د کندز د نوي نسل او ځوانانو جرګه

د کونړ ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه

په کونړ ولایت کې د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه د ۱۳۹۹ لمریز کال د تلي میاشتې په ۲۳، چې د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د اکټوبر میاشتې له ۱۴ سره برابره ده، د اسد آباد په ښار کې جوړه شوه.

دا جرګه د دې ولایت د ۱۵ اداري واحدونو څخه د سلګونو ځوانانو او نوي نسل د استازو په ګډون، د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ لخوا جوړه شوه.

د کونړ ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې درې برخې درلودې: پرانیستنه، د کاري کمیټو کارونه، د کاري کمیټو د کارونو او پریکړه لیک لوستل. په پیل کې په کونړ ولایت کې د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې مسؤل ساجد الله افغانمل د جرګې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ زیاته کړه: له شک پرته د افغانستان خلک د سولې تږي دي او په جګړه کې ښکیل اړخونه باید د افغانانو د سوله غوښتلو غږ ته غوږ ونیسي او مثبت ځواب ووايي.

د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ د رهبري پلاوي غړی میوند همت شینواري د سولې بهیر کې د ځوانانو پر ګډون د ټینګار ترڅنګ زیاته کړه، چې د افغانستان ځوانانو په دې هېواد کې زیاته قرباني ورکړې او د سولې په بهیر کې باید د ځوانانو ګډون زیات وي او غږ یې واوریدل شي.

د جرګې د پرانیست برخې په دوام کې استاد راحت الله ساپي د کونړ ولایت د ځوانانو په استازیتوب وینا وکړه او ټینګار یې وکړ، چې د سولې مذاکرات دې باید بریالي شي او افغان ځوانانو ته دې په کې ونډه ورکړل شي.

د جرګې په دویمه برخه کې، د کاري کمیټو کارونه پیل او د جرګې غړیو د شپږو مشخص شویو موضوع ګانو په اړه خبرې او بحث وکړ. د جرګې د غړیو نظرونو توحید او د پروګرام په درېیمه برخه کې د هرې کمیټې د مسؤل لخوا وړاندې شوې. په همدې حال کې د ۱۲ ګونو کمیټو منشیانو د کونړ ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې پریکړه لیک جوړ او ولوستل شو.


د کندز ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې پریکړه لیک

سوله یو الهي حکم دی، لوی خدای ج په قرانکریم کې فرمايي: ( وَ الصُّلْحُ خَيْرٌ) ( فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ)

     سوله د هر افغان، ځوان، ښځینه او نارینه پاکه او سپیڅلې غوښتنه ده. نن موږ د کندز ولایت ځوانان سره جرګه شوي یو او هیله لرو، څو په هېواد کې باعزته او تل پاتې سوله راشي. د دې فرصت نه په ګټه اخیستلو، د سولې غوښتلو غږ ټولو هغو ډلو، چې په جګړه کې دخیل، د دولت او طالبانو مرکچي پلاوو ته ورسوي، څو د سولې خبرو اترو کې د ځوانانو نظرونه او وړاندیزونه شریک او په پام کې ونیول شي.

     په همدې موخه، د کندز ولایت ځوانان د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ په مرسته، د ۱۳۹۹ لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۲۶ نیټه، چې ۲۰۲۱ کال د فبروري میاشتې له ۱۴ سره برابره ده، د کندز ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه جوړه کړه، چې په دې جرګه کې د دې ولایت له ټولو اداري واحدونو څخه سلګونه ځوانانو ګډون کړی وو او خپلې غوښتنې او وړاندیزونه یې د پریکړه لیک په چوکاټ کې جوړ او تصویب کړل:

۱. موږ د کندز ولایت ځوانانو د افغانستان له حکومت او د طالبانو له تحریک څخه غوښتنه لرو، څو د سولې خبرو ته دوام او یوې مثبتې پایلې ته ورسوي. د وروستیو دوه لسیزو لاسته راوړنې، د ښځو، قومي او مذهبي لږکیو حقونه وساتل شي او د جګړې پایته رسیدو او تل پاتې سولې راوستو لپاره له ترلاسه شوي فرصت څخه ګټه واخلي.

۲. موږ له حکومت او د طالبانو تحریک څخه غواړو، څو پر ملي او ډله ایزو ګټو ټینګار وکړي او له خپلو فردي ګټو باندې له ټینګار څخه تېر شي.

۳. موږ د کندز خلک له جګړو او نا امنیو څخه زیات زیانمن شوي یو. د طالبانو له تحریک څخه په درنښت غواړو، څو پر خپل مرکچي پلاوي فشار راوړي، څو د سولې په خبرو کې نرمښت څرګند کړي. خبرو ته حاضر او د سولې بهیر چټک کړي.

۴. موږ له نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول د امریکا له متحده ایالتونو، اسلامي هېوادونو او ګاونډیو هېوادونو څخه غواړو، څو پایلې ته د سولې خبرو د رسیدو لپاره، د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي.

۵. موږ د امریکا متحده ایالتونو له نوې ادارې څخه غواړو، څو د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې د بیا کتنې پر ځاي، د سولې مذاکراتو د ښکیلو اړخونو باندې فشار راوړي، څو ژر تر ژره بین الافغاني مذاکرات په جدي ډول پیل او پایلې ته ورسوي.

۶. موږ د کندز ولایت ځوانان په بین الافغاني مذاکراتو کې ټول ښکیل اړخونو باندې غږ کوو، څو د سولې خبرې د الهی احکامو، د قران کریم د لارښوونو، سنت او نبوي سیرت په رڼا کې دوام ورکړي او د افغانستان اوږدمهاله کړکیچ ته د پای ټکی کیږدي.

۷. موږ ځوانان په هېواد کې د ورانونکیو جګړو څخه، زیات مالي، ځاني زیانونه ګاللي او ګالو. هره ورځ لسګونه ځوانان وژل کیږي او له بلې خوا د ښوونې او روزنې او کاري فرصتونو له نشتون څخه کړیږو، نو په دې ډول د مذاکراتو له ښکیلو خواوو څخه غواړو، څو تر هرڅه وړاندې روانه جګړه پایته ورسوي او اورکم او تل پاتې اوربند وکړي.

۸. موږ له سیاستوالو څخه غواړو، څو د واحدې اجماع په رامنځته کولو سره، په هېواد کې د تل پاتې سولې ټینګښت په موخه داسې هوکړې ته ورسیږي، چې د ټولو افغانانو لپاره د منلو وړ وي.

۹. د مذاکراتو له ښکیلو اړخونو څخه د کندز ولایت د ځوانانو غوښتنه دا ده، چې د سولې خبرو کې باید د افغانستان نظام؛ په ځانګړي ډول امنیتي او دفاعي ځواکونه وساتل شي.

۱۰. موږ د طالبانو تحریک څخه غواړو، څو د تګ را تګ لارې و نه تړي او د ښوونیزو او پوهنیزو بنسټونو دروازې د خلکو هم ښځینه او هم نارینه وو په وړاندې پرانیستلي پریږدي.

۱۱. موږ د کندز ولایت ځوانان چمتو یوو، څو پایلې ته د سولې خبرو رسیدو او د دې بهیر څخه د څارنې په موخه، د نظرونو، عدالت غوښتنې او ولسي ناستو په ترسره کولو سره؛ خپل مسوولیت ترسره کړو.

۱۲. موږ د سولې له بهیر څخه د څارنې په موخه غواړو، څو رسنیو، مدني بنسټونو، نړیوال ناپییلې بنسټونو او د نوي نسل او ځوانانو فعالانو ته له هر ډول شرط او قید پرته د بین الافغاني خبرو له بهیر څخه د څارنې حق ورکړل شي

.

ژوندی دې وي افغانستان / زنده باد افغانستان / یشسن افغانستان

درنښت

د کندز د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه

د ۱۳۹۹ کال د سلواغې ۲۶ / د ۲۰۲۱ کال د فبروري ۱۴

کندز - افغانستان