانانو د همغږي، انسجام او واحد غږ رامنځته کولو په لټه کې یوو او د سولې د هوکړې تر پلي کیدو او په هېواد کې د جګړې تر پایته رسیدو او د سوله ایزې فضا رامنځته کیدو، ملي پخلاینې او همپالنې پورې هڅه او فعالیت کوو.

موږ د پکتیا خلک او ځوانان د جګړې د زیاتیدو او د سولې بهیر پر وړاندې د شته خنډونو په اړه، دواړو خواوو (د افغانستان حکومت او د طالبانو تحریک) او نړیوالې ټولنې څخه خپلې اندیښنې په لاندې ډول بیان کوو:

۱. د امریکا متحده ایالتونو نوې اداره باید په افغانستان کې د خبرو د دوام او جګړې پایته رسیدو په موخه، د امریکا د مخکینۍ ادارې او طالبانو ترمنځ د لاسلیک شوي تړون بیا کتنه ودروي او یا یې وروستۍ کړي.

۲. د سولې بهیر د بریالیتوب په موخه، طالبان باید د خبرو میز ته را وګرځي او اورکم او ژر تر ژره دې اوربند وکړي.

۳. موږ د پکتیا ځوانانو له سیاسي ډلو، مدني او د سولې له فعالانو څخه غواړو، څو درېیمه ډله د منځګړيتوب او فشار راوړلو په موخه جوړه او پر دواړه خواوې (حکومت او طالبان) د خبرو دوام او پایلې ته د بین الافغاني مذاکراتو رسیدو لپاره اړ کړي.

۴. طالبان دې د ښځو د حقونو د ساتنې او ملاتړ په موخه، په خپل مرکچي پلاوي کې دې ښځو ته ونډه ورکړي.

۵. موږ له حکومت او طالبانو څخه غواړو، څو د سولې په خبرو کې د نوي نسل او ځوانانو د اغیزناکه او زیات ګډون آسانتیا برابره کړي.

۶. موږ د ملي مصالحې په عالي شورا کې د ځوانانو، دیني عالمانو، ښځو، د مدني ټولنې د استازو او ناپییلې خلکو د ګډون غوښتنه کوو.

په درنښت

د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه – پکتیا

د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ سکرتریت – پکتیا

د ۱۳۹۹ د کب ۶ / د ۲۰۲۱ د فبروري ۲۴

پکتیا - افغانستان

د پکتیا ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت

د پکتیا ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې د ولایتي سکرتریت رهبري بورد جوړ شو


د پکتیا ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت رهبري بورد د شنبې په ورځ د ۱۴۰۰ لمریز کال د غويي میاشتې په ۱۸ نیټه، د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ په مرسته، د جرګې جوړولو کمیسیون غړيو، د دې ولایت جرګې د لسو کمیټو مسؤلینو او منشیانو په ګډون په ټاکنییز ډول جوړ شوو، چې ۲۷ غړي لري.

#د سکرتریت د رهبري بورد:

۱. د پکتیا د ولایتي سکرتریت رئیس، سیدجمال الدین آصف خیل

۲. د پکتیا ولایتي سکرتریت مرستیال، احمدالله احمدی

۳. د پکتیا ولایتي سکرتریت مرستیال، شریف منګل

۴. د پکتیا ولایتي سکرتریت سیاسي سلاکار، زیارت گل تاثیر

۵. د پکتیا ولایتي سکرتریت مطبوعاتي سلاکار، حضرت نبی شیرزی

۶. د پکتیا د ولایتي سکرتریت د څارنې پلاوي مسؤل، جلیل جلالی

۷. د سکرتریت د څارنې پلاوي مرستیال، عزیزالرحمن رحمانی

۸. د سکرتریت د څارنې پلاوي غړی، ظاهر شاه انگار

۹. د سکرتریت د څارنې پلاوي غړی، ملا معصوم جان ځاځی

۱۰د پکتیا د ولایتي سکرتریت د دارالانشاء مسؤل، توریالی مسودی

۱۱. د دارالانشاء مرستیال، اسلام الدین

۱۲. د دارالانشاء غړی، اول گل روحانی

#یادونه: د اړتیا پر مهال د دارالانشاء نور غړي د پکتیا ولایتي سکرتریت د رئیس په مشوره ټاکل کیږي.

۱۳. د پکتیا ولایت د رسنیو او ویاندوی کمیټې مسؤل، فیض الله فیضي

۱۴د رسنیو او ویاندوی کمیټې مرستیال، وحیدالله بریال

۱۵. د رسنیو او ویاندوی کمیټې غړې، رویا

#یادونه: د ولایتي سکرتریت د کړنلارې اوه ‌لسمې مادې پر بنسټ د رسنیو د کمیټې مسؤل سربیره، د رسنیو کمیټې مرستیال او غړي یې د ولایتي سکرتریت د ویاندویانو دنده او مسؤلیت لري.

#یادونه: د اړتیا پر مهال د دې کمیټې نور غړي د پکتیا ولایتي سکرتریت د رهبري بورد په مشوره ټاکل کیږي.

۱۶. د پکتیا د ولایتي سکرتریت د اړیکو کمیټې مسؤل، دین محمد همت

۱۷. د سکرتریت د اړیکو کمیټې مرستیال، اسمعیل حیدري

۱۸. د سکرتریت د اړیکو کمیټې غړې، زینب

۱۹. د سکرتریت د اړیکو کمیټې غړی، فیصل منګل

۲۰. د سکرتریت د اړیکو کمیټې غړی، رفیع الله مطمئن

#یادونه: د اړتیا پر مهال د دې کمیټې نور غړي د پکتیا ولایتي سکرتریت د مشورتي بورد څخه ټاکل کیږي.

۲۱د پکتیا ولایتي سکرتریت د جګړې له قربانیانو سره د همغږۍ کمیټې مسؤل، اصغر مجرم ځاځی

۲۲. د جګړې له قربانیانو سره د همغږۍ کمیټې مرستیال، اجمل مسعودزی

۲۳. د جګړې له قربانیانو سره د همغږۍ کمیټې غړې، سالمه

#یادونه: د اړتیا پر مهال د دې کمیټې نور غړي د پکتیا ولایتي سکرتریت د مشورتي بورد څخه ټاکل کیږي.

۲۴. د پکتیا ولایتي سکرتریت د مشورتي بورد مسؤل، خالد ځدران

۲۵د مشورتي بورد مرستیال، قطب گل

۲۶د مشورتي بورد مرستیال، لایق وحدت

۲۷د مشورتي بورد منشې،  هجرت بي بي


په درنښت

د پکتیا ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت

د اړیکو د ګروپ د رسنیو او ویاندوی دفتر

د ۱۴۰۰ کال د غويي ۱۸ / د ۲۰۲۱ کال د مې ۸