د کونړ ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه

د کونړ ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه

په کونړ ولایت کې د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه د ۱۳۹۹ لمریز کال د تلي میاشتې په ۲۳، چې د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د اکټوبر میاشتې له ۱۴ سره برابره ده، د اسد آباد په ښار کې جوړه شوه.

دا جرګه د دې ولایت د ۱۵ اداري واحدونو څخه د سلګونو ځوانانو او نوي نسل د استازو په ګډون، د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو د ګروپ لخوا جوړه شوه.

د کونړ ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې درې برخې درلودې: پرانیستنه، د کاري کمیټو کارونه، د کاري کمیټو د کارونو او پریکړه لیک لوستل. په پیل کې په کونړ ولایت کې د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې مسؤل ساجد الله افغانمل د جرګې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ زیاته کړه: له شک پرته د افغانستان خلک د سولې تږي دي او په جګړه کې ښکیل اړخونه باید د افغانانو د سوله غوښتلو غږ ته غوږ ونیسي او مثبت ځواب ووايي.

د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ د رهبري پلاوي غړی میوند همت شینواري د سولې بهیر کې د ځوانانو پر ګډون د ټینګار ترڅنګ زیاته کړه، چې د افغانستان ځوانانو په دې هېواد کې زیاته قرباني ورکړې او د سولې په بهیر کې باید د ځوانانو ګډون زیات وي او غږ یې واوریدل شي.

د جرګې د پرانیست برخې په دوام کې استاد راحت الله ساپي د کونړ ولایت د ځوانانو په استازیتوب وینا وکړه او ټینګار یې وکړ، چې د سولې مذاکرات دې باید بریالي شي او افغان ځوانانو ته دې په کې ونډه ورکړل شي.

د جرګې په دویمه برخه کې، د کاري کمیټو کارونه پیل او د جرګې غړیو د شپږو مشخص شویو موضوع ګانو په اړه خبرې او بحث وکړ. د جرګې د غړیو نظرونو توحید او د پروګرام په درېیمه برخه کې د هرې کمیټې د مسؤل لخوا وړاندې شوې. په همدې حال کې د ۱۲ ګونو کمیټو منشیانو د کونړ ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې پریکړه لیک جوړ او ولوستل شو.

د کونړ ولایت د نوي نسل او ځوانانو جرګې په دویمه برخه کې، کاري کمیټو د شپږو مشخص شویو موضوع ګانو په اړه بحث او خبرې وکړې. د جرګې د غړیو نظرونو توحید او د پروګرام په درېیمه برخه کې د هرې کمیټې د مسؤل لخوا وړاندې شو. په همدې حال کې د ۱۲ ګونو کمیټو منشیانو د کونړ ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې پریکړه لیک جوړ او ولوستل شو.

د کونړ ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې پریکړه لیک

    د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه د ۱۳۹۹ لمریز کال د تلې په ۲۳، چې د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د اکټوبر له ۱۴ سره برابره ده، د کونړ ولایت د سلګونو ځوانانو په ګډون جوړه شوه. دا جرګه د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ لخوا جوړه شوې وه، چې په کې د دې ولایت له ۱۵ اداري واحدونو څخه د نوي نسل او ځوانانو استازو ګډون کړی وو او د افغانستان حکومت، د طالبانو تحریک او نړیوالې ټولنې په ځانګړې ډول د امریکا متحده ایالتونو څخه یې خپلې غوښتنې او پریکړې په لاندې ډول بیان کړي.

۱ - موږ د کونړ ولايت ځوانان ( نارینه او ښځینه) د سولې روانو خبرو څخه په بشپړه توګه ملاتړ کوو؛

۲ - موږ د کونړ ولايت ځوانان له حکومت او طالبانو څخه جدي غوښتنه کوو، چې د بين الافغاني مذاکراتو له لارې سوله وکړي؛

۳ - موږ د سولې په روانو خبرو کې د حکومت او طالبانو څخه جدي غوښتنه کوو، چې اوربند وکړي؛

۴ - موږ له ګاونډيو هېوادونو څخه غوښتنه کوو، چې د سولې په بهیر کې همکاري وکړي؛ څو د سولې روانې خبرې بریالۍ شي؛

۵ - موږ له حکومت او طالبانو څخه غوښتنه کوو، چې د سولې په خبرو کې رښتيني او صادقه و اوسي؛

٦موږ له حکومت او طالبانو څخه غوښتنه کوو، چې د سولې په روانو خبرو کې د تيرو دوه لسيزو ارزښتونه او پرمختګونه وساتي؛

۷ - نړيواله ټولنه بايد دواړه لوري وهڅوي، څو د سولې روانې خبرې مثبته پایله ورکړي؛

۸ - موږ د طالبانو او حکومت څخه جدي غوښتنه کوو، چې د سولې په بهیر کې د هر ډول خنډ او ځنډ څخه مخنيوى وکړي، څو دا بهیر بریالی شي؛

۹نړیواله ټولنه باید د افغانستان د سولې له بهیر څخه په ریښتیني ډول ملاتړ وکړي؛

۱۰موږ د کونړ ولایت د ښځو د حقونو فعالان د حکومت او طالبانو څخه غوښتنه کوو، چې د سولې په روانو خبرو کې د ښځو حقونه خوندي او وساتل شي.

و من الله توفیق

د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه

د ۱۳۹۹ د تلې ۲۳ / د ۲۰۲۰ ز د اکټوبر ۱۴

کونړ -  افغانستان

د کونړ د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت

د کونړ ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې د ولایتي سکرتریت رهبري بورډ جوړ شو


د کونړ ولایت د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت رهبري بورد  د ۱۴۰۰ لمریز کال د غبرګولی(جوزا) میاشتې په ۱۳ نیټه د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ په مرسته د جرګې جوړلو کمیسیون غړيو، د دې ولایت جرګې د لسو کمیټو مسؤلینو او منشیانو په ګډون  په ټاکنییز ډول جوړ شوو، چې ۲۹ غړي لري او د اړتیا پر مهال په کې بدلون راتلای شي.

#د سکرتریت د رهبري بورد:

۱. د کونړ د ولایتي سکرتریت رئیس، استاد راحت الله صافی

۲. د کونړ د ولایتي سکرتریت مرستیال، زاهدالله سرتور

۳. د کونړ د ولایتي سکرتریت مرستیال، صفی الله صافی

۴. د کونړ  د ولایتي سکرتریت سیاسي سلاکار، استاد ادریس سهیل

۵. د کونړ د ولایتي سکرتریت مطبوعاتي سلاکار، فهیم صافی

۶. د کونړ ولایت د څارنې پلاوي مسؤل، طارق عزیزی

۷. د کونړ ولایت د څارنې پلاوي مرستیال، فضل الربی جواد

#یادونه: د دې پلاوي نور غړي د کونړ ولایتي سکرتریت د رهبري بورد په مشوره ټاکل کیږي.

۸. د کونړ د ولایتي سکرتریت د دارالانشاء مسؤل، ساجدالله افغانمل

۹. د دارالانشاء مرستیال، آصف ننګ قاضی خیل

۱۰. د دارالانشاء غړې، طیبه وصال

۱۱. د دارالانشاء غړی، هارون صافی

#یادونه: د اړتیا پر مهال د دارالانشاء نور غړي د کونړ ولایتي سکرتریت د رئیس په مشوره ټاکل کیږي.

۱۲د کونړ ولایتي سکرتریت د رسنیو او ویاندوی کمیټې مسؤل، نظام زهیر

۱۳. د رسنیو او ویاندوی کمیټې مرستیال، الیاس همت

۱۴د رسنیو او ویاندوی کمیټې غړی، نثاراحمد خاکسار

۱۵. د رسنیو او ویاندوی کمیټې غړی، عباد الرحمن وصال

#یادونه: د ولایتي سکرتریت د کړنلارې اوه‌لسمې مادې پر بنسټ د رسنیو د کمیټې مسؤل سربیره، د رسنیو کمیټې مرستیال او غړي یې د ولایتي سکرتریت د ویاندویانو دنده او مسؤلیت لري. د اړتیا پر مهال د دې کمیټې نور غړي د کونړ ولایتي سکرتریت د رهبري بورد په مشوره ټاکل کیږي.

۱۵. د ښځو چارو د تنظیم کمیټې مسؤله، ساجده صافۍ

۱۶. د ښځو چارو د تنظیم کميټې مرستیاله، فریده اخندزاده

۱۷د ښځو چارو د تنظیم کميټې غړې، زبیده

۱۸د ښځو چارو د تنظیم کميټې غړې، صدیقه

۱۹. د ښځو چارو د تنظیم کميټې غړې، پلوشه

۲۰. د کونړ د ولایتي سکرتریت د اړیکو کمیټې مسؤل، مجیب الرحمن همت

۲۱. د سکرتریت د اړیکو کمیټې مرستیال، روح الله کوهستاني

۲۲د سکرتریت د اړیکو کمیټې غړی، ضیا‌ءالرحمن کلیوال

#یادونه: د اړتیا پر مهال د دې کمیټې نور غړي د کونړ ولایتي سکرتریت د رهبري بورد په مشوره ټاکل کیږي.

۲۳. د کونړ ولایتي سکرتریت د جګړې له قربانیانو سره د همغږۍ کمیټې مسؤل، استاد اعجازالحق یاد

۲۴. د کونړ ولایتي سکرتریت د جګړې له قربانیانو سره د همغږۍ کمیټې مرستیال، شاهدالله سنګر

۲۵د کونړ ولایتي سکرتریت د جګړې له قربانیانو سره د همغږۍ کمیټې غړی، عبدالواسع همدرد

#یادونه: د اړتیا پر مهال د دې کمیټې نور غړي د کونړ ولایتي سکرتریت د رهبري بورډ په مشوره ټاکل کیږي.

۲۶. د کونړ ولایتي سکرتریت د مشورتي بورد مسؤل، داکټر نقیب الله المانزی

۲۷د مشورتي بورد مرستیال، بیان الحق علیمی

۲۸د مشورتي بورد منشې، سید غلام الله سیدا

په درنښت

د کونړ د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې ولایتي سکرتریت

د اړیکو د ګروپ د رسنیو او ویاندوی دفتر

د ۱۴۰۰ کال د غبرګولی ۱۳ / د ۲۰۲۱ کال د جون ۳