د خوست ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه

د خوست ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه

د خوست ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه د ۱۳۹۹ لمریز کال د کب میاشتې په ۱۴ نیټه، چې د ۲۰۲۱ زیږدیز کال د مارچ میاشتې ۴ سره برابره ده، د دې ولایت له ټولو اداري واحدونو څخه د سلګونه ځوانانو په ګډون جوړه شوه. دا جرګه د خوست ولایت د ځوانانو لخوا د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ په مرسته په درې برخو کې: پرانیستنه، د کمیټو کارونو، د کاري کمیټو د پریکړو وړاندې کول او د پریکړه لیک لوستل وو.

په پیل کې د جرګې جوړولو د کمیسیون مسؤل طاهر جان خیال د جرګې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د سولې په بهیر کې د ځوانانو پر همغږي ټینګار وکړ. د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ رهبري غړی احسان الله حکمت د مذاکراتو له ښکیلو اړخونو څخه یې وغوښتل، څو مذاکرات په جدي ډول پر مخ یوسي او ټینګار یې وکړ، چې د افغان حکومت او طالبانو مرکچي پلاوي دې د سولې خبرو پر مخ وړلو لپاره د نورو هېوادونو پریکړو ته په تمه و نه اوسي.

د خوست ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې د لومړۍ برخې په دوام کې حبیب الله اسماعیل خیل، استاد سلیمان بشرمل، بشرا حرمت، مولوي عبدالصمد، مکائیل کمال، نقیب سیال او فضل جان جهش په هېواد کې د اوربند او د سولې ټینګښت په برخه کې د خلکو په ځانګړي ډول د ځوانانو او دیني عالمانو پر رول او همغږي او د مذاکراتو دواړو اړخونو لخوا د نرمښت څرګندتیا په اړه خبرې وکړې.

د جرګې په دویمه برخه کې کاري کمیټو خپل کارونه پیل او د جرګې غړیو د مشخص شویو شپږو موضوع ګانو په تړاو خبرې او بحث وکړ. د جرګې د غړیو نظرونه توحید او په درېیمه برخه کې د هرې کمیټې د مسؤل لخوا وړاندې شو. په همدې حال کې د لسګونه کمیټو منشیانو د خوست ولایت د نوي نسل او ځوانانو د جرګې پریکړه لیک جوړ او ولوستل شو.

د خوست – د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې پریکړه لیک

     د خوست د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه د ۱۳۹۹ لمریز کال د کب میاشتې په ۱۴، چې د۲۰۲۱ زیږدیز کال د مارچ میاشتې له ۴ سره برابره ده، د خوست ولایت د سلګونو ځوانانو په ګډون جوړه شوه. دا جرګه د خوست ولایت د ځوانانو لخوا د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ په مرسته جوړه شوې وه، چې په کې د دې ولایت له ټولو اداري واحدونو څخه د نوي نسل او ځوانانو استازو ګډون کړی وو او د افغانستان حکومت، د طالبانو تحریک او نړیوالې ټولنې په ځانګړې ډول د امریکا متحده ایالتونو څخه یې خپلې غوښتنې او پریکړې په لاندې ډول بیان کړې.

1. د خوست ولایت د نوي نسل او ځوانانو جرګې په څير نور پروګرامونه، غونډې او مدني حرکتونه زیات او په لاره واچول شي او دا حرکتونه د کلیو او بانډو ته ورسول شي او په ناامنو سیمو کې د هم ورته پروګرامونه جوړ شي.

2. ټول افغانان له بیلابیلو لارو، په ځانګړي ډول د رسنیو، ملا امامانو، د ټولګي او دودیزو جرګو له اړخه، باید خپل مسؤلیت ادا او سولې ته زمینه برابره کړي او د دې ولایت له بیلابیلو اداري واحدونو څخه ښځې او ځوانان په کې ګډون ولري.

3. د سولې په بهیر کې د خوست ځوانانو د ګډون لپاره، ټول شموله، پراخ بنسټه او هر اړخیزه طرحه جوړه او د دې ولایت ځوانانو یووالی او همغږي رامنځته شي او د دې ولایت ځوانان منسجم او بیلابیلې ټولنیزې شوراګانې همغږي او واحد حرکت رامنځته کړي.

4. د خوست ولایت جمعیت ته په کتو، په مصالحې عالي شورا کې د خوست ولایت د ځوانانو او د دې ولایت نورو خلکو ته ونډه ورکړل شي او پر حکومت هم فشار وارد شي، څو د دوی غږ واوریدل شي.

5. له حکومت څخه د خوست ولایت ځوانان غواړي، څو د سولې مذاکراتي پلاوی بیا وارزول شي او هغوی ته د ډاډ وړ معلومات وړاندې شي.

6. د افغانستان مرکچي پلاوی باید هېواد شموله وي او د سولې مرکچي پلاوي کې امین، ناپیلي خلک ور معرفي شي نه هم د اړیکو پر بنسټ.

7. افغان حکومت باید قرباني ورکړي، په خپلو دریځونو کې نرمښت څرګند کړي، د مرکچي پلاوي ترمنځ ناستې دې افغانستان کې وشي او دواړه اړخونه دې له ځانه حسن نیت څرګند کړي، خوستي ځوانان او خلک چمتو دي، څو د سولې د خبرو کوربه توب وکړي.

8. افغان حکومت باید د واک انحصار له منځه یوسي او قوم پالنه او سمت پالنه باید و نه کړي، کورنۍ اجماع رامنځته او د واک د غځیدو لپاره باید سوله قرباني نه کړي.

9. افغان حکومت دې په ټول هېواد کې امنیت ټینګ او د مصالحې شورا جوړښت کې باید داسې تغییرات راوړل شي، څو ټولو اړخونو ته د باور او منلو وړ وي.

10. دایمي اوربند، د ړندو بمباریو پای ته رسیدل، او د ځوانانو د ونډې زیاتیدل.

11. موږ د خوست ځوانان د اوسني نظام د ساتلو غوښتنه کوو او له قانوني لارو څخه په کې د جدي اصلاحاتو غوښتونکي یوو. موږ همدارنګه له حکومت څخه غواړو، څو د سولې روان بهیر له خلکو سره شریک کړي.

12. له طالبانو څخه غواړو، څو اوربند وکړي او د آزادو ټاکنو له لارې واک ته ورسیږي.

13. طالبان دې پر خپل دریځ ټینګار نه کوي او له ځانه دې نرمښت څرګند کړي، دوی دې همدارنګه د ولس غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي.

14. له طالبانو څخه غواړو، څو د سولې په بهیر کې ښه نیت ښکاره او ملي ګټو ته ژمن پاتې شي. له دوې څخه همدارنګه غواړو، څو د افغانانو له وژلو څخه لاس په سر شي.

15. له نړیوالې ټولنې غواړو، څو پر طالبانو او حکومت د افغانستان د خلکو د ګټو پر بنسټ فشار وارد کړي، څو افغانستان کې اوربند او سوله وشي. له دوی همدارنګه غواړو، څو د افغانستان د خلکو ګټې په پام کې ونیسي.

16. له اسلامي هېوادونو غواړو، څو د افغانستان د سولې په بهیر کې خپل دریځ روښانه کړي او د افغانستان د سولې له بهیر سره مرسته وکړي.

17. له نړیوالې ټولنې غواړو، څو د افغانستان د سولې بهیر ته د پروژې نوم ورنکړي، په ریښتیني ډول سولې ته ژمن و اوسي، نړیوال تضمین وجود ولري او د افغانستان د سولې بهیر د نړیوالو لخوا حمایت شي او خپل بې پریتوب وساتي او د امریکا او طالبانو ترمنځ ټول تړونونه دې له افغانانو سره شریک شي. همدارنګه نړیواله ټولنه دې، د جنګي مجرمینو ملاتړ ته د پای ټکی کیږدي.

18. له ګاونډیو هېوادونو څخه جدي غوښتنه کوو، چې خپلې ټولې هڅې دې د افغانستان د سولې بهیر بریالیتوب لپاره وکاروي.

19. د سولې خبرو د څارنې په موخه کمیټه جوړه او ټول هغه خنډونه مشخص او حل لارې ورته پیدا کړي، چې د مرکچي پلاوو لخوا را پورته کیږي.

20. له نړیوالې ټولنې او اروپايي ټولنې څخه غواړو، څو پر پاکستان او ایران فشار راوړي، څو د افغانستان د سولې له بهیر سره ریښتیني مرسته وکړي او د مذاکراتي ډلو له یوه اړخ سره دې د افغانستان د ورانولو لپاره مرسته ونکړي.

21. د خوست خلک له نا امني، ښوونیزو، پراختیايي، روغتیايي، وزګاري او اقتصادي ستونزو سره مخ دي. جګړه د دې لامل شوې، څو د خوست ولایت خلک له رواني ستونزو څخه هم وکړیږي.

22. د افغانستان د سولې بهیر باید پټ نه وي، له ټولو افغانانو سره شریک شي. د سولې له بهیر څخه علمای کرام، متنفذین او ځوانان د یوې کمیټې د جوړولو او اجماع رامنځته کولو له لارې څارنه وکړي

.

و من الله توفیق

د ۱۳۹۹ د کب ۱۴ / د ۲۰۲۱ د مارچ ۴

خوست - افغانستان

د کندهار ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه

د کندهار ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه

د ۱۳۹۹ ل.ل د سلواغې په ۲۲، چې 2021 ز د فبروري له 10 نېټې سره برابره ده، د کندهار ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه د دې ولایت د ټولو اداري واحدونو څخه د سلګونو ځوانانو په ګډون جوړه شوه. دا جرګه د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ په همکاري د کندهاري ځوانانو له لوري په دريو؛ پرانیسته، د کمېټو کارونه، د کاري کمېټو پرېکړو بیانول او د پرېکړه لیک د وړاندې کولو برخو په لرلو سره جوړه شوه.

په پیل کې د کندهار جرګې د جوړولو کمیسیون د رهبري غړي اسدالله حکیمي د سولې په بهیر کې د ځوانانو په انسجام او همغږۍ باندې خبرې وکړې. وروسته د اړیکو ګروپ رييس محمد سنګر امیرزاده د دې جرګې د جوړولو په برخه کې د کندهاري ځوانانو له هڅو څخه د مننې ترڅنګ یې تاکید وکړ، چې باید د سولې په خبرو کې اختلافات څنډې ته شي او له یوې سیاسي هوکړې مخکې له حکومت څخه په لرې کولو د تاکید پرځای پر ځای په سیاسي حل لارې هوکړه وشي. نوموړي زیاته کړه، چې هېڅ لوری نشي کولای یو بل له منځه یوسي، پدې توګه له اوسني کړکېچ څخه د وتو یواځینۍ لاره سیاسي هوکړه او يوې پایلې ته د سولې د خبرو اترو رسېدل دي. د اړیکو ګروپ مرستیال خلیل احمد متین د ځوانانو په انسجام او همغږۍ او د بین الافغاني مذاکراتو په چټکتیا تاکید وکړ.

حفیظ الله پوپل، نثار احمد آزاد، بسمینه حسن‌خیل، مقصود احمد ضمیر، گل احمد ریگوال، ډاکټر رحمت الله محمدي، راضیه حیدري او حبیب شاه اسرار پاچا هر یو په خپل وار سره د جګړې په پای او په کندهار ولایت کې د جګړې څخه د راولاړو شوو زیانونو، د بین الافغاني مذاکراتو چټک پیل او په هیواد کې یې په تلپاتې سولې خبرې وکړې.

د برنامې په دوهمه برخه کې د کاري کمېټو د کار پیل او د جرګې غړو په ټاکل شوو شپږ موضوعاتو له یو بل سره خبرې او بحثونه وکړل. د جرګې د غړو اندونه او نظرونه توحید او د برنامې په درېیمه برخه کې د هرې کمېټې د مسوولینو له لوري وړاندې شول. پدې مهال د لسګونه کمېټو منشیانو د کندهار ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې پرېکړه لیک ترتیب او ولوستل شو.

د کندهار د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې په دویمه برخه کې، د جرګې غړي په لسو کاري کمیټو تر ویشل کیدو وروسته، د لاندې شپږو موضوع ګانو په تړاو یې خبرې وکړې:

۱. د سولې په بهیر کې د افغانستان له حکومت څخه د کندهار ولایت د ځوانانو غوښتنې؛

۲. د سولې په بهیر کې د طالبانو له تحریک څخه د کندهار ولایت د ځوانانو غوښتنې؛

۳. د سولې په بهیر کې له نړیوالې ټولنې، د امریکا متحده ایالتونو، اسلامي هېوادونو او ګاونډیو هېوادونو څخه د کندهار ولایت د ځوانانو غوښتنې؛

۴. پایلې ته د بین الافغاني خبرو رسیدو څرنګوالي په موخه د کندهار ولایت د ځوانانو وړاندیزونه او مسؤلیتونه؛

۵. په کندهار ولایت کې د جګړو له امله د رامنځته شویو ځايي ستونزو وړاندې کول؛

۶. په ځايي او ملي کچه د سولې له بهیر څخه د څارنې په موخه د نظرونو او وړاندیزونو وړاندې کول او د کندهار ولایت د ځوانانو مسؤلیت.

د کمیټو د کارونو په پیل کې د جرګې غړیو د هرې کمیټې لپاره یو مسؤل او یو منشي وټاکل. د کمیټو مسؤلینو د کمیټې د غړیو نظرونه توحید او د جرګې په درېیمه برخه کې یې ولوستل. د کمیټو منشیانو د جرګې پریکړه لیک وروستي او وړاندې کړ.

د کندهار ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې په دویمه برخه کې کاري کمیټو د شپږو مشخص شویو موضوع ګانو اړوند بحث او خبرې وکړې. د جرګې د غړیو نظرونه توحید او د جرګې په درېیمه برخه کې د هرې کمیټې د مسؤل لخوا ولوستل شو. د لسګونو کمیټو منشیانو د کندهار ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې وروستي پریکړه لیک جوړ او وړاندې شو:

د کندهار د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې پریکړه‌لیک

     افغانان له تېرو څلوېښتو کلونو راهيسي د کورنۍ جګړې له امله خپل ټول ملي ارزښتونه له لاسه ورکړي، محسوسه خپلواکي نه لري، د وګړیو ډېره برخه يې په بې وزلۍ کي ژوند کوي او د نورې نړۍ د ملتونو په څېر معياري ژوند نه لري، چي يوازينی لامل يې د پرديو هيوادونو لاسوهني، دلته د کتليست په توګه د شته عناصرو په مټ د ګاونډيو هيوادونو ګټي د خوندي کولو لپاره هرج و مرج جاري ساتل دي، چي دا دی موږ د يوه ناخپلواکه، په غير مستقيم ډول اشغال شوي او استثمار شوي ملت په څير د بې تقديره مرګ په وهم کي شپې او ورځي تيروو. افغانان په ځانګړي ډول کندهاري ځوانان نور له دې مسلط حالته سخت ستړي شوي دي او نه غواړي دا حالت نور دوام ومومي.

    د کندهار د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه د دې ولایت د ځوانانو لخوا د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ په مرسته د  ۱۳۹۹ لمریز کال د سلواغې میاشتې پر ۲۲ نېټه،  چی د ۲۰۲۱ کال د فبروی ۱۰ سره برابره ده، جوړه شوه، په دې جرګه کې د کندهار ښار او ولسواليو څخه د بيلابيلو بنسټونو استازو، مدني فعالانو، د پوهنتونونو استادانو، خبریالانو، محصلينو، ښځينه او نارينه ځوانانو ګډون کړی وو.

     د جرګې لسګونه کمیټو د مشخص شویو موضو ګانو په اړه بحث او خبرې وکړې او په ګډه یې د سولې بهیر په اړه؛ د کندهار د ځوانانو نظرونه، وړاندیزونه، غوښتنې او پریکړې د جرګې د پریکړه لیک په اډانه کې توحید او په ۱۱ مادو کې تصویب کړي، چې په لاندې ډول دي:

۱اوس مهال د افغانستان د سولې بهیر کي امريکا نور د مسقتيم اړخ په توګه شتون نه لري، د کندهار ځوانانو يوازينۍ غوښتنه له دولت او طالبانو له تحریک څخه دا ده، چي ژر تر ژره دي اوربند او بالاخره دايمي اوربند اعلان کړي. د جنګ پر ځای دي د خبرو اترو له سياسته کار واخلي، څو افغان وژنه ودريږي او دايمي سولې ته ورسيږو.

۲. اوس مهال افغان سوله يوه نړيواله کشاله بلل کيږي، دا مهال اړتيا ده، چي ټول اسلامي هيوادونه د افغانستان سولې بهیر کې په مستقيم ډول ګډون وکړي، دغه هيوادونه دي د يوه ګډ کميسيون په جوړولو سره په افغانستان کي د رواني جګړې د ناروا ګڼلو ترڅنګ د افغان سولې بهیر سره جدي همکاري وکړي.

۳. د افغان سولې په بهیر کي پر دواړو اړخونو غږ کوو، چي د ځوانانو حق دي نه تلف کوي او له دې وروسته دې د سولې د مذاکراتو په بهیر کي د کندهاري ځوانانو هر اړخيزه ګډون غواړي.

۴لوړ پوړي سياسي او دولتي چارواکي  او د طالبانو تحریک دي په خپلو کي همغږي رامنځته کړي، د سولې د خبرو اترو په بهیر کي د توافق لپاره دي د افغانستان ملي ارزښتونه په ګډه تعريف، تعیين او وساتي. همداسي دې په سوله کي د افغانانو د تيرو دوو لسيزو لاسته راوړني حفظ کړي.

۵. موږ د کندهار ځوانان؛ نه غواړو، چي د سولې په بهیر کي زموږ پر حقونو  پټي معاملې وشي. د افغان سولې بهیر دواړه اړخونه دي د سولې بهیر روښانه او شفافه کړي، ابهامات او پټ رازونه دي يې افغانانو ته روښانه کړي، نړيوالو او کورنۍ ملي او ځايي رسنيو او څارونکو بنسټونو ته دي اجازه ورکړي، څو د افغان سولې له بهیر څخه افغانان په هر اړخيزه توګه باخبره وساتي.

۶. د سولې په بهير کي ترسره کيدونکي هر ډول پټ او ښکاره تړونونه دي افغان ملت ته وړاندي شي، افغانان د يوه آزاد او خپلواکه ملت په توګه حق لري، چي ټولو اساسي تړونونو کي بدلون راولي، وې مني او يا يي رد کړي.

۷. د سولې په بهیر کې علمي، اکاډميکو، ديني او سياسي، وړ، باصلاحيته او په ملي کچه منل شويو او د ټولني له منځ څخه ولسي او سيمه ايزو داسي اشخاصو ته واک ورکړل شي، چي د شخصي او فردي ګټو پر ځای دي د افغانانو ملي ګټو ته ترجیح ورکړي.

۸. د افغان دولت او طالبانو تحریک څخه غوښتنه کوو، د نظام د له منځه وړلو لپاره نه، بلکي د سمون په موخه دي په جوړښت کي د تغیير رامنځته کولو پر حقوقي صلاحيتونو باندي تمرکز وکړي، د اسلام مقدس دين د اصولو او نصوصو په رڼا کې دي د اساسي قانون او نورو فرعي قوانينو د اصلاح لپاره هڅه وکړي، د ملي او عامه شتمنيو د ورانولو مخه دي ونيسي، د طالبانو تحریک د سولې د يوه طرف په توګه دي خپل بهرنی سياست واضح کړي، څو د سولې تړون وروسته عامو افغانانو ته د دوی خارجي تګلاره واضح وي.

۹. نړيوال دي د افغان سولې لپاره له طرفينو څخه نړيوال تضمين واخلي، او هغه هيوادونه، چي دلته د افغان جګړې لپاره مخالفينو ته وسلې او تجهزات ورکوي، پر هغوی دي فشار راوړي څو له جنګياليو سره مالي او د وسلو مرسته بنده کړي.

۱۰. د اسلامي هيوادونو سازمان دي د افغان سولې په بهير کي خپل مستقيم رول ولوبوي د نړۍ دولتونه دې ته اړ کړي، څو د افغان سولې روان بهير د افغانانو لپاره ګټور تمام شي، که چيري دولتونه دا کار ونشو کړای نو، موږ کندهاري ځوانان د نړۍ پر ملتونو غږ کوو، چي د افغان سولې د کړکېچ د حل لپاره زموږ سره همکاري وکړي.

۱۱. د مذاکراتو له دواړو اړخونو څخه غواړو، څو له عقدوي او احساساتي سياست څخه دي ډډه وشي، د ګذشت او زغم څخه دي کار واخيستل شي، او ټولو افغاني قشرونو دي په سولې کي دخيل کړای شي، په ځانګړي ډول د لوی کندهار ولسونه.کندهار د سولې د خبرو لپاره تر ټولو ښه ځای دی او د کندهار ځوانان او ولسونه چمتو دي، چي په کندهار کي د سولې خبرو کوربتوب وکړي

.

ومن الله توفيق

د کندهار د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه

کندهار - افغانستان

د ۱۳۹۹ د سلواغې ۲۲ / د ۲۰۲۱ د فبروري ۱۰

نوی نسل او ځوانان؛ د سولې بهیر او بین الافغاني مذاکرات – کندهار

نوی نسل او ځوانان؛ د سولې بهیر او بین الافغاني مذاکرات - کندهار

د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ د ۱۳۹۹ لمریز کال د تلې میاشتې په ۲۸ نیټه، چې د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د اکټوبر میاشتې له ۱۹ سره برابره ده، په کندهار ولایت کې د یو شمېر ځوانانو او مدني فعالانو په ګډون «د سولې بهیر او بین الافغاني مذاکرات» اړوند مشورتي ناسته جوړه کړه.

په پیل کې د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ غړی محمد همدرد پروګرام پیل او زیاته یې کړه، چې د جګړې ښکیلې خواوې څخه هیڅ یو به یې ګټونکی نه وي، نو حکومت او طالبان باید په یوه فوري اوربند هوکړه او د دوحې خبرې دې مخ ته یوسي. د غونډې بل ګډونوال حافظ الله پوپل وايي، چې د جګړې ښکیل اړخونه نه باید خپل شخصي او ډله ایزې غوښتنې د بین الافغاني خبرو پر مهال پر یو بل وتپي. د بین الافغاني خبرو د اړیکو ډلې باید ژر تر ژره د خبرو کړنلاره وروستۍ او خبرې دې پیل شي. د غونډې بل ګډونوال عبدالمنان عاطف بیا وايي، چې د سولې په خبرو کې باید ملي ګټو ته لومړیتوب ورکړل شي. د غونډې په دوام کې شراف الدین شرافت، شګوفه عرفان او نورو ګډونوالو د سولې او بین الافغاني خبرو په تړاو خپل نظرونه او مشورې شریکې کړې او د سولې پر ټینګښت او جګړې پایته رسیدو باندې یې ټینګار وکړ.

د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ مشرتابه د سولې په بهیر کې د ځوانانو او نوي نسل د واحد آدرس او غږ رامنځته کولو په موخه، تر اوسه د هېواد ۲۰ ولایتونو ته سفرونه کړي او د همدې موخې لپاره یې لسګونه پروګرامونه، د سولې ولایتي جرګې، کنفرانسونه، خبري او مشورتي ناستې او لاریونونه په لاره اچولي دي.

مشورتي ناستې – کندهار

مشورتي ناستې

د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ رهبري د جلا ناستو په لړ کې د ځوانانو په عالي شورا کې د جنوب لویدیځ حوزې استازي حکمت الله صلحي، د کندهار ولایت د ملي راډیو ټلويزیون رییس نورالله نوري او د سلېمان خېلو شورا رییس شاولي سلېمانخېل سره ولیدل او د اړیکو ګروپ په فعالیتونو او په کندهار ولایت کې د نوي نسل او ځوانانو سولې جرګې د جوړېدو په څرنګوالي، چې په پام کې ده ژر جوړه شي خبرې او نظرونه شریک کړل.

د اړیکو ګروپ رهبري د کندهار ولایت مدني ځوانانو بنسټ سره وکتل

د اړیکو ګروپ رهبري د کندهار ولایت مدني ځوانانو بنسټ سره وکتل

د ۱۳۹۹ د سلواغې په ۱۸ نېټه د اړیکو ګروپ رهبري د کندهار ولایت مدني ځوانانو بنسټ سره وکتل او د  کندهار ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې د جوړېدو پرڅرنګوالي، چې په پام کې ده ډېره ژر جوړه شي، خبرې او نظرونه شریک کړل.

د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ رهبري د سولې عامه کتابون څخه لیدنه وکړه

د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ رهبري د سولې عامه کتابون څخه لیدنه وکړه

د ۱۳۹۹ د سلواغې ۱۵ د چهارشنبې په ورځ د سولې عامه کتابتون مسوول منور احمد واحدي سره وکتل او د کندهار ولایت د نوي نسل او ځوانانو  جرګې د جوړولو پر څرنګوالي، چې په پام کې ده ‌‌‌‌‌‌ډېر ژر د دې ولایت د ټولو اداري واحدونو ځوانانو په حضور کې جوړه شي، بحث او  نظرونه شریک کړل.

د کندهار ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت

د کندهار ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې د ولایتي سکرتریت رهبري بورد جوړ شو

د کندهار ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت رهبري بورد د شنبې په ورځ د ۱۴۰۰ لمریز کال د غويي میاشتې په ۱۱ نیټه د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ په مرسته د جرګې جوړلو کمیسیون غړيو، د دې ولایت د لسو کمیټو مسؤلینو او منشیانو په ګډون د ټاکنو د ترسره کولو پلاوي لخوا په ټاکنییز ډول جوړ شوو، چې ۲۹ غړي لري.

#د سکرتریت د رهبري بورد:

۱. د کندهار د ولایتي سکرتریت رئیس، استاد نثار احمد آزاد

۲. د کندهار ولایتي سکرتریت مرستیال، استاد ویس عزیزی

۳. د کندهار د ولایتي سکرتریت مرستیاله، شګوفه عرفان

۴. د کندهار ولایتي سکرتریت سیاسي سلاکار، اسدالله حکیمی

۵. د کندهار ولایتي سکرتریت مطبوعاتي، سلاکار کمال الدین څپاند

۶. د کندهار د ولایتي سکرتریت د څارنې پلاوي مسؤل، صدیق الله صدیقي

۷. د سکرتریت د څارنې پلاوي غړی، عبدالاحد خادم

۸. د سکرتریت د څارنې پلاوي غړی، مرتضی دراني

۹. د کندهار د ولایتي سکرتریت د دارالانشاء مسؤل، محمد همدرد

۱۰. د دارالانشاء مرستیاله، پروانه حسیني

۱۱. د دارالانشاء غړی، احسان الله محسن

۱۲. د دارالانشاء غړی، ولي محمد بادیزی

۱۳. د کندهار ولایتي سکرتریت د رسنیو او ویاندوی کمیټې مسؤل، فضل الله فضلي

۱۴. د رسنیو او ویاندوی کمیټې مرستیاله، رخشانه عمرزۍ

۱۵. د رسنیو او ویاندوی کمیټې غړی، سیف الله صادقي

۱۶. د رسنیو او ویاندوی کمیټې غړی، اسد آشنا

۱۷. د رسنیو او ویاندوی کمیټې غړی، سید ولي سیرت

#یادونه: د ولایتي سکرتریت د کړنلارې اوه‌لسمې مادې پر بنسټ د رسنیو د کمیټې مسؤل سربیره، د رسنیو کمیټې مرستیال او غړي یې د ولایتي سکرتریت د ویاندویانو دنده او مسؤلیت لري.

۱۸. د کندهار د ولایتي سکرتریت د اړیکو کمیټې مسؤل، حفیظ الله پوپل

۱۹. د سکرتریت د اړیکو کمیټې مرستیال، نعمت الله کاکړ

۲۰. د سکرتریت د اړیکو کمیټې غړې، نادره توخۍ

۲۱. د سکرتریت د اړیکو کمیټې غړی، سید مسعود وهاب‌زاده

۲۲. د سکرتریت د اړیکو کمیټې غړی، اصیل زارع

#یادونه: د اړتیا پر مهال د دې کمیټې نور غړي د کندهار ولایتي سکرتریت د مشورتي بورد څخه ټاکل کیږي.

۲۳. د کندهار ولایتي سکرتریت د جګړې له قربانیانو سره د همغږۍ کمیټې مسؤل، آغا ولي باراني

۲۴. د جګړې له قربانیانو سره د همغږۍ کمیټې مرستیال، اسدالله وفا

۲۵. د جګړې له قربانیانو سره د همغږۍ کمیټې غړی، نعمت الله محمدي

۲۶. د جګړې له قربانیانو سره د همغږۍ کمیټې غړی، علي احمد حنیفي

#یادونه: د اړتیا پر مهال د دې کمیټې نور غړي د کندهار ولایتي سکرتریت د مشورتي بورد څخه ټاکل کیږي.

۲۷. د کندهار ولایتي سکرتریت د مشورتي بورد مسؤل، رفیع آزاد

۲۸. د مشورتي بورد مرستیال، محمد رضا اسلمي

۲۹. د مشورتي بورد منشي، عزت الله خپلواک

په درنښت

د کندهار د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت

د اړیکو د ګروپ د رسنیو او ویاندوی دفتر

د ۱۴۰۰ کال د غويي ۱۱ / د ۲۰۲۱ کال د مې ۱د کندهار ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې د ولایتي سکرتریت رهبري بورد جوړیدل

د ۱۴۰۰ کال د غويي ۱۱ / د ۲۰۲۱ کال د مې ۱